• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل الرحمان د پاکستان د دیني عالمانو له اعلامیې د طالبانو د دوو وزیرانو هرکلی ستایلی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې په کراچی کې د پاکستاني علماوو د کنفرانس اعلامیه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزیر مولانا سراج‌الدین حقاني له خوا مثبته ارزول شوې او دا ښه پرمختګ دی.

مولانا فضل الرحمان د ده په وینا ددغه مثبت ځواب، هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا د پاکستان لپاره ښه پرمختګ دی.

هغه د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر اوومه پر اېکس ولیکل، چې د پاکستان له دولت او حکومت څخه هم تمه لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او په پاکستان کې د سولې ټینګښت لپاره د علماوو او مذهبي ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي.

فضل الرحمان ټینګار کړی چې د دې هڅو د دوام په صورت کې پاکستان او سیمه کولی شي د سولې او ثبات یو مرکز شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ادعا؛ افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته ښه امنیت تجربه کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۰

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته، دمګړۍ ښه امنیت تجربه کوي. د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړۍ له شپږو ناامنه هېوادونو څخه یو بللی دی.

د طالبانو د ډلې ویاند مرستیال حمد الله فطرت نن یکشنه، د مرغومي پر ۷مه نېټه د سولې او اقتصاد نړیوال انسټیټیوټ وروستی راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له حاکمیت وروسته افغانستان بشپړ امن دی.

فطرت وویل، چې افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته ښه امنیت تجربه کوي او دا د ستاینې وړ دی او د یوه نا امن هېواد په توګه نوملړ کې یې شاملول له حقیقت لرې خبره ده.

د یاد راپور شمېرې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) خپرې شوې او ښيي، چې افغانستان د سوېلي اسیا تر ټولو ناامنه هېواد دی.

د دغه بنسټ له نظره، افغانستان له دې امله د سوله‌ییزو هېوادونو په نوملړ کې په ټیټه درجه کې ځای لري، چې وسلو ته د نامسوولو ډلو او اشخاصو لاسرسی، د تاوتریخوالي جرمونه، سیاسي بې‌ثباتي او د کورني او بهرني کډوالۍ څپې پکې ډېرې دي.

په راپور کې ناامني یوازې د وسله‌‌والو جګړو په معنا نه ده اخیستل شوې، بلکې سوله د ټولنیز امنیت او مصوونیت، د کورنیو او بهرنیو شخړو کچې او د یوه دولت د پوځي کېدو درجې له مخې ارزول شوې ده.

خدماتو ته د وګړو لاسرسی هم د ټولنیزې سولې له مهمو معیارونو څخه دی. د بېلګې په توګه د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان روغتیايي بنسټ له سخت ناورین سره مخ دی. د روغتیا نړیوال سازمان سږکال اعلان کړی، چې د بودجې د کمښت له امله یې په افغانستان کې ۸۰ سلنه خدمات کم کړي دي.

یاد راپور د معلوماتو پر بنسټ تر ټولو هر اړخیز تحلیل وړاندې کوي، چې د سولې بهیرونه، اقتصادي ارزښت او د سوله‌ییزو ټولنو د پراختیا څرنګوالی پکې څېړل شوي دي.

د نړۍوالې سولې د شاخص د کلني راپور له‌مخې، ایسلنډ، اېرلنډ، نیوزیلنډ، اسټرالیا او سویس په ترتیب سره د سولې او امنیت له پلوه له لومړي تر پنځم مقامه پورې دي.

طالبان وايي چې د افغانانو د لوږې په تړاو د ملګرو ملتونو رپوټونه واقعي نه دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۷ GMT+۰

د طالبانو اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هغه راپور له حقیقت نه لرې بللی، چې وايي، د افغانستان ۱۷ میلیونه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي. د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي معین ویلي، چې د افغانستان اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي معیین عبداللطیف نظري د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هغه راپور چې ۱۷ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي، رد کړی دی.

عبداللطیف نظري ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او په افغانستان کې له لوږې سره مخ کسانو په اړه د نړیوالو سازمانونو راپورونه له ځمکنیو واقعیتونو لرې دي.

نظري د خوړو نړیوال پروګرام وروستي راپور ته په غبرګون کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته ویلي:«د نړیوال بانک په څېر د نړیوالو معتبرو ادارو راپورونه ښيي، چې د افغانانو اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او د افغانستان اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی. ځینې راپورونه چې د ځینو ادارو له خوا خپریږي، نو هغه مبالغه ده او له ځمکنيو واقعیتونو سره سمون نه لري.»

نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د کارموندنې او زیربنا پروژې ډیرې کړې، څو افغانستان د ځان بسیاینې پر لور حرکت وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه په شدت سره لوړه شوې او دمګړی څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت پرداسې مهال په افغانستان کې د لوږې د کچې لوړوالي په اړه د خوړو نړیوال پروګرام راپور رد کړی، چې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه په ډېر شمېر کې د راستنېدونکو کډوالو له امله په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې او لا هم ګڼ ځوانان د کار په لټه پر غیرقانوني لارو ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه کوي.

هبت الله پر کډوالو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش سپارښتنه کړې

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو د ستونزو اواري کمیسیون ویلي، چې د دې ډلې مشر پر راستنو شویو کډوالو د خوراکي توکو، غنمو او نغدي پیسو د وېش سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو یاد کمېسیون نن د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر اوومه د دې ډلې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ ناسته کړې ده.

د طالبانو د کډوالو ستونزو د اواري کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ناسته کې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د هغو لارښوونو د عملي کولو پر لارو چارو خبرې شوې چې د یاد کمېسیون له غړو سره یې په لېدنه کې کړې وې.

طالبانو ویلي، چې هبت الله ورته سپارښتنه کړې، چې نویو راغلیو کډوالو ته خوارکي توکي، غنم او نغدي مرستې ووېشي او همدارنګه کډوالو ته د نمرو د وېش بهیر چټک کړي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو د اواري کمېسیون ویلي، چې په ناسته کې د نویو پانګوالو لپاره د پانګونې او کارخونو جوړولو په برخه کې د مالیې د معافیت په اړه هم خبرې شوې او د کډوالو لپاره د کار د زمینې برابرولو لپاره د ډېرو فابریکو او کارخونو د جوړېدو د میکانیزم په اړه یې هم پرېکړه کړې ده.

«امنیتي اندېښنې»؛ طالبانو د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې انټرنیټي خدمات بند کړي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې په دې ولسوالۍ کې انټرنېټي خدمات قطع کړي دي. یو شمېر سرچینې وايي، چې ددغه ولایت په یو شمېر سیمو کې بهرني جنګیالي میشت دي، نو له همدې امله انټرنېټي خدمات قطع دي.

د نورستان د لرې پرتې برګمټال ولسوالۍ ځینو اوسیدونکو نن یکشنبه، د مرغومي پر ۷مه وویل، چې په تېر جمهوریت کې په برګمټال ولسوالۍ کې انټرنېټي خدمات فعال ول خو طالبانو د ځینو امنیتي اندېښنو له امله په دې ولسوالۍ کې د افغان بېسیم انټرنېټي خدمات بند کړي دي.

یو ځايي قومي مشر وویل:« په تېر جمهوریت کې انټرنېټ کار کولو او ټلیفوني شبکې هم فعالې وې خو اوس یوازې ټلیفون کار کوي خو انټرنېټ بند شوی دی.»

افغانستان انټرنشنل د انټرنېټي خدماتو د نشتوالي په تړاو د برګمټال ولسوالۍ د قومي مشرانوشکایت لیک هم ترلاسه کړی، چې د طالبانو د نورستان والي ته یې لیکلی دی.

په لیک کې لیکل شوي، چې نژدې دوه کال وړاندې د طالبانو د نورستان والي ددغه ولایت د برګمټال ولسوالي له قومي مشرانو سره ژمنه کړې وه، چې د سلام مخابراتي شبکې انټرنېټي خدمات به فعالیږي خو تر اوسه پورې په دې ژمنه عمل نه دی شوی.

په دې لیک کې غوښتنه شوې ده، چې د قانون له مخې د نورستان د نورو ولسوالیو په څېر په برګمټال ولسوالي کې هم انټرنېټي خدمات فعال شي.

تر اوسه پورې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د انټرنېټ قطع کېدو لاملونه نه دي روښانه کړي او نه یې په دې اړه څه ویلي دي.

ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېر جمهوریت کې په برګمټال ولسوالۍ کې د ځايي خلکو په ملاتړ حکومت پراخ حضور درلود او ولسونه د حکومت پلویان ول او له همدې امله طالبانو ددې ولسوالۍ پر اوسیدونکو انټرنېټ قطع کړی دی.

خو له امنیتي مسایلو سره ښکیلې یو شمېر سرچینې وايي، چې ددغه ولایت په یو شمېر سیمو کې بهرني جنګیالي، په ځانګړې توګه د القاعدې کسان میشت دي، نو له همدې امله یې انټرنېټي خدمات قطع کړي دي.

د ۲۰۲۳ کال په جون کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه رپوټ کې وویل، چې القاعدې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د روزنې کمپونه جوړ کړي او د هېواد په بیلابیلو سیمو کې خوندي ځایونه لري. د ملګرو ملتونو د څارنې ټیم په خپل رپوټ کې د نورستان یادونه هم کړې وه، چې په شمالي سیمو کې یې د القاعدې غړي اوسیږي.

د رپوټ له مخې د نورستان کمپ د ځانمرګو بریدګرو د روزنې لپاره ځانګړی شوی او د دغه ولایت پخوانی والي حافظ محمد اغا حکیم یې د القاعدې یو مهم مشر بللی و.

افغانستان انټرنشنل هم د خپلو سرچینو له قوله رپوټ ورکړی و، چې د القاعدې مشر سیف العدل د نورستان او کونړ په سیمو کې له یوه ځایه بل ځای ته د نقل مکان په حالت کې دی.

د طالبانو سوداګرۍ وزارت په زابل او غزني ولایتونو کې دوه صنعتي پارکونه جوړوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي په زابل او غزني ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره تثبیت شوې سیمې له نږدې کتلې دي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې پرې د صنعتي پارکونو د جوړېدو چارې پیل شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه، د مرغومي ۷مه وویل، چې په غزني او زابل کې دغه صنعتي پارکونه به د خصوصي سکتور په واک کې ورکړل شي.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې ددې صنعتونو پارکونو د جوړېدو لکښت له کومې بودجې ورکوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرغومي ۵مه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي کندهار ته د خپل سفر په لړ کې د ژېړۍ په ولسوالۍ کې ۱۰ زره جریبه ځمکه او د کندهار هوایی ډګر ته نږدې ۷ نیم زره جریبه ځمکه د نویو صنعتي پارکونو په توګه له نژدې لیدلې ده.

یاد وزارت ادعا کړې وه، چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې په هیواد کې د صنعتي سکتور هر اړخیز ملاتړ کړی، د صنعتي فابریکو په جوړولو کې د پام وړ لیوالتیا شته او د نویو صنعتي پارکونو جوړولو ته اړتیا لیدل کېږي.

طالبانو ددې صنعتي پارکونو د جوړېدو، پیل او د پانګونې په اړه جزییات نه دي ورکړي.