هبت الله پر کډوالو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش سپارښتنه کړې

د طالبانو د کډوالو د ستونزو اواري کمیسیون ویلي، چې د دې ډلې مشر پر راستنو شویو کډوالو د خوراکي توکو، غنمو او نغدي پیسو د وېش سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو د ستونزو اواري کمیسیون ویلي، چې د دې ډلې مشر پر راستنو شویو کډوالو د خوراکي توکو، غنمو او نغدي پیسو د وېش سپارښتنه کړې ده.
د طالبانو یاد کمېسیون نن د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر اوومه د دې ډلې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ ناسته کړې ده.
د طالبانو د کډوالو ستونزو د اواري کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ناسته کې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د هغو لارښوونو د عملي کولو پر لارو چارو خبرې شوې چې د یاد کمېسیون له غړو سره یې په لېدنه کې کړې وې.
طالبانو ویلي، چې هبت الله ورته سپارښتنه کړې، چې نویو راغلیو کډوالو ته خوارکي توکي، غنم او نغدي مرستې ووېشي او همدارنګه کډوالو ته د نمرو د وېش بهیر چټک کړي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو د اواري کمېسیون ویلي، چې په ناسته کې د نویو پانګوالو لپاره د پانګونې او کارخونو جوړولو په برخه کې د مالیې د معافیت په اړه هم خبرې شوې او د کډوالو لپاره د کار د زمینې برابرولو لپاره د ډېرو فابریکو او کارخونو د جوړېدو د میکانیزم په اړه یې هم پرېکړه کړې ده.


د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې په دې ولسوالۍ کې انټرنېټي خدمات قطع کړي دي. یو شمېر سرچینې وايي، چې ددغه ولایت په یو شمېر سیمو کې بهرني جنګیالي میشت دي، نو له همدې امله انټرنېټي خدمات قطع دي.
د نورستان د لرې پرتې برګمټال ولسوالۍ ځینو اوسیدونکو نن یکشنبه، د مرغومي پر ۷مه وویل، چې په تېر جمهوریت کې په برګمټال ولسوالۍ کې انټرنېټي خدمات فعال ول خو طالبانو د ځینو امنیتي اندېښنو له امله په دې ولسوالۍ کې د افغان بېسیم انټرنېټي خدمات بند کړي دي.
یو ځايي قومي مشر وویل:« په تېر جمهوریت کې انټرنېټ کار کولو او ټلیفوني شبکې هم فعالې وې خو اوس یوازې ټلیفون کار کوي خو انټرنېټ بند شوی دی.»
افغانستان انټرنشنل د انټرنېټي خدماتو د نشتوالي په تړاو د برګمټال ولسوالۍ د قومي مشرانوشکایت لیک هم ترلاسه کړی، چې د طالبانو د نورستان والي ته یې لیکلی دی.
په لیک کې لیکل شوي، چې نژدې دوه کال وړاندې د طالبانو د نورستان والي ددغه ولایت د برګمټال ولسوالي له قومي مشرانو سره ژمنه کړې وه، چې د سلام مخابراتي شبکې انټرنېټي خدمات به فعالیږي خو تر اوسه پورې په دې ژمنه عمل نه دی شوی.
په دې لیک کې غوښتنه شوې ده، چې د قانون له مخې د نورستان د نورو ولسوالیو په څېر په برګمټال ولسوالي کې هم انټرنېټي خدمات فعال شي.
تر اوسه پورې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د انټرنېټ قطع کېدو لاملونه نه دي روښانه کړي او نه یې په دې اړه څه ویلي دي.
ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېر جمهوریت کې په برګمټال ولسوالۍ کې د ځايي خلکو په ملاتړ حکومت پراخ حضور درلود او ولسونه د حکومت پلویان ول او له همدې امله طالبانو ددې ولسوالۍ پر اوسیدونکو انټرنېټ قطع کړی دی.
خو له امنیتي مسایلو سره ښکیلې یو شمېر سرچینې وايي، چې ددغه ولایت په یو شمېر سیمو کې بهرني جنګیالي، په ځانګړې توګه د القاعدې کسان میشت دي، نو له همدې امله یې انټرنېټي خدمات قطع کړي دي.
د ۲۰۲۳ کال په جون کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه رپوټ کې وویل، چې القاعدې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د روزنې کمپونه جوړ کړي او د هېواد په بیلابیلو سیمو کې خوندي ځایونه لري. د ملګرو ملتونو د څارنې ټیم په خپل رپوټ کې د نورستان یادونه هم کړې وه، چې په شمالي سیمو کې یې د القاعدې غړي اوسیږي.
د رپوټ له مخې د نورستان کمپ د ځانمرګو بریدګرو د روزنې لپاره ځانګړی شوی او د دغه ولایت پخوانی والي حافظ محمد اغا حکیم یې د القاعدې یو مهم مشر بللی و.
افغانستان انټرنشنل هم د خپلو سرچینو له قوله رپوټ ورکړی و، چې د القاعدې مشر سیف العدل د نورستان او کونړ په سیمو کې له یوه ځایه بل ځای ته د نقل مکان په حالت کې دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي په زابل او غزني ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره تثبیت شوې سیمې له نږدې کتلې دي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې پرې د صنعتي پارکونو د جوړېدو چارې پیل شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه، د مرغومي ۷مه وویل، چې په غزني او زابل کې دغه صنعتي پارکونه به د خصوصي سکتور په واک کې ورکړل شي.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې ددې صنعتونو پارکونو د جوړېدو لکښت له کومې بودجې ورکوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرغومي ۵مه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي کندهار ته د خپل سفر په لړ کې د ژېړۍ په ولسوالۍ کې ۱۰ زره جریبه ځمکه او د کندهار هوایی ډګر ته نږدې ۷ نیم زره جریبه ځمکه د نویو صنعتي پارکونو په توګه له نژدې لیدلې ده.
یاد وزارت ادعا کړې وه، چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې په هیواد کې د صنعتي سکتور هر اړخیز ملاتړ کړی، د صنعتي فابریکو په جوړولو کې د پام وړ لیوالتیا شته او د نویو صنعتي پارکونو جوړولو ته اړتیا لیدل کېږي.
طالبانو ددې صنعتي پارکونو د جوړېدو، پیل او د پانګونې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

په بلخ کې د طالبانو مستوفیت وايي، د تېر نظام د ولسي جرګي غړي عباس ابراهیم زاده ۶۴ بېلابېل جایدادونه، چې هوټلونه، روغتونونه، د استګونې کورونه او نور پکې شامل دي، په کرایه ورکوي. سرچینو ویلي، چې عباس ابراهیم زاده یاد جایدادونه له خلکو رانیولي وو او یوازې لس سلنه پیسې یې ورکړې وې.
د طالبانو د بلخ ولایت مستوفیت اعلان کړی چې د عباس ابراهیمزاده او د هغه د زامنو اړوند ۶۴جایدادونه د داوطلبۍ له لارې د کرایې لپاره وړاندې کېږي.
دغه جایدادونه د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، چې کارته اریانا، کارته سینا، کارته نورخدا، کارته میرتان، شهرک حیرتان، پل خوابي سلمان فارس، قلعه میر نواباد، سیداباد، د مزار شریف لویې لارې مسیر او د استقلال عالي لیسې سړک پکې شامل دي.
په یادو جایدادونو کې مارکیټونه، سرایونه، هټۍ، بلاکونه، حویلۍ، مېلمستونونه، روغتونونه، ښونیز مرکزونه، تولیدي فابریکې، کرنیزې ځمکې، د غیرالکولي مشروباتو فابریکې او نور تجارتي او استوګنیز ملکیتونه شامل دي.

یاد جایدادونه د عباس ابراهیم زاده او د هغه د زامنو، غلام محمد، فدا محمد او نجیب الله په نومونو ثبت دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې عباس ابراهیم زاده یاد جایدادونه له خلکو پیرلي او خلکو ته یې د جایدادونو یوازې ۱۰ سلنه پیسې ورکړې دي او ۹۰ سلنه یې نه دي ورکړې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، عباس ابراهیم زاده، چې په عباس ډالر هم مشهور دی، ځینې جایدادونه په زور له خلکو اخیستي وو او پر نوموړي تور دی، چې د ځینو جایدادونو اصلي خاوندان یې وژلي هم دي.

عباس ابراهیم زاده د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته ازبکستان ته لاړ، خو د راپورونو له مخې نوموړی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په یاد هېواد کې زنداني دی.
لس ورځې وړاندې د عباس ابراهیم زاده پر فیسبوک پاڼې د نوموړي د زوی په ادرس لیکل شوي، چې ابراهیم زاده د خپلو سوداګریزو او سیاسي رقیبانو په یوه دسیسه کې زنداني شوی دی.
د نوموړي زوی د ازبکستان له حکومت او طالبانو څخه د خپل پلار د خوشې کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي او طالب پلوي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد سره کتلي او د افغانستان او امریکا د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو یې خبرې ورسره کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د یکشنبې په ورځ، د مرغومي اوومه ویلي، چې امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لېدنه کې ویلي، چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او جګړې پای ته رسېدو وروسته د طالبانو او امریکا تعامل عملاً نوي پړاو ته داخل شوی.
امیرخان متقي زیاته کړې، چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلای شي.
طالبانو ویلي، چې زلمي خلیلزاد په افغانستان کې امنیت او د بیارغونې په برخه کې د پرمختګونو ستاینه کړې او د طالبانو او امریکا ترمنځ یې خبرې اترې مهمې بللې دي.
زلمی خلیزاد تردې وړاندې هم د طالبانو له خوا د امریکايي بندیانو د ورسپارلو په موخه له امریکايي چارواکو سره افغانستان ته سفرونه کړي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتونې پروګرام ویلي چې د افغانستان له ښاري نفوس څخه تر ۴۰ سلنې ډېر خلک په کابل کې اوسي او د ښار له هرو پنځو اوسېدونکو څلور هغه په بې نقشې سیمو کې مېشت دي. دغه بنسټ په کابل کې د اقلیمي بدلون د اغېزو د مخنیوي لپاره د بېړنیو ګامونو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري میشتونې یا یو اېن هبیتات پروګرام نن یکشنبه، د مرغومي پر ۷مه، د کابل پر هغو اوسیدونکو د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه خبرداری ورکړی، چې په بې نقشې یا له ښاري پلان نه بهر غیر رسمي سیمو کې اوسیږي.
یو اېن هبیتات دغه راز ویلي، چې په کابل کې شاوخوا ۴۰ سلنه ښاري نفوس ژوند کوي.
یاد سازمان له دې وړاندې ویلي و، چې د نفوس د ودې او له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د لویې کچې راستنیدنې له امله په کابل کې غیر رسمي او متراکم میشت ځایونه په چټکۍ پراخیږي.
په ورته وخت کې د افغان تحلیلګرانو شبکې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي دي، چې د کورجوړونې په تړاو د طالبانو نویو مقرراتو هم بېکاري ډېره کړې او د کورونو بحران یې ژور کړی دی.
رپوټ وايي، چې د ځمکې پراختیا او ودانیز سکتور په کابل کې د دوو جمهوري دورو تر ټولو ګټور اقتصادي سکتور و، خو د ودانیزو پروژو ډېری برخې له قانون سره سمون نه درلود.
د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي یوازې عرفي قبالې لري، چې طالبان یې نه مني. دا خلک نه شي کولای نوي کورونه جوړ کړي او نه هم خپلې شته ودانۍ پراخولای شي.
په رپوټ کې ویل شوي، حتا هغه کسان چې شرعي قبالې لري، د ملکیت د تثبیت، اداري ځنډ، او د فساد د ادعاوو له امله د ودانۍ جواز ته په میاشتو او ان کلونو انتظار باسي.
په کابل کې د نفوس تراکم تر ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له ناورین سره مل دی، ځکه نړیوالو ادارو له دې وړاندې خبرداری ورکړی، چې تر ۲۰۳۰ مو کلونو پورې به د کابل تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.