• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په کابل کې له پنځو تنو څخه څلور هغه په بې نقشې سیمو کې اوسیږي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتونې پروګرام ویلي چې د افغانستان له ښاري نفوس څخه تر ۴۰ سلنې ډېر خلک په کابل کې اوسي او د ښار له هرو پنځو اوسېدونکو څلور هغه په بې نقشې سیمو کې مېشت دي. دغه بنسټ په کابل کې د اقلیمي بدلون د اغېزو د مخنیوي لپاره د بېړنیو ګامونو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري میشتونې یا یو اېن هبیتات پروګرام نن یکشنبه، د مرغومي پر ۷مه، د کابل پر هغو اوسیدونکو د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه خبرداری ورکړی، چې په بې نقشې یا له ښاري پلان نه بهر غیر رسمي سیمو کې اوسیږي.

یو اېن هبیتات دغه راز ویلي، چې په کابل کې شاوخوا ۴۰ سلنه ښاري نفوس ژوند کوي.

یاد سازمان له دې وړاندې ویلي و، چې د نفوس د ودې او له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د لویې کچې راستنیدنې له امله په کابل کې غیر رسمي او متراکم میشت ځایونه په چټکۍ پراخیږي.

په ورته وخت کې د افغان تحلیلګرانو شبکې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي دي، چې د کورجوړونې په تړاو د طالبانو نویو مقرراتو هم بېکاري ډېره کړې او د کورونو بحران یې ژور کړی دی.

رپوټ وايي، چې د ځمکې پراختیا او ودانیز سکتور په کابل کې د دوو جمهوري دورو تر ټولو ګټور اقتصادي سکتور و، خو د ودانیزو پروژو ډېری برخې له قانون سره سمون نه درلود.

د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي یوازې عرفي قبالې لري، چې طالبان یې نه مني. دا خلک نه شي کولای نوي کورونه جوړ کړي او نه هم خپلې شته ودانۍ پراخولای شي.

په رپوټ کې ویل شوي، حتا هغه کسان چې شرعي قبالې لري، د ملکیت د تثبیت، اداري ځنډ، او د فساد د ادعاوو له امله د ودانۍ جواز ته په میاشتو او ان کلونو انتظار باسي.

په کابل کې د نفوس تراکم تر ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له ناورین سره مل دی، ځکه نړیوالو ادارو له دې وړاندې خبرداری ورکړی، چې تر ۲۰۳۰ مو کلونو پورې به د کابل تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مالیې وزارت وايي چې راتلونکې اونۍ دولتي مامورانو ته معاشونه ور کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د دولتي ادارو د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه «ټولې اوازې ناسمې دي» او یاد وزارت چمتو دی، چې له دولتي ادارو څخه د معاشونو د راپور ترلاسه کولو وروسته، مامورانو ته معاشونه ورکړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر د یوه غږیږ پیغام په خپرولو سره وویل، چې «د امارتي ادارو د معاشونو د ځنډ په اړه وروستی اوازې ناسمې دي. د مالیې وزارت بشپړ چمتووالی لري، چې له ټولو ادارو څخه د معاشونو راپور ترلاسه کولو وروسته په راتلونکې اونۍ کې معاشونه حواله کړي.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مالیې وزارت تر اوسه د تیرې لېندۍ میاشتې معاشونه نه دي حواله کړي او د دولتي ادارو مامورین د ژمي په دې سړه هوا کې تر بل هر وخت ژر د معاشونو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

تېرکال هم د طالبانو مالیې وزارت د کابو دوو میاشتو لپاره د دولتي ادارو معاشونه ځنډولي وو او هغه مهال یې د ځنډ لامل د مالي کال د پیل په تړاو د ادارو د بودجې ټاکل او اصلاح ښودلی و.

د افغانستان بانک د بانکي محرمیت او مالیاتي ستونزو د حل په تړاو نوې پرېکړې اعلان کړې

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک اعلان وکړ چې د مالیه ورکوونکو د انتفاعي مالیې او د بانکي حسابونو د بندېدو ستونزو د حل په موخه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په مشرۍ د مالیې وزارت او افغانستان بانک استازو د بانکي محرمیت او مالیاتي ستونزو د حل نوې پرېکړې کړې دي.

د افغانستان بانک د یکشنبې په ورځ وویل، چې د بانکي محرمیت د ساتنې په موخه به د مالیې وزارت د مالیاتو په تړاو د بانکي حسابونو او د راکړې ورکړې اسناد په مستقیم ډول له بانکونو څخه نه غواړي، بلکې اړین معلومات به یوازې د شرکتونو او مالیه ورکوونکو له لارې ترلاسه کېږي.

د بانک په وینا، که د اسنادو د تصدیق ته اړتیا وي، دغه اسناد به افغانستان بانک ته لېږل کېږي او تصدیق به یې هم دغه بانک کوي.

د بانک په وینا، دغه راز پرېکړه شوې، چې بانکي اسناد به د سوداګریزو عوایدو د مالیې د مستقیمې محاسبې بنسټ نه ګرځي، بلکې د دې مالیې محاسبه به د مسلکي او خپلواکې پلټنې له لارې کېږي چې د مالیې وزارت له لوري ټاکل کېږي او په مستقیم ډول به له شرکتونو او سوداګرو سره ترسره کېږي.

د یادو پرېکړو له مخې، د بانکي حسابونو د بشپړ بندېدو د مخنیوي لپاره به د طالبانو د مالیې وزارت د شرکتونو د ټولو حسابونو د بندولو پر ځای یوازې د پاتې مالیې اندازه د افغانستان بانک ته لېږي او افغانستان بانک به هم یوازې همغه ټاکلې اندازه په اړوند حساب کې کنګل کوي، چې د شرکتونو سوداګریز فعالیتونه له خنډ سره مخ نه شي.

د بانک له خوا په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي، چې که کوم شرکت خپل مالیاتي حسابونه تصفیه نه کړي، د طالبانو د مالیې وزارت کولای شي د تېر کال د مالیې پر بنسټ په لس سلنې زیاتوالي سره د شرکت مالیه محاسبه او همغه اندازه کنګل کړي.

د افغانستان بانک ویلي چې دا خبرتیا د یادو پرېکړو د اغېزناک تطبیق او د عامه پوهاوي په موخه خپرېږي او له ټولو بانکونو، شرکتونو، سوداګرو او اړوندو ادارو څخه غوښتنه شوې چې د نویو پرېکړو له مخې لازمې همکارۍ ترسره کړي.

د طالبانو محکمې په اعدام محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش ته برائت ورکړی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۶ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

په پکتیکا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه ولایت کې د طالبانو محکمې په اعدام محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش ته برائت ورکړی. له دې وړاندې د پکتیکا ابتدایي محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې و، چې عبدالعلیم باید «اسلام او پیغمبر» ته د سپکاوي په تور اعدام شي.

په پکتیکا کې ځايي سرچینو نن یکشنبه، د مرغومي ۷مه وویل، چې د طالبانو د دویمې محکمې د پرېکړې پر اساس، پر ښوونکي عدالعلیم خاموش لګېدلي تورونه بې بنسټه ثابت شول او د نوموړي د خوشې کېدو امر یې صادر کړ.

د ښوونکي عبدالعلیم خاموش خپلوان وايي، چې نوموړی د پکتیکا له مرکز ښرنې نه خپلې ولسوالۍ جاني خېل ته رسېدلی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

ځايي سرچینو د چنګاښ پر ۹مه افغاستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی.

هغه مهال سرچینو ویلي و، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په اعدام محکوم کړی دی.

ځايي سرچینو ویلي و، «نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاګردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري.»

له دې وروسته د طالبانو د ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبانو نوموړی ونیوه او زندان ته یې واچاوه.

د طالبانو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوي ښوونکي عبدالعلیم خاموش خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې نوموړي د پېغمبر او مقدساتو سپکاوی نه دی کړی، بلکې یوازې عصري علومو ته د ارزښت ورکولو له امله په اعدام محکوم دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د چنګاښ پر ۲۶مه پر خپل اېکس‌ لیکلي و، چې د عبدالعلیم خاموش په نوم د یاد ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ اوسېدونکی، د دیني علماوو او د دې ډلې د محتسبینو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوی. هغه زیاته کړې وه، چې نوموړی د خپل جرم تر منلو وروسته محکمې ته معرفي شوی.

د خیبر په وینا، د پکتیکا ابتدایي محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې وه چې عبدالعلیم خاموش باید اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شي.

د ملګرو ملتونه: د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د پاکو اوبو او زده کړو بنسټونه پیاوړي شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق (UN_STFA) وايي، د ګډو مداخلو له لارې یې هغو ټولنو ته بنسټیز خدمتونه رسولی، چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق په ایکس لیکلي کې، چې بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی د خلکو د عزت او ټولنیز مقاومت لپاره اړین دی.

د یاد صندوق په وینا، د ملګرو ملتونو د ادارو تر ګډ کار لاندې، مرستې هغو سیمو ته رسېږي چې اغېز یې تر ټولو ډېر احساسېږي.

په دغه پوسټ کې راغلي، د مرسته کوونکو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د ادارو په همکارۍ، د روغتیا، پوهنې او د څښاک پاکو اوبو اړوند بنسټیز تاسیسات جوړ شوي، څو خلکو ته دوامدارې اسانتیاوې برابرې شي.

دغه ادارې، د مرسته کوونکو بنسټونو له ملاتړ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ګډې هڅې به روانې وساتي، څو د افغانستان زیانمنې ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو بې‌برخې پاتې نه شي.

مولوي محمد علي جان احمد: د طالبانو د نظام دفاع د هر افغان ملي او دیني مسولیت دی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د طالبانو سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال په هلمند کې د یوې ولسي غونډې پر مهال د «اسلامي نظام» پر ملاتړ ټینګار کړی؛ خو دا څرګندونې په داسې شرایطو کې کېږي چې د هېواد دننه د سیاسي ګډون، اساسي حقونو او ټولنیزو ازادیو په تړاو پراخې نیوکې لا هم پر ځای دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین، مولوي محمد علي جان احمد، د هلمند ولایت په کچه یوې پراخې ولسي غونډې ته په وینا کې د طالبانو د نظام ساتنه د هر افغان «ملي او دیني مسولیت» بللی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي محمد علي جان احمد ویلي: «دا د اسلامي نړۍ په کچه یو ځانګړی الهي فضل دی چې الله یوازې افغانانو ته ور په برخه کړی او ورباندې یې یو خالص اسلامي نظام حاکم کړی دی.»

نوموړي ادعا کړې چې دا هغه نظام دی چې چارې یې «نن په مستقیم ډول د شریعت له احکامو سره سم تنظیم او عملي کېږي» او ټینګار یې کړی چې افغانان د الله له ځانګړي فضل څخه برخمن دي.

خو دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبان په پرله‌پسې ډول د خپل نظام د ملاتړ غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې پر دوی د ښځو د حقونو محدودولو، د نجونو د زده کړو بندېدو، د سیاسي مشارکت نشتون او د مخالفو غږونو د ځپلو په تړاو پراخ کورني او نړیوال انتقادونه روان دي.