• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان بانک د بانکي محرمیت او مالیاتي ستونزو د حل په تړاو نوې پرېکړې اعلان کړې

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک اعلان وکړ چې د مالیه ورکوونکو د انتفاعي مالیې او د بانکي حسابونو د بندېدو ستونزو د حل په موخه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په مشرۍ د مالیې وزارت او افغانستان بانک استازو د بانکي محرمیت او مالیاتي ستونزو د حل نوې پرېکړې کړې دي.

د افغانستان بانک د یکشنبې په ورځ وویل، چې د بانکي محرمیت د ساتنې په موخه به د مالیې وزارت د مالیاتو په تړاو د بانکي حسابونو او د راکړې ورکړې اسناد په مستقیم ډول له بانکونو څخه نه غواړي، بلکې اړین معلومات به یوازې د شرکتونو او مالیه ورکوونکو له لارې ترلاسه کېږي.

د بانک په وینا، که د اسنادو د تصدیق ته اړتیا وي، دغه اسناد به افغانستان بانک ته لېږل کېږي او تصدیق به یې هم دغه بانک کوي.

د بانک په وینا، دغه راز پرېکړه شوې، چې بانکي اسناد به د سوداګریزو عوایدو د مالیې د مستقیمې محاسبې بنسټ نه ګرځي، بلکې د دې مالیې محاسبه به د مسلکي او خپلواکې پلټنې له لارې کېږي چې د مالیې وزارت له لوري ټاکل کېږي او په مستقیم ډول به له شرکتونو او سوداګرو سره ترسره کېږي.

د یادو پرېکړو له مخې، د بانکي حسابونو د بشپړ بندېدو د مخنیوي لپاره به د طالبانو د مالیې وزارت د شرکتونو د ټولو حسابونو د بندولو پر ځای یوازې د پاتې مالیې اندازه د افغانستان بانک ته لېږي او افغانستان بانک به هم یوازې همغه ټاکلې اندازه په اړوند حساب کې کنګل کوي، چې د شرکتونو سوداګریز فعالیتونه له خنډ سره مخ نه شي.

د بانک له خوا په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي، چې که کوم شرکت خپل مالیاتي حسابونه تصفیه نه کړي، د طالبانو د مالیې وزارت کولای شي د تېر کال د مالیې پر بنسټ په لس سلنې زیاتوالي سره د شرکت مالیه محاسبه او همغه اندازه کنګل کړي.

د افغانستان بانک ویلي چې دا خبرتیا د یادو پرېکړو د اغېزناک تطبیق او د عامه پوهاوي په موخه خپرېږي او له ټولو بانکونو، شرکتونو، سوداګرو او اړوندو ادارو څخه غوښتنه شوې چې د نویو پرېکړو له مخې لازمې همکارۍ ترسره کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو محکمې په اعدام محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش ته برائت ورکړی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۶ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

په پکتیکا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه ولایت کې د طالبانو محکمې په اعدام محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش ته برائت ورکړی. له دې وړاندې د پکتیکا ابتدایي محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې و، چې عبدالعلیم باید «اسلام او پیغمبر» ته د سپکاوي په تور اعدام شي.

په پکتیکا کې ځايي سرچینو نن یکشنبه، د مرغومي ۷مه وویل، چې د طالبانو د دویمې محکمې د پرېکړې پر اساس، پر ښوونکي عدالعلیم خاموش لګېدلي تورونه بې بنسټه ثابت شول او د نوموړي د خوشې کېدو امر یې صادر کړ.

د ښوونکي عبدالعلیم خاموش خپلوان وايي، چې نوموړی د پکتیکا له مرکز ښرنې نه خپلې ولسوالۍ جاني خېل ته رسېدلی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

ځايي سرچینو د چنګاښ پر ۹مه افغاستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی.

هغه مهال سرچینو ویلي و، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په اعدام محکوم کړی دی.

ځايي سرچینو ویلي و، «نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاګردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري.»

له دې وروسته د طالبانو د ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبانو نوموړی ونیوه او زندان ته یې واچاوه.

د طالبانو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوي ښوونکي عبدالعلیم خاموش خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې نوموړي د پېغمبر او مقدساتو سپکاوی نه دی کړی، بلکې یوازې عصري علومو ته د ارزښت ورکولو له امله په اعدام محکوم دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د چنګاښ پر ۲۶مه پر خپل اېکس‌ لیکلي و، چې د عبدالعلیم خاموش په نوم د یاد ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ اوسېدونکی، د دیني علماوو او د دې ډلې د محتسبینو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوی. هغه زیاته کړې وه، چې نوموړی د خپل جرم تر منلو وروسته محکمې ته معرفي شوی.

د خیبر په وینا، د پکتیکا ابتدایي محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې وه چې عبدالعلیم خاموش باید اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شي.

د ملګرو ملتونه: د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د پاکو اوبو او زده کړو بنسټونه پیاوړي شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق (UN_STFA) وايي، د ګډو مداخلو له لارې یې هغو ټولنو ته بنسټیز خدمتونه رسولی، چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق په ایکس لیکلي کې، چې بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی د خلکو د عزت او ټولنیز مقاومت لپاره اړین دی.

د یاد صندوق په وینا، د ملګرو ملتونو د ادارو تر ګډ کار لاندې، مرستې هغو سیمو ته رسېږي چې اغېز یې تر ټولو ډېر احساسېږي.

په دغه پوسټ کې راغلي، د مرسته کوونکو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د ادارو په همکارۍ، د روغتیا، پوهنې او د څښاک پاکو اوبو اړوند بنسټیز تاسیسات جوړ شوي، څو خلکو ته دوامدارې اسانتیاوې برابرې شي.

دغه ادارې، د مرسته کوونکو بنسټونو له ملاتړ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ګډې هڅې به روانې وساتي، څو د افغانستان زیانمنې ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو بې‌برخې پاتې نه شي.

مولوي محمد علي جان احمد: د طالبانو د نظام دفاع د هر افغان ملي او دیني مسولیت دی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د طالبانو سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال په هلمند کې د یوې ولسي غونډې پر مهال د «اسلامي نظام» پر ملاتړ ټینګار کړی؛ خو دا څرګندونې په داسې شرایطو کې کېږي چې د هېواد دننه د سیاسي ګډون، اساسي حقونو او ټولنیزو ازادیو په تړاو پراخې نیوکې لا هم پر ځای دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین، مولوي محمد علي جان احمد، د هلمند ولایت په کچه یوې پراخې ولسي غونډې ته په وینا کې د طالبانو د نظام ساتنه د هر افغان «ملي او دیني مسولیت» بللی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي محمد علي جان احمد ویلي: «دا د اسلامي نړۍ په کچه یو ځانګړی الهي فضل دی چې الله یوازې افغانانو ته ور په برخه کړی او ورباندې یې یو خالص اسلامي نظام حاکم کړی دی.»

نوموړي ادعا کړې چې دا هغه نظام دی چې چارې یې «نن په مستقیم ډول د شریعت له احکامو سره سم تنظیم او عملي کېږي» او ټینګار یې کړی چې افغانان د الله له ځانګړي فضل څخه برخمن دي.

خو دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبان په پرله‌پسې ډول د خپل نظام د ملاتړ غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې پر دوی د ښځو د حقونو محدودولو، د نجونو د زده کړو بندېدو، د سیاسي مشارکت نشتون او د مخالفو غږونو د ځپلو په تړاو پراخ کورني او نړیوال انتقادونه روان دي.

ملګري ملتونه: سږ کال په افغانستان کې له ۸۷ زور زیاتې د غنمو د کر کڅوړې ویشل شوې دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) راپور ورکړی چې سږ کال ژمي کې یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې۸۷زره او ۴۰۰ د غنمو کڅوړې کروندګرو ته په وخت د کر لپاره ورکړي دي.

د یاد سازمان له خوا ویل شوي، دغې کڅوړې د کرنې د موسم په مناسبه دوره کې کروندګرو ته ورکول شوي دي.

د سازمان په وینا، په افغانستان کې د لوږې او فقر کچه په زیاتېدو ده، او د کروندګرو سره د خوراکي موادو د تولید په برخه کې مرسته یوه بشرپاله هڅه بلل کېږي.

ایف ای او ټینګار کړی چې د دغو مرستو له لارې هڅه کېږي د افغان کروندګرو ظرفیت لوړ او د خوراکي امنیت وضعیت ښه شي. سربیره پر دې، ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱ میلیون افغانان لا هم د بشر پاله مرستو پر تکیه ژوند کوي.

یاده دې وي چې، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې، د بودیجې کمښت له امله د ملګرو ملتونو مرستې په افغانستان کې محدودې شوې وې. د نړیوال بانک، اروپایي ټولنې، جاپان، سویډن او برتانیا د ملاتړ په مرسته، دغه سازمان توانېدلې چې دغه کڅوړې پر وخت کروندګرو ته ورسوي.

طالبان: په فراه کې د نشه‌يي توکو د پروسس دوه فابریکې کشف او ویجاړې شوې

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه‌يي توکو پر ضد ځواکونو یې په فراه ولایت کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید دوه فابریکې کشف او ویجاړې کړې دي. وزارت زیاتوي هم مهاله، په پنځو ولایتونو کې ۳۵ روږدي کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته ور پېژندل شوي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ اړوند د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو د څو جلا عملیاتو پر مهال د دغه ولایت د بکواه ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید دوه فابریکې کشف او وسوځولې.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو فابریکو کې ۲۷ کیلوګرامه شیشه، ۳۲ کیلوګرامه پوډر، ۶۰ لیتره تیزاب او یو شمېر نور هغه توکي موندل شوي، چې د نشه‌يي موادو د جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

خبرپاڼه زیاتوي، ددغه فابریکو په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي، چې د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې، یاد وزارت ویلي، ځواکونو یې د جلا جلا عملیاتو پر مهال له بلخ، پروان، جوزجان، کاپیسا او سمنګان ولایتونو څخه ۳۵ تنه پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یې د روږدو کسانو اړوند درملنې مرکزونو ته ور پېژندلي دي.