• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: سږ کال په افغانستان کې له ۸۷ زور زیاتې د غنمو د کر کڅوړې ویشل شوې دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) راپور ورکړی چې سږ کال ژمي کې یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې۸۷زره او ۴۰۰ د غنمو کڅوړې کروندګرو ته په وخت د کر لپاره ورکړي دي.

د یاد سازمان له خوا ویل شوي، دغې کڅوړې د کرنې د موسم په مناسبه دوره کې کروندګرو ته ورکول شوي دي.

د سازمان په وینا، په افغانستان کې د لوږې او فقر کچه په زیاتېدو ده، او د کروندګرو سره د خوراکي موادو د تولید په برخه کې مرسته یوه بشرپاله هڅه بلل کېږي.

ایف ای او ټینګار کړی چې د دغو مرستو له لارې هڅه کېږي د افغان کروندګرو ظرفیت لوړ او د خوراکي امنیت وضعیت ښه شي. سربیره پر دې، ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱ میلیون افغانان لا هم د بشر پاله مرستو پر تکیه ژوند کوي.

یاده دې وي چې، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې، د بودیجې کمښت له امله د ملګرو ملتونو مرستې په افغانستان کې محدودې شوې وې. د نړیوال بانک، اروپایي ټولنې، جاپان، سویډن او برتانیا د ملاتړ په مرسته، دغه سازمان توانېدلې چې دغه کڅوړې پر وخت کروندګرو ته ورسوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په فراه کې د نشه‌يي توکو د پروسس دوه فابریکې کشف او ویجاړې شوې

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه‌يي توکو پر ضد ځواکونو یې په فراه ولایت کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید دوه فابریکې کشف او ویجاړې کړې دي. وزارت زیاتوي هم مهاله، په پنځو ولایتونو کې ۳۵ روږدي کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته ور پېژندل شوي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د فراه ولایت د امنیې قوماندانۍ اړوند د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو د څو جلا عملیاتو پر مهال د دغه ولایت د بکواه ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید دوه فابریکې کشف او وسوځولې.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو فابریکو کې ۲۷ کیلوګرامه شیشه، ۳۲ کیلوګرامه پوډر، ۶۰ لیتره تیزاب او یو شمېر نور هغه توکي موندل شوي، چې د نشه‌يي موادو د جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

خبرپاڼه زیاتوي، ددغه فابریکو په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي، چې د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې، یاد وزارت ویلي، ځواکونو یې د جلا جلا عملیاتو پر مهال له بلخ، پروان، جوزجان، کاپیسا او سمنګان ولایتونو څخه ۳۵ تنه پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یې د روږدو کسانو اړوند درملنې مرکزونو ته ور پېژندلي دي.

ایران طالبانو ته د افغانستان د اوسپنې او تیلو په کانونو کې د پانګونې وړاندیز کړی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفير علي‌رضا بیکدلي، د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې، د افغانستان د اوسپنې او تیلو کانونو کې د ایران د پانګونې وړاندیز وکړ. په لیدنه کې، د ایران سفیر د افغانستان کانونه د دواړو هیوادنو د همکارۍ پراختیا لپاره مناسبه زمینه وبلله.

د طالبانو د معادن او پټرولیم وزارت د شنبې ورځ(د مرغومي ۶مه) په خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا، دوه‌ اړخیزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان د کانونو په سرچینو کې د پانګونې په اړه خبرې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر وویل چې ایراني شرکتونه د افغانستان د اوسپنې او تیلو کانونو کې د پانګونې لپاره چمتو دي.

د طالبانو د معادن او پټرولیم وزارت وايي چې هدایت‌الله بدري د ایران د شرکتونو د پانګونې د چمتووالي هرکلی وکړ او له دغه هیواد سره یې د همکاریو ژمنه ورکړه.

ایران که څه هم طالبان په رسميت نه پېژني، خو له دغې ډلې سره پراخې ډېپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري.

محمود سیادت، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر، مخکې ویلي وه چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه والي سره، د پانګونې زمینه په ځانګړي ډول په کانونو کې برابره شوې ده. هغه ویلي چې د قطري، ترکي او چینایي شرکتونو فعالیتونه په زیاتېدو دي او د ایران نړیوال سیالان هڅه کوي چې د دې بازار په ترلاسه کولو کې یو تر بل مخکې شي.

طالبانو د اسراییل له خوا د «سومالیه لیند» د دولت په توګه رسمیت پېژندنه په کلکه وغندله

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، د اسراییل له خوا د فدرالي جمهوریت سومالیا د «سوماله لیند» د سیمې د خپلواک دولت په توګه پېژندل په کلکه غندلي او دا یې د نړیوال قانون او د سومالیا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسراییل دغه اقدام د اسلامي هېواد د وېش هڅه بلل کېږي او په سیمه‌ییزه کچه د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لري.

وزارت ټینګار کړی چې د داسې اقداماتو هېڅ قانوني مشروعیت یا بنسټ نشته.

په په خپرپاڼه کې د نړیوالو قوانینو د رعایت او د اسلامي هېوادونو د حاکمیت ساتنې غوښتنه شوې او یادونه شوې، چې د سیمې په ثبات او امنیت کې د هر ډول بهرني مداخلت مخنیوی اړین دی.

تېره ورځ له دوه نيم زرو زیات کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون نن یک شنبه ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۶۸ کورنۍ چې ټول‌ ۲۵۵۳ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي.

د دغه کمېسیون د(مرغومي ۶مې) راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند دبهرامچې او د نیمروز د ورېښمو له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۵۶کورنۍ چې ۳۱۲۴تنه دي، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۷کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۰۴تنه کیږي، د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ چې غړي یې ۱۰۱ تنه او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۵ کورنۍ چې شمیر یې ۲۵تنه وه افغانستان ته ستنې شوې دي.

په دې ورستیو کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو اقدامت سخت شوي، تر دې یوه ورځ وړاندې هم نږدې درې زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي وه.

طالبانو وايي په کابل کې یې د قتل په تور درې کسان نیولي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزات وایي چې د کابل امنیه قوماندانۍ دوهمې امنیتي حوزې اړوند امنیتي ځواکونو هغه قاتل او دوه ملګري یې نیولي، چې څه موده وړاندې یې په جاده اسمايي سیمه کې یو تن وژلی و.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، قاتل په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د پولیسو چارواکي وایي، چې دوه نور کسان هم چې په دې قتل کې یې برخه درلوده، نیول شوي او د تحقیقاتو په جریان کې دي.

په خپرپاڼه کې راغلي، له لومړنیو څېړنو وروسته به ټول نیول شوي مجرمینعدلي او قضایي ادارو ته وسپاري.