د ملګرو ملتونه: د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د پاکو اوبو او زده کړو بنسټونه پیاوړي شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق (UN_STFA) وايي، د ګډو مداخلو له لارې یې هغو ټولنو ته بنسټیز خدمتونه رسولی، چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق (UN_STFA) وايي، د ګډو مداخلو له لارې یې هغو ټولنو ته بنسټیز خدمتونه رسولی، چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق په ایکس لیکلي کې، چې بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی د خلکو د عزت او ټولنیز مقاومت لپاره اړین دی.
د یاد صندوق په وینا، د ملګرو ملتونو د ادارو تر ګډ کار لاندې، مرستې هغو سیمو ته رسېږي چې اغېز یې تر ټولو ډېر احساسېږي.
په دغه پوسټ کې راغلي، د مرسته کوونکو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د ادارو په همکارۍ، د روغتیا، پوهنې او د څښاک پاکو اوبو اړوند بنسټیز تاسیسات جوړ شوي، څو خلکو ته دوامدارې اسانتیاوې برابرې شي.
دغه ادارې، د مرسته کوونکو بنسټونو له ملاتړ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ګډې هڅې به روانې وساتي، څو د افغانستان زیانمنې ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو بېبرخې پاتې نه شي.