• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فشار دوام؛ امریکا پر ایران پورې تړلو کسانو او شرکتونو نوې بندیزونه ولګول

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۳ GMT+۰

د امریکا د خزانې وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) اعلان وکړ، چې پر پنځو حقیقي کسانو، څلورو ایراني شرکتونو او پر یوه وېنزوېلایي وګړي یې بندیزونه لګولي دي.

د بهرنيو شتمنيو د کنټرول دفتر (اوفک) د راپور له‌مخې، مهدي غفاري، عرفان قیصري، بهرام رضایي، مصطفی رستمي‌ثاني او رضا زارع‌پور ترقي د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا د ثانوي بندیزونو لاندې راغلي دي.
د راپور له‌مخې، غفاري او قیصري د کاوشګر اسمان موج غدیر شرکت سره تړاو لري، رضایي د الکتروموج مبین ټېکنالوژۍ شرکت سره، رستمي‌ثاني د پارچین کیمیاوي صنایع سره او زارع‌پور ترقي د پردیسان رضوان شرق نړۍوال خصوصي شرکت سره تړلي دي او پر دوی دغه بندیزونه لګول شوي دي.
د همدې پر بنسټ، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت دویم بندیزونه د الکترو موج مبین د ټېکنالوژۍ پر شرکت چې د رایان فن کاو اندېش شرکت سره تړاو لري، همدارنګه پر کاوشګران اسمان موج غدیر شرکت او پر سهامي خاص نړۍوال پردیسان رضوان شرق شرکت لګولي دي.

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۴
ځانګړی

سرچینې: طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د څار او ټیلیفوني تعقیب بهیر پیل کړی

۵
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

•
•
•

نور کیسې

په جرمني کې غلو د یوه بانک ۳۰ میلیون یورويي خزانه لوټلې ده

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۰
100%

د جرمني پولیس وایي چې غلو د دغه هېواد د ګلزنکیرشن ښار د «شپارکاسه بانک»د یوې څانګې خزانه په نښه کړې او ګڼ شمېر د امانتونو او سروزرو ساتلو صندوقونه یې مات کړي دي. جرمنۍ رسنۍ وايي، چې ډېر زیانمن شوي مشتریان ترکي الاصله دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د غلا شویو شتمنیو ارزښت شاوخوا ۳۰میلیونه یورو ته رسېږي.

پولیس وایي، د غلا پر مهال په بانک کې د اور لګېدود خبرتیا سیستم فعال شوی و، چې له امله یې اور وژونکي او د پولیس ځواکونه ودانۍ ته ورسېدل. د پلټنو پر مهال د خزانې خونې ته د ناقانونه ننوتلو نښې ولیدل شوې.

د پولیسو په وینا، غلو د یوې لویې برمې (ډریل) په وسیله ځانونه د بانک د خزانې خونې ته رسولي او هلته یې د امانتونو صندوقونه پرانیستي او لوټلي دي.

متحده عربي اماراتو اعلان وکړ چې له یمن نه خپل ځواکونه وباسي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۴ GMT+۰
100%

متحده عربي اماراتو د سعودي عربستان له غوښتنې وروسته د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له یمن نه خپل پاتې ځواکونه وباسي. اماراتو دا اعلان د یمن په جنوب کې پر مکلا بندر د ریاض له هوايي برید وروسته وکړ.

ریاض ویلي، دا برید پر داسې بار وړونکي هدف شوی چې د اماراتو له ملاتړه برخمنو وسله والو ته یې وسلې لېږدولې.

دا پېښه تر دې دمه د سعودي او اماراتو ترمنځ د اختلاف تر ټولو لوی پوځي تاوتریخوالی بلل کېږي.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات، چې یو وخت د سیمې د امنیت دوه ستنې بلل کېدل، اوس یې ګټې په بېلابېلو برخو کې، له تېلو تر جیوپولیټیک نفوذ پورې، له یو بل سره واټن اخیستی دی.

د اماراتو د دفاع وزارت ویلي، چې دغه هېواد په خپله خوښه په یمن کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو ماموریت پای ته رسولی دی.

د اماراتو دولتي خبري اژانس ددغه هېواد د دفاع وزارت له قوله ویلي، دا پرېکړه د وروستیو پرمختګونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته شوې ده.

سعودي عربستان د سې ‌شنبې په ورځ وویل، چې ملي امنیت یې «سره کرښه» ده او تور یې پورې کړ چې اماراتو د یمن د جنوب بیلتونپالي هڅولي او عملیات یې د سعودي تر پولو ورسېدل.

اختلافونه هغه مهال لا زیات شول چې اماراتو د جنوبي انتقالي شورا (STC) ملاتړ وکړ، چې د یمن په جنوب کې د خپلواکۍ غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې سعودي عربستان د یمن د نړیوالې ټولنې له‌خوا پېژندل شوي حکومت ملاتړ ته دوام ورکړی.

د ایران حکومت له لاریون کوونکو سره خبرو اترو ته تیاری ښودلی

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۴ GMT+۰
100%

د ایران حکومت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي د لاریون کوونکو له مشرانو سره وغږیږي. دغه لاریونونه د ایران د اسعارو د ارزښت د ټیټېدو له امله پیل شوي چې ورسره انفلاسیون هم چټک شوی او د مرکزي بانک مشر هم استعفا کړې ده.

د ایران دولتي رسنیو په وینا، دا مظاهرې چې دایران په تاریخ کې د وروستیو کلونو د بې ثباتۍ پایله ګڼل کیږي، د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې شوې، چې د تهران داسعارو د سترو بازارونو سوداګر هم پکې شامل دي.

مسعود پزشکیان د دوشنبې په ماښام پر خپلې اېکس پاڼې د ایران د کورنیو چارو وزیر نه وغوښتل چې دلاریون کوونکو"قانوني غوښتنو" ته غوږ ونیسي.

بل لور دایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې د خبرو یو میکانیزم به جوړ شي او د مظاهره چیانو له مشرانو سره به خبرو ته کښیني.

مهاجراني زیاته کړې "موږ مظاهرې په رسمیت پېژنو، موږ د هغوی غږونه اورو او پوهېږو چې دا د خلکو پر ژوند له فشار نه رامنځته شوې دي."

پر ایران د لویدیزو بندیزونو له امله په پرله پسې توګه د بهرنیو اسعارو پر وړاندي د ایراني کرنسۍ ارزښت راکمیږي او د بازار څارونکي وایي چې د دوشنبې په ورځ د ۳۳ امریکایي ډالرو په مقابل کې ریال یو میلیون او ۳۹۰ زرو ته راټیت شو چې دایو ریکارډ حد دی.

پزشکیان پر خپل اکس لیکلي : "موږ د پیسو او بانکدارۍ د سیسټم د اصلاح او د خلکو د پیر ځواک د ساتلو لپاره اساسي اقدامات په اجنډا کې لرو."

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د حکومت د اقتصادي ازادۍ وروستۍ پالیسۍ د ریال د ازاد نرخ پر بازار فشار راوړی دی.

په ۲۰۲۲ کال کې هم ایران کې مظاهرې د بیو د لوړوالي، په ځانګړې توګه د ډوډۍ د بیې په اړه وې.

دغه بې ثباتۍ په ۲۰۲۳ کال کې د یوې ځوانې ایرانۍ کُردې ښځې مهسا امیني له مړینې وروسته چټکې شوې چې د ایران د اخلاقي پولیسو په بند کې یې ساه ورکړه.

د عرب متحده ځواکونو د یمن پر مکلا بندر هوايي برید کړی

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۰
100%

د عرب متحده ځواکونو د یمن پر مکلا بندر هوايي برید کړی، چې موخه یې د سویلي انتقالي شورا (STC) لپاره د متحده عربي اماراتو څخه را رسېدلې وسلې او جنګي وسایط بلل شوي. دغه ځواکونه وایي، یاد برید د ملکي خلکو د خوندیتوب او د نړۍوالو بشري قوانینو په رڼا کې شوی دی.

د عرب متحده ځواکونو ویاند جنرال ترکي المالکي د سعودي دولتي رسنیو ته په خبرو کې ویلي، د متحده عربي اماراتو د فجیره بندر څخه دوه کښتۍ د دوی له اجازې پرته مکلا بندر ته ورسېدې چې د سویلي انتقالي شورا د ملاتړ لپاره یې زیات شمېر وسلې او جنګي وسایط له کښتۍ ښکته کړل او وروسته دوی پرې هوایي برید وکړ. مالکي زیاته کړه، چې د هوايي برید له امله چاته زیان نه‌دی اوښتی.

خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، د کښتيو له رسېدو وروسته وسلې انتقال شوې دي. مالکي وویل: «دغه اقدام د تاوتریخوالي کمولو، د سولې هڅو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵کال ۲۲۱۶ پرېکړې څخه ښکاره سرغړونه ده.»

دغه پرمختګ وروسته له هغې رامنځته شوی، چې د سعودي دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان د STC څخه وغوښتل چې د حضرموت او المهرا ولایتونه پرېږدي او واک سیمه‌ییزو چارواکو ته وسپاري. د عرب متحده ځواکونو همداراز ټینګار وکړ، چې د حکومت سره له همغږۍ پرته به له هېڅ هېواد څخه د یمن کومې ډلې ته د پوځي مرستې اجازه ورنه کړي.

خواجه اصف: موږ خبرو اترو ته چمتو یو خو د تحریک انصاف ګوند له موږ سره ناوړه چلند کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۶ GMT+۰
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، دوی خبرو اترو ته چمتو دي؛ خو د تحریک انصاف ګوند ورسره ناوړه چلند کوي. د هغه په وینا؛ سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف درې، څلور ځلې د خبرو اترو بلنه ورکړې؛ خو د تحریک انصاف ګوند له خبرو اترو انکار کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه. نوموړي د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې تر دې وړاندې یې هم د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه او اوس د هېواد د پرمختګ لپاره یو وار بیا د خبرو بلنه ورکوي.

هغه زیاته کړې وه:« ما تحریک انصاف ګوند ته تر دې وړاندې هم د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او اوس یو ځل بیا د مذاکراتو بلنه ورکوم؛ خو دغه مذاکرات یوازې د مشروع غوښتنو پربنسټ کېدای شي.»

د هغه په وینا؛ د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره باید د سیاسي ګوندونو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د پاکستان حکومت د دې لپاره هر ډول ګام پورته کولو ته چمتو دی. خو د تحریک انصاف ګوند له حکومت سره له خبرو اترو انکار وکړ.

د پاکستان حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې د دغه ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پولیسو له‌خوا ونیول شو. یاد ګوند تر دې وړاندې له پاکستان حکومت سره څو ځلې خبرې اترې پیل کړې؛ خو دغه خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې.