طالبان وایي په فراه کې د سېلابونو له امله بند پاتې ۲۰۰ کسان یې ژغورلي دي

په فراه کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د هوایي ځواک له لوري د فراه ښار اړوند د قرغ زرد او دردک کارېز په سیمو کې د سېلابونو له امله بند پاتې ۲۰۰ کسان ژغورل شوي دي. د دوی په وینا؛ دغه کسان په درېیو الوتنو کې ژغورل شوي او خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
