• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېټالیا افغانستان ته شاوخوا درې مېلیون ډالره مرسته ځانګړې کړه

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق خبر ورکړی، چې اېټالیا افغانستان ته ۲.۸ مېلیون ډالره مرسته ځانګړې کړې ده. د دغه مرستې موخه د کلتوري میراثونو ساتنه او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د اقتصادي او ټولنیزو حل لارو پرمخ وړل دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه مرسته د افغانستان لپاره د یوځای شویو خدمتونو د وړاندې کولو ګډه هڅه ده.

د افغانستان اماني صندوق د ۲۰۲۵کال په پای کې وویل، په دغه کال کې یې لږترلږه له یو مېلیون افغانانو سره مرسته کړې چې ۴۰ سلنه یې ښځې او نجونې دي. دغه صندوق د ۲۰۲۵کال د هیلو او مقاومت کال یاد کړی او لیکلي یې دي، چې په دغه کال کې یې د مرستندویه بنسټونو څخه ۲۴.۷ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

اېټالیا دغه مرسته په داسې حال کې کړې، چې ملګرو ملتونو ویلي افغانستان به په ۲۰۲۶کال کې د نړۍ له لویو بشري ناورینونو سره مخ وي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په راپور کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان به په ۲۰۲۶کال کې لا هم د نړۍ له لویو بشري ناورینونو سره پاتې شي.

اوچا وايي، په ۲۰۲۶کال کې به شاوخوا ۲۲مېلیونه کسان چې د افغانستان د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي؛ بشرپاله مرستو ته اړتیا ولري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي تر دې دمه بېرته ستنېدونکو کډوالو ته تر ۱۲۴زره جریبه ډېره ځمکه ځانګړې شوې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۰

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، په تېر ۲۰۲۵کال کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۱۲۴زره او ۶۷۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د اړتیا په صورت کې به نوره ځمکه هم ورته ځانکړې شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د ۲۰۲۵کال راپور په خپرولو سره ویلي، تر دې دمه په بامیان، لغمان، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې پر ۲زره او ۶۹۸ کورنیو نمرې وېشل شوې دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

د هغه په وینا؛ له دې ډلې ۴۱ ښارګوټي تثبیت شوي، د ۳۴ ښارګوټو سروې هم ترسره شوې او د ۷ نورو ښارګوټو چارې تر کار لاندې دي. سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۷ کوډګر نیولي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۷ کوډګر نیولي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کوډګر یې په بامیان، فاریاب، ننګرهار، میدان وردګ او سرپل ولایتونو کې نیولي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي. د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت تېره اونۍ هم په خپل اوونیز راپور کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۱ کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۸۰ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو هم د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو پر پراخې سرغړونې اندېښنه څرګنده کړې.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۱۸۵ اصلاحي ناستې لرلې.

نصیراحمد اندېشه: ۲۰۲۵ طالبانو لپاره د ډېپلوماټیکو اړیکو د ړنګېدو کال و

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۴ GMT+۰

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د طالبانو ډېپلوماټیک وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د دغه ډلې د ویاندویانو د ادعاوو برعکس ۲۰۲۵کال په حقیقت کې د طالبانو لپاره د شاتګ، ماتې او د ډېپلوماټیکو اړیکو د ړنګېدو کال و.

اندېشه افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې ټینګار کړی، چې طالبان په تېر کال کې د روسیې له‌خوا له یوې «لنډمهالې او تاکتیکي پېژندنې» او د هند له «بشپړ وسیلوي چلند» پرته، ان خپل نږدې ډېپلوماټیک ملاتړي هم له لاسه ورکړي دي.

په جینوا کې د افغانستان د استازي په وینا؛ په نړۍوالو او بشري حقونو بنسټونو کې د «طالبانو امارت» ته د «تر ټولو شاته پاتې واکمنۍ یوه کاریکاتوري بڼه» او د «۲۱مې پېړۍ د یوه بې‌خونده ټوکې» په سترګه کتل کېږي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې تر ټولو ساده او عامه تګلاره، غندنه، انزوا، بندیزونه او یوازې د اړتیا پر مهال لنډمهاله معاملې دي.

اندېشه همدارنګه د سیمې په امنیتي او جیوپولېټیکو معادلو کې د طالبانو ځای ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د سیمې د هېوادونو له نظره طالبان «یو تریخ او لنډمهاله انتقالي واقعیت» او «له مخکې ځای پرځای شوی بم» دی، چې هېڅ هېواد نه غواړي د چاودنې مسوولیت یې پر غاړه واخلي. د هغه په باور؛ که دغه وضعیت په ارامه توګه شنډ شي، د ټولو لپاره به غوره وي؛ خو له دې سره، سره د سیمې ټولو لوبغاړو ځانونه د احتمالي پایلو لپاره سر له اوسه چمتو کړي دي.

د نوموړي په وینا؛ له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو اوسنی تعامل تر ډېره د «شر د مخنېوي» او د سیالانو د ناوړه ګټې اخیستنې د له‌منځه وړلو لپاره دی، چې محدودې ډېپلوماټیکې او استخباراتي همکارۍ یې لومړیتوب دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو لوی ګواښ د «افغانستان ولس» ته متوجه دی. هغه د افغان ښځو په ګډون د نارینه‌و مقاومت د هېواد د راتلونکي لپاره د «بدلون او مثبت تحول یوازینۍ هیله بښونکې کړکۍ» بللې ده.

طالبان وایي سږکال یوازې تخار ولایت ته تر ۱۱زره ډېر کډوال ستانه شوي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰

په تخار ولایت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست خبر ورکړی، چې په روان کال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۱۱زره ډېر کډوال دغه ولایت ته ستانه شوي دي. د دغه ریاست په وینا؛ د تېرو کلونو پرتله دغه ولایت ته د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

په تخار ولایت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس شېراحمد انوري ویلي، چې ټولو ستنېدونکو کډوالو لپاره د کافي او مناسبې مرستې برابرولو وس نه‌لري. هغه له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو غوښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ او د هغوی د بیا مېشتېدو اسانتیا لپاره دې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی و، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه بیا تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان د دغه ستونزو له کبله هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

په تورخم کې د خوړو نړۍوال پروګرام د بشري مرستو موټریز کاروان ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP) د بار وړونکو موټرو یو کاروان چې افغانستان ته يې خوراکي مرستې لېږدولې، د چهارشنبې په ورځ د اداري نيمګړتياوو او د طالبانو د حکومت له‌خوا د اجازې نه‌صادرېدو له امله په تورخم دروازه کې ایسار پاتې دی.

د ورځپاڼې په وينا؛ د همدې ورځې په بهير کې نهه باروړونکي موټرونه چې خوراکي توکي يې لېږدول، د پاکستان د ملي لوژستيکي شرکت (NLC) له جمرود ټرمينل څخه د تورخم پر لور روان شوي وو. له دې ډلې اته موټرونه د تورخم ټرمېنل ته رسېدلي؛ خو يو موټر د انجن د خرابۍ له امله د لنډي کوتل په سيمه کې پاتې شوی.

راپور زياته کړه، د پاکستان د ګمرک چارواکي چمتو وو چې د دغه کاروان د تصفيې چارې په بېړنۍ توګه ترسره کړي؛ خو طالبانو خبر ورکړ چې په جلال‌اباد کې د خوړو نړۍوال پروګرام دفتر لا هم د ملګرو ملتونو د دغه مرستندويه جوپې اړوند لازم معلومات او اسناد ورسره نه‌دي شريک کړي. له همدې امله د پاکستاني چارواکو له‌خوا د ګمرکي تصفيې بهير په لنډمهالي ډول ځنډول شوی دی.

د شته معلوماتو له مخې؛ تمه ده ياد نهه واړه موټرونه چې خوراکي مرستې لېږدوي، نن (پنجشنبه) د طالبانو د حکومت له‌خوا د مثبت ځواب او رسمي خبر تر ترلاسه کېدو وروسته ورته د تګ اجازه ورکړل شي.

دا د اکټوبر له ۱۲مې نېټې راهيسې لومړی ځل دی، چې د تورخم په دروازه کې د ګمرکي تصفيې بهير ترسره کېږي. ډان ورځپاڼه زیاتوي، په همدې لړ کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان ګمرکي چارواکي او د توکو د تصفيې شرکتونو استازي ټوله ورځ په سيمه کې حاضر وو؛ څو د شرايطو په برابرېدو د تصفيې چارې پر مخ يوسي.

د تورخم دروازه لا هم د ټولو سوداګريزو فعاليتونو او پلي تګ راتګ پر مخ تړلې ده او يوازې د افغان وګړو بېرته ستنېدل اسانه شوي دي. پر دغه لاره د بشري مرستو تر څنګ اوس افغان کډوال هم له پاکستان نه اېستل کېږي؛ خو هر ډول سوداګري پرې بنده ده.

له دې سره هم‌مهاله د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر افغان سوداګرو غږ کړی، چې له پاکستان سره دې سوداګریزې اړیکې په بشپړه توګه ختمې کړي او د راکړو ورکړو لپاره دې بدیلې لارې ومومي. افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړي، چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د سیاستونو ښکار دي او درانه مالي زیانونه ورته اوښتي دي.