• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زهران ممداني: د نیویارک راتلونکی تاریخ به د نورو ژبو ترڅنګ په پښتو ژبه ولیکل شي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۹ GMT+۰

د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي، چې د دغه ښار په راتلونکي تاریخ کې به د نورو نړۍوالو ژبو ترڅنګ پښتو ژبه هم مهم ځای ولري. هغه ویلي:« د نیویارک راتلونکی تاریخ به د نورو ژبو ترڅنګ په پښتو ژبه هم ولیکل شي.»

ممداني تر لوړې مراسمو وروسته په خپله وینا کې د نیویارک ښار د فرهنګي او ژبني تنوع په اړه ویلي، د دغه ښار اوسېدونکي به په بېلابېلو ژبو لکه پښتو، ماندرین، یدیش او کریول خبرې کوي چې دا د ښار د پراخ کلتوري هویت څرګندونه کوي.

د هغه په وینا؛ د نیویارک راتلونکی د کډوالو، بېلابېلو قومونو او ژبو په ګډون جوړېږي او هره ژبه د ښار د نوې کیسې د لیکلو برخه ده. زهران ممداني د نیویارک لومړی مسلمان ښاروال دی، چې د ۲۰۲۵کال په ټاکنو کې د لوړو رایو په ترلاسه کولو سره د دغه ښار نوی ښاروال وټاکل شو.
هغه ژمنه کړې، چې د نیویارک ټولې ټولنې به په حکومت کې شاملې کړي او هر کس د خپلې ټولنې استازیتوب کولای شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په میدان وردګ کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لرۍ پیل شوه

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۰ GMT+۰
100%

په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د یاد ریاست په وینا؛ دا مهال په میدان وردګ ولایت کې ۷۵ کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

له بل پلوه د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۱۲۴زره او ۶۷۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د اړتیا په صورت کې به نوره ځمکه هم ورته ځانکړې شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د ۲۰۲۵کال راپور په خپرولو سره ویلي و، تر دې دمه په بامیان، لغمان، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې پر ۲زره او ۶۹۸ کورنیو نمرې وېشل شوې دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دایکنډي اوسېدونکو په دغه ولایت کې د ښوونځیو د بیارغونې لپاره ۲۶مېلیونه افغانۍ مرسته کړې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
100%

د دایکنډي ولایت اوسېدونکو روان کال په دغه ولایت کې د زده‌کړو د ملاتړ او پوهنې برخې سره د همکارۍ په موخه د ښوونځیو د بیارغونې په برخه کې ۲۶مېلیونه او ۹۱زره افغانۍ راټولې کړې دي.

په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست هم ویلي، چې د دغه ولایت اوسېدونکو دا مهال په دایکنډي کې شاوخوا ۶۸ ښوونځي په شخصي لګښت جوړ او یاهم رغولي دي.

طالبان داسې مهال د ښوونځیو د رغولو خبر ورکوي، چې یادې ډلې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو د لوړو نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو د بیا، بیا غوښتنو سره هم طالبانو د نجونو پر زده‌کړو لګېدلی بندیز نه‌دی لرې کړی.

له بل پلوه د امریکا د جورج ټاون پوهنتون سره تړلې یوې ادارې د راپور له مخې؛ افغانستان د نړۍ د ۱۸۸ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل شوی دی. راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې زیان منونکې دي.

طالبان وایي روان کال په افغانستان کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني بردار ویلي و، هر هغه څوک چې په افغانستان کې سړه خونه جوړوي؛ نو دوی به ورته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم ویلي و، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د نړۍوال بانک په مالي لګښت د پیازو د ۱۲۰ سړو خونو د جوړونې چارې روانې دي. دغه سازمان (د وږي ۲مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي و، یادې سړې خونې په پکتیا، غزني، غور، دایکنډي، بدخشان او کندهار ولایتونو کې جوړېږي.

د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ ۴۶۲ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومي ۱۲مه) خبر ورکړی، چې پرون د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ له ایران او پاکستان نه ۴۶۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د تورخم له لارې ۲۵۰ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ، د بهرامچې له لارې ۱۱۵ کورنۍ، د ورېښمو پله له لارې ۵۴ او د اسلام‌کلا له لارې ۱۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون: په ۲۰۲۵کال کې ۱۲۸ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۰
100%

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (IFJ) په خپل وروستي راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵کال کې ټولټال ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې ۱۰ ښځې هم په‌کې شاملې دي د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله وژل شوې دي.

په دغه نوملړ کې د نهو کسانو ناڅاپي یا غیرقصدي مړینې هم ثبت شوې دي. IFJ دغه کال د خبریالانو لپاره یو بل خونړی کال بللی او د حکومتونو له‌خوا د رسنیو د کارکوونکو د ساتنې پر دوامداره ناکامیو یې نیوکې کړې دي. د خبریالانو د ملاتړ یاده اداره په ۲۰۲۶کال کې د تاوتریخوالي او معافیت د دې کړۍ د پای ته رسولو لپاره د بېړنیو او پرېکنده ګامونو غوښتنه کوي.

په دغه تازه نوملړ کې هغه ۱۷ نورې پېښې هم شاملې دي، چې د ډسمبر له ۱۰مې وروسته تایید شوې دي چې دا د ژورنالېزم لپاره د یوه ځانګړي ډول خونړي کال او د معافیت د دوام څرګندونه کوي. یاد فدراسیون د ډسمبر پر ۹مه یو لومړنی نوملړ خپور کړی و، چې په‌کې د ۱۱۱ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و او یوه ناڅاپي مړینه هم په‌کې شامله وه.

د ډسمبر ۳۱مې نوملړ د فلسطین، تانزانیا، پېرو او ګواتیمالا د نوو مرګژوبلو ترڅنګ په نایجیریا کې د اوو رسنیزو کارکوونکو ناڅاپي مړینې، په بورونډي کې د یوه او په ایران کې د بل کس ناڅاپي مړینه او هغه نورې وژنې هم رانغاړي چې دغه فدراسیون یې معلومات ترلاسه کړي دي.

د دغه نوملړ له مخې؛ یوازې په فلسطین کې تېر کال ۵۶ خبریالان وژل شوي چې د منځني ختیځ او عربي نړۍ سیمه د نړۍ په کچه د ټولو وژل شویو رسنیزو کارکوونکو ۵۸ سلنه جوړوي. یمن د ۱۳ وژنو سره دویم ځای لري، ورپسې اوکراین د اتو کسانو په وژل کېدو درېیم ځای لري. سوډان کې شپږ کسان وژل شوي، په هند او پېرو کې څلور ـ څلور او په یو شمېر نورو هېوادونو لکه فلیپین، مکسیکو، پېرو او پاکستان کې بیا درې درې خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.