• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي روان کال په افغانستان کې ۱۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني بردار ویلي و، هر هغه څوک چې په افغانستان کې سړه خونه جوړوي؛ نو دوی به ورته پنځه کلن مالیاتي معافیت ورکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) هم ویلي و، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د نړۍوال بانک په مالي لګښت د پیازو د ۱۲۰ سړو خونو د جوړونې چارې روانې دي. دغه سازمان (د وږي ۲مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي و، یادې سړې خونې په پکتیا، غزني، غور، دایکنډي، بدخشان او کندهار ولایتونو کې جوړېږي.

د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ؛ ۴۶۲ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومي ۱۲مه) خبر ورکړی، چې پرون د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ورځ له ایران او پاکستان نه ۴۶۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د تورخم له لارې ۲۵۰ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ، د بهرامچې له لارې ۱۱۵ کورنۍ، د ورېښمو پله له لارې ۵۴ او د اسلام‌کلا له لارې ۱۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغان‌ اېوک د امریکا له کانګرس نه د افغانانو د ملاتړ لپاره د عملي اقدام غوښتنه وکړه

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۰

د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان «افغان‌اېواک» مشر شان وان‌ډایور د امریکا د کانګرس ټولو دفترونو ته په یوه رسمي لیک کې له هغوی څخه د افغانانو د ملاتړ لپاره د عملي اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه اقدام وروسته له هغه شوی، چې د کانګرس یوشمېر غړو د افغانانو د ملاتړ او کډوالۍ د درېدلې پروسې د بیاپیل لپاره د هڅو ژمنه کړې وه.دپه دغه لیک کې راغلي:« اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دغه ملاتړ په عملي اقدام بدل شي.»

افغان‌ اېوک بنسټ په دغه لیک کې ژمنه کړې، چې د افغانانو د ژغورنې، لېږد او ملاتړ لپاره به خپلې هڅې او فشارونه د ۲۰۲۶کال تر پایه په پرله‌پسې ډول دوام داره ساتي.

دغه اقدام په امریکا کې د افغانانو پرضد د ټرمپ ادارې د کډوالۍ سختو پالیسیو په لړ کې شوی دی. په امریکا کې د افغانانو پر وړاندې وروسته له هغه اقدامات سخت شول، چې یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید وکړ.

د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو هم تر دې وړاندې په کالیفورنیا کې د افغان کلتوري ټولنې له استازو سره په ناسته کې ژمنه کړې وه، چې د بشردوستانه، د کورنیو د یوځای کېدو او د ځانګړې کډوالۍ ویزو (SIV) درېدلې لړۍ د بیا پیلولو لپاره به عملي ګامونه واخلي.

په پېښور کې د پاکستان پرضد د څرګندونو له امله یو افغان کډوال افغانستان ته واېستل شو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۰

په پېښور کې د پاکستان پرضد د څرګندونو له امله یو افغان کډوال تېره ورځ په جبري توګه افغانستان ته واېستل شو. دغه کس وروسته له هغه د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا ونیول شو، چې پر خواله رسنیو یې د پاکستان پر ضد د څرګندونو یوه ویډیو خپره شوه.

دغه افغان چې «شاه نواز» نومېږي، له څو ورځو راهیسې د پاکستاني پولیسو په بند کې و. د پولیسو په وینا؛ شاه نواز د داودزي سیمې د «خزانه» کډوالو پنډغالي څخه نیول شوی و.

پولیسو تر دې وړاندې ویلي و، چې یاد افغان کډوال د پاکستان پر ضد د څرګندونو اعتراف کړی او پر خپلو خبرو یې بښنه هم غوښتې ده. پولیسو هغه مهال ویلي و، چې تر قانوني پروسې بشپړېدو وروسته به نوموړی افغانستان ته واستوي.

نوموړی داسې مهال افغانستان ته اېستل شوی، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې په دغه هېواد کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د دوغارون پر پوله ټرافیکي ګڼه ګوڼه؛ شاوخوا ۴زره لارۍ افغانستان ته د ننوتلو په تمه ولاړې دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۳ GMT+۰

د ایران د تایباد ولسوالۍ د دوغارون له پولې څخه راپورونه ښيي، چې د افغانستان په اسلام‌کلا ګمرک کې د بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله شاوخوا څلور زره ایراني او افغان باروړونکي موټرونه درېدلي او دا مهال افغانستان ته د ننوتلو اجازه نه‌لري.

د ایران د دولتي راډیو او ټلوېزیون پنج‌شنبه د (مرغومي ۱۱مه) راپور ورکړی، چې د دوغارون سوداګریزې، ازادې صنعتي سیمې د ادارې او سرچینو د پراختیا مرستیال مجید حبیبي ویلي چې په افغانستان کې وروستیو اورښتونو د اسلام‌کلا ګمرک ساحې له ستونزو سره مخ کړې دي او دغه ګمرک دا مهال د پخوا په شان د سوداګریزو کاروانونو د منلو توان نه‌لري.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ولاړو بار وړونکو موټرو کې سون توکي او همدارنګه د ایراني او افغان کانټینرونو بار وړونکي موټرونه دي او هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ نورې لارۍ هم دې اوږد کتار کې ورزیاتېږي.

حبیبي همدارنګه د افغان باروړونکو موټرو د تخلیې ماشینونو د کمښت خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د همدې ستونزې له امله د اسلام‌کلا په ګمرک کې د سون توکو د ښکته او پورته کولو چارې په تر ټولو ټیټه کچه ترسره کېږي. د دوغارون د ازادې سیمې مرستیال د افغانستان په خاوره کې د ایراني موټرچلوونکو سختو شرایطو ته په اشارې سره ویلي: «دا مهال شاوخوا ۱۸۰۰ ایراني لارۍ د اسلام‌کلا په ګمرک کې بندې پاتې دي او موټرچلوونکي اړ دي، چې د لږو اسانتیاوو او سختې یخنۍ سره سره د خپل نوبت لپاره انتظار وباسي».

سره له دې ټولو ستونزو، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تګ راتګ لا هم روان دی او هره ورځ له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې لارۍ له ایران نه د افغانستان پر لور حرکت کوي.

حبیبي ویلي، چې د تایباد ولسوالۍ له ولسوال، د پاسپورټ پولیسو او په پوله کې له مېشتو ادارو سره د همغږۍ له لارې به د جمعې په ورځ هم ګمرکي چارې فعالې وي؛ څو شاوخوا زر ایراني لارۍ وتوانېږي افغانستان ته داخلې شي.

نوموړي همدارنګه یادونه کړې، چې د دوغارون د ازادې سیمې له جوړېدو او پر ډیورنډ کرښه د دروازو له تړل کېدو وروسته د دوغارون ـ اسلام‌کلا په پوله کې سوداګریز تګ راتګ په بې‌سارې توګه زیات شوی او د روان کال په پیل کې د موټرو تګ راتګ د تېر کال پرتله دوه برابره شوی دی.

حبیبي په پای کې له طالب چارواکو وغوښتل، چې هر څه ژر د اسلام‌کلا ګمرک د بنسټیزو اسانتیاوو او تجهیزاتو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي او ټینګار یې وکړ چې د دوغارون ازاده سیمه په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ چمتووالی لري.

په ورته وخت کې راپورونه ښيي، چې د دوغارون پولې ستونزې یوازې په وروستیو بارانونو پورې محدودې نه‌دي؛ بلکې په تېرو میاشتو کې هم دا پوله څو ځله د اسلام‌کلا ګمرک د بنسټیزو نیمګړتیاوو له امله له خنډونو سره مخ شوې ده.

د ایران سوداګرۍ خونې د اټکل له مخې، د لاریو اوږدمهاله تم کېدل هره ورځ د ټرانسپورټ او سوداګرۍ سکتور ته په مېلیونونو ډالر زیان اړوي. په تېرو میاشتو کې د افغانستان د انټرنېټ پرې کېدو او یا د واورو ورېدو له امله هم سلګونه لارۍ په دې پوله کې بندې پاتې شوې وې.

که څه هم د تګ راتګ بهیر ځینې وخت بېرته عادي شوی؛ خو کارپوهان ټینګار کوي تر هغو چې د اسلام‌کلا ګمرک بنسټیزې اسانتیاوې پراخې نه‌شي، دغه ډول ستونزې به بیا بیا تکرار شي او د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ به ناوړه اغېز ولري.

صدر: د تېرو شلو کلونو دوره یو لوی امتحان و خو اوسنی مسوولیت تر هغه لا سخت او دروند دی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر د کابل ولایت او د کابل امنیه قومندانۍ د کارونو د ارزونې او همغږۍ غونډه کې وویل، د تېرو شلو کلونو دوره یو لوی امتحان و، خو اوسنی مسوولیت تر هغه لا سخت او دروند دی

محمد ابراهیم صدر په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) په کابل ولایت مقام کې جوړه شوې وه وویل، مسوولیت د الله تعالی له لوري یو ستر امتحان دی او هر امتحان پوښتنه لري.

هغه زیاته کړه: «د تېرو شلو کلونو دوره یو لوی امتحان و چې الحمدالله بریالي ترې راووتو، خو اوسنی مسوولیت تر هغه لا سخت او دروند دی».

ابراهیم صدر ولس ته پر صادقانه خدمت له ټينګار سربېره وویل، په هېواد کې سولې او امنیت ساتنې ته باید په دوامداره توګه پام وشي.

په دې غونډه کې د کابل د والي مرستیال قدرت‌الله امیني ادعا وکړه، چې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټينګ شوی او زیاته یې کړه: «ټول ملت د یوه امیر تر قیادت لاندې په امن او ثبات کې ژوند کوي».

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له‌مخې، په دې غونډه کې د کابل ولایت د علماوو شورا مرستیال شیخ ظاهر خان اوسنی نظام د ډېرو قربانیو پایله وبلله او په ډاګه یې کړه، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ټولنه کې غلاوې، زورواکي او نورې ناوړه کړنې له‌منځه تللي دي.

د یادونې وړ ده، چې له څه مودې راهیسې ابراهیم صدر د ښې حکومتولۍ، د همغږۍ د رامنځته کولو او د هبت‌الله د اوامرو د عملي کېدو په نوم ولایتي سفرونه پیل کړي او لا هم دوام لري، خو لا تر اوسه په کره توګه روښانه نه‌ده، چې دغه چاره یوازې د ښې حکومتولۍ لپاره ده، که هبت‌الله غواړي په دغه ډول سفرونو سره د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.