• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان‌ اېوک د امریکا له کانګرس نه د افغانانو د ملاتړ لپاره د عملي اقدام غوښتنه وکړه

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۰

د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان «افغان‌اېواک» مشر شان وان‌ډایور د امریکا د کانګرس ټولو دفترونو ته په یوه رسمي لیک کې له هغوی څخه د افغانانو د ملاتړ لپاره د عملي اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه اقدام وروسته له هغه شوی، چې د کانګرس یوشمېر غړو د افغانانو د ملاتړ او کډوالۍ د درېدلې پروسې د بیاپیل لپاره د هڅو ژمنه کړې وه.دپه دغه لیک کې راغلي:« اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دغه ملاتړ په عملي اقدام بدل شي.»

افغان‌ اېوک بنسټ په دغه لیک کې ژمنه کړې، چې د افغانانو د ژغورنې، لېږد او ملاتړ لپاره به خپلې هڅې او فشارونه د ۲۰۲۶کال تر پایه په پرله‌پسې ډول دوام داره ساتي.

دغه اقدام په امریکا کې د افغانانو پرضد د ټرمپ ادارې د کډوالۍ سختو پالیسیو په لړ کې شوی دی. په امریکا کې د افغانانو پر وړاندې وروسته له هغه اقدامات سخت شول، چې یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید وکړ.

د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو هم تر دې وړاندې په کالیفورنیا کې د افغان کلتوري ټولنې له استازو سره په ناسته کې ژمنه کړې وه، چې د بشردوستانه، د کورنیو د یوځای کېدو او د ځانګړې کډوالۍ ویزو (SIV) درېدلې لړۍ د بیا پیلولو لپاره به عملي ګامونه واخلي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

په پېښور کې د پاکستان پرضد د څرګندونو له امله یو افغان کډوال افغانستان ته واېستل شو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۰

په پېښور کې د پاکستان پرضد د څرګندونو له امله یو افغان کډوال تېره ورځ په جبري توګه افغانستان ته واېستل شو. دغه کس وروسته له هغه د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د پاکستاني پولیسو له‌خوا ونیول شو، چې پر خواله رسنیو یې د پاکستان پر ضد د څرګندونو یوه ویډیو خپره شوه.

دغه افغان چې «شاه نواز» نومېږي، له څو ورځو راهیسې د پاکستاني پولیسو په بند کې و. د پولیسو په وینا؛ شاه نواز د داودزي سیمې د «خزانه» کډوالو پنډغالي څخه نیول شوی و.

پولیسو تر دې وړاندې ویلي و، چې یاد افغان کډوال د پاکستان پر ضد د څرګندونو اعتراف کړی او پر خپلو خبرو یې بښنه هم غوښتې ده. پولیسو هغه مهال ویلي و، چې تر قانوني پروسې بشپړېدو وروسته به نوموړی افغانستان ته واستوي.

نوموړی داسې مهال افغانستان ته اېستل شوی، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې په دغه هېواد کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د دوغارون پر پوله ټرافیکي ګڼه ګوڼه؛ شاوخوا ۴زره لارۍ افغانستان ته د ننوتلو په تمه ولاړې دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۳ GMT+۰

د ایران د تایباد ولسوالۍ د دوغارون له پولې څخه راپورونه ښيي، چې د افغانستان په اسلام‌کلا ګمرک کې د بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله شاوخوا څلور زره ایراني او افغان باروړونکي موټرونه درېدلي او دا مهال افغانستان ته د ننوتلو اجازه نه‌لري.

د ایران د دولتي راډیو او ټلوېزیون پنج‌شنبه د (مرغومي ۱۱مه) راپور ورکړی، چې د دوغارون سوداګریزې، ازادې صنعتي سیمې د ادارې او سرچینو د پراختیا مرستیال مجید حبیبي ویلي چې په افغانستان کې وروستیو اورښتونو د اسلام‌کلا ګمرک ساحې له ستونزو سره مخ کړې دي او دغه ګمرک دا مهال د پخوا په شان د سوداګریزو کاروانونو د منلو توان نه‌لري.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ولاړو بار وړونکو موټرو کې سون توکي او همدارنګه د ایراني او افغان کانټینرونو بار وړونکي موټرونه دي او هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ نورې لارۍ هم دې اوږد کتار کې ورزیاتېږي.

حبیبي همدارنګه د افغان باروړونکو موټرو د تخلیې ماشینونو د کمښت خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د همدې ستونزې له امله د اسلام‌کلا په ګمرک کې د سون توکو د ښکته او پورته کولو چارې په تر ټولو ټیټه کچه ترسره کېږي. د دوغارون د ازادې سیمې مرستیال د افغانستان په خاوره کې د ایراني موټرچلوونکو سختو شرایطو ته په اشارې سره ویلي: «دا مهال شاوخوا ۱۸۰۰ ایراني لارۍ د اسلام‌کلا په ګمرک کې بندې پاتې دي او موټرچلوونکي اړ دي، چې د لږو اسانتیاوو او سختې یخنۍ سره سره د خپل نوبت لپاره انتظار وباسي».

سره له دې ټولو ستونزو، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تګ راتګ لا هم روان دی او هره ورځ له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې لارۍ له ایران نه د افغانستان پر لور حرکت کوي.

حبیبي ویلي، چې د تایباد ولسوالۍ له ولسوال، د پاسپورټ پولیسو او په پوله کې له مېشتو ادارو سره د همغږۍ له لارې به د جمعې په ورځ هم ګمرکي چارې فعالې وي؛ څو شاوخوا زر ایراني لارۍ وتوانېږي افغانستان ته داخلې شي.

نوموړي همدارنګه یادونه کړې، چې د دوغارون د ازادې سیمې له جوړېدو او پر ډیورنډ کرښه د دروازو له تړل کېدو وروسته د دوغارون ـ اسلام‌کلا په پوله کې سوداګریز تګ راتګ په بې‌سارې توګه زیات شوی او د روان کال په پیل کې د موټرو تګ راتګ د تېر کال پرتله دوه برابره شوی دی.

حبیبي په پای کې له طالب چارواکو وغوښتل، چې هر څه ژر د اسلام‌کلا ګمرک د بنسټیزو اسانتیاوو او تجهیزاتو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي او ټینګار یې وکړ چې د دوغارون ازاده سیمه په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ چمتووالی لري.

په ورته وخت کې راپورونه ښيي، چې د دوغارون پولې ستونزې یوازې په وروستیو بارانونو پورې محدودې نه‌دي؛ بلکې په تېرو میاشتو کې هم دا پوله څو ځله د اسلام‌کلا ګمرک د بنسټیزو نیمګړتیاوو له امله له خنډونو سره مخ شوې ده.

د ایران سوداګرۍ خونې د اټکل له مخې، د لاریو اوږدمهاله تم کېدل هره ورځ د ټرانسپورټ او سوداګرۍ سکتور ته په مېلیونونو ډالر زیان اړوي. په تېرو میاشتو کې د افغانستان د انټرنېټ پرې کېدو او یا د واورو ورېدو له امله هم سلګونه لارۍ په دې پوله کې بندې پاتې شوې وې.

که څه هم د تګ راتګ بهیر ځینې وخت بېرته عادي شوی؛ خو کارپوهان ټینګار کوي تر هغو چې د اسلام‌کلا ګمرک بنسټیزې اسانتیاوې پراخې نه‌شي، دغه ډول ستونزې به بیا بیا تکرار شي او د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ به ناوړه اغېز ولري.

صدر: د تېرو شلو کلونو دوره یو لوی امتحان و خو اوسنی مسوولیت تر هغه لا سخت او دروند دی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر د کابل ولایت او د کابل امنیه قومندانۍ د کارونو د ارزونې او همغږۍ غونډه کې وویل، د تېرو شلو کلونو دوره یو لوی امتحان و، خو اوسنی مسوولیت تر هغه لا سخت او دروند دی

محمد ابراهیم صدر په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) په کابل ولایت مقام کې جوړه شوې وه وویل، مسوولیت د الله تعالی له لوري یو ستر امتحان دی او هر امتحان پوښتنه لري.

هغه زیاته کړه: «د تېرو شلو کلونو دوره یو لوی امتحان و چې الحمدالله بریالي ترې راووتو، خو اوسنی مسوولیت تر هغه لا سخت او دروند دی».

ابراهیم صدر ولس ته پر صادقانه خدمت له ټينګار سربېره وویل، په هېواد کې سولې او امنیت ساتنې ته باید په دوامداره توګه پام وشي.

په دې غونډه کې د کابل د والي مرستیال قدرت‌الله امیني ادعا وکړه، چې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټينګ شوی او زیاته یې کړه: «ټول ملت د یوه امیر تر قیادت لاندې په امن او ثبات کې ژوند کوي».

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له‌مخې، په دې غونډه کې د کابل ولایت د علماوو شورا مرستیال شیخ ظاهر خان اوسنی نظام د ډېرو قربانیو پایله وبلله او په ډاګه یې کړه، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ټولنه کې غلاوې، زورواکي او نورې ناوړه کړنې له‌منځه تللي دي.

د یادونې وړ ده، چې له څه مودې راهیسې ابراهیم صدر د ښې حکومتولۍ، د همغږۍ د رامنځته کولو او د هبت‌الله د اوامرو د عملي کېدو په نوم ولایتي سفرونه پیل کړي او لا هم دوام لري، خو لا تر اوسه په کره توګه روښانه نه‌ده، چې دغه چاره یوازې د ښې حکومتولۍ لپاره ده، که هبت‌الله غواړي په دغه ډول سفرونو سره د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.

طالبان: په تېر کال کې مو اړمنو کسانو ته نږدې دوه میلیارده افغانۍ نغدي مرستې وېشلې دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې له طبیعي پېښو څخه اغېزمنو اړمنو کورنیو ته د نورو مرستو تر څنګ څه باندې ۱ میلیارد او ۷۹۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې وېشلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې په څه باندې ۲۶۲ زره کورنیو باندې څه باندې ۱ میلیارد او ۷۹۳ میلیونه افغانۍ نغدي پیسې وېشلي دي.

یادې ادارې ویلي، چې په همدې موده کې یې څه باندې ۲۱۱ زره کورنیو باندې خوراکي او غېر خوراکي توکي هم وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې یادې ادارې ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې له اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو، خوراکي او غېر خوراکي توکو د مرستو ترڅنګ د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي ۲۲۲۶ استوګنیز کورونه هم بېرته رغولي دي.

که څه هم په افغانستان کې د میلیونونو وګړو ژوند پر بهرنیو مرستو ولاړ دی، خو د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې دا نه ده څرګنده کړې، چې یادې نغدي مرستې یې د خپلې بودیجې له لارې کړې که د مرستندویه ادارو په مرسته یې وېشلې دي.

طالبان: د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت به په هېواد کې ټول درملتونونه سروې او بیا ثبت شي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د دغې پروژې له‌مخې، په هېواد کې به ټول درملتونونه سروې، جواز لرونکي درملتونونه په برېښنايي بڼه بیا ثبت، خپل‌‌سري درملتونونه تشخیص او د اړتیا وړ سیمو کې د نفوس له‌مخې نويو درملتونونو ته ځایونه ځانګړې شي. پر دغې پروژې چې نن پیل شوه، ۶۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) په همدې تړاو په کابل کې جوړو شویو مراسمو کې دغه چاره «حیاتي، ملي، اصلاحي او بنسټیز» اقدام وباله او موخه یې هم د عامې روغتیا معیارونو لوړول، د درملو د عرضې پیاوړتیا او د هېوادوالو لپاره د خوندي، اغېزناکو او باکیفیته درملو د لاسرسي تضمین یاد کړ.

نور جلال جلالي په دې مراسمو کې زیاته کړه: «زموږ ملت له ډېرو کلونو راهیسې له بې‌کیفیته درملو او غېرمعیاري خدماتو څخه کړېږي، خو د دې پروژې په تطبیق سره به ان‌شاءالله دغو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي».

جلالي همداراز د ټولنې د روغتیا په برخه کې د خوړو خوندیتوب او د درملو د اغېزمنتیا او د کیفیت اهمیت ته په اشارې زیاته کړه، چې ټول وارداتي شرکتونه او تولیدي فابریکې باید یوازې هغه درمل او محصولات هېواد ته وارد، تولید او بازار ته وړاندې کړي، چې له لازم خوندیتوب، کیفیت او اغېزمنتیا برخمن وي.

د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د دغې پروژې پرانېسته یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: «د دې پروژې په تطبیق سره به د هېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې ټول درملتونونه، د درملو عمده ‌پلورنځي او د دودیز طب درملتونونه سروې او ثبت شي».

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې ټولییز لګښت ۶۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ دی او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به تطبیق شي.

دغه سروې په داسې حال کې ده، چې له ډېرې مودې راهیسې له کلیو او بانډو سربېره ان په پلازمېنه کابل کې هم ډېری درملتونونه د متخصص ډاکټرانو له تشخیص او سپارښتنې پرته په خپل سر ناروغانو ته درمل تجویز کوي او همداراز په ډېریو دغو درملتونونو کې ان فارمسستان هم نه‌شته.