• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په تېر کال کې مو اړمنو کسانو ته نږدې دوه میلیارده افغانۍ نغدي مرستې وېشلې دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې له طبیعي پېښو څخه اغېزمنو اړمنو کورنیو ته د نورو مرستو تر څنګ څه باندې ۱ میلیارد او ۷۹۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې وېشلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې په څه باندې ۲۶۲ زره کورنیو باندې څه باندې ۱ میلیارد او ۷۹۳ میلیونه افغانۍ نغدي پیسې وېشلي دي.

یادې ادارې ویلي، چې په همدې موده کې یې څه باندې ۲۱۱ زره کورنیو باندې خوراکي او غېر خوراکي توکي هم وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې یادې ادارې ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې له اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو، خوراکي او غېر خوراکي توکو د مرستو ترڅنګ د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي ۲۲۲۶ استوګنیز کورونه هم بېرته رغولي دي.

که څه هم په افغانستان کې د میلیونونو وګړو ژوند پر بهرنیو مرستو ولاړ دی، خو د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې دا نه ده څرګنده کړې، چې یادې نغدي مرستې یې د خپلې بودیجې له لارې کړې که د مرستندویه ادارو په مرسته یې وېشلې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت به په هېواد کې ټول درملتونونه سروې او بیا ثبت شي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د دغې پروژې له‌مخې، په هېواد کې به ټول درملتونونه سروې، جواز لرونکي درملتونونه په برېښنايي بڼه بیا ثبت، خپل‌‌سري درملتونونه تشخیص او د اړتیا وړ سیمو کې د نفوس له‌مخې نويو درملتونونو ته ځایونه ځانګړې شي. پر دغې پروژې چې نن پیل شوه، ۶۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۱مه) په همدې تړاو په کابل کې جوړو شویو مراسمو کې دغه چاره «حیاتي، ملي، اصلاحي او بنسټیز» اقدام وباله او موخه یې هم د عامې روغتیا معیارونو لوړول، د درملو د عرضې پیاوړتیا او د هېوادوالو لپاره د خوندي، اغېزناکو او باکیفیته درملو د لاسرسي تضمین یاد کړ.

نور جلال جلالي په دې مراسمو کې زیاته کړه: «زموږ ملت له ډېرو کلونو راهیسې له بې‌کیفیته درملو او غېرمعیاري خدماتو څخه کړېږي، خو د دې پروژې په تطبیق سره به ان‌شاءالله دغو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي».

جلالي همداراز د ټولنې د روغتیا په برخه کې د خوړو خوندیتوب او د درملو د اغېزمنتیا او د کیفیت اهمیت ته په اشارې زیاته کړه، چې ټول وارداتي شرکتونه او تولیدي فابریکې باید یوازې هغه درمل او محصولات هېواد ته وارد، تولید او بازار ته وړاندې کړي، چې له لازم خوندیتوب، کیفیت او اغېزمنتیا برخمن وي.

د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د دغې پروژې پرانېسته یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: «د دې پروژې په تطبیق سره به د هېواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې ټول درملتونونه، د درملو عمده ‌پلورنځي او د دودیز طب درملتونونه سروې او ثبت شي».

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې ټولییز لګښت ۶۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ دی او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به تطبیق شي.

دغه سروې په داسې حال کې ده، چې له ډېرې مودې راهیسې له کلیو او بانډو سربېره ان په پلازمېنه کابل کې هم ډېری درملتونونه د متخصص ډاکټرانو له تشخیص او سپارښتنې پرته په خپل سر ناروغانو ته درمل تجویز کوي او همداراز په ډېریو دغو درملتونونو کې ان فارمسستان هم نه‌شته.

طالبانو د هرات په حوزوي روغتون کې یوه ډاکټره وهلې ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۱ GMT+۰

د هرات له حوزوي روغتون څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په یاد روغتون کې یوې ښځینه ډاکټرې ته سپکاوی کړی او هلې یې ده. د دې پیښې په غبرګون د روغتون یو شمېر نورو ډاکټرانو او کارکوونکو اعتصاب کړی دی.

د سرچینو په وینا، له طالبانو سره تړاو لرونکي یو کس د پنجشنبې په ورځ د هرات حوزوي روغتون په بېړنۍ څانګه کې یوې ښځینه داکټرې ته سپکاوی کړی او نوموړې یې وهلې ده.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له یادې پیښې وروسته د روغتون ډاکټرانو ویلي، چې د ښځینه ډاکټرې د بې‌احترامۍ او وهلو د موضوع تر حل او روښانه کېدو د ناروغانو درملنه نه کوي.

سرچینې ویلي، چې د ډاکټرانو له اعتصاب وروسته طالب جنګیالي روغتون ته داخل شوي او یو شمېر ډاکټرانو ته یې تر سپکاوي وروسته هغوی هم وهلي او ټکولي دي.

پر همدغه مهال د روغتون یوه چارواکي دا پېښه «عادي» بللې ده او د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، دمګړی د هرات د عامې روغتیا ریاست د چارواکو او د روغتون د رهبرۍ ترمنځ د منځګړیتوب له لارې یاده موضوع په لڼدمهاله ډول حل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو خراب هېواد بلل کېږي، چې ښځې په‌کې له زده‌کړو، کار ټولنیزو فعالیتونو څخه محرومې دي.

په ورته مهال، د طالبانو مشر د خپل واک په څه باندې څلور کلنه موده کې د ښځو پر ضد لسګونه فرمانونه صادر کړې دي، خو د طالبانو له‌خوا پر ښځو د یادو بندیزونو سربېره بیا هم یو شمېر ښځینه ډاکټرانو په روغتونونو کې خپل کار ته دوام ورکړی دی.

طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې څه تازه محدودیتونه ولګول؟

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۰

طالبانو په تېر یوه کال کې د یو لړ ابلاغیو او لارښونو په صادرولو سره په افغانستان کې د محدودیتونو لمن لاپسې پراخه کړه. په دې محدودیتونو کې رسنۍ، کتابونه، انټرنېټ، زده‌کړې، کلتور، موسیقي او د ښځو ورځنی ژوند شامل دي او په جدیت سره عملي کېدونکې دي.

ښځې؛ پر پوښښ، تګ‌راتګ او خدماتو محدودیتونه

په ۲۰۲۵ کال کې تر ټولو ډېر محدودیتونه پر ښځو لګول شوي دي. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته کرار کرار د ښځو پر وړاندې ځپونکی او تبعیضي چلند پیل کړ. دغې ډلې نه‌یوازې د ژمنې پر خلاف د نجونو او ښځو پر مخ ښوونځي پرانه‌‌‌نېستل، بلکې خدماتو ته یې لاسرسی هم محدود او د حجاب پر مراعتولو مشروط کړ.

طالبانو چې نجونو ته زده‌کړې تر شپږم ټولګي محدود کړي، نور ښوونیز بنسټونه لکه کورسونه یې هم د نجونو پر مخ وتړل، څو نجونې له رسمي زده‌کړو په بشپړ ډول بې‌برخې شي. له دې سره سم، یو شمېر کورنیو د خپلو لوڼو د زده‌کړو د دوام لپاره کډوالۍ او ځينو نورو بیا انلاین زده‌کړو ته مخه کړه.

په دې کال کې د هرات په دولتي او نورو خدماتي بنسټونو کې له چادرۍ پرته ښځې منع شوې. د یوناما د راپور له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال په جون کې د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې یو شمېر هغه ښځې چې حجاب یې درلود، خو چادري یې نه‌وه پر سر کړې د طالبانو د محتسبینو له لوري ونیول شوې.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو هم د زمري په ۶مه د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې د کارکوونکو له لوري د یوې ډلې نجونو له نیولو خبر ورکړ. سرچینو وویل، طالبانو د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې هم یو شمېر نجونې تر نیولو وروسته حوزې ته ولېږدولې. طالبانو په دې لړ کې یو شمېر نجونې وهلې ټکولې هم دي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر اداره د طالبانو د اوامرو د عملي کولو اصلي بنسټ دی او وزیر یې هم هبت‌الله اخوندزاده ته له نږدې کسانو دی.

د یوناما د راپور پر بنسټ، د طالبانو دغې ادارې کلینیکونو، هټیو، دولتي ادارو او ټکسي چلوونکو ته سپارښتنه کړې، هغو ښخو ته خدمات وړاندې نه‌کړي چې محرم ورسره نه‌وي.

رسنۍ؛ د یو اړخیز رسمي غږ پر لوري

په ۲۰۲۵ کال کې یو بل له مهمو محدودیتونو د ټلوېزیون، راډيو او چاپي رسنیو کنټرول او په شدت سانسورول و. طالبانو په دې کال کې هڅه کړې د تېر پر تله د رسنیو د فعالیتونو لپاره سخت او الزامي چوکاټ رامنځته کړي. دې چوکاټ په افغانستان کې نقد، خپلواک تحلیلونه او ازادې خبرې په شدت سره محدودې کړې.

طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لړ کې څو ځلي رسنۍ د سیاسي او اقتصادي پروګرامونه له تولید او خپرولو منع کړل او هغو یې اړ کړل چې په دې برخه کې یوازې د دوی له ویاندویانو سره خبرې کولی شي. په دې سپارښتنو کې د رسنیو د مېلمنو غوراوی کنټرول شو او ورسره یې لیدلوری هم وټاکه.

دغې ډلې د خبریالانو نیولو ته دوام ورکړ او تراوسه هم لږ تر لږه ۵ خبریالان له دوی سره بندیان دي. له دې سره سره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت داسې ښيي، چې د دغو خبریالانو نیونه د دوی له مسلک سره هېڅ تړاو نه‌لري.

له دې سره سم، طالب چارواکو خبرداری ورکړی، هغه رسنۍ چې «له ټاکل شویو اصولو» سرغړونه وکړي، نو فعالیتونه به یې ودرول شي او یا هم جوازونه به یې لغوه شي. دغه ګواښونه په عمل کې پر رسنیو او خبریالانو د دایمي فشار پر وسیلو بدل شوي، څو په‌خپله سانسور ته غاړه کېږدي.

طالبان له دې سربېره خپلواکې رسنۍ د خپلې ادارې د لیدلورو او تبلیغاتو لپاره کاروي.

د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې په ځينو ولایتونو کې د ساه‌کښو موجوداتو د تصویرونو خپراوی منع شو، خو کرار کرار دغه بهیر پراخ شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له‌مخې، دغه ممنوعیت په تدریجي توګه په ۲۳ ولایتونو کې عملي شوی دی.

د طالبانو د دغو پالیسیو د عملي کېدو په پایله کې یو شمېر سیمه‌ییزې ټلوېزیوني شبکې تعطیل شوې او یا هم له ناچارۍ یې خپل نشرات له ټلوېزیون څخه راډيو ته واړول او همداراز خبریالان هم د ډېریو عمومي تصویرونو له خپرولو محروم شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، په دې کال کې ۵ رسنۍ هم د طالبانو له سپارښتنې د سرغړونې په تور تعطیل شول. له دې سربېره دغه مرکز د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقضېدو ۲۰۵ موارده هم ثبت کړې دي.

کتابونه او نشرات؛ ممنوعه نوملړ

په افغانستان کې کتابونه او د چاپونې چارې هم په ۲۰۲۵ کال کې له تازه محدودیتونو سره مخ شول. طالبانو د «نامطلوبو کتابونو» د نوملړ په جوړولو سره د هغو د راټولولو او همداراز له چاپ چارو د مخنیوي بهیر لاپسې تشدید کړ.

په ځينو راپورونو کې راغلي، چې له ګڼو نندارتونونو لسګونه ممنوعه کتابونه راټول او په ځینو کتابتونونو کې د سلګونه «ممنوعه» کتابونو له موجودیت څخه خبر ورکړی دی. د طالبانو دغه سیاست د دې لامل شو، چې کتاب پلورونکي او خپرندویې ټولنې په ډېر احتیاط سره فعالیت وکړي او ورسره جوخت لوستونکي د ادبي، تاریخي او ټولنیز اثار له لوستلو محروم شول.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې کال کې د هغو ۴۲۶ کتابونو نوملړ خپور کړ، چې چاپ، خپراوی او پلور یې منع شوي دي. ډېری دغه کتابونه د داخلي او ځينې یې هم د ایراني خپرندویو ټولنو له لوري چاپ شوي دي.

د دغه وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي د لسګونو کتابونو له چاپېدو او خپراوي دفاع کړې او ویلي یې دي، چې د ځينو کتابونو ممنوعیت په ډېریو هېوادونو کې «یوه عادي چاره» ده. هغه زیاته کړې، طالبانو د «یوه واحد ملت» د جوړولو لپاره د ځينو کتابونو چاپ او خپراوی منع کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو بل مسوول عبدالحق حماد بیا ویلي، هغو کتابونو ته چې «اسلامي او افغاني ارزښت» ونه‌لري او د «پالیسیو مخالف» وي، د چاپېدو اجازه نه‌ورکول کېږي.

طالبانو د دغه ډول کتابونو د ارزونې لپاره یو ۱۳ کسیز کمېسیون هم جوړ کړی دی.

انټرنېټ او اړیکې؛ د اطلاعاتو د جریان کنټرول

طالبانو د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د دوو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې د انټرنېټ او موبایل خدمات پرې کړل. د طالبانو له‌منځه سرچینو ویلي و، چې دغه پرېکړه د هبت‌الله اخوندزاده په امر شوې ده.

په افغانستان کې د انټرنېټ او موبایل خدماتو پرېکون ګڼ داخلي او خارجي تُند غبرګونونه راوپارول او طالبان هم اړ شول، چې په دې برخه کې شاتګ وکړي، خو دغې ډلې فېسبوک، انېسټاګرام، ټيک‌ټاک، سنپ‌چټ او څو نورې ټولینزې شبکې فلتر کړې او دمګړی په افغانستان کې د یادو شبکو کاروونکي له وي‌پي‌اېن څخه استفاده کوي.

کلتور او موسیقي؛ پر محفلونو او ټولنیزو مراسمو محدودیتونه

په افغانستان کې د کلتور او هنر برخې هم د طالبانو له محدودیتونو خوندي پاتې نه‌شول. طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د ودونو هوټلونو مالکانو او د ټولنیزو محفلونو سمبالوونکو ته خبرداری ورکړ، چې د موسیقۍ له خپراوي ډډه وکړي. په ځينو مواردو کې له سړغړوونکو سره د نېغ په نېغ چلند، د موسیقۍ وسایلو د تخریب او د ښکېلو کسانو د نیولو خبرونه هم خپاره شوي دي.

طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د مشاعرو لپاره یوه «کړنلاره» وضع کړه او په هغې کې د شعرونو پر محتوا محدودیتونه ولګول؛ لکه پر عاشقانه او هغو مسایلو چې دوی یې د «شریعت خلاف» او یا هم د «پالیسۍ خلاف» بولي.

په کابل کې د طالبانو ښاروال د تېرکال په وروستۍ میاشت کې د اریانا سینما ودانۍ ړنګه کړه او په وینا یې پر ځای به یې یو سوداګریز مارکېټ جوړ شي.

د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو د ننګرهار په مرکز کې د موسیقۍ ۸۶ وسایلو ته اور ورته کړ. طالبانو له دغې چارې موخه د «ټولنې اصلاح» او له «ناوړه اعمالو مخنیوی» بللی دی.

نور محدودیتونه

دغه راپور په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو د ټولو لګول شویو محدودیتونو ښکارندويي نه‌کوي. دغې ډلې ویلي، د شطرنج لوبه هم د «شرعي ملاحظاتو» له امله تعلیق شوې ده.

افغانستان انټرنشنل راپور ورکړ، چې په کندهار کې د طالبانو محتسبینو لږ تر لږه ۱۵ کسان د «سر او صورت د اصلاح» له امله نیولي او ورسره جوخت یې څه باندې ۴۰ سلمانۍ یې هم بندې کړې دي.

په دې کال کې د طالبانو د مشر له لوري هم یو شمېر قوانین په رسمي جریده کې چاپ شوي او له‌مخې یې، د اختريو او نوروزي وړل، خوړې او د نکریزو شپې مراسم هم منع شوي دي.

طالبان وايي په روانه اوونۍ کې یې د ښځو اړوند ۸۰ قضیې حل کړې دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي، چې په روانه اوونۍ کې یې د بازارونو د اصلاح او احتکار د مخنیوي تر څنګ د ښځو د حقونو اړوند ۸۰ قضيې حل کړې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف‌الاسلام خېبر د پنجشنبې په ورځ د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې په روانه اوونۍ کې یې د خلکو ترمنځ ۴۴ د لویو شخړو او دوښمنیو د حل ترڅنګ یې د ښځو د حقونو اړوند ۸۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

خېبر زیاته کړې:«د روانې اوونۍ په اوږدو کې د مېرمنو د حقونو اړوند اتیا قضیې یې حل کړې دي او همدارنګه د یاد وزارت د مسوولینو په هڅه په روانه اوونۍ کې ۴۴ لويي او وړي شخړې او دوښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.»

د یاد وزارت ویاند ویلي، چې د بازارونو د اصلاح، سود، احتکار او نورو کړنو د مخنیوي په موخه یې هم د سوداګرو او هټۍوالو سره ۱۸۵ ناستې کړې دي.

که څه هم طالبان د ښځو د حقونو د ورګړې او عامو خلکو ترمنځ د دوښمنیو او شخړو د حل ادعا کوي، خو نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو ملاتړې ادارې بیا پر طالبانو او په ځانګړې توګه د یادې ډلې د امر بالمعروف وزارت له خلکو سره پر سخت چلند او بندیزونو عملي کولو له امله سختې نیوکې کوي.

مجاهد: ټي‌ټي‌پي د پاکستان د ناسمو پالیسیو له‌مخې رامنځته او اوس یې فعالیتونه پراخ شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان ډله له ۲۰۰۳ کال راهیسې د پاکستان د ناسمو پالیسیو له امله رامنځته شوې او اوس په پاکستان کې پټنځایونه او واکمنې سیمې لري چې افغانستان ته د ورتګ اړتیا نه‌لري.

ذبیح‌الله مجاهد له میرویس افغان سره په دې مرکه کې زیاته کړې، چې پاکستان پرله‌پسې په خپله خاوره کې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات تر سره کړي او له هغوی سره په جګړو کې ښکېل شوي دي.

نوموړي زياته کړې: «ټي‌ټي‌پي‌ په افغانستان کې نشته، هغوی په پاکستان کې پټنځایونه، تر واک او قومندې لاندې سیمې لري».

د هغه په خبره، پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو په پلمه د افغان لوري سره د اړیکو د خرابېدو هڅه کوي، چې د هېڅ هېواد په ګټه نه‌دي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په وروستیو میاشتو کې د ټي‌ټي‌پي پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې او ان د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخامخ جګړې لامل شوه.

که څه هم افغان طالبان له ټي‌ټي‌پي سره اړیکې ردوي، خو پاکستان تور پورې کوي چې یادې ډلې ته طالبانو په افغانستان کې ځای ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټي‌ټي‌پي بیا په خپل کلني راپور کې ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ټولټال ۳۵۷۳ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۸۱۸ پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه ددغه راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو ۲۰۲۵ کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال ګڼل شوی.

مجاهد په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې په پاکستان کې د جګړو له امله یو شمېر کډوال افغانستان ته راغلي، چې د پاکستان سره په تفاهم یې له ډیورنډ کرښې لرې کړي او د کډوالو او د ملکي کسانو په څېر ژوند کوي.

هغه زیاته کړې، چې له پاکستان سره په وروستیو مذاکراتو کې یې یاده موضوع هم روښانه کړې.

د نوموړي په وینا: «په تېرو کلونو کې یو شمېر پښتانه کډوال راغلي، موږ له ډیورنډ کرښې لري کړي، بې‌وسلې خلک دي، دلته اوسېږي موږ پاکستان ته ویلي که غواړي موږ به یې بېرته وباسو خو دوی یې نه مني».

ذبیح‌الله مجاهد په دې مرکه کې ویلي، چې په تېرو شلو کلنو کې یې د امریکا او پخواني جمهوریت پر مهال د جګړې په برخه کې له هېڅ هېواد څخه مرسته نه ده غوښتې او ټوله جګړه یې د خلکو له‌منځه کول.

هغه ویلي: «د افغانستان تېره ۲۰ کلنه مبارزه د افغانستان له خاورې څخه شوې، موږ په هر ولایت کې د خلکو له‌منځه جګړه درلوده، په جګړه کې د مرستې په برخه کې د هېڅ هېواد احسان نه منو.»

نوموړي د افغانستان او پاکستان د وروستۍ ترینګلتیا په اړه ویلي: «پاکستان جګړه کوي او موږ د خپلې خاورې او خلکو دفاع کوو. د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پيلونکی پاکستانی اړخ و، موږ د دفاع حق درلود.»

نوموړي خبرداری ورکړی، چې که هر هېواد پر افغانستان یرغل، مداخله او جګړه وکړي دوی به یې دفاع کوي.

مجاهد ویلي، چې دوی په جګړه کې جرات او انګېزه لري او هغو هېوادونو ته یې ماته ورکړې، چې پوځي امکانات یې څو برابره زیات وو.

نوموړي یو ځل بیا ویلي، چې جګړه د پاکستان او افغانستان په ګټه نه ده او زیان یې یوازې ملکي وګړي ویني.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد همداراز په خپلو خبرو کې ویلي، چې له ډېرو هېوادونو سره تعامل او رسمي اړیکې جریان لري؛ خو هغوی یې د نړۍ سره د اړیکو د نه خرابېدو له امله رسمي نه اعلانوي.

نوموړي په افغانستان کې د داعش د ځپلو په اړه ویلي، چې دغه ډله یې ځپلې او ځواکونه یې په استخباراتي برخه کې پياوړې شوې دي.

هغه زیاته کړې: «داعش په افغانستان کې ځپل شوې، زموږ ځواکونه قوي شوي‌ او د هر تهدید مخه یې نیولې ده.»