• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه وايي چې امریکا په وینزویلا تیری کړی دی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې مسکو په وینزویلا کې د پرمختګونو په اړه ژوره اندیښنه لري او د امریکا بریدونه یې «وسله وال یرغل» بللی دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یو خپلواک دولت پر وړاندې د ځواک کارول د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو اصولو څخه سرغړونه ده او خطرناکې پایلې لرلی شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

علي خامنه یي وایي موږ له لاریون کوونکو سره خبرې کوو او بلواګر باید په خپل ځای کښېنول شي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۷ GMT+۰
100%

د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي، نن د شنبې په ورځ په ایران کې د لاریونونو په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې لاریون کوونکو خبرې سمې وې. هغه وویل:«لاریون مناسب دی مګر لاریون بلوا نه ده، موږ له لاریون کونکو سره خبرې کوو خو له بلواګرو سره خبرې کول هیڅ ګټه نه لري.»

هغه ټینګار وکړ چې بلواګر باید په خپل ځای کې کښېنول شي.

د ایران مشر د ډالر د بیې د لوړوالي په وړاندې د دوکاندارونو لاریون، لاریون وباله خو د لاریون کوونکو او بلواګرو ترمنځ یې توپیر وکړ.

هغه وویل، چې دا د منلو وړ نه ده چې«د ګواښمن دښمن اجیرانو یوه ډله د دوکاندارانو تر شا درېدلې او د اسلام ضد، ایران ضد او د اسلامي جمهوریت ضد شعارونه ورکړي.»

د ایران مذهبي مشر د ډالر د بیې لوړوالی د «دښمن» کار وباله او د ایران له ولسمشر څخه یې وغوښتل چې دې ته رسیدګي وکړي.په ایران کې له شپږو ورځو راهیسې اعتراضي لاریونونه روان دي. دغه لاریونونه د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د رالوېدو له امله راوتي او د راپورونو له‌مخې، دولتي ځواکونو پر معترضینو ډزې هم کړي او له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېر یې لا تراوسه مشخص شوی نه‌دی.

له دې سربېره ویل کېږي یو زیات شمېر معترضین د دولتي ځواکونو له لوري هم نیول شوي او ورسره هم مهاله د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان له دلیل پرته د خلکو د نیولو په اړه ویلي، چې د خلکو لپاره باید ستونزې جوړې نه‌شي.

ملا هبت الله یو ځل بیا د خپلمنځي اختلافاتو او د یو بل په چارو کې پر نه لاس وهنې ټینګار کړی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۳ GMT+۰
100%

د طالبانو مشر هبت‌الله اخونزاده د یوه نوي فرمان په صادرولو سره یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، څو له هغو کړنو ډډه وکړي چې د دوی ترمنځ د بې‌باورۍ فضا رامنځته کوي. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د یو بل په چارو کې له مداخلې څخه ځانونه وساتي.

د شنبې په ورځ د (مرغومې ۱۳مه) طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا هبت الله ۱۴ نوي فرمانونه صادر کړي دي. د اعلامیې له مخې، په دوو فرمانونو کې په ځانګړي ډول د خپلمنځي باور او اعتماد پر پیاوړتیا ټینګار شوی او په بل فرمان کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې د یو بل په چارو کې مداخله ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خپلو ولایتي سفرونو پر مهال په غیرمستقیم ډول د دې ډلې د مشر پر کړنو او چلند نیوکې کړې وې او د کندهاري طالبانو سخت غبرګونونه یې راپارولي وو. هغوی دغه څرګندونې د امیر په چارو کې لاس‌وهنه بللې وه.

بلخوا، شنونکي په دې باور دي چې په ایران کې د اخوندانو پر ضد ولسي پاڅون د طالبانو د اندېښنو او وېرو سبب شوی او له همدې امله یې د یووالي او اتفاق د ټینګښت هڅې بیا پیل کړې دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو او ډلبندیو راپورونه په وار وار خپاره شوي دي.

د سي‌بي‌اېس د خبریال ادعا: ټرمپ پر وینزویلا د برید امر صادر کړی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۵ GMT+۰
100%

د سي‌بي‌اېس ټلوېزیوني شبکې یو خبریال ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په وینزویلا کې د پوځي تاسیساتو په ګډون پر یو شمېر اهدافو د برید امر ورکړی. بل خوا ددغه امر په غبرګون کې د وینزوئلا حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د سي‌بي‌اېس خبریال د اېکس له لارې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په وینزویلا کې د بریدونو د ترسره کېدو لارښوونه کړې ده. د راپور له مخې، یاد بریدونه د وینزویلا د پلازمېنې کاراکاس په ګډون پر ځینو مهمو هدفونو متمرکز دي.

ورته مهال، د وینزویلا حکومت ویلي چې ولسمشر نیکولاس مادورو د «ملي بېړني حالت» اعلان کړی او د امریکا وروستي اقدامات یې غندلي دي. د کاراکاس چارواکو ادعا کړې چې واشنګټن به د وینزویلا د طبیعي سرچینو په نیولو بریالی نه شي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د شنبې سهار د ځایي وخت له مخې، په کاراکاس کې لږ تر لږه د ۷چاودنو غږونه اورېدل شوي او د ټیټې ارتفاع الوتکو د الوتنې غږونه هم ثبت شوي دي.

تر اوسه د امریکا له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوې.

طالبان وایي، په ۲۰۲۵ کې یې ۶سوه زرو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مرستې ورکړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰
100%

د طالبانو شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، د تېر ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې یې په ټول هېواد کې له شپږ سوو زرو څخه زیاتو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو لپاره ۱۲ مېلیارده او پنځه سوه مېلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې.

ددغه وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد په کچه د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ لپاره پراخ مالي پروګرام پلی شوی چې له مخې یې څه باندې ۶ لکه مستحق کسان تر پوښښ لاندې راغلي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، هر یتیم او کونډې ته په میاشتني ډول ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي، چې موخه یې د یاد قشر د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د ژوندانه د ستونزو کمول بلل شوي دي.

یاد وزارت وایي، دغه مرستې د ټولنیز ملاتړ د پالیسیو په چوکاټ کې تنظیم شوې او هڅه کېږي چې مرستې مستحقو کسانو ته په منظم او شفاف ډول ورسېږي.

طالبان: تېر کال مو له ۳۵زرو زیاتو هغو کسانو درملنه کړې چې په نشه‌يي توکو روږدي وو

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو حکومت وايي، په ۲۰۲۵ کال کې ۳۵۲۲۸ تنه په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي، خو څېړونکي او فعالان وايي، دا هڅې یوازې د بې‌کارۍ او فقر د ستونزو لنډمهاله حل دی او د روږدو د ستونزو ریښې له‌منځه نه وړي.

د طالبانو د عامې روغتیا ادارې راپورونه ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې پروسه روانه وه او ۳۵۲۲۸ تنه روغ شوي او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي.

په ورته وخت کې، په لویو ښارونو کې ۱۰۶۴۴ تنه تثبیت شوي او راټول شوي، چې حکومت هر یوه فقیر ته دوه زره افغانۍ مالي مرسته ورکوي.

خو څېړونکي ټینګار کوي چې دغه اقدامات د روږدو کسانو د ستونزو لنډمهاله حلونه دي او د بېکارۍ، فقر او اقتصادي محرومیت له امله خلک بیا ژر نشه‌یي توکو ته مخه کوي.

د فعالانو په وینا، که د نشه‌یي توکو د روږدو کسانو درملنه یوازې د درملنې او مالي مرستو پورې محدوده وي، دا کار د ټولنې لپاره دوامداره حل نه ګڼل کېږي او د بېکاري اساسي لامل پاتې کېږي.