• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، په ۲۰۲۵ کې یې ۶سوه زرو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مرستې ورکړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰

د طالبانو شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، د تېر ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې یې په ټول هېواد کې له شپږ سوو زرو څخه زیاتو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو لپاره ۱۲ مېلیارده او پنځه سوه مېلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې.

ددغه وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد په کچه د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ لپاره پراخ مالي پروګرام پلی شوی چې له مخې یې څه باندې ۶ لکه مستحق کسان تر پوښښ لاندې راغلي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، هر یتیم او کونډې ته په میاشتني ډول ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي، چې موخه یې د یاد قشر د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د ژوندانه د ستونزو کمول بلل شوي دي.

یاد وزارت وایي، دغه مرستې د ټولنیز ملاتړ د پالیسیو په چوکاټ کې تنظیم شوې او هڅه کېږي چې مرستې مستحقو کسانو ته په منظم او شفاف ډول ورسېږي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: تېر کال مو له ۳۵زرو زیاتو هغو کسانو درملنه کړې چې په نشه‌يي توکو روږدي وو

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۵ GMT+۰
طالبان: تېر کال مو له ۳۵زرو زیاتو هغو کسانو درملنه کړې چې په نشه‌يي توکو روږدي وو
100%

د طالبانو حکومت وايي، په ۲۰۲۵ کال کې ۳۵۲۲۸ تنه په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي، خو څېړونکي او فعالان وايي، دا هڅې یوازې د بې‌کارۍ او فقر د ستونزو لنډمهاله حل دی او د روږدو د ستونزو ریښې له‌منځه نه وړي.

د طالبانو د عامې روغتیا ادارې راپورونه ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې پروسه روانه وه او ۳۵۲۲۸ تنه روغ شوي او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي.

په ورته وخت کې، په لویو ښارونو کې ۱۰۶۴۴ تنه تثبیت شوي او راټول شوي، چې حکومت هر یوه فقیر ته دوه زره افغانۍ مالي مرسته ورکوي.

خو څېړونکي ټینګار کوي چې دغه اقدامات د روږدو کسانو د ستونزو لنډمهاله حلونه دي او د بېکارۍ، فقر او اقتصادي محرومیت له امله خلک بیا ژر نشه‌یي توکو ته مخه کوي.

د فعالانو په وینا، که د نشه‌یي توکو د روږدو کسانو درملنه یوازې د درملنې او مالي مرستو پورې محدوده وي، دا کار د ټولنې لپاره دوامداره حل نه ګڼل کېږي او د بېکاري اساسي لامل پاتې کېږي.

د وینزویلا په پلازمېنه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰
د وینزویلا په پلازمېنه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی
100%

له امریکا سره د وروستېو ترینګلتیا وروسته، رسنیو د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د چاودنې د غږ او د لوګي د پورته کېدو خبر ورکړی دی. رویټرز راپور ورکړی، چې د شنبې ورځ د (مرغومې ۱۳مه) د وینزویلا په پلازمېنه کې د الوتکو د الوتنو غږونه اورېدل شوي او په کاراکاس کې لوګي هم لیدل شوي.

شاهدانو رویټرز ته ویلي چې د شنبې سهار وختي کاراکاس کې د الوتکو لوړ غږونه اوریدل شوي او همداراز لږ تر لږه د لوګي یوه نښه هم لیدل شوې ده.راپورونه وایي، چې د کاراکاس په جنوبي سیمه کې یوې سترې پوځي اډې ته نږدې برېښنا هم پرې شوې.

فاکس نیوز راپور ورکړی چې د وینزویلا په پلازمېنه کې ۷چاودنې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرغومې په ۸مه اعلان وکړ چې وینزویلا کې یې پر یوه بندر برید کړی او هلته یې د نشه‌يي توکو د لېږد لپاره باریدونکې کښتۍ په نښه کړي. دا د امریکا له لوري د وینزویلا پر خاوره لومړنی اعلان شوی برید و چې موخه یې د نیکولاس مادورو حکومت تر فشار لاندې راوستل او له واکه لرې کول بلل شوي دي.

کله چې له ټرمپ وپوښتل شول، چې ایا دا برید د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې(سي‌آی‌اې) ترسره کړی، هغه وویل: «نه غواړم په دې اړه څه ووایم».

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې سي‌آی‌اې ته اجازه یې ورکړې، څو په وینزویلا کې پټ عملیات ترسره کړي. هغه تېره اوونۍ هم په یوه راډیويي مرکه کې په مبهم ډول د «وینزویلا پر یوه ستر تاسیساتي مرکز د امریکا د برید» یادونه کړې وه.

د راپور تر لیکلو پورې، د وینزویلا چارواکو په کاراکاس کې د چاودنو او د الوتکو د الوتنې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په بلخ او بامیانو کې دوه کوډګر نیولي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۳ GMT+۰
طالبانو په بلخ او بامیانو کې دوه کوډګر نیولي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، د خلکو د شکایتونو پر بنسټ یې په بلخ او بامیان ولایتونو کې دوه تنه حرفوي او پخواني کوډګر نیولي دي.

یاد وزارت د شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۲مه) په یوې خبرباڼه کې ویلي چې په بامیان ولایت کې نیول شوی کوډګر د تېرو اوو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د «دم او دوعا» تر نوم لاندې له خلکو څخه ډېرې پیسې اخیستې او د دوی په وینا، د شریعت خلاف کړنې یې ترسره کولې.

د خبرپاڼې له مخې، بل کس یې د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې نیولی دی. د طالبانو یاد وزارت وایي، دواړه کوډګر یې د جادوګرۍ د اعمالو د ترسره کولو پر مهال لاس په لاس نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته یې خپلو عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت تر دې وړاندې هم د ورته کړنو په تړاو د ګڼو کسانو د نیولو خبرونه ورکړي دي.

سارا اډمز: جنرال اکرام الدین سریع طالبانو او ایراني استخباراتو په ګډه وژلی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۰
سارا اډمز: جنرال اکرام الدین سریع طالبانو او ایراني استخباراتو په ګډه وژلی
100%

د امریکا استخباراتي ادارې (سي‌آی‌اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وایي، د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام یو لوړ پوړی پوځي جنرال اکرام‌الدین سریع، د طالبانو د استخباراتو او د ایران د سپاه پاسداران د ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

نوموړې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا هدفمند برید د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۴مه ترسره شوی، خو د څو میاشتو لپاره ورته پلان جوړ شوی و. د هغې د مالوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې د طالبانو د عمومي استخباراتو ریاست اړوند چارواکو او د سپاه پاسداران د استخباراتي څانګې د ۸۴۰م واحد غړو ونډه لرله.

سارا اډمز خبرداری ورکړی چې دا ډول هدفي وژنې د طالبانو او ایراني سپاه ترمنځ د استخباراتي همغږۍ د پراخېدو څرګندونه کوي او ټینګار یې کړی چې دا همکاري کولای شي د سیمې امنیت ته جدي ګواښونه رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ «المرصاد» ادعا کړې وه، چې جنرال اکرام‌الدین سریع د پاکستان د استخباراتي ادارې(آی‌اېس‌آی) له‌خوا وژل شوی، ځکه هغه نه غوښتل چې تر لاس لاندې پخواني افغان نظامیان یې پاکستان ته ولاړ شي. د المرصاد د ادعا له مخې، په پاکستان کې جنرال جرأت او جنرال عبدالمتین حسین‌خېل د پخواني افغان پوځ د سرتېرو د راټولولو هڅې کوي.

د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په کندوز کې یې ۲ طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۰
د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په کندوز کې یې ۲ طالبان وژلي او دوه نور  یې ټپیان کړي دي
100%

د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې جنګیالیو یې په کندوز ښار کې پر طالبانو برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې راغلي، دغه برید د جمعې په ورځ، د جدی د میاشتې ۱۲ نېټه، شاوخوا د ماښام ۷ بجې د کندز ښار په بندر امام‌ صاحب سیمه کې د مفتی سراج جومات ترڅنګ پوسته باندې ترسره شوی.

جبهه ادعا کوي چې د برید په ترڅ کې د طالبانو یوه موټر، چې د هغوی وسله‌وال په کې سپاره ول، له منځه وړی چې دوه طالبان پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د جبهې چارواکو ټینګار کړی چې دا ډول چریکي عملیات د طالبانو د امنیتي پوستو او پر ولسي سیمو کې د هغوی د وحشت او ګواښونو د کمولو لپاره ترسره کېږي.

طالبانو بیا تر اوسه ددغه برید په تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.