• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سارا اډمز: جنرال اکرام الدین سریع طالبانو او ایراني استخباراتو په ګډه وژلی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۰

د امریکا استخباراتي ادارې (سي‌آی‌اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وایي، د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام یو لوړ پوړی پوځي جنرال اکرام‌الدین سریع، د طالبانو د استخباراتو او د ایران د سپاه پاسداران د ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

نوموړې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا هدفمند برید د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۴مه ترسره شوی، خو د څو میاشتو لپاره ورته پلان جوړ شوی و. د هغې د مالوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې د طالبانو د عمومي استخباراتو ریاست اړوند چارواکو او د سپاه پاسداران د استخباراتي څانګې د ۸۴۰م واحد غړو ونډه لرله.

سارا اډمز خبرداری ورکړی چې دا ډول هدفي وژنې د طالبانو او ایراني سپاه ترمنځ د استخباراتي همغږۍ د پراخېدو څرګندونه کوي او ټینګار یې کړی چې دا همکاري کولای شي د سیمې امنیت ته جدي ګواښونه رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو د استخباراتو اړوند رسنۍ «المرصاد» ادعا کړې وه، چې جنرال اکرام‌الدین سریع د پاکستان د استخباراتي ادارې(آی‌اېس‌آی) له‌خوا وژل شوی، ځکه هغه نه غوښتل چې تر لاس لاندې پخواني افغان نظامیان یې پاکستان ته ولاړ شي. د المرصاد د ادعا له مخې، په پاکستان کې جنرال جرأت او جنرال عبدالمتین حسین‌خېل د پخواني افغان پوځ د سرتېرو د راټولولو هڅې کوي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په کندوز کې یې ۲ طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۰
د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په کندوز کې یې ۲ طالبان وژلي او دوه نور  یې ټپیان کړي دي
100%

د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې جنګیالیو یې په کندوز ښار کې پر طالبانو برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې راغلي، دغه برید د جمعې په ورځ، د جدی د میاشتې ۱۲ نېټه، شاوخوا د ماښام ۷ بجې د کندز ښار په بندر امام‌ صاحب سیمه کې د مفتی سراج جومات ترڅنګ پوسته باندې ترسره شوی.

جبهه ادعا کوي چې د برید په ترڅ کې د طالبانو یوه موټر، چې د هغوی وسله‌وال په کې سپاره ول، له منځه وړی چې دوه طالبان پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د جبهې چارواکو ټینګار کړی چې دا ډول چریکي عملیات د طالبانو د امنیتي پوستو او پر ولسي سیمو کې د هغوی د وحشت او ګواښونو د کمولو لپاره ترسره کېږي.

طالبانو بیا تر اوسه ددغه برید په تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.

طالبان د رسنیو ستاینه کوي، خو د سانسور او محدودیتونو حقیقت لا هم نه دی بدل شوی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
طالبان د رسنیو ستاینه کوي، خو د سانسور او محدودیتونو حقیقت لا هم نه دی بدل شوی
100%

په زابل ولایت کې د طالبانو د ویاندانو او رسنیو د استازو ترمنځ په غونډه کې طالب چارواکو د خبریالانو بې‌طرفه او متوازن راپور ورکولو ستاینه کړې، خو د خبریالانو بنسټونه وایي چې دغه ډلې رسنۍ سانسور کړي او پراخه محدودیتونه یې پرې وضعه کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه راغلي، په دې غونډه کې مسولینو د رسنیو له استازو مننه وکړه چې بې‌طرفانه او متوازن راپورونه خپروي، او وویل:«رسنۍ د خلکو سترګې، غوږونه او ژبه دي.»

غونډې کې ټینګار وشو چې د خبریالانو استخدام باید د رسنیو په قانون کې ټاکل شویو چوکاټونو سره سم ترسره شي. همدارنګه، د رسنیو استازو ته وویل شول چې د «ولس غږ» په نوم یو ګډ پروګرام جوړ کړي، څو ټولې ادارې وکولی شي په مستقیم ډول خلکو ته د خپلو فعالیتونو، ستونزو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي.

بل پلو، د بشري حقونو څار سازمان (Human Rights Watch) په تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په تېرو کلونو کې د رسنیزو ازادي په وړاندې پراخ بندیزونه لګولي، خبریالان یې بندي، ځورولي، څارلي او د بیان پر وړاندې یې جدي خنډونه جوړ کړي دي. هغوی همدارنګه د ښځینه خبریالانو فعالیتونه محدود کړي او په رسنیو کې د ښځو حضور یې سخت کم کړی.

همدا رنګه، د افغانستان ژورنالیستانو مرکز راپور ورکړی چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴۰ پېښې ثبت شوې چې له کبله یې خبریالان تهدید شوي، ځورول شوي یا توقیف شوي، او په دې دوره کې د ژوندیو انځورونو خپرول په ګڼو ولایتونو کې بند شوي دي. دا وضعیت د رسنیو د خپلواکۍ د ختمېدو او د بیان د ازادۍ د محدودولو یو واضح عکس دی چې د پخواني قانونونو او نړیوالو معیارونو پر ضد دی.

په داسې حال کې چې طالبان په دغې غونډه کې د همغږۍ او د «ولس غږ» د ګډ پروګرام پر جوړولو ټینګار کوي، د رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو راپورونه ښيي چې له دې غونډو سره سره، د افغانانو لپاره د خبرونو ازاد او بې‌طرفه لاسرسی ورځ تر بلې سختیږي.

د ازادو رسنیو شتون له ډیرو سیمو څخه ورک شوی، خبریالان ځان‌ سانسورۍ ته اړ شوي، او ګڼو رسنیو د فعالیت اجازه د طالبانو د غیرشفافو قوانینو له امله له لاسه ورکړې ده.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۳سوو ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۹ GMT+۰
تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۳سوو ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون د شنبې ورځې د (مرغومې ۱۳مې) راپور کې راغلي چې پرون جمعه له بېلابېلو لارو نږدې ۳۲۱ کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې شوي. وایي، دا کورنۍ له ایران او پاکستان نه اېستل شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، پرون د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۹ کورنۍ، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۶ کورنۍ، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۴۴ کورنۍ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۱۲ کورنۍ جبري هېواد ته راستنې شوې دي.

راپور زیاتوي، په مجموع کې ۲۹۶ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې، او د راستنو شویو کسانو اړیتې مرستې هم شوي دي.

د طالبانو د کمېسیون چارواکو ټینګار کړی چې دا پروسه د کډوالو د اسانتیا او خپلو سیمو ته د خوندي راستنېدو لپاره په منظمه توګه روانه ده.

د اوکراین په خارسوف ښار کې د روسیې توغندیز برید دوه تنه وژلي او ۱۹ نور یې ټپيان کړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۰
د اوکراین په خارسوف ښار کې د روسیې توغندیز برید دوه تنه وژلي او ۱۹ نور یې ټپيان کړي
100%

د اوکراین خارسوف سیمه‌ییز چارواکي وايي، د روسیې ځواکونو د جنورۍ په دویمه د ښار په استوګنیزه سیمه توغندي ویشتلي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۹ نور ټپیان دي چې په ټپیانو کې یو شپږمیاشتنی ماشوم هم شته.

د چارواکو په وینا، د برید له امله یوه پنځه منزله اپارتمان بشپړ نړیدلی، سوداګریز مرکز، موټرونه، ټرافيکي نښانونه او برښنا کرښې هم اغېزمنې شوې دي.

د دوی په وینا، د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او امکان شته چې نور قربانیان د خارو لاندې پاتې وي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د ټپيانو له ډلې ۱۶ تنه روغتون ته انتقال شوي.

مجاهد: د پاکستان پوځ کې ځانګړې کړۍ د سترو قدرتونو په لمسون د افغانستان پر ضد جګړه مخته وړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۹ GMT+۰
مجاهد: د پاکستان پوځ کې ځانګړې کړۍ د سترو قدرتونو په لمسون د افغانستان پر ضد جګړه مخته وړي
100%

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د پاکستان په پوځ کې ځینې ځانګړې کړۍ د سترو قدرتونو په پارونه هڅه کوي له افغانستان سره جګړه پر مخ یوسي. هغه ټینګار کوي چې نه به د دې کړۍ د پردیو د وسیلې په توګه دا هڅې بریالۍ شي او نه به هم د طالبانو په نظام کې نفوذ پیدا کړي.

ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون چې اوس ددغه ډلې تر واک لاندې دی، په یوه مرکه کې ویلي، د پاکستان د پوځ دننه ځینو کړیو پخوا داسې تبلیغات کول چې ګواکې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې دي او باید د دوی تابع پاتې شي.

نوموړي وویل: «کله چې طالبانو مذاکرات بریالي کړل او خپلواک نظام یې جوړ کړ، هماغو کړیو د طالبانو پر ضد دسیسې پیل کړې».

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې د پاکستان په پوځ کې دغه ځانګړې کړۍ به ونه توانېږي چې د پردیو د ګټو لپاره د افغانستان پر ضد وسیله وګرځي. د هغه په وینا، دا کړۍ نه شي کولای د طالبانو په نظام کې نفوذ پیدا کړي او نه به د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې بریالۍ شي.

مجاهد د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په اړه وویل، دا د پاکستان داخلي ستونزه ده او افغانستان ورسره تړاو نه لري. هغه زیاته کړه، ټي ټي پي «په پاکستان کې مرکزونه، د قومندې ځایونه او تر نفوذ لاندې سیمې لري، نو اړتیا نه شته چې افغانستان ته راشي».

نوموړي یو ځل بیا د طالبانو پر دریځ ټینګار وکړ چې «دوی ژمن دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي».

د داعش ډلې په اړه، د طالبانو ویاند وویل چې دا ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده. د هغه په وینا، داعش پخوا حتا په کابل کې مرکزونه لرل، خو اوس «طالبان توانېدلي چې دا ډله په بشپړه توګه له منځه یوسي».

ذبیح‌الله مجاهد همداراز زیاته کړه چې د وخت په تېرېدو به په هېواد کې امنیت لا ښه شي او د افغانستان د صادراتو کچه به هم لوړه شي.