• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: د پاکستان پوځ کې ځانګړې کړۍ د سترو قدرتونو په لمسون د افغانستان پر ضد جګړه مخته وړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د پاکستان په پوځ کې ځینې ځانګړې کړۍ د سترو قدرتونو په پارونه هڅه کوي له افغانستان سره جګړه پر مخ یوسي. هغه ټینګار کوي چې نه به د دې کړۍ د پردیو د وسیلې په توګه دا هڅې بریالۍ شي او نه به هم د طالبانو په نظام کې نفوذ پیدا کړي.

ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون چې اوس ددغه ډلې تر واک لاندې دی، په یوه مرکه کې ویلي، د پاکستان د پوځ دننه ځینو کړیو پخوا داسې تبلیغات کول چې ګواکې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې دي او باید د دوی تابع پاتې شي.

نوموړي وویل: «کله چې طالبانو مذاکرات بریالي کړل او خپلواک نظام یې جوړ کړ، هماغو کړیو د طالبانو پر ضد دسیسې پیل کړې».

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې د پاکستان په پوځ کې دغه ځانګړې کړۍ به ونه توانېږي چې د پردیو د ګټو لپاره د افغانستان پر ضد وسیله وګرځي. د هغه په وینا، دا کړۍ نه شي کولای د طالبانو په نظام کې نفوذ پیدا کړي او نه به د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې بریالۍ شي.

مجاهد د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په اړه وویل، دا د پاکستان داخلي ستونزه ده او افغانستان ورسره تړاو نه لري. هغه زیاته کړه، ټي ټي پي «په پاکستان کې مرکزونه، د قومندې ځایونه او تر نفوذ لاندې سیمې لري، نو اړتیا نه شته چې افغانستان ته راشي».

نوموړي یو ځل بیا د طالبانو پر دریځ ټینګار وکړ چې «دوی ژمن دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي».

د داعش ډلې په اړه، د طالبانو ویاند وویل چې دا ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده. د هغه په وینا، داعش پخوا حتا په کابل کې مرکزونه لرل، خو اوس «طالبان توانېدلي چې دا ډله په بشپړه توګه له منځه یوسي».

ذبیح‌الله مجاهد همداراز زیاته کړه چې د وخت په تېرېدو به په هېواد کې امنیت لا ښه شي او د افغانستان د صادراتو کچه به هم لوړه شي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

تېره یوه میاشت په تخار او بدخشان کې د اسماعیليه مذهب درې تنه پیروان وژل شوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۹ GMT+۰

په تخار او بدخشان ولایتونو کې ځايي سرچینې وایي، چې په تېره یوه میاشت کې درې تنه د اسماعیلیه مذهب پیروان د وسله‌والو کسانو له لوري په دغو دوو ولایتونو کې وژل شوي دي. وروستۍ پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې په کې یو تن د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې ووژل شو.

سرچینې زیاتوي، دوه ورځې وړاندې هم یو کس د خپلې کورنۍ په وړاندې په ډزو وژل شوی وه.

سرچینو د جمعې په ورځ د (مرغومې ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې محمدشاه د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی د اسماعیلیه مذهب پیرو او په دې ولایت کې د یوه خصوصي دفتر کارکوونکی و چې د پنجشنبې په ورځ د (مرغومې ۱۱مه) د فیض‌اباد ښار دشت‌قرغ په سیمه کې پرې د وسله‌والو کسانو له لوري برید وشو.

د عیني شاهدانو په وینا، هغه د نانوایۍ څخه د راستنېدو پر مهال په ډزو ووژل شو.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، د اسماعیلیه مذهب یو بل پیرو چې خدایداد نومېده له دې پېښې دوه ورځې وړاندې د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ کې د خپلې مېرمنې او اولادونو تر مخ په ډزو ووژل شو.

ځايي سرچینې وایي، چې خدایداد د غلام ناصر په نوم د هغه کس خپلوان و چې شاوخوا شل ورځې وړاندې وروسته له هغې ووژل شو چې د ورسج ولسوالۍ د طالبانو د استخباراتو له پخواني مدیر زاهدالله سره د سرو زرو د لټون لپاره تللی و.

د غلام ناصر له وژل کېدو وروسته، خدایداد د زاهدالله پر ضد دعوه ثبت کړه، خو دوه ورځې وړاندې خپله دی هم ووژل شو. ځايي سرچینې طالبان په دغو وژنو تورنوي. طالبانو تر اوسه پورې د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

د جرمني مسیحي سوسیال ګوند: افغانان او سوریایان وباسئ او اوکراینیان جګړې ته واستوئ

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۰

د جرمني د مسیحي سوسیال ګوند یوه طرحه چمتو کړې او په‌کې یې له جرمني څخه د افغانانو او سوریایانو د شړلو او د روسیې پر وړاندې جګړې ته د اوکراینیانو د لېږلو وړاندېز کړی دی. په یاده طرحه کې په جبري توګه د افغانانو او سوریایانو پر اېستنې ټينګار شوی دی.

د جرمني د رسنیو د راپورونو له‌مخې، د مسیحي سوسیال ګوند د جرمني پارلمان ته یو سند چمتو کړی او یاد ګوند پر دې باور دی، چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته ګڼو سوریايي کډوالو لپاره د «ملاتړ اساسي دلیل» له‌منځه تللی دی.

د جرمني رسنیو دا نه‌ده روښانه کړې، چې د ګوند هدف په دغه هېواد کې مېشت ټول افغانان او سوريايي وګړي دي او که کوم ځانګړی ګروپ.

همدارنګه په یاد سند کې راغلي، هغه کډوال چې په خپله خوښه له جرمني څخه نه‌وځي باید په زوره وشړل شي.

په دغه سند کې همدارنګه وړاندیز شوی، چې په ۲۰۲۶ کال کې باید د افغانانو او سوریایانو په ګډون د منظمو الوتنو له لارې د کډوالو د اېستنې پراخ عملیات ترسره شي.

د یاد ګوند پارلماني ډلې د مونشن تر څنګ په ټول هېواد کې هم د کډوالو د اېستنې مرکزونو او ځانګړو ترمینلونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د یادې طرحې په یوه برخه کې د اوکرایني کډوالو پر وړاندې هم د سخت چلند وړاندیز شوی دی. د یاد وړاندیز له‌مخې، هغه اوکرایني نارینه چې د عسکري خدمت په عمر دي باید د روسیې پر وړاندې د خپل هېواد د دفاع په موخه بېرته اوکراین ته واستول شي.

د یادې طرحې په بله برخه کې بیا د هغو کسانو د شړلو غوښتنه شوې، چې د «ولسواکۍ دښمنان» بلل کېږي او ټینګار شوی، چې د «خلافت» یا «اسلامي دولت» د رامنځته کولو لپاره عامه کمپاین باید جرم وګڼل شي. د یاد وړاندیز پر بنسټ د جرمني ډیموکراتیک نظم د لغو کولو غوښتنه یا د یهودانو ضد جرمونه ترسره کول باید د استوګنې د جبرې لغو کولو او د دوه ګوني تابعیت په صورت کې باید د جرمني تابعیت یې لغوشي.

دغه دریځ د جرمني د ګیڼ اړخ ګوند له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

د جرمني ګیڼ اړخ ګوند په پارلمان کې دغه طرحه «بدبینانه او له حقوقي اړخه خطرناکه» بللې او ویلي یې دي، چې سوریه او افغانستان خوندي هېوادونه نه‌دي.

له دې وړاندې هم د جرمني لومړي وزیر له دغه هېواد څخه د مجرم سوريايي وګړو د جبري اېستنې بهیر د پیلیدو غوښتنه کړې وه.

جی شنکر: افغانستان له خورا سخت حالت سره مخ دی او اړتیا ده چې ځینې ننګونې یې حل کړو

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي، چې افغانستان له سخت حالت سره مخ دی او اړتیا ده، چې نوی ډیلي د افغانستان ځینې ننګونې حل کړي. د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له خرابېدو وروسته د طالبانو او هند تر منځ اړیکې تودې شوي او هند هم غواړي په افغانستان کې ځان ډېر ښکېل کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) د هند د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال د افغانستان په اړه د یوه افغان زده‌کړیال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې افغانستان له خورا سخت حالت سره مخ دی او په وینا یې، اړیتا ده، چې د دغه هېواد ځینې ننګونې حل شي.

جی شنکر زیاته کړې:«له افغانستان سره له پیړیو راهیسې اړیکې لرو، دا اړیکې خورا ټولنیزې دي، حکومتونه او رژیمونه به ځي‌ راځي، خو اړتیا ده، چې ځیني ننګونې یې حل کړو، ځکه افغانستان له خورا سخت حالت څخه تیرېږي».

جی شنکر ویلي، چې د هند له‌خوا له افغانستان سره د پراختيايي همکاریو ترڅنګ د واکسینونو او خوړو په برخه کې مرستې له افغانانو سره د ژورو اړیکو له امله ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو تر خرابېدو وروسته، له نږدې دوو میاشتو راهیسې د طالبانو د بهرنیو چارو، د روغتیا او د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو هند ته سفرونه وکړل او دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو ژمنې وکړې، خو د طالبانو او هند ترمنځ دغه تازه اړیکې د پاکستان له سخت غبرګون سره مخ شوې دي او هند ته د متقي له سفر وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې او سوداګریزې چارې په ټپه ودرېدې.

د طالبانو د دفاع وزارت په منځنیو کچو کې ټاکنې هم د دې ډلې د مشر له‌خوا کېږي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د خپاره شوي راپور له‌مخې، د طالبانو مشر په مستقیم ډول د دې ډلې د قول اردوګانو په منځنیو رتبو کې د یو شمیر ګومارنو فرمان صادر کړی دی. په خبر کې دا نه‌دي ویل شوي، چې دا ګومارنې د طالبانو د دفاع وزارت د وړاندیز پر بنسټ شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو مشر د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اوو قول اردوګانو سرپل، پنجشیر، هلمند او کاپیسا ولایتونو ترڅنګ د مرکزي قول اردو لپاره هم په مهمو بستونو کې نوي کسان ټاکلي یا یې په‌کې ادلون او بدلون راوستی دی.

په دغو ټاکنو کې د قول اردو قومندانان، د قول اردو مرستیالان، د ارکان رییسان، د پلې لواء او د سرحدي لواء قومندانان شامل دي.

تر دې وړاندې د طالبانو په کورنیو چارو په وزارت کې هم د دې ډلې د مشر له لوري د مستقیمو ټاکنو بېلګې راپور شوې وې.

د تیر کال په کب میاشت کې د هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت په ګډون د بدخشان، جوزجان، کندهار، خوست او بادغیس ولایتونو کې څو امنیه قومندانان او د منځنۍ کچې پولیس افسران په مستقیم ډول ټاکل شوي یا بدل شوي و.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په تشکیلاتي جوړښت کې ملا هبت‌‌الله اخوندزاده د واک په سر کې قرار لري او د هغه د فرمانونو عملي کېدل د طالبانو د ادارو او چارواکو لپاره لازمي بلل کېږي.

د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم د سرو زرو په بیو کې لوړوالی راغلی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم د یوه اونس سرو زرو بیه تر ۴۴۰۰امریکايي ډالرو لوړه شوې ده. د تېر کال په پیل کې د یوه اونس سرو زرو بیه شاوخوا ۲۶۰۰ډالر وه، خو جیوپولیټیکي کړکېچونو او د سود کچې د ټیټېدو اټکلونو د خوندي پانګې په توګه ددې نجیبه فلز بیه لوړه کړې ده.

دغه لوړوالي د هغو اسیایي هېوادونو پر بازارونو څه اغېز کړی، چې د سرو زرو پیاوړی مارکېټ لري، لکه افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان.

د کابل ښار یوه زرګر، د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي: «د نړیوالو بیو لوړوالی، د طالبانو له لوري د مالیاتو پر ورکړه ټینګار او سړه هوا د دې لامل شوې، چې د سرو زرو بازارونه ساړه شي.»

نوموړی زیاتوي، دا مهال په کابل کې د یوه اونس سرو زرو بیه شاوخوا ۴۳۶۰امریکايي ډالر ده.

برعکس، په پاکستان کې که څه هم د سرو زرو بیې لوړې شوې، خو بازار ګرم دی د ودونو د موسم له امله خلک د سرو زرو پېر ته مخه کړې ده. هلته د یوې تولې (۱۱.۷ګرامه) بیه شاوخوا ۴۶۸زره پاکستانۍ کلدارې ده.

په همدې حال کې، په متحده عربي اماراتو کې هم د سرو زرو بیې لوړې شوې دي او د یوه اونس بیه شاوخوا ۱۶۴۷۰اماراتي درهمه ده.

خو د نړیوال بازار پر خلاف، په سعودي عربستان کې د سرو زرو بیه دومره لوړه شوې نه ده او هلته د یوه اونس بیه شاوخوا ۵۲۸سعودي ریاله ده.

شنونکي وايي، سره زر د نړۍ په مالي محاسبو کې نږدې ۵۰سلنه ونډه لري، له همدې امله ډېری هېوادونه د خپلو پیسو د ملاتړ لپاره په مرکزي بانکونو کې د سرو زرو زېرمې ساتي.

سربېره پر دې، په وروستیو کلونو کې سره زر د اټومي صنعت، الوتکو، توغندیو او دقیقو صنعتي ماشینونو په جوړولو کې هم کارول کېږي، چې دېچارېیې پر بیو اغېزې کړيدي.

د نړیوالو معلوماتو له مخې، د نړۍ د سرو زرو له عمومي زېرمو څخه شاوخوا ۸۰سلنه د افریقا په لویه وچه کې موقعیت لري، چې له دې جملې څخه ۷۵سلنه یوازې په جنوبي افریقا کې دي. خو په ډېری کانونو کې د سرو زرو اندازه د هر هېواد له اقتصادي شرایطو سره تړاو لري.

د شنونکو په اند، د سرو زرو د بیو پرله پسې لوړوالی دا ښيي، چې سوداګر یې د انفلاسیون او اقتصادي بې‌ثباتۍ پر وړاندې د خوندي پانګونې وسیله ګڼي. همدارنګه، سوداګریزې جګړې، پر فدرالي زېرمو فشارونه او نړیوالې سیاسي ترینګلتیاوې هغه عوامل دي، چې په نړیواله کچه یې د سروزرو بیې لوړې کړې دي.