• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د دفاع وزارت په منځنیو کچو کې ټاکنې هم د دې ډلې د مشر له‌خوا کېږي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د خپاره شوي راپور له‌مخې، د طالبانو مشر په مستقیم ډول د دې ډلې د قول اردوګانو په منځنیو رتبو کې د یو شمیر ګومارنو فرمان صادر کړی دی. په خبر کې دا نه‌دي ویل شوي، چې دا ګومارنې د طالبانو د دفاع وزارت د وړاندیز پر بنسټ شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو مشر د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اوو قول اردوګانو سرپل، پنجشیر، هلمند او کاپیسا ولایتونو ترڅنګ د مرکزي قول اردو لپاره هم په مهمو بستونو کې نوي کسان ټاکلي یا یې په‌کې ادلون او بدلون راوستی دی.

په دغو ټاکنو کې د قول اردو قومندانان، د قول اردو مرستیالان، د ارکان رییسان، د پلې لواء او د سرحدي لواء قومندانان شامل دي.

تر دې وړاندې د طالبانو په کورنیو چارو په وزارت کې هم د دې ډلې د مشر له لوري د مستقیمو ټاکنو بېلګې راپور شوې وې.

د تیر کال په کب میاشت کې د هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت په ګډون د بدخشان، جوزجان، کندهار، خوست او بادغیس ولایتونو کې څو امنیه قومندانان او د منځنۍ کچې پولیس افسران په مستقیم ډول ټاکل شوي یا بدل شوي و.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په تشکیلاتي جوړښت کې ملا هبت‌‌الله اخوندزاده د واک په سر کې قرار لري او د هغه د فرمانونو عملي کېدل د طالبانو د ادارو او چارواکو لپاره لازمي بلل کېږي.

ترویج لرونکی

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده
۱

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۳

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۴

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۵

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

•
•
•

نور کیسې

د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم د سرو زرو په بیو کې لوړوالی راغلی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم د یوه اونس سرو زرو بیه تر ۴۴۰۰امریکايي ډالرو لوړه شوې ده. د تېر کال په پیل کې د یوه اونس سرو زرو بیه شاوخوا ۲۶۰۰ډالر وه، خو جیوپولیټیکي کړکېچونو او د سود کچې د ټیټېدو اټکلونو د خوندي پانګې په توګه ددې نجیبه فلز بیه لوړه کړې ده.

دغه لوړوالي د هغو اسیایي هېوادونو پر بازارونو څه اغېز کړی، چې د سرو زرو پیاوړی مارکېټ لري، لکه افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان.

د کابل ښار یوه زرګر، د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي: «د نړیوالو بیو لوړوالی، د طالبانو له لوري د مالیاتو پر ورکړه ټینګار او سړه هوا د دې لامل شوې، چې د سرو زرو بازارونه ساړه شي.»

نوموړی زیاتوي، دا مهال په کابل کې د یوه اونس سرو زرو بیه شاوخوا ۴۳۶۰امریکايي ډالر ده.

برعکس، په پاکستان کې که څه هم د سرو زرو بیې لوړې شوې، خو بازار ګرم دی د ودونو د موسم له امله خلک د سرو زرو پېر ته مخه کړې ده. هلته د یوې تولې (۱۱.۷ګرامه) بیه شاوخوا ۴۶۸زره پاکستانۍ کلدارې ده.

په همدې حال کې، په متحده عربي اماراتو کې هم د سرو زرو بیې لوړې شوې دي او د یوه اونس بیه شاوخوا ۱۶۴۷۰اماراتي درهمه ده.

خو د نړیوال بازار پر خلاف، په سعودي عربستان کې د سرو زرو بیه دومره لوړه شوې نه ده او هلته د یوه اونس بیه شاوخوا ۵۲۸سعودي ریاله ده.

شنونکي وايي، سره زر د نړۍ په مالي محاسبو کې نږدې ۵۰سلنه ونډه لري، له همدې امله ډېری هېوادونه د خپلو پیسو د ملاتړ لپاره په مرکزي بانکونو کې د سرو زرو زېرمې ساتي.

سربېره پر دې، په وروستیو کلونو کې سره زر د اټومي صنعت، الوتکو، توغندیو او دقیقو صنعتي ماشینونو په جوړولو کې هم کارول کېږي، چې دېچارېیې پر بیو اغېزې کړيدي.

د نړیوالو معلوماتو له مخې، د نړۍ د سرو زرو له عمومي زېرمو څخه شاوخوا ۸۰سلنه د افریقا په لویه وچه کې موقعیت لري، چې له دې جملې څخه ۷۵سلنه یوازې په جنوبي افریقا کې دي. خو په ډېری کانونو کې د سرو زرو اندازه د هر هېواد له اقتصادي شرایطو سره تړاو لري.

د شنونکو په اند، د سرو زرو د بیو پرله پسې لوړوالی دا ښيي، چې سوداګر یې د انفلاسیون او اقتصادي بې‌ثباتۍ پر وړاندې د خوندي پانګونې وسیله ګڼي. همدارنګه، سوداګریزې جګړې، پر فدرالي زېرمو فشارونه او نړیوالې سیاسي ترینګلتیاوې هغه عوامل دي، چې په نړیواله کچه یې د سروزرو بیې لوړې کړې دي.

طالبانو د سمنګان پوهنتون له لوحې څخه ازبکي ژبه لرې کړې ده

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د سمنګان پوهنتون په نوې لوحه کې ازبکي ژبه او فارسي کلمه لرې کړې دي. د دواړو ژبو ځینو ویونکو د طالبانو پر دې اقدام نیوکه کړې او غوښتنه یې کړې، چې ازبکي ژبه او فارسي کلمه دې په لوحه کې بیرته شاملې شي.

سرچینو د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) خبر ورکړی، چې دا اقدام د یاد پوهنتون د نوي رییس تر ټاکل کېدو وروسته شوی دی. د سرچینو په وینا، طالبانو شاوخوا څلور ورځې مخکې دا لوحه ښکته کړې او د ازبکي ژبې او فارسي کلمې تر لرې کولو وروسته یې بېرته نصب کړې ده.

د فاریاب پخواني والي نقیب‌ الله فایق دا اقدام «قوم‌پالنه» بللې او ویلي یې دي، چې دا ډول چلندبه په هېواد کې قومي او ژبنۍ کرکې زیاتې کړي.

د سمنګان پوهنتون استاد محب‌الله محب د فېسبوک په یوه یادښت کې لیکلي، چې د سمنګان د لوړو زده‌‌کړو موسسه کله، چې د پوهنتون کچې ته لوړه شوه، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په لارښوونه یې لوحه بدله شوه.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دې وزارت د رسمي مکتوب له‌مخې، د ازبکي ژبې د شاملولو وړاندیز نه‌دی منل شوی.

د دې پوهنتون پخوانۍ لوحه په څلورو ژبو پښتو، فارسي، ازبکي او انګلیسي وه.

طالبانو د روان کال د لړم په میاشت کې هم د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه ازبکي ژبه لرې کړې وه.

د طالبانو دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شو او د دې ډلې چارواکي تر یوې مودې وروسته اړ شول، چې ازبکي ژبه بېرته د دې پوهنتون په لوحه کې شامله کړي.

د طالبانو د جمعې ورځې لیکلې خطبه؛ د امیر له حکم څخه نافرماني په ټولنه کې فساد زیږوي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د طالبانو پر تګلارو د ځینو طالب چارواکو او په ځانګړې توګه د سراج‌الدین حقاني له نیوکو وروسته طالبانو د هبت‌الله اخوندزاده د ځای ځایګي د تثبیت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي. طالبانو د جمعې ورځې د خطبې یوه برخه د امیر حکم او نافرمانۍ ته ځانګړې کړې وه.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې نن د جمعې ورځې (د مرغومي ۱۲مه) خطبې لپاره یې د ځمکې پر مخ د ډول ډول فسادونو له رامنځه کېدو مخنیوي لپاره ځانګړې کړې وه. د دوی په خبره فساد د ټولنې د پرمختګ مانع ګرځي.

په دې خطبه کې راغلي: «ګناهونه او جرمونه په دوه ډوله دي، چې یو ډول یې یوازې د شخص د تباهۍ او بل ډول یې د شخص او ټولنې دواړو د تباهۍ سبب ګرځي او په ټولنه کې ډول ډول فسادونه رامنځته کوي، چې د ټولنې د پرمختګ مانع ګرځي».

یاد وزارت ویلي، چې کفر او نفاق کول، ګناهونه او جرمونه کول، د حاکم او امیر له حکم او امر څخه نافرماني، اختلاف کول، حرایه او لارې شکول، د منکراتو خپرول او منکراتو ته د خلکو دعوتول، په ځمکه کې جنګونه، جګړې او فتنې را پارول، د خلکو پر حقونو تیری او تجاوز او د نجونو او هلکانو په نکاح کې ځنډ کول هغه کارونه او ګناهونه دي، چې په ټولنه کې ډول ډول فسادونه زیږوي او له امله یې ټولنې ته زیان رسېږي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې یاد موضوعات یې له جزییاتو سره یو ځای د کابل او ټولو ولایتونو جوماتونو ته لېږلي او د جمعې ورځې په خطبه کې بیان شوي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له څه مودې راهیسې د جمعې ورځې خطبې لپاره ځانګړي موضوعات ټاکي او د جوماتونو امامان او خطیبان مجبوروي، چې د یادې ډلې له لوري ورکړل شویو ځانګړو موضوعاتو په اړه بیانونه وکړي.

حقانیه مدرسې ته امنیتي ګواښ؛ د دارالعلوم د کلنۍ دستار بندۍ غونډه وځنډول شوه

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰
•
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د حقانیه مدرسې یو شمېر سرچینو ویلي، چې د امنیتي ګواښونو له امله د حقانیه مدرسې د دستاربندۍ غونډه چې د روانې عیسوي میاشتې په ۸مه نېټه کېدونکې وه ځنډول شوې ده. د حقانیه مدرسې ویاند مولانا یوسف شاه د دستاربندۍ د غونډې د ځنډېدو پخلی کړی دی.

سرچینې وايي، چې د حقانیه مدرسې مشرتابه تېره ورځ خپل منځي غونډه کړې ده او د یادې مدرسې کلنۍ دستاربندي یې ځنډولې ده.

هغه اعلامیه چې د یادې مدرسې له خوا افغانستان انټرنشنل - پښتو ته لېږل شوې ده، پکې د دستاربندۍ غونډې د ځنډېدو علت په پاکستان کې روانه ناامني ښودل شوې ده.

د ۲۰۲۵ کال د فېبروري په ۲۸مه د حقانیه مدرسې پخوانی مهتمم مولانا حامد الحق هم په مدرسه کې په یوې بمي چاودنه کې وژل شوی و.

بل خوا د یادې مدرسې ویاند مولانا یوسف شاه وايي، دا چې د یادې مدرسې کلنۍ ازموینې روانې دي نو ځکه یې د دستار بندۍ غونډه ځنډولې ده.

نوموړي د افغانستان انټرنشنل - پښتو د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا یادې مدرسې ته امنیتي ګواښونه شته، وویل: "د صوبې مجموعي صورتحال خراب دی او د امن و امان مساله موجوده ده".

هغه د پاکستان له پوځي ادارو او سیاسي مشرانو غوښتنه وکړه چې دوی دې د امنیت په مسالې جدي غور وکړي او کوټلي ګامونه دې پورته کړي.

100%

په خیبرپښتونخوا کې څېړونکي او خبریال شمیم شاهد افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د لومړي ځل لپاره د حقانیه مدرسې غونډه د امنیتي ګواښونو له امله ځنډېدلې ده.

نوموړي وویل: " دا وخت د حقانیه مدرسې د انتظامیې او پاکستاني ادارو تر منځ تعلقات تراخه دي".

د شاهد په خبره چې د پښتونخوا پخواني مشر وزیر علي امین ګنډا پور په افغانستان کې د طالبانو سره د خبرو لپاره د جوړ کړي پلاوي مشري د حقانيه مدرسې اوسني مهتمم شیخ الحدیث انور الحق حقاني ته سپارلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخوا اوسنۍ سیاسي اداره د طالبانو په تړاو د پاکستان د پوځ او مرکزي حکومت پالیسي ناسمه بولي.

په پښتونخوا کې د حکومت په بلنه سیاسي ګوندونو او صوبايي چارواکو تېره میاشت په امن جرګه کې یو ځل بیا پر مرکزي حکومت غږ کړی و، چې له طالبانو سره دې روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.

په اکوړه خټک کې حقانیه مدرسه د افغانستان د طالبانو د مشرانو د زده کړو مهم مرکز ګڼل کیږي. د یادې مدرسې د چارواکو په وینا، چې د افغان طالبانو د اوسني مشرتابه سربېره پخوانی مشر ملا محمد عمر او جلال الدین حقاني له یادې مدرسې سره نېږدې اړیکې لرلې.

د دغې مدرسې پخواني وژل شوي مهتمم مولانا سمیع الحق حقاني په خپلو څو مرکو کې افغان طالبان د خپلو شاګردانو په توګه یاد کړي وو.

طالبانو د هلمند امنیه قومندانۍ کې د پخواني حکومت پاتې ۳۰ تنه مسلکي کارمندان له دندو شړلي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د هلمند په امنیه قومندانۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو په یاده قومندانۍ کې د تېر حکومت شاوخوا ۳۰ تنه مسلکي کارمندان له دندو وشړل. ګوښه شوي کسان وايي، دوی د طالبانو د هلمند امنیه قومندان امین الله زبیر په شخصي غوښتنه ګوښه کړای شوي دي.

د طالبانو د هلمند امنیه قومندانۍ د تېر حکومت مسلکي ګوښه شوي کارمندان وايي، چې دوی د امنیه قومندانۍ لوژستیک، جنايي، مخدره مواد، تعلیم او تربیه، پلان اوپراسیون، مخابره، جلب او جزب، مالي، پېژند او نورو مدیریتونو کې کار کاوه.

یو ګوښه شوي کارمند وویل:«تېره چهارشنبه ټولو پخوانیو کارمندانو ته وویل شول، چې له شنبې ورځې وروسته قومندانۍ ته نور مه راځئ.»

د هلمند د طالبانو امنیه قوماندانۍ څخه سرچینو د روان کال د غويي په میاشت کې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ویلي و، چې طالب امنیه قوماندان امین الله زبیر په شخصي غوښتنه د تېر جمهوري حکومت نظامیانو یو لیست برابر کړی او غواړي د تنقیص په پروسه کې يې شامل کړي.

د سرچینو په خبره، د هلمند په امنیه قوماندانۍ کې د تېر حکومت نژدې سل نظامیان په بیلابیلو برخو کې کار کوي.

یادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې اړتیا له مخې د تېر حکومت مامورین په ادارو کې ساتلي خو د ورځو په تېریدو سره خپل د باوړ وړ په ځانګړي ډول ملایان او طالبان په ادارو کې ځای پر ځای کوي.