• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د هلمند امنیه قومندانۍ کې د پخواني حکومت پاتې ۳۰ تنه مسلکي کارمندان له دندو شړلي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د هلمند په امنیه قومندانۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو په یاده قومندانۍ کې د تېر حکومت شاوخوا ۳۰ تنه مسلکي کارمندان له دندو وشړل. ګوښه شوي کسان وايي، دوی د طالبانو د هلمند امنیه قومندان امین الله زبیر په شخصي غوښتنه ګوښه کړای شوي دي.

د طالبانو د هلمند امنیه قومندانۍ د تېر حکومت مسلکي ګوښه شوي کارمندان وايي، چې دوی د امنیه قومندانۍ لوژستیک، جنايي، مخدره مواد، تعلیم او تربیه، پلان اوپراسیون، مخابره، جلب او جزب، مالي، پېژند او نورو مدیریتونو کې کار کاوه.

یو ګوښه شوي کارمند وویل:«تېره چهارشنبه ټولو پخوانیو کارمندانو ته وویل شول، چې له شنبې ورځې وروسته قومندانۍ ته نور مه راځئ.»

د هلمند د طالبانو امنیه قوماندانۍ څخه سرچینو د روان کال د غويي په میاشت کې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ویلي و، چې طالب امنیه قوماندان امین الله زبیر په شخصي غوښتنه د تېر جمهوري حکومت نظامیانو یو لیست برابر کړی او غواړي د تنقیص په پروسه کې يې شامل کړي.

د سرچینو په خبره، د هلمند په امنیه قوماندانۍ کې د تېر حکومت نژدې سل نظامیان په بیلابیلو برخو کې کار کوي.

یادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې اړتیا له مخې د تېر حکومت مامورین په ادارو کې ساتلي خو د ورځو په تېریدو سره خپل د باوړ وړ په ځانګړي ډول ملایان او طالبان په ادارو کې ځای پر ځای کوي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۵

د جماعت‌الاحرار ډلې له ټي‌ټي‌پي څخه د جلا کېدو او خپلواک فعالیت پیلولو اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې پولیسو ۳۲ افغان کډوال د فاضله موادو په یوه ټانکر کې نیولي دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۴ GMT+۰
د ترکیې پولیسو ۳۲ افغان کډوال د فاضله موادو په یوه ټانکر کې نیولي دي
100%

د ترکیې د دیاربکر ښار پولیسو ۳۲ افغان کډوال چې د فاضله موادو د یوه ټانکر په پټو برخو کې پټ شوي وو، پېژندلي او نیولي دي. پولیسو پنځه کسان د انساني قاچاق د تنظیم کولو په تور هم نیولي دي.

د دیاربکر ښار پولیسو د جمعې په ورځ، د مرغومي پر ۱۲مه د عملیاتو په جریان کې یو موټر او د هغې سره تړلي د فاضله موادو یو شکمن ټانکر ودراوه.

د څېړونو په جریان کې پولیسو وموندله چې غیرقانوني افغان کډوال د ټانکر دننه په جوړو شوو پټو برخو کې پټ وو.

ترکي پولیسو افغان کډوال له ټانکر څخه را واېستل او د طبي معایناتو او اداري پروسیجرونو بشپړولو وروسته یې د بهرنیو وګړو د ستنیدو مرکز ته لېږلي دي.

د ترکیې په مختلفو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو پروسه دوام لري.

د مرغومي په لومړیو کې د ترکیې د کډوالو بورډ اعلان وکړ، چې په تیر کال کې له ۱۵۲ زره څخه ډیر بې اسناده پناه غوښتونکي چې ۴۲ زره افغانان هم پکې شامل دي نیول شوي دي.

د ادارې د احصایو له مخې افغانان د ترکیې د حکومت لخوا د نیول شویو کډوالو په نوملړ کې لومړی ځای لري.

هندي رسنۍ: یو افغان وګړی د سفر جعلي اسنادو د کارولو تور نیول شوی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۰ GMT+۰
هندي رسنۍ: یو افغان وګړی د سفر جعلي اسنادو د کارولو تور نیول شوی
100%

هندي رسنیو د دغه هېواد د کډوالو چارو د ادارې له قوله راپور ورکړی، چې یو افغان وګړی یې د سفر د جعلي اسنادو کارولو په تور په چندیګړ کې د «بګت سینګ» په نړیوال هوايي ډګر کې نیول دی.

هندي رسنیو د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې دغه کس د چهارشنبې په ورځ د مسافرینو د اسنادو د څېړنې پر مهال د کډوالو په برخه کې وپیژندل شو.

هندي رسنۍ وایي چې نیول شوی کس محمد نصیر نومېږي او غوښتل یې د هندي جعلي پاسپورټ په کارولو سره د اینډیګو هوايي شرکت له الوتکې د چندیګر څخه ابوظبي ته سفر وکړي.

چارواکي وايي، نوموړي ځان د اسام ایالت اوسېدونکی ښودلی و، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د افغانستان تابعیت لري.

همدارنګه مالومه شوې چې د کلکتې د بهرنیانو د ثبت سیمیزې ادارې لارښوونو پر بنسټ، مخکې له مخکې د هغه په اړه د څارنې امر هم صادر شوی و.

څېړنو ښودلې چې هغه د ۲۰۱۹کال د اکتوبر په ۱۰مه د جعلي هویت سره هند ته داخل شوی او له ځان سره یې د افغانستان پاسپورټ هم درلود چې ضبط شوی دی.

پولیس وايي، څېړنې روانې دي تر څو معلومه کړي چې جعلي اسناد څنګه جوړ شوي او ایا د دې قضیې شاته یوه لویه شبکه شته که نه. همدارنګه فني ټیمونه د اړیکو د تعقیب او نورو احتمالي شریکانو د پیژندنې لپاره ګومارل شوي دي.

سندونه: شهاب الدین دلاور د سرې میاشتې ټولنې په ۲۲ بستونو کې خپلوان او خپل نژدې کسان ګمارلي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۷ GMT+۰
•
عبدالحق عمري
سندونه: شهاب الدین دلاور د سرې میاشتې ټولنې په ۲۲ بستونو کې خپلوان او خپل نژدې کسان ګمارلي
100%

د طالبانو د سرې میاشتې په ټولنه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د یادې ادارې مشر شهاب الدین دلاور په ۲۲ بېلابېلو بستونو کې خپلوان او خپل نژدې کسان ګمارلي دي. د دلاور له خوا په ترسره شویو ګمارنو کې په لومړی او دوهمو بستونو کې سلاکاران او امرین هم ټاکل شوي.

د طالبانو په سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین دلاور له خوا زیاتره ګمارنې له یوه ولایت څخه شوي دي، چې ځيني یې د دغه ادارې په صادر شویو مکتوبونو کې روښانه کېږي.

100%

په دې ډله کې د کندهار ولایت د سرې میاشتې ټولنې د کارکوونکو چارو رئیس حافظ محمد مدنی لرې او پر ځای یې د لوګر ولایت اوسېدونکی شفیق الله امیني ټاکل شوی دی.
په دې ګمارنو کې د ننګرهار ولایت د سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو اړیکو رییس غلام حبیب حسام لرې شوی او پر ځای د لوګر ولایت اوسېدونکی زرخان احمدزی ټاکل شوی دی.
د کابل ولایت د سرې میاشتې ټولنې د صحی چارو رییس فیصل احمدزی لرې او پرځای یې د لوګر ولایت اوسېدونکی عبدالله عرفان ګمارل شوی دی.
د بامیانو ولایت د سرې میاشتې ټولنې د حوادثو رییس محمد صالح اخندزاده لرې شوی او پرځای یې د لوګر یو اوسیدونکی ټاکل شوی دی.
د تخار ولایت د سرې میاشتې ټولنې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال عبدالطیف ثابت پرځای د لوګر ولایت اوسیدونکی روح الله وګمارل شوی دی.
د بغلان ولایت د سری میاشتی د قلبی شفاخانی رییس جان محمد موسی زی پرځای د لوګر ولایت اوسیدونکی فضل ټاکل شوی دی.

100%


د سرې میاشتې ټولنې د صحی ریاست عملیاتی امر عبدالحی جلیلی ګوښه او پرځای یې د لوګر ولایت لعل محمد احمدزی و ټاکل شو.
د کاپیسا ولایت د سرې میاشتې ټولنې د سوانحو امر لطف الرحمن منصور لرې او پرځای یې د لوګر اوسیدونکی عبدالبر ګمارل شوی دی.
د لغمان ولایت د سرې میاشتې ټولنې د ظرفیت لوړونی امر استاد جلیل یوسفزی لرې او پرځای یې د لوګر ولایت اوسیدونکی عبدالعلیم احمدزی ټاکلی دی.

100%

د طالبانو په سرې میاشتې ټولنه کې سرچینو وویل، چې په ځینو ټاکنو کې د طالبانو د سرې میاشتې عمومي مشر شهاب دلاور د زامنو په مستقیمې مداخلې له مخې هم ګمارنې شوي دي.

100%

تیره ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو د سندونو له مخې راپور خپور ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین دلاور د خپلې لور خسر «مولوي حفیظ الله» په سره میاشت ټولنه کې په لومړی بست کې د خپل مشاور په توګه ټاکلی دی. سرچینې وايي، چې مولوي حفیظ الله د سرې میاشتې د قراردادونو په فساد کې پراخ لاس لري.

د روان کال د مرغومي پر ۲مه افغانستان انټرنشنل - پښتو داسې سندونه ترلاسه کړل، چې له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین لاور خپل زوم شکرالله شاکر په خپله اداره کې د یوه کال په موده کې څوځله پر بېلابېلو څوکیو ګومارلی دی. په یوه مکتوب کې لیدل کیږي چې شکرالله شاکر ځان پخپله د خپل خسر د دفتر رییس ټاکلی دی.

له وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو سندونو کې ښودل شوې، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارت څخه بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوۍ او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».

په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي»

د یادونې وړ ده، چې د څو پرلپسې راپورونو خپرېدو سره لاتروسه د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور کوم غبرګون نه دی ښودلی.

100%


اصف دراني: افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د«ډبرو دورې»پر لور روان دی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۰
اصف دراني: افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د«ډبرو دورې»پر لور روان دی
100%

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی استازی اصف درانی وایي، چې د طالبانو واکمني د افغانستان د پخوانیو واکمنو له کړنو سره کوم بنسټیز توپیر نه لري او دا هېواد د طالبانو تر واک لاندې د «ډبرو دورې» پر لور روان دی.

اصف دراني د جمعې په ورځ، د مرغومي ۱۲مه، پر ایکس خواله رسنۍ ویلي: «د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ډبرین عصر پر لور روان دی. ښځې بې‌سواده پرېښودل شوې دي، داسې ښکاري لکه شتون یې چې هېڅ ارزښت ونه لري.»

نوموړي د افغانستان د پخواني حکومت پر چارواکو هم نیوکه کړې او لیکلي یې دي، چې «سلګونه پخواني قومندانان او چارواکي، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې هېواد وران کړ، اوس په هوسا ژوند کې شپې سبا کوي.»

اصف دراني زیاته کړې، چې د پاکستان هر اقدام د افغانانو له لوري له طعنو، ملامتیو او نیوکو سره مخ کېږي. هغه طالبانو ته په خطاب کې لیکلي: «سړی حیران پاتې کېږي چې دا د کوم ډول اسلام استازیتوب کوئ. خدای دې پر افغانستان رحم وکړي.»

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر دې وړاندې هم د نښتو، سوداګریزو لارو د تړل کېدو او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د درېدو له امله ترینګلې شوې وې، چې دا مهال د دواړو لورو اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

اصف دراني تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په پاکستان کې هېڅوک د «طالبانو اسلام» نه غواړي او دا ډول تفکر د سیمې لپاره د منلو وړ نه دی.

په تخار کې ځايي اوسېدونکو د طالبانو اړوند د سرو زرو د استخراج له شرکت سره نښته کړې

۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۰ GMT+۰
په تخار کې ځايي اوسېدونکو د طالبانو اړوند د سرو زرو د استخراج له شرکت سره نښته کړې
100%

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن د جمعې په ورځ د تخار ولایت، چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکو له هغو طالبانو سره نښته کړې، چې د سرو زرو د استخراج لپاره سیمې ته ورغلي وو. سرچینې زیاتوي، په نښته کې د دواړو خواوو څو کسان ټپیان شوي هم دي.

په یوه ویډیو کې چې افغانستان انټرنیشنل ته رسېدلې، د خلکو یوه ډله لیدل کېږي، چې پر طالبانو د ډبرو ګوزارنه کوي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

په ویډیو کې ښکاري چې له ډزو وروسته ځایی خلک له سیمې څخه تښتي.

په ویډیو کې د سرو زرو د کان کیندنې شرکت وسلوال هم ښودل کېږي، چې په درنو تجهیزاتو سمبال دي.