
په تخار او بدخشان ولایتونو کې ځايي سرچینې وایي، چې په تېره یوه میاشت کې درې تنه د اسماعیلیه مذهب پیروان د وسلهوالو کسانو له لوري په دغو دوو ولایتونو کې وژل شوي دي. وروستۍ پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې په کې یو تن د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې ووژل شو.
سرچینې زیاتوي، دوه ورځې وړاندې هم یو کس د خپلې کورنۍ په وړاندې په ډزو وژل شوی وه.
سرچینو د جمعې په ورځ د (مرغومې ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې محمدشاه د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی د اسماعیلیه مذهب پیرو او په دې ولایت کې د یوه خصوصي دفتر کارکوونکی و چې د پنجشنبې په ورځ د (مرغومې ۱۱مه) د فیضاباد ښار دشتقرغ په سیمه کې پرې د وسلهوالو کسانو له لوري برید وشو.
د عیني شاهدانو په وینا، هغه د نانوایۍ څخه د راستنېدو پر مهال په ډزو ووژل شو.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، د اسماعیلیه مذهب یو بل پیرو چې خدایداد نومېده له دې پېښې دوه ورځې وړاندې د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ کې د خپلې مېرمنې او اولادونو تر مخ په ډزو ووژل شو.
ځايي سرچینې وایي، چې خدایداد د غلام ناصر په نوم د هغه کس خپلوان و چې شاوخوا شل ورځې وړاندې وروسته له هغې ووژل شو چې د ورسج ولسوالۍ د طالبانو د استخباراتو له پخواني مدیر زاهدالله سره د سرو زرو د لټون لپاره تللی و.
د غلام ناصر له وژل کېدو وروسته، خدایداد د زاهدالله پر ضد دعوه ثبت کړه، خو دوه ورځې وړاندې خپله دی هم ووژل شو. ځايي سرچینې طالبان په دغو وژنو تورنوي. طالبانو تر اوسه پورې د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.