• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین په خارسوف ښار کې د روسیې توغندیز برید دوه تنه وژلي او ۱۹ نور یې ټپيان کړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۰

د اوکراین خارسوف سیمه‌ییز چارواکي وايي، د روسیې ځواکونو د جنورۍ په دویمه د ښار په استوګنیزه سیمه توغندي ویشتلي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۹ نور ټپیان دي چې په ټپیانو کې یو شپږمیاشتنی ماشوم هم شته.

د چارواکو په وینا، د برید له امله یوه پنځه منزله اپارتمان بشپړ نړیدلی، سوداګریز مرکز، موټرونه، ټرافيکي نښانونه او برښنا کرښې هم اغېزمنې شوې دي.

د دوی په وینا، د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او امکان شته چې نور قربانیان د خارو لاندې پاتې وي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د ټپيانو له ډلې ۱۶ تنه روغتون ته انتقال شوي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

مجاهد: د پاکستان پوځ کې ځانګړې کړۍ د سترو قدرتونو په لمسون د افغانستان پر ضد جګړه مخته وړي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د پاکستان په پوځ کې ځینې ځانګړې کړۍ د سترو قدرتونو په پارونه هڅه کوي له افغانستان سره جګړه پر مخ یوسي. هغه ټینګار کوي چې نه به د دې کړۍ د پردیو د وسیلې په توګه دا هڅې بریالۍ شي او نه به هم د طالبانو په نظام کې نفوذ پیدا کړي.

ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون چې اوس ددغه ډلې تر واک لاندې دی، په یوه مرکه کې ویلي، د پاکستان د پوځ دننه ځینو کړیو پخوا داسې تبلیغات کول چې ګواکې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې دي او باید د دوی تابع پاتې شي.

نوموړي وویل: «کله چې طالبانو مذاکرات بریالي کړل او خپلواک نظام یې جوړ کړ، هماغو کړیو د طالبانو پر ضد دسیسې پیل کړې».

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې د پاکستان په پوځ کې دغه ځانګړې کړۍ به ونه توانېږي چې د پردیو د ګټو لپاره د افغانستان پر ضد وسیله وګرځي. د هغه په وینا، دا کړۍ نه شي کولای د طالبانو په نظام کې نفوذ پیدا کړي او نه به د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې بریالۍ شي.

مجاهد د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په اړه وویل، دا د پاکستان داخلي ستونزه ده او افغانستان ورسره تړاو نه لري. هغه زیاته کړه، ټي ټي پي «په پاکستان کې مرکزونه، د قومندې ځایونه او تر نفوذ لاندې سیمې لري، نو اړتیا نه شته چې افغانستان ته راشي».

نوموړي یو ځل بیا د طالبانو پر دریځ ټینګار وکړ چې «دوی ژمن دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي».

د داعش ډلې په اړه، د طالبانو ویاند وویل چې دا ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده. د هغه په وینا، داعش پخوا حتا په کابل کې مرکزونه لرل، خو اوس «طالبان توانېدلي چې دا ډله په بشپړه توګه له منځه یوسي».

ذبیح‌الله مجاهد همداراز زیاته کړه چې د وخت په تېرېدو به په هېواد کې امنیت لا ښه شي او د افغانستان د صادراتو کچه به هم لوړه شي.

تېره یوه میاشت په تخار او بدخشان کې د اسماعیليه مذهب درې تنه پیروان وژل شوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۹ GMT+۰

په تخار او بدخشان ولایتونو کې ځايي سرچینې وایي، چې په تېره یوه میاشت کې درې تنه د اسماعیلیه مذهب پیروان د وسله‌والو کسانو له لوري په دغو دوو ولایتونو کې وژل شوي دي. وروستۍ پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې په کې یو تن د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې ووژل شو.

سرچینې زیاتوي، دوه ورځې وړاندې هم یو کس د خپلې کورنۍ په وړاندې په ډزو وژل شوی وه.

سرچینو د جمعې په ورځ د (مرغومې ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې محمدشاه د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی د اسماعیلیه مذهب پیرو او په دې ولایت کې د یوه خصوصي دفتر کارکوونکی و چې د پنجشنبې په ورځ د (مرغومې ۱۱مه) د فیض‌اباد ښار دشت‌قرغ په سیمه کې پرې د وسله‌والو کسانو له لوري برید وشو.

د عیني شاهدانو په وینا، هغه د نانوایۍ څخه د راستنېدو پر مهال په ډزو ووژل شو.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، د اسماعیلیه مذهب یو بل پیرو چې خدایداد نومېده له دې پېښې دوه ورځې وړاندې د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ کې د خپلې مېرمنې او اولادونو تر مخ په ډزو ووژل شو.

ځايي سرچینې وایي، چې خدایداد د غلام ناصر په نوم د هغه کس خپلوان و چې شاوخوا شل ورځې وړاندې وروسته له هغې ووژل شو چې د ورسج ولسوالۍ د طالبانو د استخباراتو له پخواني مدیر زاهدالله سره د سرو زرو د لټون لپاره تللی و.

د غلام ناصر له وژل کېدو وروسته، خدایداد د زاهدالله پر ضد دعوه ثبت کړه، خو دوه ورځې وړاندې خپله دی هم ووژل شو. ځايي سرچینې طالبان په دغو وژنو تورنوي. طالبانو تر اوسه پورې د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

په ایران کې په روانو اعتراضونو کې تر اوسه ۴۴ معترضین ټپيان شوي دي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۵۸ GMT+۰

د ایران انټرنشنل د ارزونو له‌مخې، په ایران په تېرو شپږو ورځو اعتراضونو کې لږ تر لږه ۴۴ معترضین د ایراني ځواکونو په جنګي او ساچمه‌يي مرمیو سره ټپیان شوي دي. له دې سربېره لسګونه نور معترضین بیا د امنیتي ځواکونو له لوري په وهلو ډبولو سره ژوبل شوي دي.

په دغه شمېر کې یوازې هغه ټپيان شامل دي چې ایران انټرنشنل له ارزونو، له معترضینو او کورنیو سره یې تر خبرو وروسته مستند شوي دي. دغه شمېر په یادو اعتراضونو کې ټول ټپيان نه‌رانغاړي.

د اطلاعاتو له‌مخې، د ټپيانو عمرونه هم تر ډېره له ۱۴ تر ۳۵ کلونو دي او د امنیتي ځواکونو له لوري وهل شوي کسان بیا له ۱۵ تر ۴۰ کلونو عمرونه لري.

ډېری دغه کسان هم په ازنا، فولاد شهر، کوار، کوهدشت، لردګان، مرودشت او نوراباد لرستان کې ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې د هلکانو په ګډون نجونې زده‌کوونکې هم لیدل کېږي او د امنیتي ځواکونو له لوري د ځينو معترضینو غاښونه هم مات شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، ځينې دغه ټپيان او ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، خو ځينې نور یې بیا مخامخ زندانونو ته انتقال شوي دي.

له دې سره سم، یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه‌خپرېدو په شرط ایران انټرنشنل ته ویلي، د مرغومي له اوومې تر ۱۲مې څه باندې ۷۶ معترضین نیول شوي او «اوین» زندان ته انتقال شوي دي.

سعودي عربستان د یمن په غوښتنه د سویلي برخې د مسالې حل لپاره غونډه جوړوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۰

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا د مشر په غوښتنه د دغه هېواد د سویلي برخې د مسالې د عادلانه حل لارو د موندولو په موخه د ټولو ښکېلو ډلو ترمنځ غونډه جوړوي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) ویلي، چې دغه غوښتنه د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر ډاکټر رشاد العلیمي کړې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې د همدې غونډې د جوړېدو نېټه نه‌ده اعلان شوې او دا هم لا روښانه نه‌ده، چې د دې ډلو تر منځ به دغه غونډه څه وخت تر سره شي.

سعودي د دې غوښتنې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده: «د سویلي برخې له ټولو ډلو غواړو چې په فعاله توګه په دې غونډه کې ګډون وکړي، څو د سویلي برخې د مسالې د عادلانه حل لپاره هر اړخیزه طرحه جوړه شي».

سعودي یو ځل بیا د یمن د امنیت او ثبات د پياوړتیا ملاتړ کړی دی.

د راپورونو له‌مخې، په سوېلي یمن کې د بېلتون‌پالو ځواکونو او سیمه‌ییزو لورو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د ځینو سرچینو پر بنسټ، سعودي عربستان په یادو سیمو کې د خبرداري په ډول هوايي بریدونه هم کړي دي.

شهزاده رضا پهلوي د لاریونوالو له لوري د تهران او لویو ښارونو د سړکونو د نیولو غوښتنه وکړه

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۰

شهزاده رضا پهلوي په ایران کې د لاریونونو په تړاو په یوه پیغام کې له معترضینو وغوښتل، چې په میلیونونه کسان باید په تهران او نورو لویو ښارونو کې له خپلو کورونو راووځي او سړکونه ونیسي. له شپږو ورځو راهیسې په ایران کې د اقتصادي مسایلو له امله لاریونونه روان دي.

رضا پهلوي د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، ایران هڅه کوي په تهران کې د لاریونونو مخه ونیسي، ځکه په وینا یې ایراني چارواکي ښه پوهېږي چې د تهران او لویو ښارونو د سړکونو نیول به د دوی د واکمنۍ د سقوط بهیر چټک کړي.

شهزاده رضا پهلوي زیاته کړې، چې د ایران پر اوسنۍ واکمنۍ د بریا لپاره یوازې یوه لار شته هغه هم دا چې په میلیونونه خلک په یوه وخت کې د ښار ټولو برخو ته راووځي او ورسره جوخت مهمې لارې بندې کړي.

هغه زیاته کړې: «د دې کار د عملي کېدو لپاره، لومړی باید ټول پر خپلو وېرو برلاسي شو او پوه شو، که سړکونه ونیسو، رژیم به د ځپلو توان او اراده له لاسه ورکړي».

شهزاده رضا پهلوي له ایرانیانو غوښتي، چې د ملګرو او د کورنۍ د غړو په ګډون په کوچنیو او منسجمو ډلو کې له خپلو نږدې استوګنځایونو څخه راووځي، یو بل ومومي او بیا د ښار مرکزي سړکونو ته وخوځېږي.

هغه وویل، چې د میلیونونو کسانو په راټولېدو سره به د ایران «ظالم ځواکونه» د مقاومت توان له لاسه ورکړي، ډېر به شاتګ وکړي او یو شمېر به له خلکو سره یوځای شي. هغه زیاته کړه: «د تهران او لویو ښارونو د سړکونو نیول یو حیاتي ګام دی او د هغو خلکو د زړورتیا بشپړوونکی دی، چې په کوچنیو ښارونو کې د ظالم ځواکونو پر وړاندې ولاړ دي».

د ویلو ده، چې په ایران کې له شپږو ورځو راهیسې د اقتصادي مسایلو او په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د رالوېدو له امله لاریونونه روان دي.