امریکا له خپلو وګړو څخه غوښتي چې سمدلاسه له وینزویلا ووځي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینزویلا کې میشتو امریکایی وګړو ته په کلکه سپارښتنه کړې چې سمدلاسه له دغه هیواد څخه ووځي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینزویلا کې میشتو امریکایی وګړو ته په کلکه سپارښتنه کړې چې سمدلاسه له دغه هیواد څخه ووځي.
امریکا په وینزویلا کې د غیرقانوني توقیف، شکنجې، ترهګرۍ، تښتونې او د سیمه ییزو قوانینو په خپل سر پلي کولو د لوړ ګواښ له امله دا خبرتیا صادر کړی ده.
څو شېبې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې امریکایي ځواکونو په وینزویلا کې پراخ عملیات ترسره کړي دي، او د دغو عملیاتو په ترڅ کې ولسمشر نیکولاس مادورو او مېرمن یې نیول شوي او له وینزویلا څخه لیږدول شوي دي. ډونالډ ټرمپ وویل چې ډیر ژر به په دې اړه نور جزییات خپاره شي.


د طالبانو مشر هبتالله اخونزاده د یوه نوي فرمان په صادرولو سره یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، څو له هغو کړنو ډډه وکړي چې د دوی ترمنځ د بېباورۍ فضا رامنځته کوي. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د یو بل په چارو کې له مداخلې څخه ځانونه وساتي.
د شنبې په ورځ د (مرغومې ۱۳مه) طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا هبت الله ۱۴ نوي فرمانونه صادر کړي دي. د اعلامیې له مخې، په دوو فرمانونو کې په ځانګړي ډول د خپلمنځي باور او اعتماد پر پیاوړتیا ټینګار شوی او په بل فرمان کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې د یو بل په چارو کې مداخله ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خپلو ولایتي سفرونو پر مهال په غیرمستقیم ډول د دې ډلې د مشر پر کړنو او چلند نیوکې کړې وې او د کندهاري طالبانو سخت غبرګونونه یې راپارولي وو. هغوی دغه څرګندونې د امیر په چارو کې لاسوهنه بللې وه.
بلخوا، شنونکي په دې باور دي چې په ایران کې د اخوندانو پر ضد ولسي پاڅون د طالبانو د اندېښنو او وېرو سبب شوی او له همدې امله یې د یووالي او اتفاق د ټینګښت هڅې بیا پیل کړې دي.
په ورته وخت کې، د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو او ډلبندیو راپورونه په وار وار خپاره شوي دي.

د سيبياېس ټلوېزیوني شبکې یو خبریال ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په وینزویلا کې د پوځي تاسیساتو په ګډون پر یو شمېر اهدافو د برید امر ورکړی. بل خوا ددغه امر په غبرګون کې د وینزوئلا حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د سيبياېس خبریال د اېکس له لارې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په وینزویلا کې د بریدونو د ترسره کېدو لارښوونه کړې ده. د راپور له مخې، یاد بریدونه د وینزویلا د پلازمېنې کاراکاس په ګډون پر ځینو مهمو هدفونو متمرکز دي.
ورته مهال، د وینزویلا حکومت ویلي چې ولسمشر نیکولاس مادورو د «ملي بېړني حالت» اعلان کړی او د امریکا وروستي اقدامات یې غندلي دي. د کاراکاس چارواکو ادعا کړې چې واشنګټن به د وینزویلا د طبیعي سرچینو په نیولو بریالی نه شي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د شنبې سهار د ځایي وخت له مخې، په کاراکاس کې لږ تر لږه د ۷چاودنو غږونه اورېدل شوي او د ټیټې ارتفاع الوتکو د الوتنې غږونه هم ثبت شوي دي.
تر اوسه د امریکا له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوې.

د طالبانو شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، د تېر ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې یې په ټول هېواد کې له شپږ سوو زرو څخه زیاتو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو لپاره ۱۲ مېلیارده او پنځه سوه مېلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې.
ددغه وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد په کچه د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ لپاره پراخ مالي پروګرام پلی شوی چې له مخې یې څه باندې ۶ لکه مستحق کسان تر پوښښ لاندې راغلي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، هر یتیم او کونډې ته په میاشتني ډول ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي، چې موخه یې د یاد قشر د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د ژوندانه د ستونزو کمول بلل شوي دي.
یاد وزارت وایي، دغه مرستې د ټولنیز ملاتړ د پالیسیو په چوکاټ کې تنظیم شوې او هڅه کېږي چې مرستې مستحقو کسانو ته په منظم او شفاف ډول ورسېږي.

د طالبانو حکومت وايي، په ۲۰۲۵ کال کې ۳۵۲۲۸ تنه په نشهیي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي، خو څېړونکي او فعالان وايي، دا هڅې یوازې د بېکارۍ او فقر د ستونزو لنډمهاله حل دی او د روږدو د ستونزو ریښې لهمنځه نه وړي.
د طالبانو د عامې روغتیا ادارې راپورونه ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې پروسه روانه وه او ۳۵۲۲۸ تنه روغ شوي او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي.
په ورته وخت کې، په لویو ښارونو کې ۱۰۶۴۴ تنه تثبیت شوي او راټول شوي، چې حکومت هر یوه فقیر ته دوه زره افغانۍ مالي مرسته ورکوي.
خو څېړونکي ټینګار کوي چې دغه اقدامات د روږدو کسانو د ستونزو لنډمهاله حلونه دي او د بېکارۍ، فقر او اقتصادي محرومیت له امله خلک بیا ژر نشهیي توکو ته مخه کوي.
د فعالانو په وینا، که د نشهیي توکو د روږدو کسانو درملنه یوازې د درملنې او مالي مرستو پورې محدوده وي، دا کار د ټولنې لپاره دوامداره حل نه ګڼل کېږي او د بېکاري اساسي لامل پاتې کېږي.

له امریکا سره د وروستېو ترینګلتیا وروسته، رسنیو د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د چاودنې د غږ او د لوګي د پورته کېدو خبر ورکړی دی. رویټرز راپور ورکړی، چې د شنبې ورځ د (مرغومې ۱۳مه) د وینزویلا په پلازمېنه کې د الوتکو د الوتنو غږونه اورېدل شوي او په کاراکاس کې لوګي هم لیدل شوي.
شاهدانو رویټرز ته ویلي چې د شنبې سهار وختي کاراکاس کې د الوتکو لوړ غږونه اوریدل شوي او همداراز لږ تر لږه د لوګي یوه نښه هم لیدل شوې ده.راپورونه وایي، چې د کاراکاس په جنوبي سیمه کې یوې سترې پوځي اډې ته نږدې برېښنا هم پرې شوې.
فاکس نیوز راپور ورکړی چې د وینزویلا په پلازمېنه کې ۷چاودنې شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرغومې په ۸مه اعلان وکړ چې وینزویلا کې یې پر یوه بندر برید کړی او هلته یې د نشهيي توکو د لېږد لپاره باریدونکې کښتۍ په نښه کړي. دا د امریکا له لوري د وینزویلا پر خاوره لومړنی اعلان شوی برید و چې موخه یې د نیکولاس مادورو حکومت تر فشار لاندې راوستل او له واکه لرې کول بلل شوي دي.
کله چې له ټرمپ وپوښتل شول، چې ایا دا برید د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې(سيآیاې) ترسره کړی، هغه وویل: «نه غواړم په دې اړه څه ووایم».
ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې سيآیاې ته اجازه یې ورکړې، څو په وینزویلا کې پټ عملیات ترسره کړي. هغه تېره اوونۍ هم په یوه راډیويي مرکه کې په مبهم ډول د «وینزویلا پر یوه ستر تاسیساتي مرکز د امریکا د برید» یادونه کړې وه.
د راپور تر لیکلو پورې، د وینزویلا چارواکو په کاراکاس کې د چاودنو او د الوتکو د الوتنې په اړه څه نه دي ویلي.