• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کانګرس غړی: د ظلم پر وړاندې د ایرانیانو زړورتیا د ستایلو وړ ده

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۳ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې ډیموکراټ غړي جاش ګوتهایمر ویلي، ایرانیان نور له خپل حکومت څخه ستړي دي او د بدلون لپاره راپورته شوي. هغه زیاته کړې چې د ایران ولس د حکومت د ظالمانه کړنو پر وړاندې په مېړانه مبارزه کوي.

ګوتهایمر دغه څرګندونې پر خپله اېکس پاڼه کړي او ټینګار یې کړی چې هغه د ایران د خلکو زړورتیا او مقاومت ستایي او د بدلون غوښتنې ملاتړ یې کوي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې که د ایران حکومت پر سوله‌ییزو لاریونوالو ډزې وکړي او هغوی په تاوتریخوالي سره ووژني؛ نو امریکا به د دغو معترضینو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

تېره یوه میاشت په تخار او بدخشان کې د اسماعیليه مذهب درې تنه پیروان وژل شوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۹ GMT+۰
100%

په تخار او بدخشان ولایتونو کې ځايي سرچینې وایي، چې په تېره یوه میاشت کې درې تنه د اسماعیلیه مذهب پیروان د وسله‌والو کسانو له لوري په دغو دوو ولایتونو کې وژل شوي دي. وروستۍ پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې په کې یو تن د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې ووژل شو.

سرچینې زیاتوي، دوه ورځې وړاندې هم یو کس د خپلې کورنۍ په وړاندې په ډزو وژل شوی وه.

سرچینو د جمعې په ورځ د (مرغومې ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې محمدشاه د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی د اسماعیلیه مذهب پیرو او په دې ولایت کې د یوه خصوصي دفتر کارکوونکی و چې د پنجشنبې په ورځ د (مرغومې ۱۱مه) د فیض‌اباد ښار دشت‌قرغ په سیمه کې پرې د وسله‌والو کسانو له لوري برید وشو.

د عیني شاهدانو په وینا، هغه د نانوایۍ څخه د راستنېدو پر مهال په ډزو ووژل شو.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، د اسماعیلیه مذهب یو بل پیرو چې خدایداد نومېده له دې پېښې دوه ورځې وړاندې د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ کې د خپلې مېرمنې او اولادونو تر مخ په ډزو ووژل شو.

ځايي سرچینې وایي، چې خدایداد د غلام ناصر په نوم د هغه کس خپلوان و چې شاوخوا شل ورځې وړاندې وروسته له هغې ووژل شو چې د ورسج ولسوالۍ د طالبانو د استخباراتو له پخواني مدیر زاهدالله سره د سرو زرو د لټون لپاره تللی و.

د غلام ناصر له وژل کېدو وروسته، خدایداد د زاهدالله پر ضد دعوه ثبت کړه، خو دوه ورځې وړاندې خپله دی هم ووژل شو. ځايي سرچینې طالبان په دغو وژنو تورنوي. طالبانو تر اوسه پورې د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

په ایران کې په روانو اعتراضونو کې تر اوسه ۴۴ معترضین ټپيان شوي دي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۵۸ GMT+۰
100%

د ایران انټرنشنل د ارزونو له‌مخې، په ایران په تېرو شپږو ورځو اعتراضونو کې لږ تر لږه ۴۴ معترضین د ایراني ځواکونو په جنګي او ساچمه‌يي مرمیو سره ټپیان شوي دي. له دې سربېره لسګونه نور معترضین بیا د امنیتي ځواکونو له لوري په وهلو ډبولو سره ژوبل شوي دي.

په دغه شمېر کې یوازې هغه ټپيان شامل دي چې ایران انټرنشنل له ارزونو، له معترضینو او کورنیو سره یې تر خبرو وروسته مستند شوي دي. دغه شمېر په یادو اعتراضونو کې ټول ټپيان نه‌رانغاړي.

د اطلاعاتو له‌مخې، د ټپيانو عمرونه هم تر ډېره له ۱۴ تر ۳۵ کلونو دي او د امنیتي ځواکونو له لوري وهل شوي کسان بیا له ۱۵ تر ۴۰ کلونو عمرونه لري.

ډېری دغه کسان هم په ازنا، فولاد شهر، کوار، کوهدشت، لردګان، مرودشت او نوراباد لرستان کې ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې د هلکانو په ګډون نجونې زده‌کوونکې هم لیدل کېږي او د امنیتي ځواکونو له لوري د ځينو معترضینو غاښونه هم مات شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، ځينې دغه ټپيان او ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، خو ځينې نور یې بیا مخامخ زندانونو ته انتقال شوي دي.

له دې سره سم، یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه‌خپرېدو په شرط ایران انټرنشنل ته ویلي، د مرغومي له اوومې تر ۱۲مې څه باندې ۷۶ معترضین نیول شوي او «اوین» زندان ته انتقال شوي دي.

سعودي عربستان د یمن په غوښتنه د سویلي برخې د مسالې حل لپاره غونډه جوړوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۰
100%

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا د مشر په غوښتنه د دغه هېواد د سویلي برخې د مسالې د عادلانه حل لارو د موندولو په موخه د ټولو ښکېلو ډلو ترمنځ غونډه جوړوي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) ویلي، چې دغه غوښتنه د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر ډاکټر رشاد العلیمي کړې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې د همدې غونډې د جوړېدو نېټه نه‌ده اعلان شوې او دا هم لا روښانه نه‌ده، چې د دې ډلو تر منځ به دغه غونډه څه وخت تر سره شي.

سعودي د دې غوښتنې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده: «د سویلي برخې له ټولو ډلو غواړو چې په فعاله توګه په دې غونډه کې ګډون وکړي، څو د سویلي برخې د مسالې د عادلانه حل لپاره هر اړخیزه طرحه جوړه شي».

سعودي یو ځل بیا د یمن د امنیت او ثبات د پياوړتیا ملاتړ کړی دی.

د راپورونو له‌مخې، په سوېلي یمن کې د بېلتون‌پالو ځواکونو او سیمه‌ییزو لورو ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د ځینو سرچینو پر بنسټ، سعودي عربستان په یادو سیمو کې د خبرداري په ډول هوايي بریدونه هم کړي دي.

شهزاده رضا پهلوي د لاریونوالو له لوري د تهران او لویو ښارونو د سړکونو د نیولو غوښتنه وکړه

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۰
100%

شهزاده رضا پهلوي په ایران کې د لاریونونو په تړاو په یوه پیغام کې له معترضینو وغوښتل، چې په میلیونونه کسان باید په تهران او نورو لویو ښارونو کې له خپلو کورونو راووځي او سړکونه ونیسي. له شپږو ورځو راهیسې په ایران کې د اقتصادي مسایلو له امله لاریونونه روان دي.

رضا پهلوي د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، ایران هڅه کوي په تهران کې د لاریونونو مخه ونیسي، ځکه په وینا یې ایراني چارواکي ښه پوهېږي چې د تهران او لویو ښارونو د سړکونو نیول به د دوی د واکمنۍ د سقوط بهیر چټک کړي.

شهزاده رضا پهلوي زیاته کړې، چې د ایران پر اوسنۍ واکمنۍ د بریا لپاره یوازې یوه لار شته هغه هم دا چې په میلیونونه خلک په یوه وخت کې د ښار ټولو برخو ته راووځي او ورسره جوخت مهمې لارې بندې کړي.

هغه زیاته کړې: «د دې کار د عملي کېدو لپاره، لومړی باید ټول پر خپلو وېرو برلاسي شو او پوه شو، که سړکونه ونیسو، رژیم به د ځپلو توان او اراده له لاسه ورکړي».

شهزاده رضا پهلوي له ایرانیانو غوښتي، چې د ملګرو او د کورنۍ د غړو په ګډون په کوچنیو او منسجمو ډلو کې له خپلو نږدې استوګنځایونو څخه راووځي، یو بل ومومي او بیا د ښار مرکزي سړکونو ته وخوځېږي.

هغه وویل، چې د میلیونونو کسانو په راټولېدو سره به د ایران «ظالم ځواکونه» د مقاومت توان له لاسه ورکړي، ډېر به شاتګ وکړي او یو شمېر به له خلکو سره یوځای شي. هغه زیاته کړه: «د تهران او لویو ښارونو د سړکونو نیول یو حیاتي ګام دی او د هغو خلکو د زړورتیا بشپړوونکی دی، چې په کوچنیو ښارونو کې د ظالم ځواکونو پر وړاندې ولاړ دي».

د ویلو ده، چې په ایران کې له شپږو ورځو راهیسې د اقتصادي مسایلو او په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت د رالوېدو له امله لاریونونه روان دي.

ګوترېش د اسراییل له‌خوا د مرستندویه سازمانونو پر فعالیتونو بندیز د اندېښنې وړ بللی

۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسراییل له‌خوا په فلسطین کې د یو شمېر نادولتي نړۍوالو سازمانونو پر فعالیتونو بندیز د اندېښنې وړ بللی او غوښتنه یې کړې، چې اسراییل دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

ملګرو ملتونو د یاد سازمان د سرمنشي له قوله د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي:« دا اقدام د هغو پخوانیو محدودیتونو په سر کې راځي چې له امله یې لا دمخه غزې ته د اړینو خوراکي توکو په ګډون د سرپناه د توکو او درملو په رسېدو کې ځنډ رامنځه شوی دی».

نوموړي ویلي، چې د اسراییل له‌خوا دغه اقدام به د فلسطینیانو بشري ناورین لاپسې ژور کړي.

دا په داسې حال کې ده، اسراییل د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د غزې په تړانګه کې د ۳۷ لویو نړیوالو مرستندویه سازمانونو د فعالیت جوازونه ځنډولي دي. اسراییل ویلي، چې د دې سازمانونو جوازونه د امنیت او شفافیت د شرایطو د نه‌پوره کولو له امله ځنډول شوي دي.