• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وینزویلا دفاع وزیر وايي د نیکولاس مادور د امنیتي ټیم ډېر غړي وژل شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د وینزویلا د دفاع وزیر جنرال ولادیمیر پادرینو د یکشنبې په ورځ په یوه تلویزیوني څرګندونه کې وویل چې د ولسمشر نیکولاس مادورو د امنیتي ټیم یوه لویه برخه د متحده ایالاتو په عملیاتو کې وژل شوې ده.

پادرینو د وژل شویو کسانو دقیق شمېر ونه ښود، خو د لنډمهالې ولسمشرې په توګه یې د مرستیالې ولسمشرې ډلسي رودریګز د د ټاکنې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د هیواد ټول وسله وال ځواکونه د حاکمیت د تضمین لپاره د تیارسۍ په حال کې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

مارکو روبیو: وینزوېلا له افغانستان او منځني ختیځ سره مه پرتله کوئ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، ډېری هغه کسان چې په تلویزیوني خپرونو کې د «کارپوهانو» په نامه څرګندېږي، د وینزوېلا او د لوېدیځې نیمه‌کرې په اړه کافي پوهه نه لري. نوموړي وویل، چې «وینزوېلا له افغانستان او منځني ختیځ سره مه پرتله کوئ».

روبیو له «این بي سي» شبکې سره په خبرو کې زیاته کړې، چې وینزوېلا له لیبیا، عراق، افغانستان او یا هم له منځني ختیځ سره هېڅ ورته والی نه لري. هغه وویل، یوازینی ګډ ټکی یې دا دی چې په وینزوېلا کې د ایران اجنټان فعالیت کوي او د امریکا پر ضد دسیسې جوړوي.

روبیو وویل چې د وینزوېلا په ګډون د لوېدیزې نیمه‌کرې هېوادونه، له امریکا سره اوږدمهاله تاریخي، فرهنګي او ولس تر ولسه اړیکې لري او باید د جګړه‌ځپلو هېوادونو له تجربو سره پرتله نه شي. د هغه په وینا، خلک باید «مڼې له مالټو سره» پرتله نه کړي او د منځني ختیځ وضعیت د لوېدیزې نیمه‌کرې پر هېوادونو ونه تپي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د وینزوېلا موضوع د امریکا له ملي ګټو سره مستقیم تړاو لري. د هغه په وینا، واشنګټن ځکه اوس په خوندي او ښه وضعیت کې دی چې دا موضوع یې جدي نیولې ده.

روبیو وویل، بدیل دا و چې نیکولاس مادورو، چې د امریکا له‌خوا د مخدره توکو د قاچاق په تور تورن شوی، د یو «نامشروع ولسمشر» په توګه په واک کې پاتې شي او وینزوېلا د امریکا د سیالانو لپاره پر یوه خلاص ډګر بدله شي، څو د امریکا پر ضد هر ډول فعالیت ترسره کړي.

هغه ادعا وکړه چې مادورو د دولت له امنیتي امکاناتو څخه د مخدره توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې لپاره نه، بلکې د دغو شبکو د اسانتیا لپاره کار اخیستی، څو مخدره مواد امریکا ته ورسېږي. د روبیو په خبره، دا وضعیت به نور دوام ونه کړي.

د ایران په لاریونونو کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۰
100%

د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې «هه نګاو» راپور ورکړی، چې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د یوې اونۍ دوامدارو لاریونونو په ترڅ کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۶کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دا لاریونونه د بې‌سارې ګرانۍ او خراب اقتصادي وضعیت پر ضد پیل شوي، چې په پایله کې یې د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تاوتریخجنې نښتې شوې دي.

د وژل کېدو او نیول کېدو پېښې د اونۍ په اوږدو کې د ایران دولتي رسنیو او هم د بشري حقونو د بنسټونو له لوري راپور شوې دي، خو د دواړو لوریو شمېرې له یو بل سره توپیر لري او دا شمېرې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د راپورونو له مخې، دا لاریونونه په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو پراخ بلل کېږي.

که څه هم د پخوانیو ځینو پاڅونونو په پرتله کوچني دي، خو په داسې وخت کې کېږي چې د ایران اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی او پر دې هېواد نړیوال، په ځانګړې توګه د امریکا فشارونه هم زیات شوي دي.

د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي، چې د لاریونونو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام به د بشري وضعیت د لا خرابېدو لامل شي.

د ایران دغه لاریونونه چې د حاکم نظام پر ضد پکې شعارونه ورکول کیږي، نن د اتمې ورځې لپاره هم روان دي.

وسله والو په نایجریا کې پر یوه بازار برید کړی او ۳۰ تنه یې وژلي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۰
100%

د نایجیریا د نایجر ایالت پر یوه بازار د وسله‌والو د برید له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او څو نور تښتول شوي دي. بریدګرو د بازار غرفې سوځولې او خوراکي توکي یې لوټ کړي دي.

د سیمې د پولیسو ویاند واسیو ابیودون رویټرز ته وویل چې وسله‌والود شنبې په ورځ شاوخوا د مازیګر په ۴:۳۰ بجو د ډیمو کلي د کاسووان داجي پر بازار برید وکړ. نوموړي زیاته کړه چې بریدګرو د بازار غرفې وسوځولې او خوراکي توکي یې لوټ کړل.

ابیودون وویل: «له ۳۰ څخه ډېر کسان په برید کې وژل شوي او یو شمېر نور هم تښتول شوي دي. د تښتول شویو کسانو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي».

عیني شاهدانو ویلي چې وسله‌وال پر موټرسایکلونو سپاره بازار ته ورسېدل او ناتاره ډزې یې پیل کړې.

د هغوی په وینا، دا تاوتریخوالی د هغو پرله‌پسې بریدونو یوه برخه وه چې د جمعې له ورځې راهیسې په نږدې کلیو اګواررا او بورګو کې پیل شوي وو.

د ایران د کار وزارت مرستیال وزیر د کاري همکارۍ د پراختیا لپاره کابل ته راغلی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۰
100%

د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسینی د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی، څو له طالب چارواکو سره د کاري اړیکو، د کار ځواک د تبادلې او د افغان کارګرانو د حقونو پر خوندیتوب خبرې وکړي.

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خپره پاڼه کې ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسینی، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.

په خپرپاڼه کې راغلي، نوموړي سره په دې پلاوي کې د خارجي اتباعو د اشتغال عمومي مدیر علي باقري، د کاري اتشو ګروپ او دوه‌اړخیزو اړیکو رییس حمید رضا رایکا، او د کارپنځونې او اشتغال د پراختیا معاونیت مرستیال محسن قوامي شامل دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له ایراني پلاوي هرکلی کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې ایراني پلاوی به د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر ملا عبدالمنان عمري سره په دوه‌اړخیزو کاري اړیکو، د کار ځواک په تبادله، د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا، په ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقونو پر خوندیتوب او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې او لیدنې ولري.

نصیر احمد اندېشه: داخلي اختلافاتو د طالبانو د واکمنۍ ثبات کمزوری کړی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو په جینوا دفتر کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ویلي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپل واک خوندي ساتلو لپاره له پراخو داخلي ننګونو سره مخ دی. نوموړی زیاتوي، د جګپوړو چارواکو ځای پر ځای کولو او داخلي پاکسازي کړنو دوام د هغه نفوذ کمزوری کړی دی.

اندېشه په اېکس لیکلي: «ملا هبت‌الله اوس په کندهار کې تقریبا پټ دی او هیڅ کس پرې باور نه لري. د طالبانو په رهبرۍ کې د جګپوړو کسانو د اونیزو بدلونونو او پاکسازۍ کړنو له امله د هغه کنټرول کمزوری شوی او د مخالفو حلقو نفوذ زیات شوی دی».

هغه زیاته کړې: «هبت‌الله د یوې مهمې څانګې د ورځنیو چارو د خپلواکې څارنې سره موافق نه دی، خو په دې برخه کې زیات څه نشي کولای». په دې معنا چې د طالبانو د داخلي څانګو فعالیتونه د مشر د مستقیم کنټرول څخه بهر پرمخ ځي، چې د ډلې واکمني یې کمزوره کړې ده.

اندېشه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو په دننه کې د رامنځته شویو شخړو او داخلي ستونزو په اړه دقیق معلومات ولري، څو د افغانستان د بشري حقونو او انساني ناورین مدیریت لپاره موثر اقدامات ترسره کړي.