اروپا له امریکا وغوښتل چې د ونزوېلا د مسئلې په تړاو نړۍوال قوانین تر پښو لاندې نهکړي

اروپايي اتحادیې د ونزوېلا د راتلونکې په اړه ویلي، د نړۍوالو قوانینو اصول باید مراعات شي او د دې هېواد د خلکو ارادې ته درناوی وشي. یادې اتحادیې ټینګار کړی، چې د ونزوېلا د خلکو ارادې ته درناوی کول د ډېموکراسۍ د بیا راژوندي کولو او په دې هېواد کې د روان ناورین د حل یوازینۍ لار ده.
