• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت باید ختم او انتقالي‌ اداره اعلان شي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، چې د ولس له خوښي پرته جوړ شوی پارلمان د پاکستان له روان ناورین سره مقابله نه‌شي کولی. نوموړي ټینګار کړی، چې د هېواد اوسنی حکومت باید منحل شي او د ټولو سیاسي ګوندونو له استازو جوړه یوه لنډمهاله اداره اعلان شي.

محمود خان اڅکزي د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) پر اېکس لیکلي، چې باید د ټولو سیاسي ګوندونو له استازو جوړه لنډمهاله اداره اعلان شي، نوی ټاکنیز کمېشنر وټاکل شي او هېواد د رڼو ټاکنو پر لور ولاړ شي.

اڅکزي د هېواد وضعیت خطرناک بللی او ویلي یې دي: «وزیران او جنرالان داسې څرګندونې کوي، چې د ګاونډیو پر وړاندې د جګړې فضا جوړوي».

نوموړي‌ اندېښنه ښودلې، چې سیمه د جګړې په میدان بدلېدونکې ده.

محمود خان اڅکزي د قانون په چوکاټ کې د پوځ د پاته کېدو هیله ښودلې او ویلي‌ یې دي. «موږ له خپل پوځ سره دوښمني نه‌لرو، خو څنګه چې د نړۍ پوځونه د اساسي قانون په چوکاټ کې کار کوي، زموږ پوځ هم باید د اساسي قانون په حدودو کې پاتې شي».

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې همدا نن د پاکستان د پوځ ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې، بلکې «دا هېواد د ترهګرو او غېردولتي وسله‌والو» پر مرکز بدل شوی. خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا څرګندونې غېرمسوولانه او پاروونکې وبللې. مجاهد د پاکستان له اړوندو ادارو غوښتي، چې د رسمي دریځونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسایلو پر حل تمرکز وکړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ: په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه ترهګري له منځه تللې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې، بلکې «دا هېواد د ترهګرو او غیر دولتي وسله‌والو» پر مرکز بدل شوی. د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، چې شاوخوا ۲۵۰۰ بهرني وسله وال له سوریې نه افغانستان ته رسېدلي دي.

احمد شریف چودري د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۶مه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې ترهګرۍ ضد جګړه د ټول پاکستاني ولس جګړه ده او دا مبارزه له شلو کلونو زیات وخت راهیسې روانه ده، خو تېر کال دده په وینا، د ترهګرۍ ضد هڅو بې‌ساری شدت درلود.

نوموړي وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې نړۍ هم د ترهګرۍ په اړه د پاکستان دریځ او بیانیه ومنله، په ځانګړي ډول د ده په وینا، دا چې «افغانستان د ترهګرو د فعالیتونو پر مرکز بدل شوی دی».

هغه زیاته کړه چې تېر کال د ملي اقدام پلان بیا پیاوړی شو او عملي کېدو ته داخل شو.

نوموړي وویل چې د «عزم استحکام» په نوم پوځي عملیاتو، چې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوي، د ملي اقدام پلان له نوې شوې بڼې الهام اخیستی او په دې اړه د ټولو سیاسي ګوندونو او ټولنې ترمنځ اجماع رامنځته شوې چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د دې پلان عملي کول اړین دي.

خو نوموړي ومنله چې لا هم د دغه پلان په تطبیق کې نیمګړتیاوې شته او د لا ښه‌والي لپاره فرصتونه شته دي.

احمد شریف چودري د شمېرې او معلوماتو وړاندې کولو له لارې وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د امنیتي او قانون پلي کوونکو ادارو، لکه پوځ، پولیسو، فدرالي امنیي ځواکونو او استخباراتي ادارو ټولټال ۷۵ زره او ۱۷۵ استخباراتي عملیات کړي ، چې په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۶ عملیات جوړېږي. د ده په وینا، له دې شمېر څخه ۱۴ زره او ۶۵۸ عملیات په خیبر پښتونخوا، ۵۸ زره او ۷۷۸ په بلوچستان او ۱۷۳۹ په نورو سیمو کې شوي دي.

هغه وویل، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول پاکستان کې ۵۳۹۷ ترهګریزې پېښې ثبت شوې، چې ۳۸۱۱ یې په خیبرپښتونخوا کې وې، چې دا د ټول شمېر ۷۱ سلنه جوړوي، ۱۵۵۷ پېښې په بلوچستان کې شوې چې ۲۹ سلنه جوړوي او ۲۹ پېښې په نورو سیمو کې ثبت شوې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه، چې تېر کال ۲۵۹۷ وسله وال ووژل شول، چې ۱۸۰۰ یې په خیبر پښتونخوا، ۷۸۴ په بلوچستان او ۱۰ په نورو سیمو کې وو. همدارنګه، هغه وویل، چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې ۱۲۳۵ امنیتي کسان او ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه د ځانمرګو بریدونو په اړه وویل، چې په ۲۰۲۵ کال کې ټولټال ۲۷ ځانمرګي بریدونه شوي، چې ۱۶ یې په خیبرپښتونخوا، ۱۰ په بلوچستان او یو په اسلام‌اباد کې د محکمې کمپلکس دننه شوی دی. د هغه په وینا، دوه بریدونه پکې ښځو کړي دي.

د پاکستان د پوځ دغه چارواکي په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو د ډېر شمېر په اړه وویل، چې د دې تر ټولو لوی لامل په دغه ایالت کې د وسله والو لپاره مناسب سیاسي چاپېریال او د سیاسي او ترهګریزو کړیو ترمنځ اړیکې دي. نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو د خیبر پښتونخوا حکومت او سیاسي ډلې او عام خلک د پوځ د عملیاتو مخالف دي او تېرو تجربو ته په پام یې د ناکراریو د ډېرېدو لامل بولي.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل، اصلي پوښتنه دا ده چې په ۲۰۲۱ کال کې څه پېښ شول چې ترهګري زیاته شوه؟. هغه زیاته کړه، چې په همدې کال کې د دوحې تر تړون وروسته په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی. د هغه په وینا، افغان طالبانو له امریکا او نړیوالو شریکانو سره تړون وکړ او درې ژمنې یې وکړې؛ د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ مخنیوی او ښځو ته د حقونو ورکول، خو نوموړي پوښتنه وکړه چې ایا دا ژمنې پوره شوې؟ او پخپله یې ځواب ورکړ چې نه، دا ژمنې نه دي عملي شوې.

هغه وویل، په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته، نه ترهګري له منځه تللې، بلکې برعکس، دده په وینا، «دا هېواد د ترهګرو او غیر دولتي وسله‌والو» پر مرکز بدل شوی دی. د هغه په وینا، بېلابېلې ترهګرې ډلې له افغانستان نه فعالیت کوي او نږدې ۲۵۰۰ هغه ترهګر چې نه افغانان دي او نه پاکستانیان، په وروستیو کې له سوریې نه افغانستان ته رسېدلي دي.

نوموړي وویل، افغان طالبان چې اوس د «مور سازمان» په توګه عمل کوي، تحریک طالبان پاکستان یې د خپل تشکیلاتي جوړښت له مخې بیا منظم کړی، روزنه، لارښوونه او تنظیم یې ورکړی دی. هغه وویل، افغان طالبانو یوه ناسمه بیانیه هم جوړه کړې، چې ګواکې دوی امریکا او نړیوال ایتلاف له افغانستان نه په زور ایستلي او له همدې له لارې د ځوانانو او مذهبي احساساتو د پارولو هڅه کوي او خپل صفونه پراخوي. هغه وویل چې د امریکا د وتلو لاملونه نور څه وو، خو په دې اړه یې جزئیات ورنه کړل.

رانا ثناالله: موږ پوهېږو چې د تحریک انصاف بنسټ اېښودونکی مذاکرات نه غواړي

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۰

د سیاسي چارو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وايي، که څه هم شهباز شریف تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو وړاندیز وکړ؛ خو «موږ پوهېږو چې عمران خان خبرې اترې نه غواړي.»

تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف هم ویلي و، دوی خبرو اترو ته چمتو دي؛ خو د تحریک انصاف ګوند ورسره ناوړه چلند کوي. د هغه په وینا؛ سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف درې، څلور ځلې د خبرو اترو بلنه ورکړې؛ خو د تحریک انصاف ګوند له خبرو اترو انکار کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه. نوموړي د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې تر دې وړاندې یې هم د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه او اوس د هېواد د پرمختګ لپاره یو وار بیا د خبرو بلنه ورکوي.

هغه زیاته کړې وه:« ما تحریک انصاف ګوند ته تر دې وړاندې هم د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او اوس یو ځل بیا د مذاکراتو بلنه ورکوم؛ خو دغه مذاکرات یوازې د مشروع غوښتنو پربنسټ کېدای شي.»

د افغان کډوالو اېستل؛ له خیبرپښتونخوا د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر تر ۶۰۰زرو لوړ شو

۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم دوام لري. د راپور له مخې؛ په دې لړ کې یوازې له خیبرپښتونخوا ۶۸۲زره او ۱۴۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې؛ تر دې دمه له پاکستان نه ۲۱۶زره او ۶۳۴ د پي او ار کارت لرونکي بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په راپور کې راغلي، چې یوازې پرون ۳۷۵ افغانان د تورخم له لارې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه شمېرې داسې مهال خپرېږي، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

پاکستاني سوداګر: د لارو اوږدمهاله بندښت سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اړولي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۰

پاکستاني سوداګرو ویلي دي چې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ د لارو اوږدمهاله بندښت دوه اړخیزه سوداګري او د ټرانزیټ سوداګري سختې اغېزمنې کړې دي، چې له امله یې ستر مالي زیانونه رامنځته شوي او بې‌روزګاري زیاته شوې ده.

پاکستاني سوداګرو دا څرګندونې د سرحد د سوداګرۍ او صنعت خونېاجرائیه کمېټې په غونډه کې وکړې، چې مشري یې د یادې خونې مشر جنید الطاف کوله.

په غونډه کې د خونې لوړپوړو چارواکو، د کمېټې غړو، سوداګرو، صنعتکارانو، واردوونکو او صادروونکو ګډون کړی و.

د بیزنېس ریکارډر رسنۍ د رپوټ له مخې، فورم د پاکستان ـ افغانستان د سوداګریزو لارو د بندښت په اړه په تفصیل سره بحث کړی او پر دې مهمې موضوع یې ګډ دریځ خپل کړی.

فورم ټینګار کړی چې دغه مساله باید د مذاکراتو له لارې حل شي او دوه اړخیزه او ټرانزیټ سوداګري بېرته پیل شي، چې سوداګریزې ټولنې ته د نورو مالي زیانونو مخه ونیول شي.

ددې خونې اجرائیه کمېټې ویلي، چې سوداګریزه ټولنه د وضعیت له جديت، او همدارنګه له کورنیو او بهرنیو امنیتي ستونزو څخه په بشپړه توګه خبره ده خو ټینګار یې کړی، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ بیا پیل د اقتصادي ثبات، ودې، سوداګرۍ، او تجارتي او صنعتي فعالیتونو لپاره ډېر اړین دی.

د سرحد د سوداګرۍ خونې مشر جنېد الطاف د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د پاکستان ـ افغانستان او ټرانزیټ سوداګرۍ له ۱۲ زرو څخه زیات کانټینر د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او سوداګر اړ شوي دي چې درانه لګښتونه ورکړي.

جنېد الطاف زیاته کړې چې د کرښې بندښت د خرابېدونکو توکو صادرات ګډوډ کړي، بې‌روزګاري یې زیاته کړې او هغو سرحدي ټولنو ته یې سخت ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړولي دي چې سوداګري یې له افغانستان سره تړلې ده.

هغه ټینګار کړی، چې د وضعیت جديت باید وپېژندل شي او دا ستونزه باید په بیړنیو بنسټونو حل شي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې اړوندې خواوې هره ورځ د کانټینرونو د بند پاتې کېدو له امله د میلیونونو ډالرو زیان راپور ورکوي او په بانکي تضمینونو او د کانټینرونو په امنیتي امانتونو کې د میلیاردونو روپیو پانګه بنده پاتې ده.

پاکستان او چين افغان خاوره کې د وسله‌والو له‌منځه وړلو لپاره د ښکاره اقداماتو غوښتنه وکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰

پاکستان او چين د دوشنبې په ورځ په يوې ګډه اعلاميه کې د افغانستان د خاورې دننه د وسله‌والو ډلو د له‌منځه وړلو لپاره «ښکاره او د تصديق وړ اقداماتو» غوښتنه وکړه. په اعلامیه کې ټينګار شوی، چې بايد د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد د «ترهګریزو» فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

دغه ګډه اعلاميه د پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ستراتيژيکو خبرو اترو اووم پړاو له پای ته رسېدو وروسته خپره شوه؛ د دې خبرو اترو لپاره د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار بېجينګ ته تللی و.

په اعلاميه کې لیکل شوي: «دواړه لورو له افغانستان نه د ټولو ترهګرو ډلو د له‌منځه وړلو او نابودولو لپاره د لازياتو محسوسو او د تصديق وړ اقداماتو غوښتنه وکړه؛ دغه ډلو تر اوسه د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره جدي ګواښ پېښ کړی دی». اعلامیه کې ټينګار شوی، چې بايد له افغانستان نه د ترهګرو له‌خوا د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو د ترسره کولو او د نورو هېوادونو د امنيت د له‌منځه وړلو مخنيوی وشي».

اعلاميې کې زیاته شوې: «دواړه خواوو هوکړه وکړه، چې د افغانستان په اړه به نږدې اړیکې ساتي او سره به همغږي کوي. همدا راز به له نړۍوالې ټولنې سره همکاري وکړي؛ څو د طالبانو حکومت دې ته وهڅوي چې يو ټول‌ګډونه سياسي چوکاټ رامنځته کړي، معتدل سياستونه غوره کړي، پراختيا ته لومړيتوب ورکړي، د ګاونډيو هېوادونو سره د ښه ګاونډيتوب پاليسۍ تعقيب کړي او په افغانستان کې د تلپاتې پرمختګ د ترلاسه کولو او د نړۍوالې ټولنې سره د مدغم کېدو په برخه کې رغنده رول ولوبوي».

د اعلاميې بله برخه کې چين د اسلام‌اباد د اقداماتو ستاينه کړې ده، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او د چينایي کارکوونکو، پروژو او موسساتو د امنيت ساتنه کوي. په اعلاميه کې راغلي: «چين په بشپړ ډول د پاکستان مهمې همکارۍ او سترې قربانۍ چې په تېرو کلونو کې يې د ترهګرۍ پر ضد کړې دي، په رسمیت پېژني».

د اعلاميې له مخې؛ دواړه خواوو يو ځل بيا د ترهګرۍ پر ضد د «صفر زغم» پاليسۍ پر تعقيب ټينګار وکړ او هوکړه یې وکړه، چې د ترهګرۍ ضد او امنيت په برخو کې هراړخيزې همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د چين–پاکستان د کمربند او سړک نوښت د خوندي او روان پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

په پای کې پاکستان او چين له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د ترهګرۍ ضد همکارۍ پياوړې کړي.