روسیې د اوکراین دوه سوداګریز بندرونه په نښه کړي

روسیې د اوکراین په اودېسا سیمه کې د چارشنبې په ورځ دوه بندرونه په نښه کړل، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي. روسیې په تېرو څو اونیو کې د اوکراین پر بندرونو او له دغو بندرونو پر وتونکو بهرنیو بیرغ لرونکو بېړیو څو ځله بریدونه کړي دي.