ایران اسراییل ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړ

د ایران قضایه قوې اړوند «میزان» خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) راپور ورکړی، چې د علي اردستاني په نوم یو ایرانی وګړی «اسراییل ته د جاسوسۍ» په تور اعدام شوی دی.

د ایران قضایه قوې اړوند «میزان» خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) راپور ورکړی، چې د علي اردستاني په نوم یو ایرانی وګړی «اسراییل ته د جاسوسۍ» په تور اعدام شوی دی.
دغه اژانس ویلي، «علي اردستاني د خواله رسنیو له لارې د اسراییل د استخباراتي او ترهګریز سازمان موساد لهخوا جذب شوی و او د ټاکلو پیسو او بېبنسټه ژمنو په بدل کې یې موساد ته ماموریتونه ترسره کړي دي.»
د راپورونو له مخې؛ د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته د ایران حکومت یوشمېر نور ایراني وګړي هم اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي. ویل کېږي، چې د دغه کسانو محاکمه د مدافع وکیل پرته په غیرعلني محکمو کې ترسره شوې ده.
له بل پلوه د بشري حقونو فعالانو د دغه قضیو د څېړلو بهیر ناعادلانه او له قانون سره په ټکر کې بللی.


ایران انټرنشنل په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې له څلورو ورځو راهیسې ایرانپلوه عراقي وسلهوالو د ایران د لاریونونو د ځپلو په موخه د ایراني ځواکونو د ملاتړ لپاره د خپلو کسانو جلب او جذب پیل کړی دی. سرچینې زیاتوي، تر دې دمه شاوخوا ۸۰۰ عراقي شیعه وسلهوال ایران ته استول شوي دي.
ایران انټرنشنل په خپل ځانګړي راپور کې ویلي، چې ایران ته لېږدول شوي ۸۰۰ عراقي شیعه وسلهوال زیاتره د کتایب، حزبالله، حرکتالنجباء، سیدالشهدا او بدر ډلو غړي دي.
په خبر کې راغلي، چې د عراق حکومت له ایران سره د مرستې لپاره د دې ځواکونو له خوځښت څخه خبر دی.
ایران انټرنشنل ته رسېدلي راپورونه ښيي، چې د دغو ځواکونو لېږد د شلمچې، چذابه او خسروي له درېیو سرحدي دروازو ترسره کېږي او رسمي لاره یې «مشهد ته د امام رضا د مقدسو ځایونو د زیارت سفر» ښودل شوې ده. خو په واقعیت کې دغه ځواکونه په اهواز کې د خامنهیي په اډه کې راټولېږي او بیا بېلابېلو سیمو ته د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو د ځپلو لپاره استول کېږي.

د ونزوېلا د اپوزیسیون اصلي مشرې ماریا کورینا ماچادو اعلان وکړ، چې هغه غواړي د امریکایی ځواکونو لهخوا د نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته ژر تر ژره هېواد ته ستنه شي. هغې د ازادو ټاکنو ترسره کول له اوسني ناورین څخه د وتلو یوازینۍ لاره ګڼلې.
د رویټرز د راپور لهمخې د مادورو حکومت له ځينو څېرو سره د همکارۍ لپاره د ټرمپ ادارې متحاط چلند اندېښنې زیاتې کړې دي.
د رویټرز په وینا، د مادورو له نیول کېدو وروسته د ونزوېلا د اپوزیسیون نوموتې مشرې په خپل لومړي دریځ کې ویلي، چې ونزوېلا ته د بېرته ستنېدو او د سیاسي لېږد د بهیر د پرمخ بېولو لپاره چمتو ده. ماچادو ټینګار وکړ، چې د هغې تر مشرتابه لاندې غورځنګ د «ازادو او عادلانه» ټاکنو په صورت کې د پرېکنده بریا توان لري.
ماچادو له فاکس نیوز سره په مرکه کې د نیکولاس مادورو د نیولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا پېښه کېدای شي د ونزوېلا په تاریخ کې یو مهم بدلون راولي. هغې ادعا وکړه، چې که رښتینې ټاکنې ترسره شي، اپوزیسیون به له ۹۰ سلنې ډېرې رایې ترلاسه کړي.
خو ټرمپ ویلي، چې تر هر ډول ټاکنو مخکې باید د دې هېواد وضعیت باثباته شي او د رایه ورکولو لپاره ټاکل شوی لنډمهاله مهالوېش یې «غېرواقعي» بللی دی.
په ورته وخت کې د رویټرز راپور ښيي، چې د ټرمپ اداره دا مهال د ثبات د ساتلو لپاره د د مادورو نږدې ملګرې او لنډ مهاله ولسمشرې ډیلسي رودریګز سره همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي؛ دا دریځ د اپوزیسیون له نیوکو او د ونزوېلا د ټولنې د یوې برخې، په ځانګړي ډول د کډوالو له اندېښنو سره مخ شوی دی.
ماچادو د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې له نوماند کېدو منع شوې وه، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هغه ټاکنې «ډیزاین شوې» وې او اپوزیسیون ترې له بریا بېبرخې کړل شو.
هغې رودریګز د ځپنې، فساد او د نشه يي توکو د قاچاق د جوړښت له مهمو څېرو وبلله او د روسیې، چین او ایران په څېر متحدانو سره یې د هغه اړیکو ته اشاره وکړه.

د اوکراین د متحدو هېوادونو اېتلاف په پاریس کې په خپلې غونډه کې د اوکراین لپاره د ناټو په څېر د امنیتي تضمینونو د وړاندې کولو په چوکاټ کې نوی پرمختګ کړی دی.
د غونډې موخه دا وه، چې د امکان تر حده د امنیتي تضمینونو لپاره د هېوادونو ونډې وروستۍ شي، څو کییف ته له روسیې سره د احتمالي اوربند تر ټینګېدو وروسته اړین ډاډ ورکړل شي.
دا میکانېزم د اوکراین د حاکمیت د ساتنې، د پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا او د هر ډول احتمالي اوربند د څار لپاره د یوه ځواکمن سیستم د جوړولو په هدف رامنځته کېږي.
د دې ناستې تر پای وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وېټکاف په پاریس کې اعلان وکړ، چې د اوکراین اړوند امنیتي پروتوکولونه تر ډېره حده وروستي شوي دي.

د امریکا، اسراییل او سوریې لوړپوړو چارواکو په پاریس کې سره کتلي او پرېکړه یې کړې، چې اسراییل او سوریه به پوځي تاوتریخوالي راکموي او خپل اختلافات به د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې حل کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړه حکومتونه به د امریکا تر څار لاندې د استخباراتي معلوماتو شریکولو ته دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) په دې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په پاریس کې د درېیو هېوادونو لوړپوړو مشرانو په لیدنه کې د سوریې د حاکمیت او ثبات په درناوي او د اسراییل د امنیت او دواړو هېوادونو د سوکالۍ په اړه خبرې کړي.
د اعلامیې لهمخې، د اسراییل او سوریې استازو د امنیت او ثبات د تامین په موخه پر زیاتو هڅو ټينګار کړی.
په اعلامیه کې راغلي: «دواړو لوریو پرېکړه کړې چې د یو ګډ همغږي میکانیزم او د اړیکو او همغږۍ څانګې له لارې، د امریکا تر څارنې لاندې د استخباراتي معلوماتو شریکولو، پوځي تاوتریخوالي کمولو، ډیپلوماټیکو اړیکو او سوداګریزو فرصتونو په برخو کې سمدستي او دوامداره همغږي رامنځته کړي».
امریکا د دې ګام ستاینه کړې او د تفاهم عملي کېدو ته یې ژمنتیا ښودلې.
په اعلامیه کې د خپلواکو هېوادونو دا ډول اقدام د نسلونو د ګټو لپاره مهم ګڼل شوي.

د سمنګان پوهنتون له لوحې څخه د ازبکي ژبې د لرې کېدو له اعتراضونو وروسته، د ازبکستان حکومت له طالبانو څخه وضاحت غوښتی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت خپلې اندېښنې د «ازبکي ژبې د محدودولو» په اړه د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره شریکې کړې دي.
طالبانو په ځواب کې ویلي، چې ازبکي ژبه یې نه ده محدوده کړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه چې د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) خپره شوې، په نړۍواله کچه د ازبکي ژبې پر ځای ټینګار شوی او دا ژبه یې د ازبکستان د بهرني سیاست له اساسي لومړیتوبونو څخه بللې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې د ازبکستان چارواکو په افغانستان کې د ازبکي ژبې د ځپلو د اندېښنو تر ترلاسه کېدو وروسته «سمدستي» د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره اړیکه نیولې ده.
ځايي سرچینو د مرغومي په ۱۲مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو د سمنګان پوهنتون له لوحې څخه ازبکي او د پوهنتون د فارسي ژبې نوم لرې کړی دی. نیوکه کوونکو دا اقدام د فارسي او ازبکي ژبو پر ضد چلند او ژبنۍ ځپنه بللې ده.
د افغانستان انټرنشنل لهخوا د دې راپور تر خپرېدو وروسته، د دغو ژبو یو شمېر ویوونکو غبرګون وښود او د پوهنتون په لوحه کې یې د ازبکي او فارسي ژبو د بېرته شاملولو غوښتنه وکړه.
د سرچینو په وینا، دا بدلون د پوهنتون د نوي رییس له ټاکل کېدو وروسته رامنځته شوی دی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، طالبانو پر ازبکي ژبې د خپل «ژور درناوي» ټینګار کړی دی. همدارنګه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې «د ښه ګاونډیتوب او دوستانه اړیکو د نښې په توګه» به د جوزجان په دولتي پوهنتون کې د «ازبکي ژبې او ادبیاتو» په څانګه کې د ماسټرۍ دوره رامنځته شي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو ادارې د رسمي او عامه لوحو ژبې پښتو، فارسي او انګلیسي ټاکلې دي، خو په شمالي سیمو کې چې ازبک مېشت دي، ازبکي ژبه به هم په لوحو کې شامله وي.
طالبانو تر دې مخکې د لړم په میاشت کې هم د جوزجان پوهنتون له لوحې څخه ازبکي ژبه لرې کړې وه؛ هغه اقدام چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو او بالاخره طالبان اړ شول، چې بېرته یې شامل کړي.
همدارنګه، طالبانو د زمري په ۲۹مه د مزارشریف په ښار کې د امیرعليشېر نوایي مجسمه ونړوله. یوه ورځ وروسته، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره تر اړیکې نیولو وروسته په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر اعلان وکړ، چې د دې شاعر او مفکر «یادګاري کتیبه» به بېرته ورغول شي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبانو د دې مجسمې د ویجاړولو په اړه خواشیني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې، چې په همدې ځای کې به د امیرعليشېر نوایي په شان یو مناسب فرهنګي کمپلکس جوړوي.
د شاعر او مفکر د مجسمې ویجاړول پراخ غبرګونونه راوپارول. د عبدالرشید دوستم لور راحله دوستم دا کړنه «د هېواد د کلتوري میراث په وړاندې د طالبانو د دوښمنۍ سمبول» وباله.