
د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ ځایي چارواکي وایي چې په تیرا دره کې د وسلوالو پر ضد د امنیتي عملیاتو ټولې تیارۍ بشپړې شوې او د عملیاتو له امله له سیمې څخه د خلکو د ویستلو بهیر به د جنورۍ له ۱۰مې (سبا) څخه په رسمي ډول پیل شي او د روانې میاشتې تر ۲۵مې به دوام وکړي.
د چارواکو په وینا د تېرا میدان د ملک دین خېلو سیمې څخه د کډه کېدونکو کورنیو د نوم لیکنې بهیر له تېرو دریو ورځو راهیسې روان دی.
ویل کېږي چې د تېرا درې اړوند پایندي چینې په سیمه کې ځانګړی د نوم لیکنې مرکز جوړ شوی، چې تر دې دمه پکې له دوه نیم زره څخه زیاتې کورنۍ ثبت شوې دي۔
چارواکو ځايي اوسیدوونکو ته چې د دولتي ادارو له لوري یې تصدیق بشپړ شوی، په لومړي پړاو کې ۱۷۶ کورنیو ته دوه نیم لکه کلدارې د مالي مرستې په توګه ورکړې دي، او پاتې ثبت شویو کورنیو سره به هم یاده مالي مرسته ترسره شي.
چارواکو زیاته کړې، چې په تیرا دره کې به د ترهګرو پر ضد عملیات په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړ شي او له عملیاتو وروسته به د اغېزمنو کورنیو د بېرته ستنېدو او بیا رغونې بهیر پیل شي.
دوی ویلي چې د اغېزمنو خلکو د بیا مېشتېدو، مالي مرستو او ستنېدو ټول پړاوونه به په بشپړ شفافیت او منظم ډول ترسره شي، تر څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.
د یادولو وړ ده، چې په وروستیو کې په خیبر پښتوا د خیبر ولسوالۍ په تیرا سیمه کې د پاکستان پوځ د وسله والو د ځپلو په نوم عملیات پیل کول غواړي چې د ډیری سیاسي ګوندونو، ټولنیزو فعالانو او د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شول.
همدا نن د تېراه اوسیدونکو په سیمه کې د پاکستان پوځ له خوا د عملیاتو د پیلېدو په غبرګون کې د یادو عملیاتو پرضد لاریون کړی و، دوی غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې د پښتون قوم پر ضد روان ظلمونه پای ته ورسوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي دې له زندانونو ازاد شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې د تېرې دوشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د دې ډلې استازي ته لارښوونه کړې، چې د افغان کډوالو له ټولنو سره وغږیږي تر څو د ایران په لاریونونو کې افغان کډوال ګډون ونه کړي.
سرچینه زیاتوي چې دا لارښوونه وروسته له هغې شوې چې په کابل کې د ایران سفارت درېیو استازو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدنه کړې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینه وايي چې په ایران کې د افغان کډوالو ۴۳ بېلابېلې ټولنې فعالې دي او په ایران کې د طالبانو د سفارت استازي په روانو لاریونونو کې د نه ګډون په تړاو ورسره په اړیکه کې دي.
بل خوا په ایران کې د افغان کډوالو سراسري شورا (شورای سراسری مهاجران افغان) یو غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته منلې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په تهران کې د طالبانو د سفارت ډېپلوماټانو د دغې شورا د رهبرۍ شورا له غړو سره لیدلي دي.
د یادې شورا غړي د غونډې د جزییاتو په اړه بې خبري وښوده، خو زیاته یې کړه چې په ایران کې افغان کډوال په لاریونونو کې ښکېل نه دي.
هغه زیاته کړه: "دا که سفارت موږ ته ووايي او که نه، افغانان په خپله نه غواړي په دغو لاریونونو کې ګډون وکړي، ځکه موږ دلته له ډېرو مشکلاتو سره مخ یو".
بل خوا په تهران کې د طالبانو د سفارت یوې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته منلې چې څلور ورځې وړاندې ورته له کابله یو مکتوب لېږل شوی چې پکې ترې غوښتل شوي چې د افغان کډوالو له ټولنو سره د احتمالي ګواښ اندېښنې شریکې کړي.
سرچینه وايي چې سفارت له افغان کډوالو سره منظمې اړیکې لري او دوی له کډوالو غوښتي چې که په لاریونونو کې ګډون وکړي یا د لاریونوالو ملاتړ وکړ او د ایران حکومت یې ونیسي نو دوی یې مرسته نه شي کولی.
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه نن په ۱۳مه ورځ هم روان دي او تازه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په کابل کې د دوو خصوصي رسنیو او ملي تلویزون سرچینو تایید کړې، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورته امر کړی، چې د ایران د لاریونوالو په ملاتړ او د ایران د حکومت په اړه به د منفي خبرونه نه خپروي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسووله کایا کالاس وویل چې له تهران څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې امنیتي ځواکونو نامتناسب او سخت ځپونکی غبرګون ښودلی دی.
کالاس وویل، د سولهییزو معترضانو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوولې زیاته کړه چې د ایران خلک د خپل راتلونکي لپاره مبارزه کوي او حکومت د هغوی د حق غوښتنو له پامه غورځولو سره خپله رښتینې څېره څرګندوي.
هغې ټینګار وکړ چې د اعتراضونو د تاوتریخوالي له ځپنې سره هممهاله د انټرنېټ پرېکول، د یوه داسې رژیم څخه پرده پورته کوي چې له خپلو خلکو وېره لري.

د ترکیې د پولیسو د مخدره موادو پر ضد د جرمونو مبارزې ادارې نوی راپور ښيي، چې سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کر محدودیتونه لګېدلي، دا هېواد لا هم د مخدره موادو د تولید او قاچاق په برخه کې مرکزي رول لري، او تولید شوي مواد د ترکیې له لارې اروپا ته لېږدول کېږي.
دغه راپور چې د «د ترکیې مخدر مواد ۲۰۲۵» تر سرلیک لاندې خپور شوی، څرګندوي چې د بالکان لاره او همداراز د ترکیې سوېلي او شمالي مسیرونه لا هم د افغانستان څخه منشا لرونکو افیوني موادو د قاچاق تر ټولو ډېر کارېدونکي لارې دي.
راپور ټینګار کوي، چې د بالکان لاره، چې ترکیه هم پکې شامله ده، د مخدره موادو د قاچاق تر ټولو فعاله لاره بلل کېږي؛ دا مسیر له افغانستان پیلېږي، د ایران او ترکیې له لارې تېرېږي او د اروپا بازارونو ته رسېږي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي، چې دغه هېواد د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، د افغانستان څخه منشا اخیستونکي هروین د کشف او ضبط په برخه کې، چې اروپا ته د لېږد لپاره قاچاق کېږي، د مهمو هېوادونو په سر کې ځای لري.
که څه هم په راپور کې دا نه دي څرګند شوي چې په ترکیه کې په دقیق ډول څومره له افغانستان څخه منشا اخیستونکي مخدر مواد نیول شوي، خو شمېرې ښيي چې له ۲۰۲۲څخه تر ۲۰۲۴کلونو پورې په دې هېواد کې په ټوله کې له ۱۵ټنه زیات هروئین کشف او ضبط شوي دي.
راپور همداراز یادونه کوي، چې پر افغانستان د طالبانو بېرته واکمنېدو او د کوکنارو د کر بندیز د افیوني موادو د کر او تولید کچه راکمه کړې، خو سره له دې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د مخدره موادو تر ټولو لوی تمویلونکی پاتې شوی دی.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه چې په ۲۰۲۳کال کې شاوخوا ۱۰زره او ۸۰۰هکتاره وه، په ۲۰۲۴میلادي کال کې ۱۹سلنه زیاته شوې ده.
راپور ټینګار کوي، که طالبان د کوکنارو د کر او تولید پر بندیز خپل سخت تطبیق ته دوام ورکړي، دا به هم د افغانستان دننه او هم د افیوني موادو په غیرقانوني نړیوالو بازارونو کې د پام وړ اغېزې ولري.
په راپور کې افغانستان، مراکش، پاکستان او لبنان د نړۍ په کچه د پودر شویو چرسوله سترو تولیدوونکو او تمویلونکو هېوادونو څخه یاد شوي دي. همداراز ویل شوي، چې افغانستان د متامفتامین د تولید او قاچاق له مهمو سرچینو څخه دی.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې جنوبي وزیرستان واڼه ته نږدې مشهور دیني عالم مولانا سلطان په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی. په ورته وخت کې د پاکستان امنیتي ادارو په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړي او درې وسله وال یې وژلي دي.
تر اوسه تحریک طالبان پاکستان کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په دې عملیاتو کې ۲ طالبان او پاکستاني سرتېري هم ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې د ټي ټي پي وسله والو د ځینو پښتنو سیاستوالو او دیني عالمانو کورونه په بمونو وېجاړ کړي دي.
