د افغان ښځو یو غورځنګ: د ښځو اساسي حقونه باید تضمین شي

د افغان ښځو د همت غورځنګ غړو په یوې راټولېدنه کې ویلي، چې د افغان مېرمنو ژوند له کلونو راهیسې د ظلم، تبعیض او د بشري او قانوني حقونو د پراخ محرومیت تر سیوري لاندې تېرېږي.

د افغان ښځو د همت غورځنګ غړو په یوې راټولېدنه کې ویلي، چې د افغان مېرمنو ژوند له کلونو راهیسې د ظلم، تبعیض او د بشري او قانوني حقونو د پراخ محرومیت تر سیوري لاندې تېرېږي.
د دوی په وینا؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له زدهکړو، کار، بیان ازادۍ، په ټولنه کې له ګډون او د خپل ژوند په اړه له پرېکړو بېبرخې شوې دي. دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه نابرابرۍ نه یوازې دا چې د ښځو ژوند اغېزمن کړی؛ بلکې د هغوی د ماشومانو او د هېواد راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي:« ښځې او نارینه برابر پیدا شوي او هېڅ حکومت یا ډله حق نهلري، چې دغه برابري تر پښو لاندې کړي». د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، افغان ښځې حق لري چې د خپل ځان او هېواد د برخلیک په ټاکلو کې فعاله ونډه ولري او د ازاد، برابر او باعزته ژوند حق باید ترې وانه خیستل شي.
یاد غورځنګ دارنګه له نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو د اساسي حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.


د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۱۸مه) ۶۲۲ کورنۍ چې ټولټال ۳۳۷۱ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، د یادو کورنیو له ډلې ۵۳۸ د تورخم له لارې، ۵۸کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۶کورنۍ د اسلامکلا له لارې او ۱۰کورنۍ د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت لهخوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ «افغاناېواک» د امریکا حکومت هغو هڅو ته سخت غبرګون ښودلی، چې له مخې یې په دغه هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو د پېسو په بدل کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو فشار راوړل کېږي.
د دغه بنسټ مشر شان وان ډایور وایي، دغه اقدام ان د هغو افغانانو پر وړاندې هم شوی چې د امریکا د فعاله پوځي سرتېرو د کورنۍ غړي دي او لا له وړاندې د بیا مېشتېدو لپاره منل شوي وو.
د افغاناېواک په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د امریکا حکومت ځینو افغان کډوالو ته د ۴۵۰۰ ډالرو وړاندیز کړی؛ څو متحده ایالات پرېږدي او یا هم ورته له تګ کولو ډډه وکړي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د نوموړي په وینا؛ دوی د طالبانو تر واک لاندې هېواد ته استول کېږي، چې په بېرته ستنېدو له جدي مرګوني ګواښ سره مخ دي. دغه بنسټ یاد اقدام «غیرانساني او د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې» بللی دی.
افغاناېواک ټینګار کړی، چې دغه ډول کړنې پر کډوالو ښکاره زور او فشار دی او د نړۍوالو قوانینو، د امریکا د کډوالۍ له ژمنو سرغړونه بلل کېږي. یاد بنسټ د امریکا له حکومته د شفافیت او حسابورکولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د افغان کډوالو ژوند باید د سیاسي پرېکړو قرباني نهشي.

د ارګ ماڼۍ د دفتر پخواني رییس عبدالمتین بېک ویلي، طالبان د بدخشان او تخار ولایتونو کانونه د «جګړې غنیمت» بولي. نوموړي د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ وروستیو نښتو ته په اشارې ویلي، د بدخشان او تخار له اوسېدونکو سره د طالبانو چلند د یوه «اشغالګر ځواک» له کړنو سره ورته والی لري.
ښاغلي بېک د افغان خبریال حبیب عزیزي سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، ویلي طالبان په شمالي افغانستان کې د خپلو کړنو له امله «د کرکې تخم شېندي» او دغه ډول کړنې به «بېځوابه پاتې نهشي».
هغه ټینګار کړی، چې دغه ډول کړنې پخوانۍ مخینه هم لري او دغه وضعیت «زاړه ټپونه بیا تازه کوي».
نوموړي زیاته کړې، کانونه د دې پر ځای چې د خلکو د سوکالۍ لامل شي، د «ځپنې وسیله» ګرځېدلې او په عملي ډول د طالبانو د رژیم د پیاوړتیا لامل شوې ده. عبدالمتین بېک ادعا کړې، چې ځایي خلک «په تشو لاسونو» د طالبانو پر وړاندې ولاړ دي؛ خو طالبان چې هغه یې «پردی ځواک» بولي، پر دوی ډزې کړې دي.
نوموړي د طالبانو مشرتابه ته په اشارې زیاته کړې، هبتالله اخوندزاده او د هغه نږدې کسان د شمال د خلکو اعتراضونه په زوره ځپي او هڅه کوي د خلکو «د اعتراض غږ» ډب کړي. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان کانونه د ټول ملت شتمني ده او باید د ملي ګټو لپاره وکارول شي، نه د کومې ځانګړې ډلې یا خوځښت په ګټه.
بېک همدارنګه وایي، طالبان کانونو ته د غنیمت په سترګه ګوري او ځایي خلکو ته د دغه شتمنیو په ګټه اخیستنه کې هېڅ برخه نه ورکول کېږي. د هغه په وینا؛ له بهر څخه شرکتونه راځي، کانونه راباسي؛ خو د سیمې خلک ترې هېڅ ګټه نه اخلي. هغه د خلکو اعتراضونه «پر ځای او برحقه» بللي دي.
له څو ورځو راهیسې د تخار ولایت په چاهاب ولسوالۍ کې د طالبانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ نښتې روانې دي. ځایي خلک د هغو شرکتونو له فعالیتونو سره مخالفت کوي، چې د طالبانو پورې تړلي دي او په کانونو کې کار کوي. د چاهاب ولسوالۍ د اوسېدونکو او د طالبانو پورې تړلو شرکتونو ترمنځ د سرو زرو د کان د استخراج پر سر د نښتو له امله تر اوسه پورې لږ تر لږه څلور ځایي اوسېدونکي او د طالبانو یو غړی وژل شوي او ۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې؛ معترضانو د دغه شرکتونو تجهیزات سوځولي او د شرکتونو مسوولان له سیمې وتلي دي.
د چاهاب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د دوی اعتراضونه د سرو زرو د نامسلکي استخراج، د چاپېریال جدي زیانونو او د پراخو کېندنو له امله د اوبو د سرچینو د پرې کېدو پر وړاندې دي. د دوی په وینا؛ سره له دې چې طالبانو د وضعیت د ارزونې لپاره یو پلاوی استولی، خو تاوتریخوالی لا هم پای ته نهدی رسېدلی.
طالبانو په وروستیو میاشتو کې په بدخشان او تخار ولایتونو کې د ځمکې لاندې کانونو، په ځانګړي ډول د سرو زرو استخراج پراخ کړی دی او د راپورونو له مخې؛ د افغانستان په شمال کې سلګونه شرکتونه په دې برخه کې فعالیت لري.

په هلمند کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي، چې د هلمندي تولیداتو لپاره د بازار موندنې او د صنعتکارانو د هڅونې په موخه د راتلونکي میاشت په پنځمه نېټه د کورني تولیداتو ستر نندارتون جوړوي.
په هلمند کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست او د کانونو او صنایع خونې په ګډه د سلواغې په پنځمه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د کورني تولیداتو ستر نندارتون جوړوي.
طالبانو ویلي، په یاد نندارتون کې به د هلمندي صنعتکاراتو لهخوا تولید شوي توکي نندارې ته وړاندې شي.
په هلمند کې طالب مسوولینو له هلمندي سوداګرو او عامو خلکو غوښتنه کړې، څو په یاد نندارتون کې ګډون وکړي.
طالبانو ویلي، چې د کورني تولیداتو د نندارتونونو جوړول د بازار موندنې، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د کورني تولیداتو په برخه کې د صنعتکارانو د هڅونې لپاره اغېزناک دي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې هره ورځ ایران ته د هرات له لارې سلګونه زره ډالر قاچاق کېږي. سرچینو ویلي، د ګټې د کموالي له امله ایران ته د بهرنیو اسعارو قاچاق کم شوی، خو د پیسو د لېږد ډېره برخه د اسلام کلا او دوغارون له لارو مشهد او له هغه ځایه د ایران تر نورو ښارونو رسېږي.
افغانستان انټرنشنل په هرات او مشهد کې له اوو صرافانو، د قاچاقي اسعارو لېږدونکو او کمېشن کارانو سره مرکې کړې دي.
ایران ته کوم اسعار او ولې قاچاق کېږي؟
د افغانستان انټرنشنل د موندنو لهمخې، له افغانستان څخه د نورو بهرنیو اسعارو پر تله ډالر ډېر قاچاق کېږي.
په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره میلیاردونه ډالر لګول شوي، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته له افغانستان سره مرستې کمې شوي، خو د ملګرو ملتونو او امریکا بشري او نغدي مرستې لا هم دوام لري.
په ورته مهال بیا د افغانستان ګاونډی ایران د اقتصادي بندیزونو له امله د ډالرو له کمښت سره مخ دی.
په ایران کې د ډالرو تشې ډکولو لپاره افغانستان او عراق د یاد هېواد لپاره د ډالرو مهمې سرچینې دي او د ډالرو قاچاق، په ځانګړې توګه د هرت له لارې یو دوامداره او ګټور بهیر ګرځیدلی دی.
په ورته مهال، په روان کال کې طالبانو اعلان وکړ، چې هېچاته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان له پولو تر ۵۰۰ ډالرو ډېرې پیسې انتقال کړي. د تېر جمهوري نظام پر مهال هم ځینې کسان او ځانګړې ډلې د ډالرو د قاچاق په تور نیول کېدې، خو د افغانستان انټرنشنل د موندنو لهمخې، د ډالرو د قاچاق پروسه هېڅ وخت نهده دریدلې.
سرچینو په ټینګار سره ویلي، چې ځینې وختونه له افغانستان څخه د ډالرو د قاچاق مخنیوی یوازې په موقتي ډول ترسره شوی، خو د ډالرو د قاچاق کمېدلو لامل د تېر حکومت او د طالبانو د بندیزونو له امله نهدي، بلکې ریښه یې د ایران په بازار کې د ډالرو د غوښتنې په کموالي کې ده.
له افغانستان څخه ایران ته د پېسو د قاچاق درې عامې لارې
سرچینې وايي، چې ایران ته د ډالرو د قاچاق یوه برخه د نیمروز له لارې ترسره کېږي، خو د لارې د اوږد واټن له امله په بیه کې د بدلون خطر زیاتوي، نو د اسعارو قاچاق کوونکي لنډه لاره غوره ګڼي څو اسعار ژر تر ژره تر ټاکلي ځایه ورسوي.
د نړۍوالو ټکسيو له لارې د اسعارو لېږد
د موندونو لهمخې، بهرني اسعار له هرات څخه ایران ته په بېلابېلو بڼو قاچاق کېږي، خو اصلي لېږد یې د هغو ټکسیانو له لارې ترسره کېږي، چې هره ورځ د هرات ـ مشهد ترمنځ تګ راتګ کوي او یادې ټکسیانې د پیسو د لېږد مسوولیت لري.

د ټرانسپورټي شرکتونو یادې ځانګړې ټکسیانې هره ورځ د هرات ـ مشهد ترمنځ ګڼ مسافر دواړو خواو ته لېږدوي.
په هرات کې د یوې صرافۍ مسوول چې نهغواړي نوم یې واخېستل شي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ډالرو د قاچاق په اړه د طالبانو له پراخو سختګریو سربېره هم د جمهوریت پر تله د اسعارو قاچاق اسانه شوی دی. د نوموړي په خبره، پر بندرونو ایران ته تلونکې او راتلونکې ټکسیانې نه پلټل کېږي.
نوموړی وايي، که طالبان وغواړي نو په خورا اسانۍ سره د بهرنیو اسعارو د قاچاق مخه نیولای شي او ښايي ګڼ قاچاق کوونکي هم ونیسي.
د باروړونکو موټرو په وسیله د اسعارو قاچاق
په ورته مهال، ځینې سرچینې وايي، چې وخت نا وخت د باروړونکو لاریو په وسیله هم د اسعارو قاچاق ترسره کېږي، خو یاده طریقه ډېره خطرناکه ګڼل کېږي او له دې لارې د اسعارو قاچاق ډېر کم تر سره کېږي. د سرچینې په وینا، ښايي لارۍ تر پنځو ورځو پورې په ګمرک کې ایسار شي، خو د ډالرو قاچاق او انتقال د هرې ورځې د بازار له قیمت سره سم تر سره کېږي او په داسې حالاتو کې قاچاق کوونکي زیانمن کېږي.
سرچینې ویلي، چې د جمهوري نظام پر مهال یادو باروړونکو لاریو د اسعارو په قاچاق کې مهم رول درلود، خو اوس له یادې لارې د اسعارو قاچاق کم شوی دی.
د اوږد مهاله ویزو لرونکو کسانو لهخوا د اسعارو لېږد
بېلابېلو سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې د اسعارو د قاچاق درېیم ډول د اوږد مهاله ویزو لرونکو کسانو لهخوا تر سره کېږي. د دوی په خبره، په هرات کې د ایران کونسلګرۍ یو شمېر هرات مېشتو ته درې میاشتنۍ ویزې ورکړې دي او یاد کسان هره ورځ له ایران څخه افغانستان ته او له افغانستان څخه ایران ته په کمه اندازه توکي په لاس کې انتقالوي.
د سرچینو په وینا، یادو کسانو به مخکې وختونو کې وریجې او برېښنايي وسایل ایران ته انتقالول او له ایران څخه به یې نور توکي افغانستان ته راوړل، خو اوس طالبانو له افغانستان څخه ایران ته د وریجو په ګډون چې ډېره ګټه ترې لاسته راتله، د نورو توکو لېږد بند کړی او یاد کسان د دې پرځای چې ایران ته خالي لاس لاړ شي، له ځان سره ډالر انتقالوي.
سرچینې زیاتوي، که څه هم یاد کسان پر یوه وخت ډیرې پیسې نهشي لېږدولی، خو د اوږد مهاله ویزو لرونکو کسانو ډېر شمېر ته په کتو هره ورځ سلګونه زره ډالر ایران ته انتقالېږي. یوه صراف ویلي، چې هره له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ ویزه لرونکي کسان پر یاده لاره تګ راتګ کوي، که هر یو له ځان سره له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالره انتقال کړي، نو هره ورځ به له ۶۰۰ زره څخه تر یو میلیون ډالر ایران ته قاچاق شي.
سرچینو افغانستان انټرنشل ته ویلي، چې د تېر جمهوري نظام د استخباراتي ادارو لوړپوړي چارواکي هم ایران ته د بهرنیو اسعار په قاچاق کې ښکیل وو او یاد کار طالبانو ته له تېر حکومت څخه په میراث کې پاتې شوی دی، خو د سرچینو په وینا، دمګړی د تېر حکومت پر تله ایران ته د بهرنیو اسعار قاچاق کم شوی دی.
د اسعارو په قاچاق کې د ایران رول
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ایران د بهرنیو اسعارو د قاچاق هرکلی کوي. د دوی په وینا، کله چې قاچاق کوونکي د افغانستان له پولې ایران ته ننوځي، نو د دوغارون پر پوله سرحدي ګمرک ته ځان رسوي او د سرحدي ګمرک افسران او د ایران د اطلاعاتو وزارت استازي یادو قاچاق کوونکو د پیسو د انتقال جواز ورکوي.
د انتقال له جواز تر لاسه کولو وروسته یاد کسان په ډیرې اسانۍ سره د ایران هرې برخې ته ډالر انتقالولی شي.
سرچینو ویلي، که ایراني سرچینو ته د پیسو د لېږد په اړه معلومات ور نهکړل شي، ښايي د پیسو د ضبط ترڅنګ له درنې جریمې سره مخ شي.
سرچینو دا هم ویلي، هغه کسان چې ایران ته ډیرې پیسې قاچاق کوي، په هرات کې د ایران له کونسلګرۍ سره ښې اړیکې لري او هغوی ته په ډیرې اسانۍ سره اوږدمهاله ویزه ورکوي.
د قاچاق حجم او ګټې
له افغانستان څخه ایران ته د پیسو د ورځنۍ یا میاشتنۍ د لېږد په اړه کره شمیرې نشته، ځکه دا کار په غیر رسمي ډول ترسره کېږي او تل بدلون کوي، خو سرچینو ویلي، چې کله نا کله په موټرو کې تر ۲۰۰ زرو ډالر هم ځای پر ځای کېږي.
همدارنګه سرچینو ویلي، چې له دې څخه د ډېرو پیسو لېږد د افغانستان او ایران دننه په همغږۍ سره ترسره کېدای شي.
یوې سرچینې ویلي، چې دمګړۍ ایران ته د پیسو د لېږد کمېشن د هر ۱۰۰ زرو پر سر له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ ډالرو پورې دی، خو په ایران کې د لاریونونو له زیاتوالي سره د پیسو د انتقال کمېشن هم لوړ شوی دی. د دوی په خبره، پیسې لومړۍ مشهد او له هغه ځایه بیا د ایران نورو سیمو ته لېږدول کېږي.
د پیسو یوه قاچاق کوونکي ویلي، که یو کس له هرات څخه ایران ته د نن نیټې د مرغومي ۱۸مه د تبادلې په قیمت مشهد ته ډالر ولېږدوي د هر ډالر قیمت ۱۴۶۵۰۰ تومان دی، خو که دا پیسې په تهران کې وسپارل شي، نو د هر ډالر قیمت به ۱۴۸۰۰۰ تومان حساب شي؛ د الوتکې د ټکټ د قیمت او د پیسو د لېږد د لوړ خطر له امله ډیری وختونه یاد کسان په مشهد کې د پیسو سپارل غوره ګڼي.
د سرو زرو د قاچاق د تقاضا زیاتېدل
سرچینو ویلي، چې په دې وروستیو کې د صرافانو لپاره د اسعارو د قاچاق عمومي ګټه راکمه شوې ده. دوی وايي، چې په تېرو کلونو کې د هرو ۱۰۰ زرو ډالرو لېږد، د پیسو د اصلي څښتن لپاره تر ۵۰ میلیونه تومان ګټه رسوله، خو اوس د ډالرو له قاچاق څخه د تر لاسه کېدونکې ګټې کچه راټېټه شوې ده. د یادو سرچینو د معلوماتو لهمخې، په دې وروستیو کې د پیسو یو شمېر قاچاق کوونکو له افغانستان څخه ایران ته د سرو زرو انتقال ته مخه کړې ده.
یوه طالب د نوم د نهخپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل ته له افغانستان څخه ایران ته د سرو زرو د قاچاق کچې د لوړېدو پخلی کړی دی. یاد طالب چارواکي ویلي، چې دوه اوونۍ مخکې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ یو اوسېدونکی ایران ته د نږدې ۵ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په تور ونیول شو.
د هرات او ایران د بازارونو تکیه
د هرات او د ایران د اسعارو د بازار ترمنځ دوه اړخیزه اړیکه شته. افغانستان انټرنشنل په لومړي ځل موندلې، چې له ایران څخه هم هرات ته لږ تر لږه په دوو پړاوونو کې ډالر قاچاق شوي دي.
بېلابېلو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د ډالرو پر وړاندې د تومان ارزښت په لوړېدو سره، ډالر له ایران څخه هرات ته قاچاق کېږي، خو د ایراني چارواکو د سختۍ له امله له ایران څخه هرات ته د ډالرو د قاچاق خطر خورا لوړ دی.
سرچینو ویلي، چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړو له پای ته رسېدو وروسته د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت لوړ شو او د شاوخوا شلو ورځو لپاره له ایران څخه هرات ته د ډالرو د لېږد کچه لوړه وه.
هرات څه ډول د ایران د اسعارو بازار کنټرولوي؟
افغانستان انټرنشنل په ایران کې له دوو افغان صرافانو سره خبرې کړي. دوی وايي، چې د هرات د اسعارو بازار په ایران کې د اسعارو د تبادلې لپاره د قیمتونو په ټاکلو کې مهم او اغېزناک رول لري. د دوی په خبره، په ایران کې د بندیزونو، د اسعارو د لېږد لپاره د رسمي لارو نشتوالي او په ایران کې د ناسمو پولي تګلارو له امله په هرات کې د اسعارو په قیمتونو کې کوچنی بدلون له څو ساعتونو څخه وروسته په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې د اسعارو پر بازارونو هم څرکندیږي.
په هرات کې د صرافانو ټولنې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل:«ښايي باور کول یې ګران وي، چې په هرات کې یوه شل کسیزه ډله په ایران کې د ډالرو بیې ټاکي.»
نوموړی زیاتوي، چې په هرات کې د قمار په څېر سوداګري روانه ده، خلک یې «سفتهبازي» بولي. د سرچینې په وینا، په دې کې خلک سلګونه زره ډالر په هغه نرخ اخلي او پلوري چې په بازار کې ورته «فردایي» يا د سبا نرخ وايي. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې په دې معاملو کې هېڅ فزیکي نغدي پيسې نهلیږدول کېږي؛ خلک يوازې په دې شرطونو باندې حساب کوي چې سبا به نرخ بدل شي او پر هغې به ګټه يا تاوان معلوموي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، یاد کسان د ټېلګرام چینلونه لري، چې د ایران پر بازار یې قوي اغېز شیندلی او هر هغه قیمت چې یاد کسان د ګټې او زیان په توګه ټاکي، د ایران بازار یې تر اغېز لاندې راځي.
د روان کال په لړم میاشت کې ایراني رسنیو د ایران د مرکزي بانک د پخواني رییس محمد رضا فرزین او د هرات د صرافانو د لېدنې انځور خپور کړی و او یاده موضوع له سختو غبرګونونو سره مخ شوه، خو د ایران مرکزي بانک د یوې رسمې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د هرات صرافانو د ایران په سرحدي ولایتونو کې د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه له فرزین سره کتلي و.

په ورته مهال، ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یادې لېدنې پر مهال په ایران کې د هرات د یو شمېر صرافانو د بانکي حسابونو د تړل کېدو په تړاو خبرې شوي، خو د هرات د صرافانو یوې سرچینې چې په یاده غونډه کې یې ګډون درلود ویلي، چې د ایران د مرکزي بانک پخواني رییس د هرات له صرافانو څخه غوښتنه کړې وه، د هغو کسانو د فعالیتونو مخه ونیسي، چې په ایران کې د اسعارو د بازار قیمتونه اغیزمنوي.