د دغه بنسټ مشر شان وان ډایور وایي، دغه اقدام ان د هغو افغانانو پر وړاندې هم شوی چې د امریکا د فعاله پوځي سرتېرو د کورنۍ غړي دي او لا له وړاندې د بیا مېشتېدو لپاره منل شوي وو.
د افغاناېواک په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د امریکا حکومت ځینو افغان کډوالو ته د ۴۵۰۰ ډالرو وړاندیز کړی؛ څو متحده ایالات پرېږدي او یا هم ورته له تګ کولو ډډه وکړي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې هره ورځ ایران ته د هرات له لارې سلګونه زره ډالر قاچاق کېږي. سرچینو ویلي، د ګټې د کموالي له امله ایران ته د بهرنیو اسعارو قاچاق کم شوی، خو د پیسو د لېږد ډېره برخه د اسلام کلا او دوغارون له لارو مشهد او له هغه ځایه د ایران تر نورو ښارونو رسېږي.
افغانستان انټرنشنل په هرات او مشهد کې له اوو صرافانو، د قاچاقي اسعارو لېږدونکو او کمېشن کارانو سره مرکې کړې دي.
ایران ته کوم اسعار او ولې قاچاق کېږي؟
د افغانستان انټرنشنل د موندنو لهمخې، له افغانستان څخه د نورو بهرنیو اسعارو پر تله ډالر ډېر قاچاق کېږي.
په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره میلیاردونه ډالر لګول شوي، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته له افغانستان سره مرستې کمې شوي، خو د ملګرو ملتونو او امریکا بشري او نغدي مرستې لا هم دوام لري.
په ورته مهال بیا د افغانستان ګاونډی ایران د اقتصادي بندیزونو له امله د ډالرو له کمښت سره مخ دی.
په ایران کې د ډالرو تشې ډکولو لپاره افغانستان او عراق د یاد هېواد لپاره د ډالرو مهمې سرچینې دي او د ډالرو قاچاق، په ځانګړې توګه د هرت له لارې یو دوامداره او ګټور بهیر ګرځیدلی دی.
بېلابېلو سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې د اسعارو د قاچاق درېیم ډول د اوږد مهاله ویزو لرونکو کسانو لهخوا تر سره کېږي. د دوی په خبره، په هرات کې د ایران کونسلګرۍ یو شمېر هرات مېشتو ته درې میاشتنۍ ویزې ورکړې دي او یاد کسان هره ورځ له ایران څخه افغانستان ته او له افغانستان څخه ایران ته په کمه اندازه توکي په لاس کې انتقالوي.
د سرچینو په وینا، یادو کسانو به مخکې وختونو کې وریجې او برېښنايي وسایل ایران ته انتقالول او له ایران څخه به یې نور توکي افغانستان ته راوړل، خو اوس طالبانو له افغانستان څخه ایران ته د وریجو په ګډون چې ډېره ګټه ترې لاسته راتله، د نورو توکو لېږد بند کړی او یاد کسان د دې پرځای چې ایران ته خالي لاس لاړ شي، له ځان سره ډالر انتقالوي.
سرچینې زیاتوي، که څه هم یاد کسان پر یوه وخت ډیرې پیسې نهشي لېږدولی، خو د اوږد مهاله ویزو لرونکو کسانو ډېر شمېر ته په کتو هره ورځ سلګونه زره ډالر ایران ته انتقالېږي. یوه صراف ویلي، چې هره له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ ویزه لرونکي کسان پر یاده لاره تګ راتګ کوي، که هر یو له ځان سره له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالره انتقال کړي، نو هره ورځ به له ۶۰۰ زره څخه تر یو میلیون ډالر ایران ته قاچاق شي.
سرچینو افغانستان انټرنشل ته ویلي، چې د تېر جمهوري نظام د استخباراتي ادارو لوړپوړي چارواکي هم ایران ته د بهرنیو اسعار په قاچاق کې ښکیل وو او یاد کار طالبانو ته له تېر حکومت څخه په میراث کې پاتې شوی دی، خو د سرچینو په وینا، دمګړی د تېر حکومت پر تله ایران ته د بهرنیو اسعار قاچاق کم شوی دی.
د اسعارو په قاچاق کې د ایران رول
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ایران د بهرنیو اسعارو د قاچاق هرکلی کوي. د دوی په وینا، کله چې قاچاق کوونکي د افغانستان له پولې ایران ته ننوځي، نو د دوغارون پر پوله سرحدي ګمرک ته ځان رسوي او د سرحدي ګمرک افسران او د ایران د اطلاعاتو وزارت استازي یادو قاچاق کوونکو د پیسو د انتقال جواز ورکوي.
د انتقال له جواز تر لاسه کولو وروسته یاد کسان په ډیرې اسانۍ سره د ایران هرې برخې ته ډالر انتقالولی شي.
سرچینو ویلي، که ایراني سرچینو ته د پیسو د لېږد په اړه معلومات ور نهکړل شي، ښايي د پیسو د ضبط ترڅنګ له درنې جریمې سره مخ شي.
سرچینو دا هم ویلي، هغه کسان چې ایران ته ډیرې پیسې قاچاق کوي، په هرات کې د ایران له کونسلګرۍ سره ښې اړیکې لري او هغوی ته په ډیرې اسانۍ سره اوږدمهاله ویزه ورکوي.
د قاچاق حجم او ګټې
له افغانستان څخه ایران ته د پیسو د ورځنۍ یا میاشتنۍ د لېږد په اړه کره شمیرې نشته، ځکه دا کار په غیر رسمي ډول ترسره کېږي او تل بدلون کوي، خو سرچینو ویلي، چې کله نا کله په موټرو کې تر ۲۰۰ زرو ډالر هم ځای پر ځای کېږي.
همدارنګه سرچینو ویلي، چې له دې څخه د ډېرو پیسو لېږد د افغانستان او ایران دننه په همغږۍ سره ترسره کېدای شي.
یوې سرچینې ویلي، چې دمګړۍ ایران ته د پیسو د لېږد کمېشن د هر ۱۰۰ زرو پر سر له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ ډالرو پورې دی، خو په ایران کې د لاریونونو له زیاتوالي سره د پیسو د انتقال کمېشن هم لوړ شوی دی. د دوی په خبره، پیسې لومړۍ مشهد او له هغه ځایه بیا د ایران نورو سیمو ته لېږدول کېږي.
د پیسو یوه قاچاق کوونکي ویلي، که یو کس له هرات څخه ایران ته د نن نیټې د مرغومي ۱۸مه د تبادلې په قیمت مشهد ته ډالر ولېږدوي د هر ډالر قیمت ۱۴۶۵۰۰ تومان دی، خو که دا پیسې په تهران کې وسپارل شي، نو د هر ډالر قیمت به ۱۴۸۰۰۰ تومان حساب شي؛ د الوتکې د ټکټ د قیمت او د پیسو د لېږد د لوړ خطر له امله ډیری وختونه یاد کسان په مشهد کې د پیسو سپارل غوره ګڼي.
نوموړی زیاتوي، چې په هرات کې د قمار په څېر سوداګري روانه ده، خلک یې «سفتهبازي» بولي. د سرچینې په وینا، په دې کې خلک سلګونه زره ډالر په هغه نرخ اخلي او پلوري چې په بازار کې ورته «فردایي» يا د سبا نرخ وايي. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې په دې معاملو کې هېڅ فزیکي نغدي پيسې نهلیږدول کېږي؛ خلک يوازې په دې شرطونو باندې حساب کوي چې سبا به نرخ بدل شي او پر هغې به ګټه يا تاوان معلوموي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، یاد کسان د ټېلګرام چینلونه لري، چې د ایران پر بازار یې قوي اغېز شیندلی او هر هغه قیمت چې یاد کسان د ګټې او زیان په توګه ټاکي، د ایران بازار یې تر اغېز لاندې راځي.
د روان کال په لړم میاشت کې ایراني رسنیو د ایران د مرکزي بانک د پخواني رییس محمد رضا فرزین او د هرات د صرافانو د لېدنې انځور خپور کړی و او یاده موضوع له سختو غبرګونونو سره مخ شوه، خو د ایران مرکزي بانک د یوې رسمې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې د هرات صرافانو د ایران په سرحدي ولایتونو کې د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه له فرزین سره کتلي و.
د ایران د مرکزي بانک پخوانی رییس محمد رضا فرزین او د هرات صرافان
اوسنی سیاسي جوړښت د «امارت» تر چتر لاندې خورا متمرکز دی؛ ملا هبتالله اخوندزاده له کندهاره سترې پرېکړې کوي او د وزیرانو او د ادارو د مشرانو ټاکنه شخصي وفادارۍ او ایډیولوژیکي همغږۍ پورې اړونديږي.
د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون او له هغه څخه راولاړ شوي نهادي توازنونه (مقننه، قضاییه، اجراییه) عملاً لغوه شوي او د «چک او بېلانس» مېکانیزمونه موجود نهدي. محاکم د حنفي فقهې تر سخت تعبیر لاندې فعالیت کوي او د جمهوري دورې د قوانینو یوازې هغه برخې منل کېږي چې له حاکم تعبیر سره ټکر نهلري. دا حالت د تصمیمنیونې شفافیت او عامه حسابورکونې بنسټونه له منځه وړي او د سیاسي مشروعیت بحران ژوروي.
د امیر له لوري د لوړې کچې چارواکو مستقیمه ګومارنه او د کندهار–کابل تر منځ «دو مرکزه» قدرتي نظم، چې پرېکړې له رسمي دولتي کانالونو بهر ابلاغېږي، د طالبانو په داخل کې د قدرت د انحصار روښانه نښې دي.
په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د امر بالمعروف طالبي قانون د عامه چلند د کنټرول لپاره مذهبي بنسټونو ته پراخ صلاحیتونه ورکوي، چې د حکومتدارۍ دننه د غیر انتخابي جوړښتونو نفوذ زیاتوي. دغې مسالې نهیوازې غیر طالب افغانان تر فشار لاندې نیولي، بلکې د طالبانو په لیکو کې یې د قدرت هرج و مرج جوړ کړی دی.
د شریعت سخت تعبیر
په ۲۰۲۴ کال کې د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» نوي قانون او اړوندو فرمانونو لهمخې د ښځو پر تګ راتګ د محرم لرلو شرط لا سخت شوی، پر ظاهري بڼه، کلتوري فعالیتونو (لکه نوروز او یلدا)، موسیقۍ او رسنیزو تولیداتو پراخ محدودیتونه وضع شوي. دا محدودیتونه د ښځو د کار او تعلیم په ساحه کې تر ټولو اغېزناک دي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (UNDP) د ۲۰۲۵ کال په راپور «Socio‑Economic Review» کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او تعلیم د سختو محدودیتونو له امله د ښځو اقتصادي ګډون بېسارې ټیټې کچې ته رسېدلی، خو په ۲۰۲۴ کې یوازې نږدې ۷٪ ښځې له کوره بهر په کار بوختې وې.
د یو این ډي پي د ارزونو لهمخې، دغه کمښت ناڅاپي نه، بلکې د سیسټماتیکو بندیزونو پایله ده، تر ټولو مهم یې د محرم شرط، د ښځو پر تګ راتګ محدودیت او هغوی له ډېرو مسلکي سکټورونو څخه ایستل دي. په راپور کې ټینګار شوی، چې دا محدودیتونه د ښځو د بشري حقونو له نقض پرته، د افغانستان د اقتصادي جوړښت لپاره هم ستر زیان دی.
یو این ډي پي په همدې راپور کې لیکي، چې د ښځو د کار بندیز یوازې لنډمهاله ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان په اقتصاد کې د اوږد مهاله رکود د دوام یو مهم عامل دی. د دوی تحلیل ښيي چې د ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۶ پورې د ښځو پر کار بندیزونه او د زدهکړو پر وړاندې خنډونه به د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۹۲۰ میلیونه ډالر مالي ضرر ورسوي. دا شمېر د هغو اقتصادي فرصتونو د لهمنځه تلو استازیتوب کوي، چې ښځې یې د تولید، خدماتو، روغتیا، تعلیم او سوداګرۍ په برخو کې رامنځته کولی شي.
دا ارزونه ښيي، چې د ښځو له فعال ګډون پرته نه یوازې تولیدي سکتور زیانمنېږي، بلکې کورني اقتصادونه، متوسطه طبقه او د بشري پانګې راتلونکی نسل هم د کمزورتیا له خطر سره مخ کېږي.
همدا راز اوچا او د بشري وضعیت نور نړۍوال ارزونکي بنسټونه د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» او نورو مذهبي پالیسیو په اړه په خپلو ۲۰۲۵–۲۶ HNRP تحلیلونو کې څرګندوي چې دا قوانین د ښځو پر تګ راتګ، کار، تعلیم او عامه برخه اخیستنه سخت محدودیتونه لګوي او دا محدودیتونه تر هر څه وړاندې د بشري خدماتو پر سیستم مستقیم اغېز کوي.
دغه اختلافات یوازې د ټولنیزو پالیسیو تر کچې محدود نه دي؛ بلکې د امنیتي او سیاسي پرېکړو په میدان کې هم ښکاره کېږي، لکه د ۲۰۲۵ په وروستیو کې له پاکستان سره د نښتو پر مهال د ځینو سیمهییزو قوماندانانو مستقل او غیر همغږي اقدامات.
دا ټولې نښې ښيي، چې د ژمي په موسم کې به د خوړو، پاکو اوبو او روغتیا د بحران اغېزې د بې ساري انساني ناورین بڼه خپلوي.
بېرته راستنېدونکي او داخلي بې ځایه شوي
په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د سیاستونو بدلون له امله شاوخوا ۲.۵ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي؛ په ۲۰۲۶ کې تمه کېږي، چې دا بهیر به لا چټک شي او نېږدې نیم میلیون انسانان به نور هم افغانستان ته ستانه شي.
دا ستنېدنه د کوربه ولایتونو پر منابعو فشار زیاتوي او د کار، خوراک، سرپناه او خدماتو غوښتنه لا پسې ډېروي، چې طالبان نهشي کولی دغو ټولو ته د کار، سرپناه او خوراک مرسته ورسوي.
امنیتي وضعیت: داعش–خراسان او داخلي تاوتریخوالی
سره له دې چې تېر ته په کتو په افغانستان کې پراخ جګړهییز حالت کم شوی، خو داعش - خراسان ډلې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې لږ تر لږه ۲۳ بریدونه ترسره کړي؛ ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ له نومبر څخه د ۲۰۲۴ تر نومبره ۸۶۵۰ امنیتي پېښې ثبت کړي، چې پهکې ۱۵۶ ملکي کسان وژل شوي او ۴۲۶ نور ټپیان شوي دي.
په وروستیو کې له پاکستان سره جګړې، هوايي بریدونه او داخلي کشمکشونو هم مرګ ژوبله اړولې چې تر اوسه یې دقیق ارقام نهدي معلوم.
که په لنډ ډول ووایو، د افغانستان حکومتدارۍ بحران څو بعدي دی: متمرکز غیر شفاف قدرت، د شریعت سخت تعبیر، د ښځو سیستماتیک محدودیت، اقتصادي رکود، بشري بحران، امنیتي بېثباتي او نړیواله انزوا د دې سبب شوې چې د افغانستان د حکومتولۍ بحران او ملي کړکېچ لاپسې ژور کړي.