• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د تخار له اعتراضونو سره هم مهاله د خپل سري کان کیندنې په تړاو خبرداری ورکړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۰

په تخار او بدخشان کې د کانونو په اړه د خلکو له نارضایتۍ سره هم مهاله د طالبانو د کانونو وزارت اعلان وکړ، چې د کانونو بې‌اجازې او خپل سري استخراج منع او «جرم» بلل کیږي.طالبانو ټينګار کړی، چې د شپږو اوونیو په جریان کې که استخراج شوي کانونه ثبت نه‌شي نو هېڅوک یې د صادراتو حق نه‌لري.

د طالبانو دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې له هغو اشخاصو او ډلو سره به «جدي چلند» وشي، چې پرته له اجازې کان کېندنې ته مخه کوي.

د طالبانو د کانونو وزارت ټینګار کړی، هغه کسان چې د شپږو اوونیو په اوږدو کې خپل استخراج شوي کانونه ثبت نه‌کړي، نو تر هغې وروسته به د کارولو یا صادرولو حق ونه‌لري.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، هغه کانونه چې تر دې وړاندې استخراج شوي، خو په رسمي توګه ثبت شوي نه‌‌دي ضبط به شي.

دغه خبرپاڼه په داسې حال کې خپرېږي، چې په دې وروستيو ورځو کې په تخار او بدخشان کې د سرو زرو د کانونو د استخراج پر سر د سيمه‌ ييزو خلکو او د طالبانو د نښتو راپورونه خپاره شوي دي.

سيمه‌‌ييز خلک په دغو کانونو کې د طالبانو اړوند شرکتونو له حضور او فعاليت سره مخالفت لري. د تخار د چاه‌‌اب ولسوالۍ د خلکو او د طالبانو اړوند شرکتونو ترمنځ د سرو زرو کان پر سر په نښتو کې لږ تر لږه ۴ سيمه‌‌ييز اوسېدونکي او يو طالب وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي، چې معترضینو د شرکتونو ځينې تجهيزات سوځولي او د دغو شرکتونو مسوولينو سيمه پرې ايښې ده.

د چاه‌اب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دوی اعتراضونه د سرو زرو د بې‌ پروا استخراج، د جدي چاپېريالي ستونزو او د پراخو کيندنو له امله د اوبو د سرچينو د چېدو له امله دي. د هغوی په وينا، سره له دې چې طالبان د وضعيت د څېړلو لپاره يو پلاوی سيمې ته لېږلی، خو بيا هم شخړې په سيمه کې دوام لري.

په وروستيو مياشتو کې طالبان په پراخه پيمانه تر ځمکې لاندې کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو استخراج زيات کړی او سلګونه شرکتونه د افغانستان په شمال کې د کانونو پر استخراج بوخت دي.

طالبان له دغو کانونو عواید، پرته له دې چې د سیمې اوسېدونکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي، مخامخ خپلو خزانو ته لېږدوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

سخت تعبیره پالیسي؛ د افغانستان د حکومتدارۍ بحران، اقتصادي رکود او پر انحصار ولاړه اداره

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۴ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

په ننني افغانستان کې د اساسي قانون لغوه کېدل، د دولتي قواوو توازن له‌منځه تلل، د شفافیت نشتوالی او د شریعت سخت تعبیر مرکزي نقش لري. نړۍوالې ادارې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ له سترو بحراني هېوادونو څخه ګڼي، چې ۲۱.۹ میلیونه وګړي یې (نږدې ۴۵٪ نفوس) بېړنیو مرستو ته اړ دي.

د دې اړتیاوو بنسټیز لاملونه د اقتصادي کمزورۍ، د ښځو د حقونو سیسټماتیک محدودیت، اقلیمي وچکالۍ او د سترو ستنېدونکو له فشارونو سره تړلي دي. دغه عمومي چوکاټ د حکومتولۍ د بحران ریښه روښانوي او د داخلي–خارجي اغېزو نقش واضح کوي.

متمرکز او غیر شفاف واکمن جوړښت

اوسنی سیاسي جوړښت د «امارت» تر چتر لاندې خورا متمرکز دی؛ ملا هبت‌الله اخوندزاده له کندهاره سترې پرېکړې کوي او د وزیرانو او د ادارو د مشرانو ټاکنه شخصي وفادارۍ او ایډیولوژیکي همغږۍ پورې اړونديږي.

د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون او له هغه څخه راولاړ شوي نهادي توازنونه (مقننه، قضاییه، اجراییه) عملاً لغوه شوي او د «چک او بېلانس» مېکانیزمونه موجود نه‌دي. محاکم د حنفي فقهې تر سخت تعبیر لاندې فعالیت کوي او د جمهوري دورې د قوانینو یوازې هغه برخې منل کېږي چې له حاکم تعبیر سره ټکر نه‌لري. دا حالت د تصمیم‌نیونې شفافیت او عامه حساب‌ورکونې بنسټونه له منځه وړي او د سیاسي مشروعیت بحران ژوروي.

د امیر له لوري د لوړې کچې چارواکو مستقیمه ګومارنه او د کندهار–کابل تر منځ «دو مرکزه» قدرتي نظم، چې پرېکړې له رسمي دولتي کانالونو بهر ابلاغېږي، د طالبانو په داخل کې د قدرت د انحصار روښانه نښې دي.

په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د امر بالمعروف طالبي قانون د عامه چلند د کنټرول لپاره مذهبي بنسټونو ته پراخ صلاحیتونه ورکوي، چې د حکومتدارۍ دننه د غیر انتخابي جوړښتونو نفوذ زیاتوي. دغې مسالې نه‌یوازې غیر طالب افغانان تر فشار لاندې نیولي، بلکې د طالبانو په لیکو کې یې د قدرت هرج و مرج جوړ کړی دی.

د شریعت سخت تعبیر

په ۲۰۲۴ کال کې د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» نوي قانون او اړوندو فرمانونو له‌مخې د ښځو پر تګ راتګ د محرم لرلو شرط لا سخت شوی، پر ظاهري بڼه، کلتوري فعالیتونو (لکه نوروز او یلدا)، موسیقۍ او رسنیزو تولیداتو پراخ محدودیتونه وضع شوي. دا محدودیتونه د ښځو د کار او تعلیم په ساحه کې تر ټولو اغېزناک دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (UNDP) د ۲۰۲۵ کال په راپور «Socio‑Economic Review» کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او تعلیم د سختو محدودیتونو له امله د ښځو اقتصادي ګډون بې‌سارې ټیټې کچې ته رسېدلی، خو په ۲۰۲۴ کې یوازې نږدې ۷٪ ښځې له کوره بهر په کار بوختې وې.

د یو این ډي پي د ارزونو له‌مخې، دغه کمښت ناڅاپي نه، بلکې د سیسټماتیکو بندیزونو پایله ده، تر ټولو مهم یې د محرم شرط، د ښځو پر تګ راتګ محدودیت او هغوی له ډېرو مسلکي سکټورونو څخه ایستل دي. په راپور کې ټینګار شوی، چې دا محدودیتونه د ښځو د بشري حقونو له نقض پرته، د افغانستان د اقتصادي جوړښت لپاره هم ستر زیان دی.

یو این ډي پي په همدې راپور کې لیکي، چې د ښځو د کار بندیز یوازې لنډمهاله ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان په اقتصاد کې د اوږد مهاله رکود د دوام یو مهم عامل دی. د دوی تحلیل ښيي چې د ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۶ پورې د ښځو پر کار بندیزونه او د زده‌کړو پر وړاندې خنډونه به د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۹۲۰ میلیونه ډالر مالي ضرر ورسوي. دا شمېر د هغو اقتصادي فرصتونو د له‌منځه تلو استازیتوب کوي، چې ښځې یې د تولید، خدماتو، روغتیا، تعلیم او سوداګرۍ په برخو کې رامنځته کولی شي.

دا ارزونه ښيي، چې د ښځو له فعال ګډون پرته نه یوازې تولیدي سکتور زیانمنېږي، بلکې کورني اقتصادونه، متوسطه طبقه او د بشري پانګې راتلونکی نسل هم د کمزورتیا له خطر سره مخ کېږي.

همدا راز اوچا او د بشري وضعیت نور نړۍوال ارزونکي بنسټونه د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» او نورو مذهبي پالیسیو په اړه په خپلو ۲۰۲۵–۲۶ HNRP تحلیلونو کې څرګندوي چې دا قوانین د ښځو پر تګ راتګ، کار، تعلیم او عامه برخه‌ اخیستنه سخت محدودیتونه لګوي او دا محدودیتونه تر هر څه وړاندې د بشري خدماتو پر سیستم مستقیم اغېز کوي.

د دغو محدودیتونو ټولیز اغېز د اقتصادي رکود، بشري بحران او د ټولنیز ثبات د کمښت په توګه تعریفیږي.

100%

د مشرتابه اختلافات او د واک جګړه

د طالبانو دننه د کندهار هسته، د حقاني شبکه او ځینې سیمه‌ییز قوماندانان پر پالیسۍ او د قدرت په ناانډوله وېش اختلافات لري؛ په ځانګړي ډول د ښځو تعلیم، د طبي پوهنې او روغتيايي خدماتو په محدودیتونو کې «نرم‌کوونکي» او «سخت‌کوونکي» دریځونه ښکاره شوي. د ۲۰۲۴–۲۰۲۵ امنیتي وضعیت کې همدا اختلافات د داخلي انسجام پر نفوذ ځانګړی اغېز لري.

د کندهار د سخت دریځې هستې او د حقاني شبکې نسبتاً نرم دریځې کړۍ ترمنځ داخلي اختلاف په وروستیو کې په عملي ډول روښانه شوی دی. د ښځو د تعلیم، د روغتیايي پوهنې او د نجونو د زده‌کړو په اړه د پالیسیو پر سر څرګند درز رامنځته شوی، چې پکې د سراج‌الدین حقاني په څېر ځینې طالبان د تعلیم د بشپړ بندیز پر ضد نرمې نښې ښيي، خو د کندهار هسته یې په کلکه مخالفت کوي.

دغه اختلافات یوازې د ټولنیزو پالیسیو تر کچې محدود نه دي؛ بلکې د امنیتي او سیاسي پرېکړو په میدان کې هم ښکاره کېږي، لکه د ۲۰۲۵ په وروستیو کې له پاکستان سره د نښتو پر مهال د ځینو سیمه‌ییزو قوماندانانو مستقل او غیر همغږي اقدامات.

د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو ارزونې ښيي چې د طالبانو د داخلي انسجام کمزورتیا د پالیسیو په عملي کولو، امنیتي ثبات او د واک په وېش کې د ژورې بې‌باورۍ انعکاس دی.
بل‌خوا د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴–۲۰۲۵ امنیتي او سیاسي غونډو راپورونه څرګندوي، چې د طالبانو د حکومت د مشروعیت په اړه د امنیت شورا دایمي غړي په ژور اختلاف کې ښکېل دي، داسې چې د شورا د غړو تر منځ د تعامل، رسمیت پېژندنې او فشار د تګلارو په اړه هېڅ واحد دریځ نه‌دی رامنځته شوی.

د دغو غونډو د اسنادو له‌مخې، لوېدیځ هېوادونه د بشري حقونو، د ښځو د تعلیم او کار د محدودیتونو او د شمولیت د نشتوالي له امله د رسمیت مخالف دي، په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه لکه روسیه او چین د تعامل، ډېپلوماتیکو اړیکو او د طالبانو د استازو منلو ته نږدې دریځ لري، چې بېلګه یې په ۲۰۲۴ کې د چین له لوري د طالبانو د استازي د باورلیک منل او په هماغه کال کې د روسیې هغه قانون دی، چې د طالبانو د نوم لرې کولو لپاره زمینه برابروي.

دغه اختلافات په ګډه د دې لامل شوي، چې د نړۍوال مشروعیت موضوع د ملګرو ملتونو په سطحه له ګډې پرېکړې لرې پاتې شي او افغانستان د یوه غیر واضح ډېپلوماتیک وضعیت په منځ کې ایسار شي.

د نړۍوال مشروعیت نه موجودیت هم د طالبانو په داخلي کړیو کې یو درز رامنځته کړی، چې ځینې یې د کندهاري طالبانو د سخت دریځ پایله ګڼي.

اقتصادي رکود

له ۲۰۲۱ وروسته د افغانستان اقتصاد له ۱۸ څخه تر ۲۷ سلنې را ټیټ شوی دی؛ که څه هم ۲۰۲۴ کې شاوخوا ۲.۷٪ کوچنی مثبت بدلون ثبت شو، خو عمومي شاخصونه لا هم د رکود، فقر او د انسان‌پالو مرستو پر اتکا ټینګېدی شي. د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره وايي، ۷۵٪ وګړي د ورځنیو اړتیاو پوره کولو کې ستونزه لري؛ نړۍوال بانک د «Afghanistan Futures» په لړۍ کې د اقتصادي شاخصونو د کمزورتیا، بانکي محدودیتونو او خصوصي سکتور د ستونزو مستند تحلیل خپور کړی. د ښځو پر کار او حرکت بندیزونه د تولید، بشري پانګې او بازار د محدودېدو له لارې اقتصاد ته مستقیم زیان رسوي.

د نړۍوال بانک راپورونه ښيي، چې ډېری شرکتونو د پالیسۍ نامعلوم وضعیت، د نغدو پیسو بحران او لوژستیکي محدودیتونو له امله د پانګونې اراده له لاسه ورکړې ده.

100%

بشري بحران او د خوراکي خوندیتوب وضعیت

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د ژمي لپاره د بشري وضعیت ارزونې ښيي، چې افغانستان به په «کم‌حاصلاتو فصل» کې له خورا سختې لوږې سره مخ وي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر میاشتې د جینوا راپور په ډاګه کوي، چې د هېواد له درېیمې برخې څخه ډېر خلک ــ چې میلیونونه وګړي جوړوي ــ د IPC بحران یا د درېیمې درجې لوږې سره مخ دي، ځکه د وچکالۍ، اقتصادي ضعف او د فصلونو د کمزورۍ ګډ اغېز د خوړو لاسرسی محدود کړی دی. دغه راپور ټینګار کوي، چې د وچکالۍ له امله په یو شمېر سیمو کې د غلو - دانو حاصلات د اندېښنې وړ ټیټ شوي او د خوراکي موادو بیې لوړې شوي، چې د بې‌وزلو خلکو لپاره د خوړو د برابرولو توان نوره هم کمزوری کوي.

اوچا د ۲۰۲۶ د بشري اړتیاوو په تفصیلي پلان کې زیاتوي، چې په اتو ولایتونو کې د للمي غنمو په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کمښت راغلی دی، چې دا د هېواد د لوږې بحران لا پسې ژوروي. د دې تر څنګ، د اوبو رسونې، نظافت او روغتیايي خدماتو کمښت د کولرا د خپرېدو خطر زیات کړی، ځکه د خلکو لویه برخه غیر معیاري اوبه کاروي او ډېری کورنۍ د صابون یا لومړنیو حفظ الصحې وسایلو له کمښت سره مخ دي. همدغه وضعیت د موسمي ناروغیو د پراخېدو احتمال لوړوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د راستنېدونکو کورنیو پراخ فشار په‌کې لیدل کېږي.

دا ټولې نښې ښيي، چې د ژمي په موسم کې به د خوړو، پاکو اوبو او روغتیا د بحران اغېزې د بې ساري انساني ناورین بڼه خپلوي.

100%

بېرته راستنېدونکي او داخلي بې ځایه شوي

په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د سیاستونو بدلون له امله شاوخوا ۲.۵ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي؛ په ۲۰۲۶ کې تمه کېږي، چې دا بهیر به لا چټک شي او نېږدې نیم میلیون انسانان به نور هم افغانستان ته ستانه شي.

دا ستنېدنه د کوربه ولایتونو پر منابعو فشار زیاتوي او د کار، خوراک، سرپناه او خدماتو غوښتنه لا پسې ډېروي، چې طالبان نه‌شي کولی دغو ټولو ته د کار، سرپناه او خوراک مرسته ورسوي.

امنیتي وضعیت: داعش–خراسان او داخلي تاوتریخوالی

سره له دې چې تېر ته په کتو په افغانستان کې پراخ جګړه‌ییز حالت کم شوی، خو داعش - خراسان ډلې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې لږ تر لږه ۲۳ بریدونه ترسره کړي؛ ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ له نومبر څخه د ۲۰۲۴ تر نومبره ۸۶۵۰ امنیتي پېښې ثبت کړي، چې په‌کې ۱۵۶ ملکي کسان وژل شوي او ۴۲۶ نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو کې له پاکستان سره جګړې، هوايي بریدونه او داخلي کشمکشونو هم مرګ ژوبله اړولې چې تر اوسه یې دقیق ارقام نه‌دي معلوم.

که په لنډ ډول ووایو، د افغانستان حکومتدارۍ بحران څو بعدي دی: متمرکز غیر شفاف قدرت، د شریعت سخت تعبیر، د ښځو سیستماتیک محدودیت، اقتصادي رکود، بشري بحران، امنیتي بې‌ثباتي او نړیواله انزوا د دې سبب شوې چې د افغانستان د حکومتولۍ بحران او ملي کړکېچ لاپسې ژور کړي.

شهاب الدین دلاور: ځينو هېوادونو په افغانستان کې د جګړې له امله پرمختګ کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور وايي، چې د سیمې او نړۍ ډېرو هېوادونو په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې پر مهال او د افغانانو د قربانیو په بیه پرمختګ کړی دی. نوموړي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د امنیت له اړخه ډاډمن یاد کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) د جمهوري نظام یو شمېر ستنو شویو کسانو ته د مصونیت کارټونو د ورکولو پر مهال ویلي: «افغانستان امن دی او د ټولو حقونه» په‌کې خوندي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یو شمېر هېوادونو د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې له کبله پرمختګ کړی دی.

که څه هم هغه د کوم هېواد نوم یاد نه‌کړ خو زیاته یې کړه: «پنځه کاله کیږي په افغانستان کې امنیت دی، تاسو د نورو هېوادونو حالت وګورئ هلته څه حال دی، د هغو هېوادونو ابادي له موږ سره په جنګ کې وه، د هغو هېوادونو پرمختګ زموږ په وهلو کې وه».

دغه کمېسیون ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې ستنو شویو پخوانیو چارواکو ته یې د خوندیتوب کارټونه ورکړي او هڅه کوي يو شمېر مسلکي کسان پر دندو هم وګوماري، خو طالبانو په تېرو څه کم پنځو کلونو کې هېڅ یوه پخواني او په ځانګړي توګه راستانه شويو چارواکي ته دنده نه‌ده ورکړې.

طالبانو له پاکستانه هلمند ته د څه باندې ۵ زره کیلو ګرامه انساني درملو له قاچاقه مخنیوی کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي‌ دفتر خبر ورکړی، چې د لښکرګاه ښار په نهمه حوزه کې یې ۵۵۰۰ کیلو ګرامه انساني درمل چې په قاچاقي توګه له پاکستان څخه راوړل شوي و، نیول شوي دي. طالبانو ویلي، چې له یادو درملو سره یې یو کس نیولی، چې عدلي او قضايي‌ادارو ته به وسپارل شي.

په هلمند کې د طالبانو د والي‌ دفتر د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) ویلي، چې دغه انساني درمل له پاکستان څخه په یوه باروړونکي موټر کې تر پروړو (بوسو) لاندې په مهارت سره ځای پر ځای شوي وو.

د یاد دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي: «له ګاونډي هېواد پاکستان څخه پنځه زره او پنځه سوه کېلو ګرامه بېلابېل انساني درمل داسې مهال ونیول شول چې په قاچاقي ډول یې د بهرامچې ولسوالۍ له لارې لښکرګاه ښار ته انتقال کړي وو».

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو درملو د لېږد په تړاو یو کس نیول شوی او ډېر ژر به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ له څو ځلي مخامخ جګړو وروسته د دواړو لورو تر منځ لارې بندې شوې او هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه ودرېده او اوس ځينې کسان هڅې کوي په قاچاقي ډول دواړو خواو ته سوداګریز توکي ولېږدوي.

د ترکي پولیسو کلنی راپور: افغانستان لا هم د نړۍ د هیرویینو «اصلي سرچینه» ده

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۰

د ترکي پولیسو د ۲۰۲۵ کال راپور له مخې، سره له دې چې طالبانو د کوکنارو په کرکیلې بندیز لګولی، لا هم افغانستان د نړۍ د هیرویین اصلي سرچینه بلل کېږي.

د دغه راپور له مخې، ترکیه خپله هم نور یوازې د نشه‌یي موادو د قاچاق د تېرېدو لار نه، بلکې د تولید، پروسس او داخلي بازار په یوه مهم مرکز بدله شوې.

دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، پکې راغلي د ترکیې جغرافیایي موقعیت، چې اسیا او منځنی ختیځ له اروپا سره نښلوي، قاچاقبرانو ته زمینه برابره کړې څو نشه‌یي مواد نه یوازې د انتقال لپاره، بلکې د تولید او تغییر لپاره هم وکاروي.

د ترکیې پولیسو په خپل راپور کې ویلي، چې قاچاقبران د ترکیې جغرافیایي موقعیت څخه په استفادې، نشه‌یي مواد نه یوازې انتقالوي، بلکې په کور دننه یې پروسس کوي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د مېتامیفټامین ۴۹ د نغییر مرکزونه کشف شوي، چې له دې ډلې ۴۴ یوازې په استانبول کې وو. همداراز، له لسو زیات غیرقانوني د ټابلیټ جوړونې مرکزونه او د نشه يي توکو دوه تولیدي ځایونه په سرحدي ولایتونو کې موندل شوي دي.

راپور ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د نشه‌یي موادو اړوند مړینې ۴۲ سلنه زیاتې شوې او ۴۲۷ کسانو ته رسېدلې دي. مصنوعي کانابینوایډز چې په ترکیه کې د «بونزای» په نوم پېژندل کېږي او مېتامیفټامین، د ډېرو مرګونو اصلي لاملونه بلل شوي دي. په دې مړینو کې شپږ تنه د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ ماشومان وو.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، مصنوعي نشه‌یي درمل تر ټولو چټک زیاتوالی لري. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۹۴،۷ میلیونه غیرقانوني ټابلیټونه نیول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۲۲۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور وایي، د افغانستان د کوکنارو پر کر له بندیز وروسته د هیرویین کمښت ځینې کاروونکي مصنوعي موادو ته اړ کړي، خو سره له دې افغانستان لا هم د نړۍ د هیرویینو تر ټولو لویه سرچینه پاتې ده. د بالکان قاچاقي لار، چې د ایران او ترکیې له لارې لوېدیځې او مرکزي اروپا ته رسېږي، لا هم په پراخه کچه کارول کېږي.

رپوټ وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د مېتامیفټامین کشف۵۴ سلنه ډېر شوی او ۳۳،۸ ټنو ته رسېدلی دی. همداراز، د کوکایین نیونه ۲۳ سلنه لوړه شوې او ۳،۰۸ ټنه ثبت شوې، چې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. راپور زیاتوي چې د ترکیې بندرونه، په ځانګړي ډول مرسین او امبارلي، د لاتینې امریکا څخه اروپا ته د کوکایین د لېږد مهمې لارې ګرځېدلې دي.

په جوزجان کې د جنبش ګوند یو پخوانی محلي قوماندان وژل شوی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۰

په جوزجان ولایت کې د ملي جنبش ګوند یو پخوانی سیمه‌ییز قوماندان له ایران نه تر اخراج وروسته، په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. یوسف دوه میاشتې مخکې له ایران څخه ایستل شوی او طالبانو نیولی و، خو د ځایي مشرانو په منځګړیتوب او د ۸۰۰ زره افغانیو په ضمانت خوشې شوی و.

د جنبش ګوند ویاند احسان نیرو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان د دې پېښې مسوول دي.

قوماندان یوسف په تېر حکومت کې د محلي پاڅون کوونکو قوماندان و او د جنرال دوستم له مهمو کسانو شمېرل کېده.

هغه په ګڼو نظامي عملیاتو کې فعاله ونډه لرله.

یوسف دوه میاشتې مخکې له ایران څخه ایستل شوی او طالبانو نیولی و، خو څو ورځې مخکې د ځایي مشرانو په منځګړیتوب او د ۸۰۰ زره افغانیو ضمانت په بدل کې خوشې شوی و. هغه د چهارشنبې په شپه دیوهواده له مراسمو څخه د کور پر لور د راستنېدو پر مهال د وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.