• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جوزجان کې د جنبش ګوند یو پخوانی محلي قوماندان وژل شوی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۰

په جوزجان ولایت کې د ملي جنبش ګوند یو پخوانی سیمه‌ییز قوماندان له ایران نه تر اخراج وروسته، په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. یوسف دوه میاشتې مخکې له ایران څخه ایستل شوی او طالبانو نیولی و، خو د ځایي مشرانو په منځګړیتوب او د ۸۰۰ زره افغانیو په ضمانت خوشې شوی و.

د جنبش ګوند ویاند احسان نیرو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان د دې پېښې مسوول دي.

قوماندان یوسف په تېر حکومت کې د محلي پاڅون کوونکو قوماندان و او د جنرال دوستم له مهمو کسانو شمېرل کېده.

هغه په ګڼو نظامي عملیاتو کې فعاله ونډه لرله.

یوسف دوه میاشتې مخکې له ایران څخه ایستل شوی او طالبانو نیولی و، خو څو ورځې مخکې د ځایي مشرانو په منځګړیتوب او د ۸۰۰ زره افغانیو ضمانت په بدل کې خوشې شوی و. هغه د چهارشنبې په شپه دیوهواده له مراسمو څخه د کور پر لور د راستنېدو پر مهال د وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ملا هبت الله په خوست کې د طبي علومو یو خصوصي پوهنتون منظور کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي چې ددغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د افغانستان د طبي لوړو زده کړو د پرمختګ او پراختیا په موخه په خوست ولایت کې د طبي علومو یو خصوصي پوهنتون منظور کړی دی.

د طالبانو په واک کې د ملي ټلویزون د راپور له مخې، دغه طبي پوهنتون به پنځه پوهنځي ولري چې د معالجوي طب، طبي ټکنالوژۍ، ستوماتولوژۍ، نرسنګ او فارمسي پوهنځي پکې شامل دي.

ویل کېږي دا له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړ، یوازینی خصوصي پوهنتون دی چې په مستقیم ډول د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري منظور شوی دی.

تراوسه روښانه نه ده، چې ددغه پوهنتون مشرتابه او مدیریت د چا په لاس کې دی، خو ډېری نوې جوړې شوې مدرسې د طالبانو په مشرانو او خواخوږو پورې تړلې دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یاد پوهنتون د منظورېدو موخه په هېواد کې د طبي زده کړو پیاوړتیا، د مسلکي روغتیايي کادرونو روزنه او د درملنې په برخه کې د اړتیاوو پوره کول بللي دي.

په خوست کې دا خصوصي طبي پوهنتون په داسې حال کې منظور شوی چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز لګولی او د ښځو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې تړلې دي. د طالبانو د دې پرېکړې له امله زرګونه نجونې د طبي، انجینري او نورو مسلکي زده کړو له حقه بې‌برخې شوې دي.

د یونیسف رپوټ ته غبرګون؛ طالبان وايي چې د ښوونیزو بنسټونو کیفیت ته یې «جدي پاملرنه» کړې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د طالبانو پوهنې وزارت د یونیسف د ۲۰۲۵ کال د راپور په غبرګون کې ویلي چې د دې ډلې په راتګ سره د ښوونیزو بنسټونو کیفیت ته جدي پاملرنه شوې ده. یونیسف په خپل کلني راپور کې په ۲۰۲۵ کې د پوهنې سیسټم له سختو او او بې‌مخینې ننګونو سره مخ بللی دی.

د یونیسف کلني راپور له مخې، چې څو ورځې مخکې خپور شو، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د پوهنې سیستم له سختو او بې‌مخینې ننګونو سره مخ و. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴میلیونه ماشومان له ښوونځيوبې برخې وو او شاوخوا ۲،۲ میلیونه نجونې له تعلیمي نظامه په بشپړ ډول اېستل شوې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه د پنجشنبې په ورځ د طالبانو ترواک لاندې حریت راډیو ته ویلي چې تېرو څلورو کلونو کې په هغو سیمو کې چې د ښوونې او روزنې هیڅ څرک نه و اوس هلته ښوونیز مرکزونه فعال شوي او زده‌کوونکو ته د زده‌کړو لپاره سالم چاپېریال برابر شوی.

حمزه زیاته کړې چې په ټول هېواد کې تر ۱۸ زرو ډېر ښوونځي او له زرو ډېرې مدرسې فعالې دي او زده کوونکي پکې په زده کړه بوخت دي.

هغه وایي، چې په تېر تعلیمي کال کې تر ۶ زره او ۲۶۷ ډېر د سواد زده کړو کورسونه جوړ شوي دي. همدا راز د هغه په وینا، د ښوونکو شمېر هم ډېر شوی او د کیفیت لپاره هغوی ته وخت په وخت ورکشاپونه هم نیول کیږي. حمزه وایي، اوس مهال ۱۹۴ زره او ۹۸۱ ښوونکي په ښوونځیو کې په تدریس بوخت دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند د ښځینه زده کوونکو او ښوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

د یونیسف د تازه راپور موندنې ښيي چې که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د زده‌کړو لاسرسی پراخ شوی و، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته سیاسي بدلونونو، محدودوونکو پالیسیو، دوامدارو بشري بحرانونو او کمې مالي پانګونې د دې پرمختګ ډېره برخه بېرته له منځه وړې ده.

د رپوټ پر بنست، پایله دا ده چې میلیونونه ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي او د زده‌کړې کیفیت په جدي ډول ټیټ شوی دی.

راپور ښيي چې د افغانستان ماشومان له یو ستر تعلیمي بحران سره مخ دي. له ۹۰سلنې ډېر لس کلن ماشومان نه شي کولی یو ساده متن ولولي او درک یې کړي. دا شمېر افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونوله جملې شمېري چې له “ښوونځي پرته د زده‌کړې” تر ټولو لوړه کچه لري.

د مسلکي ښوونکو کمښت، په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو نشتوالی، ضعیف تدریسي مواد او د ارزونې محدود نظامونه د زده‌کړې د کمزورو پایلو اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د راپور په اساس، د هېواد په کچه نږدې نیمایي ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري. ډېری ښوونځي له برېښنا، پاکو اوبو، تشنابونو او خوندي انګړه بې‌برخې دي. دا ستونزې په ځانګړي ډول د نجونو پر حاضرۍ ناوړه اغېز کوي، ځکه د خوندي چاپېریال نشتوالی د کورنیو اندېښنې زیاتوي.

یونیسف وایي چې د خوندي او معیاري ښوونیزو فضاوو له پراخېدو پرته، د زده‌کړې دوام ناشونی دی.

د ایران سفیر د طالبانو د کرنې وزیر ته د ایکو سازمان ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۸ GMT+۰

په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سره په کابل کې د لیدنې پر مهال، نوموړي ته، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا، د تجربو پر تبادلې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د ګډ کار پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ایران سفیر ویلي، تهران لېواله دی چې له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې اړیکې لا پراخې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري لا پیاوړې شي.

بل خوا، د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر هم د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتوالي هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو مهم بنسټ جوړوي.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې دواړه لوري هڅه کوي د سیمې په کچه اقتصادي اړیکې او ګډې همکارۍ پیاوړې کړي.

د سپاه پاسداران هېکرانو د افغانستان ګڼو ادارو ته نفوذ کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۲ GMT+۰
•
پویا هاشمي

د ایران انټرنشنل له‌خوا د سپاه پاسداران د استخباراتو د «۴۰مې ادارې» په نوم د یوې پټې څانګې تر افشا کېدو وروسته افغانستان انټرنشنل د دې ادارې د غلا شویو معلوماتو بانک کې د افغانستان اړوند برخې وڅېړلې. د ایران استخباراتو دا څانګه د ایراني او بهرنیو وګړو د مالوماتو په غلا تورنه ده.

د موندنو له مخې، د سپاه پاسداران د جاسوسۍ ضد دغه واحد له جوړېدو راهیسې توانېدلی چې د یو شمېر بهرنیو دولتي او نادولتي استخباراتي بنسټونو سیسټمونو ته ننوځي. په دغو بنسټونو کې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ پولیس، د فلای‌دبي هوايي شرکت، په افغانستان کې مخابراتي شرکتونه او همدارنګه په ترکیې، سعودي عربستان او اردن کې ځینې ادارې شاملې دي چې له هغو څخه یې په پراخه کچه مالومات غلا کړي دي.

د ایران انټرنشنل څېړنې ښيي چې دغه واحد د سپاه استخباراتي سازمان ته د «استخباراتي برلاسۍ» په برابرولو سره، د ایراني او غیرایراني وګړو له منځه د جاسوسانو د پېژندنې او جلب زمینه برابروي. د دې واحد د فعالیت څرنګوالی، نفوذ، انټرنیټي هېک او استخباراتي تګلارې د ایران اینټرنشنل په ځانګړي راپور کې چې «د سپاه استخباراتو د ۴۰مې ادارې د مدیرانو د هویت افشا» تر سرلیک لاندې خپور شوی، په تفصیلي توګه تشریح شوي دي.

په دې راپور کې د افغانستان انټرنشنل تمرکز پر دې پوښتنه دی چې د سپاه پاسداران ۴۰مه اداره له افغانستانه کوم ډول استخباراتي مالومات غلا کړي دي.

د افغانستان پر وزارتونو نفوذ

د سپاه پاسداران د استخباراتو د ۴۰مې ادارې له خپرو شوو اسنادو سره سم، دغه واحد توانېدلی چې د افغانستان د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، قومونو او قبایلو، کډوالو، اقتصاد وزارتونو، د پلټنو عالي ادارې او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې سیسټمونو ته ننوځي.

د دې نفوذ په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ دوسیې چې پکې د اوټلوک برېښنالیکي فایلونه شامل وو، غلا شوي دي. دا فایلونه ټول ټال ۶۹۱۱ ایمیلونه لري. د دغو ایمیلونو لویه برخه اداري مکتوبونه، ورځني، اونیز او کلني راپورونه او همدارنګه د طالبانو د کابینې پرېکړې رانغاړي.

سربېره پر دې، ګڼ شمېر ایمیلونه د دولتي ادارو مالي اسناد، لکه د برېښنا لګښتونه او په بېلابېلو ولایتونو کې د کارکوونکو د معاشونو مالومات پکې شامل دي.

د افغانستان مخابراتي شرکتونه

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د افغانستان مخابراتي شرکتونه، لکه روشن، اتصالات او سلام، د سپاه پاسداران د ۴۰مې ادارې د هکرانو د فیشینګ بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د دغو بریدونو په پایله کې، د سپاه استخباراتي کارکوونکو د دې شرکتونو د کارکوونکو حساس مالومات او همدارنګه د مخابراتي شبکو د کاروونکو شخصي مالومات، لکه نوم، تخلص، د اوسېدو ولایت او د ټیلیفون شمېرې غلا کړي دي.

په یوه برید کې، دغه واحد د روشن شرکت د نږدې زر کارکوونکو بشپړو مالوماتو ته لاسرسی موندلی چې پکې د شرکت تشکیلاتي جوړښت، د کارکوونکو جغرافیایي موقعیتونه او د هر کارکوونکي کاري رول شامل دي. د سرچینو په وینا، دې ډلې ته دا دنده سپارل شوې وه چې د مخابراتي شرکتونو له لارې په افغانستان او ورته نورو هېوادونو کې ستراتیژیک هدفونه وڅاري او د هغوی شخصي معلومات تر لاسه کړي.

نور هدف ګرځېدلي بنسټونه

د هغو ادارو په لېست کې چې د سپاه پاسداران د اداره ۴۰ له‌خوا په نښه شوې دي، یو شمېر ښوونیز او کلتوري مرکزونه هم شامل دي. له دې ډلې څخه په بامیان ولایت کې د کانکور د چمتووالي مرکزونه او د انګلیسي ژبې او کمپیوټر ښوونیز کورسونه یادېدای شي.

همدارنګه «د بایزید روشان پوهنتون» چې په ۲۰۱۵ کال کې په کابل کې جوړ شوی او د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت کې رسمي ثبت لري، د دغو بریدونو له هدفونو څخه ګڼل شوی دی.

د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC)، چې د بشري ناورینونو له قربانیانو سره د مرستو په برخه کې فعالیت کوي، هم د اسنادو له مخې د سپاه پاسداران د ضدجاسوسۍ واحد د برید هدف ګرځېدلې ده.

سربېره پر دې، د «فیصل جاسم» په نوم یو سوداګریز شرکت، چې څرګنده نه ده په افغانستان کې عملي فعالیت لري که نه، خو په دوبۍ کې د ساختماني شرکت په توګه ثبت شوی، هم د هدفونو په لېست کې شامل دی. د دې شرکت مالک د افغانستان تبعه دی، خو ښکاري چې اصلي فعالیت یې په متحده عربي اماراتو کې او د ودانیز صنعت د برېښنايي او میخانیکي خدمتونو په برخه کې متمرکز دی.

د سپاه اداره ۴۰ او پوله پورې موخې

د سپاه پاسداران د انقلاب اسلامي اداره ۴۰ دا سایبري بریدونه په بېلابېلو هېوادونو کې او د ګڼو موخو لپاره ترسره کوي؛ له ایران څخه بهر د کسانو جلب او جذب، د اشخاصو د شخصي معلوماتو په کارولو سره د جعلي هویتونو جوړول، د بریدونو طرحه کول، او په هغو هېوادونو کې چې له اسلامي جمهوریت سره دښمني لري، د سفارت‌خانو جاسوسي کول د دغو موخو برخه ده.

په همدې حال کې، د ایران اسلامي جمهوریت مخالف هکران توانېدلي چې د جاسوسۍ ضد د دې واحد سیسټمونو ته نفوذ وکړي. د دغې ډلې په وینا، نور مالومات چې له دې واحد څخه تر لاسه شوي، تر طبقه‌بندۍ وروسته به د عامه افکارو لپاره خپاره شي.

طالبانو په ارزګان کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدا بندیز ولګاوه

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په ارزګان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د یوه رسمي حکم په صادرولو سره د دغې ډلې تر واک لاندې د ارزګان ملي ټلویزون ته سپارښتنه کړې، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي.

په هغه خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ترلاسه کړې، د ارزګان د امر بالمعروف ادارې مشر، مولوي عبدالحی عمري له سیمه‌ییزو خبریالانو سره په غونډه کې رسنیو ته لارښوونه کړې چې د ژوندیو تصویرونو اخیستلو او خپرولو څخه ډډه وکړي.

نوموړي ویلي: «که څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي، قانون ماتوونکی ګڼل کېږي او قانوني چلند به ورسره وشي».

یوې محلي سرچینې ویلي چې د طالبانو دې تازه محدودیت په ارزګان کې د نورو سیمه‌ییزو رسنیو پر فعالیت هم جدي اغېز کړی، په ځانګړې توګه پر هغو رسنیو چې په ټولنیزو شبکو کې فعالیت کوي.

سرچینه زیاتوي چې د ارزګان د امربالمعروف ادارې سیمه‌ییزو خبریالانو ته هم خبرداری ورکړی چې د ملي او بهرنیو رسنیو لپاره باید نه ژوندي انځورونه واخلي او نه تصویري مرکې ثبت کړي.

ارزګان ۲۴ ولایت شو چې د طالبانو له خوا د دغه ولایت په رسنیو کې د ساکښو پر انځور خپرولو بندیز لګیږي.

له دې وړاندې هم طالبانو په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننگرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات او پکتیا کې دا ډول بندیزونه پلي کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې اقدام پر وړاندې خبرداری ورکوي چې طالبان د بیان د ازادۍ او رسنیو د ازاد فعالیت له اصولو سرغړونه کوي او د خلکو لپاره د معلوماتو لاسرسی محدودوي.

دغه بنسټ له طالبانوغوښتي چې دا حکم لغو کړي او رسنیو ته د ازاد فعالیت زمینه برابره کړي، څو خبریالان خپل اساسي حقوق وکاروي.