د موندنو له مخې، د سپاه پاسداران د جاسوسۍ ضد دغه واحد له جوړېدو راهیسې توانېدلی چې د یو شمېر بهرنیو دولتي او نادولتي استخباراتي بنسټونو سیسټمونو ته ننوځي. په دغو بنسټونو کې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ پولیس، د فلایدبي هوايي شرکت، په افغانستان کې مخابراتي شرکتونه او همدارنګه په ترکیې، سعودي عربستان او اردن کې ځینې ادارې شاملې دي چې له هغو څخه یې په پراخه کچه مالومات غلا کړي دي.
د ایران انټرنشنل څېړنې ښيي چې دغه واحد د سپاه استخباراتي سازمان ته د «استخباراتي برلاسۍ» په برابرولو سره، د ایراني او غیرایراني وګړو له منځه د جاسوسانو د پېژندنې او جلب زمینه برابروي. د دې واحد د فعالیت څرنګوالی، نفوذ، انټرنیټي هېک او استخباراتي تګلارې د ایران اینټرنشنل په ځانګړي راپور کې چې «د سپاه استخباراتو د ۴۰مې ادارې د مدیرانو د هویت افشا» تر سرلیک لاندې خپور شوی، په تفصیلي توګه تشریح شوي دي.
په دې راپور کې د افغانستان انټرنشنل تمرکز پر دې پوښتنه دی چې د سپاه پاسداران ۴۰مه اداره له افغانستانه کوم ډول استخباراتي مالومات غلا کړي دي.
د افغانستان پر وزارتونو نفوذ
د سپاه پاسداران د استخباراتو د ۴۰مې ادارې له خپرو شوو اسنادو سره سم، دغه واحد توانېدلی چې د افغانستان د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، قومونو او قبایلو، کډوالو، اقتصاد وزارتونو، د پلټنو عالي ادارې او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې سیسټمونو ته ننوځي.
د دې نفوذ په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ دوسیې چې پکې د اوټلوک برېښنالیکي فایلونه شامل وو، غلا شوي دي. دا فایلونه ټول ټال ۶۹۱۱ ایمیلونه لري. د دغو ایمیلونو لویه برخه اداري مکتوبونه، ورځني، اونیز او کلني راپورونه او همدارنګه د طالبانو د کابینې پرېکړې رانغاړي.
سربېره پر دې، ګڼ شمېر ایمیلونه د دولتي ادارو مالي اسناد، لکه د برېښنا لګښتونه او په بېلابېلو ولایتونو کې د کارکوونکو د معاشونو مالومات پکې شامل دي.
د افغانستان مخابراتي شرکتونه
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د افغانستان مخابراتي شرکتونه، لکه روشن، اتصالات او سلام، د سپاه پاسداران د ۴۰مې ادارې د هکرانو د فیشینګ بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د دغو بریدونو په پایله کې، د سپاه استخباراتي کارکوونکو د دې شرکتونو د کارکوونکو حساس مالومات او همدارنګه د مخابراتي شبکو د کاروونکو شخصي مالومات، لکه نوم، تخلص، د اوسېدو ولایت او د ټیلیفون شمېرې غلا کړي دي.
په یوه برید کې، دغه واحد د روشن شرکت د نږدې زر کارکوونکو بشپړو مالوماتو ته لاسرسی موندلی چې پکې د شرکت تشکیلاتي جوړښت، د کارکوونکو جغرافیایي موقعیتونه او د هر کارکوونکي کاري رول شامل دي. د سرچینو په وینا، دې ډلې ته دا دنده سپارل شوې وه چې د مخابراتي شرکتونو له لارې په افغانستان او ورته نورو هېوادونو کې ستراتیژیک هدفونه وڅاري او د هغوی شخصي معلومات تر لاسه کړي.
نور هدف ګرځېدلي بنسټونه
د هغو ادارو په لېست کې چې د سپاه پاسداران د اداره ۴۰ لهخوا په نښه شوې دي، یو شمېر ښوونیز او کلتوري مرکزونه هم شامل دي. له دې ډلې څخه په بامیان ولایت کې د کانکور د چمتووالي مرکزونه او د انګلیسي ژبې او کمپیوټر ښوونیز کورسونه یادېدای شي.
همدارنګه «د بایزید روشان پوهنتون» چې په ۲۰۱۵ کال کې په کابل کې جوړ شوی او د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت کې رسمي ثبت لري، د دغو بریدونو له هدفونو څخه ګڼل شوی دی.
د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC)، چې د بشري ناورینونو له قربانیانو سره د مرستو په برخه کې فعالیت کوي، هم د اسنادو له مخې د سپاه پاسداران د ضدجاسوسۍ واحد د برید هدف ګرځېدلې ده.
سربېره پر دې، د «فیصل جاسم» په نوم یو سوداګریز شرکت، چې څرګنده نه ده په افغانستان کې عملي فعالیت لري که نه، خو په دوبۍ کې د ساختماني شرکت په توګه ثبت شوی، هم د هدفونو په لېست کې شامل دی. د دې شرکت مالک د افغانستان تبعه دی، خو ښکاري چې اصلي فعالیت یې په متحده عربي اماراتو کې او د ودانیز صنعت د برېښنايي او میخانیکي خدمتونو په برخه کې متمرکز دی.
د سپاه اداره ۴۰ او پوله پورې موخې
د سپاه پاسداران د انقلاب اسلامي اداره ۴۰ دا سایبري بریدونه په بېلابېلو هېوادونو کې او د ګڼو موخو لپاره ترسره کوي؛ له ایران څخه بهر د کسانو جلب او جذب، د اشخاصو د شخصي معلوماتو په کارولو سره د جعلي هویتونو جوړول، د بریدونو طرحه کول، او په هغو هېوادونو کې چې له اسلامي جمهوریت سره دښمني لري، د سفارتخانو جاسوسي کول د دغو موخو برخه ده.
په همدې حال کې، د ایران اسلامي جمهوریت مخالف هکران توانېدلي چې د جاسوسۍ ضد د دې واحد سیسټمونو ته نفوذ وکړي. د دغې ډلې په وینا، نور مالومات چې له دې واحد څخه تر لاسه شوي، تر طبقهبندۍ وروسته به د عامه افکارو لپاره خپاره شي.