• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ارزګان کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدا بندیز ولګاوه

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۴ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په ارزګان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د یوه رسمي حکم په صادرولو سره د دغې ډلې تر واک لاندې د ارزګان ملي ټلویزون ته سپارښتنه کړې، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي.

په هغه خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ترلاسه کړې، د ارزګان د امر بالمعروف ادارې مشر، مولوي عبدالحی عمري له سیمه‌ییزو خبریالانو سره په غونډه کې رسنیو ته لارښوونه کړې چې د ژوندیو تصویرونو اخیستلو او خپرولو څخه ډډه وکړي.

نوموړي ویلي: «که څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي، قانون ماتوونکی ګڼل کېږي او قانوني چلند به ورسره وشي».

یوې محلي سرچینې ویلي چې د طالبانو دې تازه محدودیت په ارزګان کې د نورو سیمه‌ییزو رسنیو پر فعالیت هم جدي اغېز کړی، په ځانګړې توګه پر هغو رسنیو چې په ټولنیزو شبکو کې فعالیت کوي.

سرچینه زیاتوي چې د ارزګان د امربالمعروف ادارې سیمه‌ییزو خبریالانو ته هم خبرداری ورکړی چې د ملي او بهرنیو رسنیو لپاره باید نه ژوندي انځورونه واخلي او نه تصویري مرکې ثبت کړي.

ارزګان ۲۴ ولایت شو چې د طالبانو له خوا د دغه ولایت په رسنیو کې د ساکښو پر انځور خپرولو بندیز لګیږي.

له دې وړاندې هم طالبانو په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننگرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات او پکتیا کې دا ډول بندیزونه پلي کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې اقدام پر وړاندې خبرداری ورکوي چې طالبان د بیان د ازادۍ او رسنیو د ازاد فعالیت له اصولو سرغړونه کوي او د خلکو لپاره د معلوماتو لاسرسی محدودوي.

دغه بنسټ له طالبانوغوښتي چې دا حکم لغو کړي او رسنیو ته د ازاد فعالیت زمینه برابره کړي، څو خبریالان خپل اساسي حقوق وکاروي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د هسپانیا لومړي وزیر د افغان ښځو او نجونو په نامه ځانګړې خونه پرانېسته

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۰

د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې هغه خونه پرانېسته، چې د «افغانستان د ښځو او نجونو» په نوم نومول شوې ده. هسپانیا دا اقدام د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ او درناوي په موخه، کړی دی.

په دغو مراسمو کې د بشري حقونو فعالانو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانو حضور درلود.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس ویلي، د دې خونې د نومولو او د یادګاري لوحې د پرانېستې موخه د هغو افغان ښځو او نجونو درناوی دی چې د خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو لپاره مبارزه کوي.

هغه زیاته کړه چې د هسپانیا بهرنۍ تګلاره به د افغان ښځو ملاتړ ته ژمنه پاتې شي او هغوی ته به د خپل غږ د پورته کولو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او له خپلو اساسي حقونو، لکه زده‌کړې او کار، څخه بې‌برخې شوې دي.

پاکستان: له افغانستان سره ډېپلوماټیکې لارې فعالې او اړیکې شته دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې له طالبانو سره د پاکستان ډېپلوماټیکې لارې لا هم فعالې دي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې شته دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تېره ورځ د پاکستان پوځ افغانستان د «ترهګرو او غیر دولتي وسله‌والو مرکز» وباله.

په دې وروستیو کې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي.

پاکستان پرله‌پسې له طالب چارواکو غوښتي چې د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره د تایید وړ اقدامات وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره وکارول شي، خو طالبانو ویلي، چې پاکستاني طالبان د پاکستان داخلي مساله ده او په افغانستان کې وسله والې ډلې نشته.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو کلونو له تر ټولو خونړیو پوځي نښتو وروسته څو مهمې لارې وتړلې، خو وروسته طالبانو هم له دې لارو د سوداګرۍ مسیر بدل کړ او له نورو هېوادونو سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي نن پنجشنبه د اونیزې خبري غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

هغه وویل: «له افغانستان څخه راټوکېدلې ترهګریزې پېښې د پاکستان لپاره بنسټیزه اندېښنه ده۔ زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.»

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پوځ څرګندونې بې منطقه وګڼلې او ویې ویل، چې باید خپلو داخلي مسایلو ته ځیر شي.

اندرابي زیاته کړه: «موږ د افغان چارواکو له لوري لیکلي، د تایید وړ او عملي ضمانتونه غواړو. له دې لیکلو ژمنو پرته د ترهګرۍ ستونزه نه شي حل کېدای.»

هغه وویل چې د ترهګرۍ حل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پام وړ ښه کېدو لامل شي. نوموړي زیاته کړه، چې «پاکستان او افغانستان نورې کومې لویې دوه اړخیزې شخړې نه لري».

د افغانستان د پراخ سیمه‌ییز رول په اړه، نوموړي وویل چې «افغانستان دا مهم ظرفیت لري چې د سیمې په کچه په یوه مرکز (هاب) بدل شي.»

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۶مه، ویلي و په افغانستان کې نه ټول‌ګډونه حکومت شته او نه هم ترهګري ختمه شوې. پر دې سربېره د پوځ ویاند د افغانستان د قومونو سلنې هم اعلان کړې، چې د شنونکو په باور، د افغانستان په چارو کې مداخله ګڼل کېدای شي.

طالبان وايي چابهار بندر د افغانستان د لومړي ترانزیټي انتخاب په توګه تعقیبوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۰

په ایران کې د طالبانو سفیر مولوي حقاني په یوه ګډه غونډه کې چې د چابهار د مدیره پلاوي رییس پکې ګډون درلود، چابهار بندر د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او دوامداره پرمختګ لپاره حیاتي مرکز وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان دا بندر د خپل لومړي سمندري ترانزیټي انتخاب په توګه تعقیبوي.

مولوي حقاني د چابهار تاریخي او ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې ویلي چې «په دغه ښار کې حضور، چې د ایران د سمندري دروازې په توګه د نړیوالو لارو یوه مهمه نقطه ده، د دواړو هېوادونو د سیمه‌ییزې همکارۍ د نوي پړاو نښه ده».

هغه د افغانستان او ایران ترمنځ دده په وینا، ژورې تاریخي، کلتوري او ورورګلویزې اړیکې د ګډو اقتصادي ګټو لپاره مناسب چاپېریال وباله او د چابهار بندر رول یې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا او دوامداره پرمختګ په برخه کې بې‌ساری وباله.

طالب سفیر خپلې «ستراتیژیکې تګلارې» ته په اشاره ویلي چې «افغانستان په قاطع ډول د چابهار بندر پراختیا د خپل لومړي ترانزیټي انتخاب په توګه تعقیبوي او اراده لري چې د صادراتي او وارداتي توکو جریان له دې لارې تنظیم کړي، څو چابهار د نورو بندرونو لپاره یوباوري او دوامداره بدیل شي».

د ایرنا د رپوټ له مخې، هغه وویل، چې دا انتخاب یوه ستراتیژیکه پرېکړه ده چې د باور، امنیت او دوه‌ اړخیزو ګټو پر اساس شوې ده.

مولوي حقاني زیاته کړې چې کابل د دوه‌ اړخیزو او څو اړخیزو هوکړو په اډانه کې ژمن دی چې د سوداګرۍ او ترانزیټ چارو د اسانتیا لپاره ګامونه واخلي، لکه وړ تخفیفونه، د ګمرک پروسیجرونو ساده کول او د موټرو د انتظار وخت کمول.

هغه همدارنګه له ایران څخه وغوښتل چې افغان سوداګرو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو د ګاونډیو هېوادونو او سیمې یوه لویه برخه پانګه د چابهار لور ته راجلب شي.

حقاني د شرکتونو د ثبت اسانتیا، د اداري بروکراسي کمول او د ځمکې د ورکولو پروسې ساده کول د پانګوالو د هڅونې لپاره مهم اقدامات وبلل.

هغه وویل چې دا ګامونه کولی شي پراخ کاري فرصتونه وټوکوي او ثبات، امنیت او ګډ اقتصادي پرمختګ پیاوړي کړي.

د طالبانو سفیر په چابهار کې له افغان سوداګرو وغوښتل چې یوازې د وارداتو په برخې پورې محدود نه شي، بلکې د تولید او پانګونې پر لور حرکت وکړي، لکه د تولیدي فابریکو جوړول، د شرکتونو مونتاژ او کڅوړبندي او پر صادراتو په تمرکز سره د لوژستیک او ترانزیټي شرکتونو جوړولو ته مخه وکړي.

د طالبانو یاد سفیر چابهار د ملتونو، کلتورونو او اقتصادونو د اړیکو د یوهپله په توګه بللی او ویلي یې دي، چې دوی چمتو دي له ایران او نورو سیمه‌ییزو شریکانو سره په ګډه د دې ستراتیژیکې همکارۍ د پرمختګ لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

ملک سلمان بنسټ په بدخشان کې پر اړمنو کورنیو د مرستو ۵۱۰ کڅوړې وېشلې دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۰

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي چې د ملک سلمان بنسټ د مرستو او بشري چارو مرکز د یوه همکار بنسټ په همکارۍ د بدخشان ولایت په فیض‌اباد ښار او کوهستان ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنیو د مرستو ۵۱۰ کڅوړې وېشلې دي.

له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مرستې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ کلونو د بیړني او خوراکي خوندیتوب د پروژې په چوکاټ کې شوې دي.

د سفارت په وینا، دغه مرستې د هغو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې چې له اقتصادي ستونزو او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د سعودي عربستان د سفارت په وینا، د ملک سلمان د مرستو مرکز به له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ ته دوام ورکړي او هڅه به کوي چې د خوړو خوندیتوب او بیړنیو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

طالبان د کابل–لوګر پر سړک د موټرو هوایي پل جوړوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالي وایي چې د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمولو په موخه په نږدې راتلونکې کې د نجات څلي په څلورلاره کې د انټرچېنج (دایروي رمپونو) په سیسټم د موټرو د هوایي پله د جوړولو چارې پیلوي.

کابل ښاروالۍ د پنجشنې په ورځ د مرغومي پر ۱۸مه، ددې ادارې د ښاري زیربناوو رییس انجنیر فایق احمد تسل له قوله لیکلي، چې د یادې پروژې طرحه او ډیزاین بشپړ شوي او دا هوایي پل به د کابل–لوګر پر اصلي سړک جوړ شي.

د هغه په وینا، دغه پروژه د کابل ښار د نفوس د زیاتوالي، د وسایطو د ډېرېدو او د معیاري ترانسپورتي سیستم د اړتیاوو په پام کې نیولو سره ډیزاین شوې او د ښاروالۍ له مهمو او ستراتیژیکو پروژو شمېرل کېږي.

د نجات څلي څلورلاره د کابل ښار له تر ټولو ګڼه‌ګوڼه لرونکو سیمو ده، چې د کابل–لوګر او کابل–جلال اباد مهم ترانسپورتي دهلیزونه پکې سره نښلي.

ښاریان او مسافر هره ورځ له دې سیمې د تېرېدو پر مهال له سختې ترافیکي ګڼې‌ګوڼې سره مخ وي، چې د وخت ضایع کېدو، د سون توکو د مصرف زیاتوالي، د ترانسپورتي لګښتونو لوړېدو او د چاپېریال ککړتیا لامل ګرځي.

انجنیر تسل زیاته کړې، چې کابل ښاروالۍ د دې ستونزې د حل لپاره له مخکې د سیمې ترافیکي معلومات راټول کړي وو او د تخنیکي او ترافیکي څېړنو له ترسره کېدو وروسته دې پایلې ته رسېدلې، چې د نجات څلي څلورلارې اوسنی ترافیکي ظرفیت د موجود او راتلونکي ترافیکي بهیر د مدیریت وړتیا نه لري.

د نوموړي په وینا، د ترسره شویو ارزونو پر بنسټ، یاد هوایي پل هر لوري ته په دریو لینونو (درې د تګ او درې د راتګ لپاره) ډیزاین شوی، چې ټولیز اوږدوالی یې ۴۵۰ متره او سور یې ۲۸ متره دی. د پل لوړوالی شاوخوا ۷ متره ټاکل شوی، څو وسایط په خوندي ډول تګ راتګ وکړي او د ټیټې سطحې ترافیکي بهیر هم منظم شي.

همدارنګه د پروژې په چوکاټ کې دوه دایروي رمپونه (لوپونه) هم شامل دي، چې یو یې ۲۵۲ متره او بل ۲۳۹ متره اوږدوالی لري او د دواړو رمپونو شعاع ۴۸ او ۵۰ متره ده.