• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د کابل–لوګر پر سړک د موټرو هوایي پل جوړوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالي وایي چې د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمولو په موخه په نږدې راتلونکې کې د نجات څلي په څلورلاره کې د انټرچېنج (دایروي رمپونو) په سیسټم د موټرو د هوایي پله د جوړولو چارې پیلوي.

کابل ښاروالۍ د پنجشنې په ورځ د مرغومي پر ۱۸مه، ددې ادارې د ښاري زیربناوو رییس انجنیر فایق احمد تسل له قوله لیکلي، چې د یادې پروژې طرحه او ډیزاین بشپړ شوي او دا هوایي پل به د کابل–لوګر پر اصلي سړک جوړ شي.

د هغه په وینا، دغه پروژه د کابل ښار د نفوس د زیاتوالي، د وسایطو د ډېرېدو او د معیاري ترانسپورتي سیستم د اړتیاوو په پام کې نیولو سره ډیزاین شوې او د ښاروالۍ له مهمو او ستراتیژیکو پروژو شمېرل کېږي.

د نجات څلي څلورلاره د کابل ښار له تر ټولو ګڼه‌ګوڼه لرونکو سیمو ده، چې د کابل–لوګر او کابل–جلال اباد مهم ترانسپورتي دهلیزونه پکې سره نښلي.

ښاریان او مسافر هره ورځ له دې سیمې د تېرېدو پر مهال له سختې ترافیکي ګڼې‌ګوڼې سره مخ وي، چې د وخت ضایع کېدو، د سون توکو د مصرف زیاتوالي، د ترانسپورتي لګښتونو لوړېدو او د چاپېریال ککړتیا لامل ګرځي.

انجنیر تسل زیاته کړې، چې کابل ښاروالۍ د دې ستونزې د حل لپاره له مخکې د سیمې ترافیکي معلومات راټول کړي وو او د تخنیکي او ترافیکي څېړنو له ترسره کېدو وروسته دې پایلې ته رسېدلې، چې د نجات څلي څلورلارې اوسنی ترافیکي ظرفیت د موجود او راتلونکي ترافیکي بهیر د مدیریت وړتیا نه لري.

د نوموړي په وینا، د ترسره شویو ارزونو پر بنسټ، یاد هوایي پل هر لوري ته په دریو لینونو (درې د تګ او درې د راتګ لپاره) ډیزاین شوی، چې ټولیز اوږدوالی یې ۴۵۰ متره او سور یې ۲۸ متره دی. د پل لوړوالی شاوخوا ۷ متره ټاکل شوی، څو وسایط په خوندي ډول تګ راتګ وکړي او د ټیټې سطحې ترافیکي بهیر هم منظم شي.

همدارنګه د پروژې په چوکاټ کې دوه دایروي رمپونه (لوپونه) هم شامل دي، چې یو یې ۲۵۲ متره او بل ۲۳۹ متره اوږدوالی لري او د دواړو رمپونو شعاع ۴۸ او ۵۰ متره ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالب وسله والو د وژلو خبر ور کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۴ GMT+۰

د طالبانو مخالفه وسله واله ډله ازادۍ جبهه ادعا کوي چې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې یې د طالبانو دوه وسله وال وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

یادې ډلې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازادۍ جبهې جنګیالیو د چارشنبې په ورځ، شاوخوا د ماښام په ۶:۳۰بجو د طالبانو د استخباراتو د پلټنې یوه پوسته د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ قوماندانۍ ته څېرمه په نښه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د دې «عملیاتي برید» په پایله کې دوه طالب وسله‌وال وژل شوي او یو بل د دې ډلې غړی ټپي شوی دی.

تر اوسه پورې د طالبانو چارواکو د ازادۍ جبهې د دې ادعا په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو دا ډله د طالبانو ضد یوه وسله واله ډله ده چې تر ډېره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول کابل ښار او شاوخوا سیمو کې د چریکي بریدونو ادعاوې کوي.

دیاده ډله وایي چې موخه یې د طالبانو پر وړاندې وسله‌وال مقاومت او د یوه «ټولشموله او ولسواک نظام» رامنځته کول دي.

ازادۍ جبهې تر دې وړاندې هم په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو پر پوستو، وسایطو او غړو د بریدونو مسوولیت منلی دی.

طالبانو بیا تل د دغو بریدونو ادعاوې رد کړې یا یې د تلفاتو کچه کمه بللې ده.

ایران وايي د اسلام کلا له لارې یې افغانستان ته د ۲۳۰ میلیونه ډالرو توکي صادر کړي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۵ GMT+۰

د روان لمریز کال له پیله تر اوسه، افغانستان ته د دوغارون-اسلام کلا بندر له لارې ټول ۷۱۴ زره او ۶۷۹ټنه توکي صادر شوي. د دوغارون د ګمرک د چارواکو په وینا، د یادو صادرو شویو توکو ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۳۰ میلیونه او ۳۵۵ زره او ۳۰۸ امریکايي ډالر اټکل شوی دی.

ایران د دوغارون د چارواکو له قوله خبر ور کړی، چې په همدې موده کې ۳۸۲ زره او ۵۳۷ټنه توکي د ۱۸۴ میلیونه او ۵۲۰ زره او ۵۳ډالرو په ارزښت د دوغارون له پولې څخه افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.

د دوغارون د ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې د ګمرک سرپرست ویلي چې ودانیز توکي، مېوې، خوراکي توکي، سون‌توکي او د نفتو بېلابېل محصولات افغانستان ته د ایران له مهمو صادراتي توکو شمېرل کېږي.

د هغه په وینا، دوغارون له ایران نه د افغانستان پر لور د سوداګرۍ تر ټولو مهمه او لومړنۍ دروازه ده او د دې اقتصادي مرکز فعالیتونو د افغان پانګه‌والو او اقتصادي فعالانو پام لا زیات کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دوغارون د ایراني او افغان سوداګرو د حضور او پانګونې لپاره یو «طلایي فرصت» دی او د قانون په چوکاټ کې له دې فرصت څخه ملاتړ کول د سرحدي سیمې د ودې او اقتصادي پرمختګ لامل ګرځي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د صادراتو، ترانزیت، وارداتو او مسافري چارو د لا چټکتیا او اسانتیا لپاره د افغانستان د اسلام‌کلا او د ایران د دوغارون په ګمرکونو کې د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول یوه جدي اړتیا ده، چې د مرکزي، ولایتي او ځایي چارواکو ځانګړې پاملرنه غواړي.

په هرات کې د ټرافیکي پېښو له امله ۵ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د محلي سرچینو په وینا، د چارشنبې په ورځ په هرات ولایت کې د دوو ټرافیکو پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۵ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ویلي، چې د هرات د اسلام کلا په ترافیکي پېښه کې یې یو تن کارکوونکی مړ شوی دی.

د پېښو ځای د هرات-اسلام کلا لویه لار ښودل شوې.

په هرات کې د طالبانو پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.

طالب چارواکو تایید کړې چې په یوه بله ټرافیکي پېښه کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

هبت الله اخوندزاده د طالبانو دوه وزیران او څو معینان په نویو دندو وګومارل

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د مشر د حکم پر اساس، ددې ډلې په ادارو کې د نویو تبدیلیو په لړ کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د کلیو بیا رغونې وزیر او د برېښنا شرکت رییس د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا ټاکنې پر خپل ایکس خپرې کړې دي.

په نویو ټاکنو کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د کلیو د بیا رغونې او پراختیا د وزیر په توګه او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز د طالبانو د ټولګټو وزارت مالي او اداري معیین ملا عبدالحق همکار د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي رییس او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو پخوانی معیین قاري محمد یونس راشد د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین په توګه ګومارل شوي دي.

د ملا هبت الله اخوندزاده د حکم له مخې، د برېښنا شرکت عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

نوې ټاکنې یوازې تبدیلۍ دي او نوې څېرې پکې نه ترسترګو کیږي.

طالبانو په ننګرهار کې د راستنو شویو لپاره یو ځانګړي شوي ښارګوټي کې د ځمکو وېش پیل کړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر پنج‌شنبه د (مرغومي ۱۸مه) خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د خانکي په نوم د راستنو شویو لپاره ښارګوتی پرانېستل شو. په دغه ولایت کې د طالبانو والي ملا نعیم اخوند په رسمي توګه د دغه ښارګوټي د ځمکو وېش هم پیل کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ښارګوټي کې به هرې کورنۍ ته د کور جوړولو لپاره پنځه پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي او همدا راز به د سرپناوو جوړولو په برخه کې ورسره مرستندویه ادارې هم همکاري وکړي. خبرپاڼه زیاتوي، دغه ښارګوټی ټول ټال ۳زره جریبه ځمکه لري چې ۵زره کورنۍ به ‌په‌کې له استوګنې برخمنې شي.

په ننګرهار کې طالبان وایي، د خانکي ښارګوټي لپاره پراختیایي پلانونه هم شته چې په‌کې د عمومي او فرعي سړکونو جوړېدنه، پارکونه، ښوونځي، جوماتونه، دارالعلوم، دیني مدرسه، کلینیک، د اوبو رسولو شبکې او مخابراتي سایټونه هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍوالو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لړۍ له بشري ناورین سره هم‌مهاله پیل شوې او په کور دننه دغه ستنېدونکي د سرپناوو له جدي ستونزو سره هم مخ کېږي. راپورونه وایي، له پاکستان او ایران نه یو شمېر ستنې شوې کورنۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ژمي به دې سوړ موسم کې له سرپناوو پرته خورا سخت ژوند تېروي.