• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران وايي د اسلام کلا له لارې یې افغانستان ته د ۲۳۰ میلیونه ډالرو توکي صادر کړي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۵ GMT+۰

د روان لمریز کال له پیله تر اوسه، افغانستان ته د دوغارون-اسلام کلا بندر له لارې ټول ۷۱۴ زره او ۶۷۹ټنه توکي صادر شوي. د دوغارون د ګمرک د چارواکو په وینا، د یادو صادرو شویو توکو ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۳۰ میلیونه او ۳۵۵ زره او ۳۰۸ امریکايي ډالر اټکل شوی دی.

ایران د دوغارون د چارواکو له قوله خبر ور کړی، چې په همدې موده کې ۳۸۲ زره او ۵۳۷ټنه توکي د ۱۸۴ میلیونه او ۵۲۰ زره او ۵۳ډالرو په ارزښت د دوغارون له پولې څخه افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.

د دوغارون د ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې د ګمرک سرپرست ویلي چې ودانیز توکي، مېوې، خوراکي توکي، سون‌توکي او د نفتو بېلابېل محصولات افغانستان ته د ایران له مهمو صادراتي توکو شمېرل کېږي.

د هغه په وینا، دوغارون له ایران نه د افغانستان پر لور د سوداګرۍ تر ټولو مهمه او لومړنۍ دروازه ده او د دې اقتصادي مرکز فعالیتونو د افغان پانګه‌والو او اقتصادي فعالانو پام لا زیات کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دوغارون د ایراني او افغان سوداګرو د حضور او پانګونې لپاره یو «طلایي فرصت» دی او د قانون په چوکاټ کې له دې فرصت څخه ملاتړ کول د سرحدي سیمې د ودې او اقتصادي پرمختګ لامل ګرځي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د صادراتو، ترانزیت، وارداتو او مسافري چارو د لا چټکتیا او اسانتیا لپاره د افغانستان د اسلام‌کلا او د ایران د دوغارون په ګمرکونو کې د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول یوه جدي اړتیا ده، چې د مرکزي، ولایتي او ځایي چارواکو ځانګړې پاملرنه غواړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې د ټرافیکي پېښو له امله ۵ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د محلي سرچینو په وینا، د چارشنبې په ورځ په هرات ولایت کې د دوو ټرافیکو پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۵ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ویلي، چې د هرات د اسلام کلا په ترافیکي پېښه کې یې یو تن کارکوونکی مړ شوی دی.

د پېښو ځای د هرات-اسلام کلا لویه لار ښودل شوې.

په هرات کې د طالبانو پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.

طالب چارواکو تایید کړې چې په یوه بله ټرافیکي پېښه کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

هبت الله اخوندزاده د طالبانو دوه وزیران او څو معینان په نویو دندو وګومارل

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د مشر د حکم پر اساس، ددې ډلې په ادارو کې د نویو تبدیلیو په لړ کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د کلیو بیا رغونې وزیر او د برېښنا شرکت رییس د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا ټاکنې پر خپل ایکس خپرې کړې دي.

په نویو ټاکنو کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د کلیو د بیا رغونې او پراختیا د وزیر په توګه او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز د طالبانو د ټولګټو وزارت مالي او اداري معیین ملا عبدالحق همکار د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي رییس او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو پخوانی معیین قاري محمد یونس راشد د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین په توګه ګومارل شوي دي.

د ملا هبت الله اخوندزاده د حکم له مخې، د برېښنا شرکت عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

نوې ټاکنې یوازې تبدیلۍ دي او نوې څېرې پکې نه ترسترګو کیږي.

طالبانو په ننګرهار کې د راستنو شویو لپاره یو ځانګړي شوي ښارګوټي کې د ځمکو وېش پیل کړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر پنج‌شنبه د (مرغومي ۱۸مه) خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د خانکي په نوم د راستنو شویو لپاره ښارګوتی پرانېستل شو. په دغه ولایت کې د طالبانو والي ملا نعیم اخوند په رسمي توګه د دغه ښارګوټي د ځمکو وېش هم پیل کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ښارګوټي کې به هرې کورنۍ ته د کور جوړولو لپاره پنځه پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي او همدا راز به د سرپناوو جوړولو په برخه کې ورسره مرستندویه ادارې هم همکاري وکړي. خبرپاڼه زیاتوي، دغه ښارګوټی ټول ټال ۳زره جریبه ځمکه لري چې ۵زره کورنۍ به ‌په‌کې له استوګنې برخمنې شي.

په ننګرهار کې طالبان وایي، د خانکي ښارګوټي لپاره پراختیایي پلانونه هم شته چې په‌کې د عمومي او فرعي سړکونو جوړېدنه، پارکونه، ښوونځي، جوماتونه، دارالعلوم، دیني مدرسه، کلینیک، د اوبو رسولو شبکې او مخابراتي سایټونه هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍوالو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لړۍ له بشري ناورین سره هم‌مهاله پیل شوې او په کور دننه دغه ستنېدونکي د سرپناوو له جدي ستونزو سره هم مخ کېږي. راپورونه وایي، له پاکستان او ایران نه یو شمېر ستنې شوې کورنۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ژمي به دې سوړ موسم کې له سرپناوو پرته خورا سخت ژوند تېروي.

د کابل شنو صنایعو پارک کې د نږدې ۳مېليارده افغانيو په ارزښت د برېښنا د ۳پروژو چارې پیل شوې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د کابل شنو صنایعو پارک ۳۴مېګاواټه لمریزې تولیدي برېښنا دستګاه، ۱۲۶مېګاولټ امپیر سب سټېشن او ۲۲۰کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي جوړولو پروژو کار پیل شو.

د یادې پروژې ټولیز ارزښت ۲,۶۷ مېلیارده افغانۍ ښودل شوی، چې موخه یې د کابل ښار د برېښنا ستونزې کمول او د برېښنا رسولو سیستم پیاوړتیا ښودل شوې ده. د یاد شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر د یادو پروژو په پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې د دغه پروژو په بشپړېدو سره به د کابل د شنو صنایعو پارک د صنعت کارانو ستونزې حل شي.

هغه ویلي، د دغه پروژو له لارې به له ۵۰۰ څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به سلګونه نورو کسانو ته په نامستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شي.

د هغه په وینا؛ دغه پروژه به د کابل ولایت د برېښنا د تولید او لېږد په برخه کې مهم رول ولوبوي او د خلکو پر ورځني ژوند به مثبت اغېز ولري. د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د نغلو ۲۲.۷۵مطګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه هم ګټې اخیستنې ته وسپارله.
ورته مهال د کابل ښار اوسېدونکي د بريښنا له پراخې پرچاوۍ سخت اندېښمن دي او وايي، چې په ځينو سیمو کې ان په ۲۴ساعتونو کې په پرله‌پسې توګه څو ساعته د برېښنا له پرچاوۍ سره مخ دي.

طالبانو په میدان وردګ کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په میدان وردګ ولایت کې یې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو ابتدایه محکمې له دې ډلې «يو مجرم ته د يو کال، دويم مجرم ته څلور میاشتې او درېيم مجرم ته د ۱۲ کلن تنفيذي بند او له ۳۰ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده».

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.