• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار کې د راستنو شویو لپاره یو ځانګړي شوي ښارګوټي کې د ځمکو وېش پیل کړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر پنج‌شنبه د (مرغومي ۱۸مه) خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د خانکي په نوم د راستنو شویو لپاره ښارګوتی پرانېستل شو. په دغه ولایت کې د طالبانو والي ملا نعیم اخوند په رسمي توګه د دغه ښارګوټي د ځمکو وېش هم پیل کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد ښارګوټي کې به هرې کورنۍ ته د کور جوړولو لپاره پنځه پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي او همدا راز به د سرپناوو جوړولو په برخه کې ورسره مرستندویه ادارې هم همکاري وکړي. خبرپاڼه زیاتوي، دغه ښارګوټی ټول ټال ۳زره جریبه ځمکه لري چې ۵زره کورنۍ به ‌په‌کې له استوګنې برخمنې شي.

په ننګرهار کې طالبان وایي، د خانکي ښارګوټي لپاره پراختیایي پلانونه هم شته چې په‌کې د عمومي او فرعي سړکونو جوړېدنه، پارکونه، ښوونځي، جوماتونه، دارالعلوم، دیني مدرسه، کلینیک، د اوبو رسولو شبکې او مخابراتي سایټونه هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍوالو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لړۍ له بشري ناورین سره هم‌مهاله پیل شوې او په کور دننه دغه ستنېدونکي د سرپناوو له جدي ستونزو سره هم مخ کېږي. راپورونه وایي، له پاکستان او ایران نه یو شمېر ستنې شوې کورنۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ژمي به دې سوړ موسم کې له سرپناوو پرته خورا سخت ژوند تېروي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د کابل شنو صنایعو پارک کې د نږدې ۳مېليارده افغانيو په ارزښت د برېښنا د ۳پروژو چارې پیل شوې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د کابل شنو صنایعو پارک ۳۴مېګاواټه لمریزې تولیدي برېښنا دستګاه، ۱۲۶مېګاولټ امپیر سب سټېشن او ۲۲۰کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي جوړولو پروژو کار پیل شو.

د یادې پروژې ټولیز ارزښت ۲,۶۷ مېلیارده افغانۍ ښودل شوی، چې موخه یې د کابل ښار د برېښنا ستونزې کمول او د برېښنا رسولو سیستم پیاوړتیا ښودل شوې ده. د یاد شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر د یادو پروژو په پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې د دغه پروژو په بشپړېدو سره به د کابل د شنو صنایعو پارک د صنعت کارانو ستونزې حل شي.

هغه ویلي، د دغه پروژو له لارې به له ۵۰۰ څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به سلګونه نورو کسانو ته په نامستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شي.

د هغه په وینا؛ دغه پروژه به د کابل ولایت د برېښنا د تولید او لېږد په برخه کې مهم رول ولوبوي او د خلکو پر ورځني ژوند به مثبت اغېز ولري. د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د نغلو ۲۲.۷۵مطګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه هم ګټې اخیستنې ته وسپارله.
ورته مهال د کابل ښار اوسېدونکي د بريښنا له پراخې پرچاوۍ سخت اندېښمن دي او وايي، چې په ځينو سیمو کې ان په ۲۴ساعتونو کې په پرله‌پسې توګه څو ساعته د برېښنا له پرچاوۍ سره مخ دي.

طالبانو په میدان وردګ کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په میدان وردګ ولایت کې یې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو ابتدایه محکمې له دې ډلې «يو مجرم ته د يو کال، دويم مجرم ته څلور میاشتې او درېيم مجرم ته د ۱۲ کلن تنفيذي بند او له ۳۰ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده».

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

ناکام مذاکرات؛ هندي رسنۍ وایي ترکيه د طالبانو او پاکستان ترمنځ له منځګړيتوبه ووتله

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۳ GMT+۰

هندي رسنۍ وایي، ترکيې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډېپلوماټيکو هڅو تر ناکامۍ او د بنسټيزو اختلافاتو د لا ژورېدو وروسته په رسمي ډول د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ له خپل منځګړيتوب څخه لاس واخيست.

نیوز ۱۸ټلوېزیوني شبکې د لوړپوړو امنيتي او ډېپلوماټيکو سرچينو په حواله راپور کې لیکلي، انقرې هغه مهال دغه پرېکړه وکړه چې طالبانو د پاکستان بنسټیزې امنيتي غوښتنې ونه منلې. د دغو لوریو ترمنځ د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په منځګړتوب څو پړاوه خبرې اترې وشوې؛ خو بې له کومې څرګندې پايلې پای ته ورسېدې.

پر کابل واکمنو طالبانو د اسلام‌اباد له لوري وړاندې شوي شرطونه «نامشروع» وبلل او په ټينګه يې رد کړل او ټينګار يې وکړ، چې دغه ډول غوښتنې د يوې پراخې سولې د هوکړې بنسټ نه‌شي کېدای. په همدې لړ کې ترکي چارواکو په رسمي ډول اسلام‌اباد ته خبر ورکړی، چې طالبان د پاکستان محوري امنيتي غوښتنو منلو ته لېوالتيا نه‌لري او همدا موضوع بالاخره د انقرې د منځګړيتوب د هڅو د درولو لامل شوه.

د اوسني بن‌بست اصلي محور د هغو غوښتنو ټولګه ده، چې پاکستان یې له افغان طالبانو څخه لري؛ په دغه غوښتنو کې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) د سخت‌دريځو غړو اسلام‌اباد ته سپارل، د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پنځه کيلومتره حايل سيمې جوړول، د افغانستان پر ترانزيټي سوداګرۍ او د توکو پر لېږد رالېږد سخت کنټرول، پر کابل د اسلام‌اباد د امنيتي برلاسۍ په رسميت پېژندل او له پاکستان نه د افغان کډوالو بېړنۍ ستنېدنه شامله ده.

افغان طالبانو دغه ټولې غوښتنې په کلکه رد کړې او وايي، چې دغه ډول شرطونه د افغانستان ملي حاکميت او خپلواکۍ ته زيان رسوي. د ترکيې له لوري له منځګړيتوبه په شا کېدنه د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د ژورتيا او پېچلتيا څرګنده نښه بلل کېږي؛ هغه کړکېچ سره له دې چې د حل لپاره یې بېلابېلې سيمه‌ييزې او څو اړخيزې هڅې شوې دي، خو لا هم بې له روښانه حل لارې یې پایله نه‌ده ورکړې او د تاوتريخوالي د کمېدو هيلې يې لا پسې تتې کړې دي.

ایران د افغانستان په پوله د نوې ځمکنۍ لارې له پرانیستلو خبر ورکړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۷ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي په ۱۷مه) د افغانستان سره په مېلک پوله کې د یوې نوې ځمکنۍ لارې له پرانیستلو خبر ورکړی. یاد سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د یادې نوې لارې په پرانیستلو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ دوه برابره شي.

د مېلک-زرنج سرحدي لاره د ایران د سیستان او بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایت ترمنځ موقعیت لري. د مېلک پوله افغانستان ته د ايران د تېلو او نورو توکو د صادراتو يو له اصلي لارو څخه ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په لړم میاشت کې د ایراني پلاوي سره د مېلک پولې ته لاړ. له هغې وروسته ایراني چارواکو له طالبانو سره د مېلک په پوله کې د دویمې ځمکنۍ لارې د جوړولو لپاره د یوې هوکړې خبر ورکړ.

نورالدین عزیزي د دغه نوې لارې جوړول د طالبانو د ادارې او ایران په ګټه اقدام وباله، چې د هغه په ​​وینا له دې سره به د سوداګرۍ حجم زیات شي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۳زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۱۶مه) ۵۹۵ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۳۲۹۴ کسان کېږي؛ له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره اړینې مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۵۱۷ د تورخم له لارې، ۴۷کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۲۱کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې او ۱۰کورنۍ د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

پرون هم له ایران او پاکستان نه تر ۶۰۰ډېرې کورنې په جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې وې.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.