• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د افغانستان په پوله د نوې ځمکنۍ لارې له پرانیستلو خبر ورکړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۷ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي په ۱۷مه) د افغانستان سره په مېلک پوله کې د یوې نوې ځمکنۍ لارې له پرانیستلو خبر ورکړی. یاد سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د یادې نوې لارې په پرانیستلو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ دوه برابره شي.

د مېلک-زرنج سرحدي لاره د ایران د سیستان او بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایت ترمنځ موقعیت لري. د مېلک پوله افغانستان ته د ايران د تېلو او نورو توکو د صادراتو يو له اصلي لارو څخه ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په لړم میاشت کې د ایراني پلاوي سره د مېلک پولې ته لاړ. له هغې وروسته ایراني چارواکو له طالبانو سره د مېلک په پوله کې د دویمې ځمکنۍ لارې د جوړولو لپاره د یوې هوکړې خبر ورکړ.

نورالدین عزیزي د دغه نوې لارې جوړول د طالبانو د ادارې او ایران په ګټه اقدام وباله، چې د هغه په ​​وینا له دې سره به د سوداګرۍ حجم زیات شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۳زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۱۶مه) ۵۹۵ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۳۲۹۴ کسان کېږي؛ له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره اړینې مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۵۱۷ د تورخم له لارې، ۴۷کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۲۱کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې او ۱۰کورنۍ د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

پرون هم له ایران او پاکستان نه تر ۶۰۰ډېرې کورنې په جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې وې.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ۱۴۰۴کال په ۹ میاشتو کې د هرات د طبي بوټو صادرات درې برابره زیات شوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۰

هرات ولایت کې طالب چارواکي وایي، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له دغه ولایته د ۲۴ مېلیونه او ۲۶۸زره امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۲زره مټریک ټنه طبي نباتات د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ دغه صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. صادر شويو طبي نباتاتو کې د زرشک لرګي، توره زیره، شنه زیره، شیرین‌بیان، ادرک، دارچین، اویشن او یو شمېر نور طبي بوټي شامل دي چې د هرات له لارې نړۍوالو بازارونو ته رسېدلي دي.

هرات کې د طالبانو ځایي اداره د کرنې او صادراتو سکتور پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکوي، چې د طبي نباتاتو د کروندګرو، سوداګرو او صادرونکو د ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د طالب چارواکو په وینا؛ د صادراتو د بهیر د ښه‌والي، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي د پراخولو په برخه کې عملي ګامونه هم اخیستل شوي دي.

د طالبانو ولایتي چارواکي وایي، چې د طبي نباتاتو د صادراتو زیاتوالی کولای شي د هرات د سیمه‌ییز اقتصاد په وده، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کروندګرو د عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

په یوه اونۍ کې؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت ۱۳ کوډګر نیولي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نن پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې د دغه کوډګرو د نیولو ادعا کړې ده. د طالبانو دغه وزارت تر دې پخوا هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي اوونیز راپور کې راغلي، چې تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۳۰ قضیې هم حل کړې دي چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، مهر، میراث، ولور او طلاق اړوند قضیې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو رسېدو راهیسې دغه ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو هم د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو پر پراخې سرغړونې اندېښنه څرګنده کړې.

روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو نږدې ۱۰۰ افغانان خوشې شوي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۹۲ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

له بل پلوه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم دوام لري. د راپور له مخې؛ په دې لړ کې یوازې له خیبرپښتونخوا ۶۸۲زره او ۱۴۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبان وایي په هلمند کې یې د څلورو ماشومانو مور د خپل خاوند له ظلمونو ژغورلې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یې د څلورو ماشومانو مور د خپل خاوند له ظلم څخه ژغورلې ده. دغه وزارت وايي، خاوند یې روږدی و او د مېرمنې تر څنګ یې خپل څلور اولادونه هم ځورول.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس یې د درملنې په موخه یو سیمه‌ییز روغتون ته لېږدولی او تر رغېدو پورې به هلته ساتل کېږي. د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي: «یاده مېرمن چې څلور ماشومان هم لري د خاوند له لوري له دوامداره رواني او فزیکي ځورونې سره مخ وه، چې د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او د یادې مېرمنې خاوند د درملنې په موخه سیمه‌ییز روغتون ته ور وپېژندل شو».

طالبانو د دغه مېرمنې له قوله لیکلي، چې د خاوند د نشه‌یي توکو د ترلاسه کولو لپاره سوالګرۍ ته اړ اېستل کېده. طالبان داسې مهال ښځو ته د حقونو د ورکړې خبره کوي، چې پر افغانستان واکمنې ډلې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نجونو ښوونځي تړلي او په بېلابېلو پلمو یې د ښځو د کار مخه هم نیولې ده.

د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې؛ افغانستان اوس‌مهال د طالبانو له لوري د افغان ښځو لپاره په یو زندان بدل شوی او د ژوند بنستیز حقونه ترې اخیستل شوي دي.