• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په هلمند کې یې د څلورو ماشومانو مور د خپل خاوند له ظلمونو ژغورلې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یې د څلورو ماشومانو مور د خپل خاوند له ظلم څخه ژغورلې ده. دغه وزارت وايي، خاوند یې روږدی و او د مېرمنې تر څنګ یې خپل څلور اولادونه هم ځورول.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس یې د درملنې په موخه یو سیمه‌ییز روغتون ته لېږدولی او تر رغېدو پورې به هلته ساتل کېږي. د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي: «یاده مېرمن چې څلور ماشومان هم لري د خاوند له لوري له دوامداره رواني او فزیکي ځورونې سره مخ وه، چې د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او د یادې مېرمنې خاوند د درملنې په موخه سیمه‌ییز روغتون ته ور وپېژندل شو».

طالبانو د دغه مېرمنې له قوله لیکلي، چې د خاوند د نشه‌یي توکو د ترلاسه کولو لپاره سوالګرۍ ته اړ اېستل کېده. طالبان داسې مهال ښځو ته د حقونو د ورکړې خبره کوي، چې پر افغانستان واکمنې ډلې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نجونو ښوونځي تړلي او په بېلابېلو پلمو یې د ښځو د کار مخه هم نیولې ده.

د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې؛ افغانستان اوس‌مهال د طالبانو له لوري د افغان ښځو لپاره په یو زندان بدل شوی او د ژوند بنستیز حقونه ترې اخیستل شوي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د بیو مهار لپاره؛ هرات کې د طالبانو والي د خوراکي توکو د وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۰

هرات کې د طالبانو والي شیخ مولانا اسلام‌جار له یوشمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د خوراکي توکو، په ځانګړي ډول د وريجو، د وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا چاره کولای شي په ډېر لنډ وخت کې د بازارونو دننه د بیو د راکمېدو لامل شي.

چهارشنبه د (مرغومي ۱۷مه) په دې لیدنه کې د وريجو واردوونکو سوداګرو د وارداتو په بهیر کې خپلې شته ستونزې او ننګونې شریکې کړې او همدارنګه یې په نږدې ورځو کې د وريجو د وارداتو د زیاتولو لپاره خپل بشپړ چمتووالی هم ښودلی دی. خبرپاڼه وایي، سوداګرو د طالبانو د هرات والي ته ډاډ ورکړی چې که لازمې اسانتیاوې برابرې شي؛ نو کولای شي د بازار اړتیاوې په لا ښه او اغېزمن ډول پوره کړي.

مولانا اسلام‌جار ټینګار کړی، چې د ټولو خوراکي توکو، په ځانګړي ډول د وريجو واردات باید زیات شي؛ څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او پر ښاریانو رامنځته شوی اقتصادي فشار راکم شي. نوموړي زیاته کړه، د هرات سیمه‌ییزه اداره ژمنه ده چې د سوداګرو تر څنګ به ولاړه وي او شته خنډونه به له‌منځه یوسي.

شیخ مولانا اسلام‌جار همدارنګه ډاډ ورکړ، چې سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې شي او د اسلام‌کلا بندر اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د وريجو او غوړیو وارداتو ته لومړیتوب ورکړي؛ تر څو د خلکو د اساسي اړتیاوو د برابرولو بهیر په منظم، چټک او له ستونزو پرته دوام ومومي.

جمعیت اسلامي په شمال کې د کانونو د استخراج پر ضد د راپورته شویو معترضینو وژنه غندلې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۶ GMT+۰

د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند په تخار او بدخشان ولایتونو کې د کانونو د خپلسري او نامسلکي استخراج پر وړاندې د راپورته شویو متعرضینو وژنه غندلې ده. یاد ګوند وایي، طالبان د دغه ولایتونو طبیعي زېرمو ته د «جنګي غنیمت» په سترګه ګوري.

یاد ګوند د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبان د افغانستان له کانونو، په ځانګړي ډول د تخار او بدخشان له طبیعي زېرمو سره د «جنګي غنیمت» په څېر چلند کوي او د «غلا او نامسلکي کېندنو» له لارې د دغه سیمو چاپېریال ته نه جبرانېدونکی زیان اړوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د خلکو وژل او له هغوی سره د سپکاوي ډک چلند نه یوازې دا چې کړکېچ او ناوړه پایلو ته د پای ټکی نه‌ږدي؛ بلکې د «طالباني ظلم» او د هغوی د همفکرانو پر وړاندې د لا ډېرې کرکې او مبارزې زمینه لا پسې پیاوړې کوي.

جمعیت اسلامي زیاته کړې، د طالبانو له لوري د طبیعي سرچینو «چور» او د چاپېریال ویجاړول دا څرګندوي چې د یادې ډلې ظلم نور یوازې ټولنیزې، کلتوري او سیاسي برخې نه رانغاړي؛ بلکې اوس د افغانستان طبیعت او چاپېریال هم د دوی له تېري خوندي نه‌دي پاتې.

په وروستیو ورځو کې طالبانو د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې هغه ځايي اوسېدونکي وځپل چې د سرو زرو کانونو د خپلسري استخراج پر وړاندې یې اعتراض کړی و. تر دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې د لاریونوالو او طالب ځواکونو تر منځ په نښته کې درې تنه ځايي اوسېدونکي او د طالبانو یو غړی وژل شوي دي.

طالبانو دغه نښتې تایید کړې او ویلي یې دي، چې د تخار ولایت د کانونو په تړاو د پېښو د څېړلو لپاره یې یو پلاوی سیمې ته استولی دی. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، چې دغه پلاوی د تخار د ځایي چارواکو په مشرۍ د یادې سیمې د کانونو د وضعیت د ارزونې لپاره استول شوی دی.

د سرچینو په وینا؛ د سیمې خلکو د چاپېریال د سختو زیانونو او د شرکتونو له لوري د نامسلکي کېندنو له امله د اوبو د بندېدو په غبرګون کې لاس په اعتراض پورې کړی دی. تر دې وړاندې هم په بدخشان ولایت کې د طالبانو له‌خوا د کانونو پراخه استخراج پر وړاندې ورته ولسي اعتراضونه شوي وو.

د جمعیت اسلامي په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان «د کانونو د غلا او نامسلکي استخراج له لارې، سربېره پر دې چې چاپېریال یې ویجاړ کړی، د طبیعي سرچینو د مالکیت او ګټې اخیستنې حق یې هم له اصلي اوسېدونکو اخیستی او د چاپېریال د تخریب او ککړتیا له امله یې په کلیو کې د خلکو د ژوند دوام هم سخت اغېزمن کړی دی».

تېر کال؛ تر ۳مېلیونه ډېرو سېلانیانو په قونیه کې د مولانا جلال‌الدین له زیارت څخه لېدنه کړې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې تر درې مېلیونه ډېرو سېلانیانو په قونیې ښار کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي له زیارت او موزیم څخه لیدنه کړې ده.

یاد اژانس د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) راپور ورکړی، چې د ترکیې په قونیې ښار کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي موزیم او زیارت تېر کال د درې مېلیونه او ۶۲زره او ۸۰۰ کسانو کوربه‌توب کړی دی.

د مولانا د زیارت د موزیم مدیر ناجي باکي‌رجي له یاد اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو شمېر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی. د هغه په وینا؛ نږدې لسمه برخه لیدونکي د نړۍ له لرو پرتو سیمو لکه ختیځې اسیا، اروپا او د امریکا متحده ایالاتو څخه راغلي وو، چې دا د مولانا نړۍوال مقام د یو ستر فرهنګي او معنوي لوی شخصیت په توګه څرګندوي.

هغه زیاته کړه، چې دغه موزیم د سولې، مینې، ورورولۍ او کلتوري زغم نښه ده او د ترکیې له مهمو کلتوري او معنوي جاذبو څخه شمېرل کېږي. د مولانا زیارت او موزیم په قونیه ښار کې د ترکیې تر ټولو ډېرو لیدل شویو سیاحتي ځایونو څخه دی.

په ۲۰۲۴کال کې هم نږدې درې مېلیونه کسانو له دغه ځایه لیدنه کړې وه؛ خو د تېر کال شمېرې د مولانا فکري او معنوي میراث پر وړاندې د نړۍوالې لېوالتیا زیاتوالی ښيي.

مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د اوومې هجري پېړۍ ستر شاعر، عارف او عالم، د فارسي ژبې د شعر له تر ټولو اغېزناکو څېرو ګڼل کېږي. هغه په بلخ ښار کې زېږېدلی؛ خو په ماشومتوب کې یې له خپلې کورنۍ سره بلخ پرېښی او له کلونو کډوالۍ وروسته په اناتولیه (قونیه) کې مېشت شوی او تر پایه یې هلته ژوند کړی دی.

د هغه مشهور اثار او په ځانګړي ډول «مثنوي معنوي» د نړۍ په څو مهمو ژبو ژباړل شوی دی.

نصیراحمد اندېشه: ۲۰۲۵کال د طالبانو لپاره د ناکامۍ او انزوا کال و

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۲ GMT+۰

په جینیوا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه وايي، د طالبانو د ادعاوو خلاف یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې نه ډېر مشروعیت ترلاسه کړ او نه یې خپل متحدین راضي وساتل. د هغه په وینا؛ تېر کال د انزوا، ستراتیژیکو تېروتنو او د طالبانو د نفوذ د له‌منځه تلو کال و.

ښاغلي اندېشه د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) په یوه مقاله کې چې «ډیپلوماټ» وېب‌پاڼې خپره کړې لیکلي، روسیه د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره د هغوی د انزوا په کمولو کې پاتې راغله او نورو هېوادونو د مسکو له پرېکړې ملاتړ ونه کړ.

روسیې په چنګاښ میاشت کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې له افغانستان سره د همکارۍ پر پراختیا ټینګار شوی دی. خو په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو د ادارې او د روسیې حکومت ترمنځ په اړیکو کې کوم لوی سیاسي یا اقتصادي بدلون نه‌دی راغلی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (د لېندۍ په ۱۴مه) د هندي خبریالانو سره په یوه مرکه کې له طالبانو سره د خپل هېواد د اړیکو دفاع وکړه او ویې ویل، چې طالبان د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق سره په مبارزه کې بریالي وو.
خو ښاغلي اندېشه بیا لیکلي، چې له طالبانو سره د هند اړیکې هم محتاطې او یوازې د امنیتي ګټو پر بنسټ دي او دا د رسميت پېژندنې معنا نه‌لري. ورته مهال د ترهګرو ډلو د حضور، امنیتي کړکېچونو، سرحدي نښتو او د اوبو د سرچینو په اړه د شخړو له امله له چین، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د طالبانو اړیکو وده نه‌ده کړې.

اندېشه وايي، چې د طالبانو اړیکې د منځنۍ اسیا سره او په ځانګړې توګه تاجکستان سره له تاوتریخوالي خالي نه‌وې. د هغه په ​​وینا؛ د سرحدي شخړو، د وسله‌والو ډلو نفوذ او د کانونو د کېندنو او د اوبو مسیر په بدلولو شته اختلافات پر یادې ډلې د بې‌باورۍ لامل شوي دي.
په جینیوا کې د افغانستان استازي د ایران سره د طالبانو د اړیکو په اړه لیکلي، له طالبانو سره د تعامل سربېره تهران د یادې ډلې اداره لنډمهاله ګڼي. د حقابې، سرحدي امنیت، د فارسي ژبو او شیعه ټولنې د وضعیت په اړه اختلافات د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې جدي ننګونې بلل شوې دي.

خو طالبانو اعلان کړی، چې په ۲۰۲۵کال کې یې د ډیپلوماسۍ او له هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې پرمختګ کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اونۍ ویلي و، چې دغه ډله په ۲۰۲۵کال کې د روسیې له‌خوا په رسمیت وپېژندل شوه او د دوی د کابینې غړو په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۹۹ بهرني سفرونه لرل.

د هغه په ​​وینا؛ دغه سفرونه د اقتصادي او سوداګریزو موخو او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره شوي وو.

د پښتو ژبې بهرني ښوونکي: په نړۍوالو پوهنتونو کې پښتو د یوې ژوندۍ ژبې په توګه تدریس کېږي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۰

په المان او فرانسه کې د پښتو ژبې بهرني ښوونکي وايي، چې له لسیزو راهیسي د اروپا په یو شمېر پوهنتونونو کې پښتو د یوې ژوندۍ ژبې په توګه تدریس کېږي. دغه استادان زیاتوي، چې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره هڅې روانې دي او د محصلینو شمېر یې هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

په برلین کې د پښتو ژبې استاد لوتز ژهاک او په پاریس کې د پښتو ژبې استاده سارا هېرمن د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې له کلونو راهیسي په پوهنتونونو کې د پښتو ژبې تدریس کوي او دا مهال د اروپا په ډېرو پوهنتونونو کې پښتو ژبه تدریس کېږي.

ژهاک وايي: «۴۰ کاله کېږي چې پښتو د یوې ژوندۍ ژبې په حیث په پوهنتونونو کې تدریس کېږي، په لومړيو کلونو کې د کابل پوهنتون یو شمېر استادان او مشهور پښتو لیکوالان هم دلته د تدریس لپاره راغلي‌ وو».

د هغه په خبره، د المان یو شمېر نړۍوالو پوهنتونونو هم د پښتو ژبې د تدریس غوښتنه کړې، خو د هغه په خبره چې د وخت د نشتوالي له امله ورته رسېدنه نه‌شي کولی.

هغه د برلین په پوهنتون کې د روان کال د پښتو ژبې د وضعیت په اړه ویلي: «زه هره اوونۍ ۴ ساعته په پښتو درس ورکوم، په دې سمسټر کې د محصلینو شمېر ۱۵ دی».

د نوموړي‌ په خبره، یو شمېر محصلین یې د پښتو ژبې د څېړنې لپاره افغانستان ته هم تللي.

ژاک د اتریش د ویانا په اکاډمۍ کې د پښتو انلاین قاموس د ژر جوړېدو خبر ورکړی، چې یو شمېر افغان کډوالو هم په‌کې د همکارۍ برخه اخیستې.

په پاریس کې د پښتو ژبې استاده سارا هېرمن بیا وايي، چې هڅه کوي پښتو ژبه پراخه او د زده‌کوونکو شمېر زیات کړي.

د هغې په وینا، د افغانستان تاریخي انځورونو، ښکلا، د افغانانو ښه چلند او پښتو سندرو د پښتو ژبې د زده‌کړې لېوالتیا ډېره کړې او د زده‌کوونکو شمېر یې زیات کړی دی.

هغې زیاته کړې: «پښتو داسي‌ یوه ژبه ده چې څوک ورسره عادت شي لکه نشه بیا یې نه‌شي پرېښودلی».

سارا په تعليمي برخه کې د پښتو موادو د زیاتېدو هیله ښودلې.

د پښتو ژبې دغه بهرني ښوونکي د افغانستان بېلابېلې لهجې د خپل کارونو خنډ یادوي؛ خو بل لورې بیا اروپا ته د افغان کډوالو په تګ سره د دې ستونزې حل ته هیله‌مند دي.

دوی وايي، چې ډېرو لوستو افغان کډوالو ورسره د پښتو په برخه کې همکارۍ کړې دي.

په مسکو کې د پوهنتون استاد شېرحسن حسن هم د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د روسیې په لویو ښارونو او پوهنتونونو کې د پښتو ژبې تدریس او څېړنې جریان لري.

نوموړي چې تر ډېره د پښتو پر تاریخي مخینې خبرې کړې، وايي چې شوري اتحاد، تاشکند او د تاجکستان په دوشنبې پوهنتونونو کې پښتو تدریس کېږي.

نوموړي زیاته کړې: «د دغه تدریس تر څنګ دغو استادانو نه یوازې په اکاډمیکو مرکزونو کې تدریس کاوه، بلکي شاګردانو یې په ډیپلوماټیکو او مطبوعاتي ادارو کې هم کار کاوه او دا د پښتو ژبې د پراخ ترویج لپاره زمینه برابره کړې خو دا زمینه تر اوسه دوام لري».

پښتو د نړۍ د هغو ژوندیو ژبو څخه ده، چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، دغه ژبه په علمي او پوهنتوني بڼه له ۱۷۵۰م کلونو څخه راهیسې د نړۍ په پوهنتونونو او انسټیټوټونو کې تدریس او تحقیق کېږي. په تېرو نږدې ۳۰۰ کلونو کې نړۍوالو ژبپوهنیزو مرکزونو پښتو د هندو اریایي ژبو د ختیځې څانګې یوه مهمه ژبه ګڼلې او ان کله ناکله ویل شوي، چې د ځینو ورڅېرمو ژبو علمي مطالعه د پښتو له پېژندنې پرته ممکنه نه ده.

له دې سره، تېره اوونۍ د نیویارک ښاروال زهران ممداني په خپله وینا کې پښتو ژبه یاده کړه، چې تر دې وروسته به د نیویارک ښار پېښ‌لیکونه د نورو ژبو ترڅنګ په دې ژبه هم لیکل کېږي.

دې خبرې یو ځل بیا د میلیونو وګړو د مورنۍ ژبې په توګه د پښتو ژبې نړۍوال دريځ ته د خلکو پام واړوه