
د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې تر درې مېلیونه ډېرو سېلانیانو په قونیې ښار کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي له زیارت او موزیم څخه لیدنه کړې ده.
یاد اژانس د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) راپور ورکړی، چې د ترکیې په قونیې ښار کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي موزیم او زیارت تېر کال د درې مېلیونه او ۶۲زره او ۸۰۰ کسانو کوربهتوب کړی دی.
د مولانا د زیارت د موزیم مدیر ناجي باکيرجي له یاد اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو شمېر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی. د هغه په وینا؛ نږدې لسمه برخه لیدونکي د نړۍ له لرو پرتو سیمو لکه ختیځې اسیا، اروپا او د امریکا متحده ایالاتو څخه راغلي وو، چې دا د مولانا نړۍوال مقام د یو ستر فرهنګي او معنوي لوی شخصیت په توګه څرګندوي.
هغه زیاته کړه، چې دغه موزیم د سولې، مینې، ورورولۍ او کلتوري زغم نښه ده او د ترکیې له مهمو کلتوري او معنوي جاذبو څخه شمېرل کېږي. د مولانا زیارت او موزیم په قونیه ښار کې د ترکیې تر ټولو ډېرو لیدل شویو سیاحتي ځایونو څخه دی.
په ۲۰۲۴کال کې هم نږدې درې مېلیونه کسانو له دغه ځایه لیدنه کړې وه؛ خو د تېر کال شمېرې د مولانا فکري او معنوي میراث پر وړاندې د نړۍوالې لېوالتیا زیاتوالی ښيي.
مولانا جلالالدین محمد بلخي د اوومې هجري پېړۍ ستر شاعر، عارف او عالم، د فارسي ژبې د شعر له تر ټولو اغېزناکو څېرو ګڼل کېږي. هغه په بلخ ښار کې زېږېدلی؛ خو په ماشومتوب کې یې له خپلې کورنۍ سره بلخ پرېښی او له کلونو کډوالۍ وروسته په اناتولیه (قونیه) کې مېشت شوی او تر پایه یې هلته ژوند کړی دی.
د هغه مشهور اثار او په ځانګړي ډول «مثنوي معنوي» د نړۍ په څو مهمو ژبو ژباړل شوی دی.