طالبانو په ننګرهار او پروان ولایتونو کې په څه باندې ۲۰۰۰ کورنیو باندې مرستې وېشلي دي

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې په ننګرهار او پروان ولایتونو کې یې پر ۲۱۴۰ کورنیو باندې ۲۶۰ ټنه خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې په ننګرهار او پروان ولایتونو کې یې پر ۲۱۴۰ کورنیو باندې ۲۶۰ ټنه خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پروان په کوهصافي، سیدخېل، جبلالسراج او سالنګ ولسوالیو کې یې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۱۰۰۰ کورنیو باندې د بېړنۍ مرستې په توګه ۸۵،۵ ټنه خوراکي او غېر خوراکي توکي ویشلي دي.
یادې ادارې په یوې جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې د ننګرهار ولایت د درهنور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم پر ۱۱۴۰ زلزلهځپلو کورنیو باندې ۱۷۴ ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ننګرهار د درهنور ولسوالۍ د زلزلهځپلو کورنیو سره یاده مرسته د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه.
سره له دې چې طالبان په ځینو ولایتونو کې پر اړمنو کسانو مرستې وېشي، خو خلک وايي چې د ژمي په دې سړه هوا کې یادې مرستې د دوی لپاره بسنه نه کوي.


د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني ویلي، حکومت باید د پانګوالو لپاره ساده او له شرایطو سره سمون لرونکې پالیسۍ جوړې کړي. یو شمېر طالب چارواکو صنعت ته وده ورکول، د فقر او اړتیا څخه د خلاصون یوازینۍ لاره بللې ده.
د طالبانو یو شمېر چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) د دې ډلې تر واک لاندې د علومو اکاډمۍ په تالار کې د صنعت د پراختیا او نوې ټکنالوژۍ اړوند یوې غونډې ته په وینا کې د هېواد د بقا لپاره پر صنعتي ودې ټینګار کړی.
د علومو اکاډمۍ مرستیال امیرجان ثاقب د صنعت وده د زراعت او دفاعي حالت د پراختیا په معنایاده کړې.
نوموړي زیاته کړې: «صنعت ته وده ورکول، یعنې کرنې ته وده ورکول؛ صنعت ته وده ورکول، یعنې د دفاعي حالت پیاوړتیا او صنعت ته وده ورکول، یعنې له فقر او احتیاج څخه خلاصول».
په غونډه کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ادعا کړې، چې په تېر نظام کې فساد د صنعت د ودې مخه نیولې وه او له طالب مشرانو یې غوښتي، چې پانګوالو ته ساده او اسانه پالیسۍ جوړې کړي.
هغه ویلي: «د حکومت مسوولیت دی چې د پانګوالو لپاره ډېرې نرمې، ساده او له شرایطو سره سمونلرونکې پالیسۍ جوړې کړي».
طالب چارواکي زیاتوي، چې د پالیسۍ په جوړولو کې باید د ولس اړتیاوې په پام کې ونیول شي او شته ستونزو ته رسېدنه وشي.
افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت، طبیعي زېرمو او سیمهییزو سوداګریزو لارو له امله د صنعت او اقتصاد د پراختیا لپاره ځانګړې ستراتیژیکې وړتیاوې لري، خو د تېرو کلونو جګړو او بېثباتۍ د هېواد صنعتي سکتور ته پراخ زیان اړولی دی.
طالبان ادعا کوي، چې واک ته د دوی له رسېدو را وروسته د کورنیو تولیداتو، سیمهییزو سوداګریزو اړیکو او صادراتو په برخه کې تدریجي بدلونونه راغلي دي.

بېپولې ډاکټرانو په پاکستان کې د اخراج له ګواښ سره مخ افغان کورنیو د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د حکومت د فشارونو له امله افغان کورنۍ په وېره کې ژوند تېروي او د بېرته ستنېدو پر مهال یې ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د اخراج وېره په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره وژونکې پایلې لرلی شي.
یاد سازمان ویلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډلییز اخراج لړۍ په یو ناورین بدل شوی او د یوې زیانمنونکې ټولنې کړاو یې لاپسې ژور کړی دی.
د دوی په خبره، د نیولو او بندي کېدو د وېرې له امله ډېر کسان روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نهلري، چې له دې امله پر مېرمنو روان فشارونه زیات شوي، د حمل ضایع کېدل زیات شوي او د نورو ناروغیو درملنې ته لاسرسی یې سخت شوی دی.
اعلامیه زیاتوي: «دغه اېستنې ډېری کډوال بېسرپناه کوي او کډوال په داسې پنډغالو کې اچول کېږي، چې هلته نه یوازې روغتیايي خدمات نشته، بلکې د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړین وسایل هم شتون نه لري».
یاد سازمان ویلي، چې بېسرپناه ژمی د دغو افغانانو لپاره وژونکی دی او سخته سړه هوا ناروغۍ او د مرګ کچه ډېروي.
په پاکستان کې د بېپولې ډاکټرانو د ماموریت مشر ژو ویبینګ ویلي: «افغان کورنۍ اړې دي چې د اخراج د وېرې ژوند او د راستنېدو په صورت کې د ګواښ ترمنځ انتخاب وکړي. پاکستان باید ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅوک په زور داسې ځای ته ونه ستنول شي چې هلته ورته زیان ورسېږي. امنیت، کرامت او انسانیت انتخابي نه دي».
یاد سازمان په خپل راپور کې د پاکستان لهخوا د اخراج سره مخ افغان کورنیو روغتیايي، فزیکي ستونزو او رواني فشارونو ته هم اشاره کړې چې د فشار له امله یې ځینې مېرمنې خپل حمل هم له لاسه ورکړی دی.
یو افغان کډوال وايي: «زما مېرمن درې میاشتنۍ حامله وه، کله چې لومړی ځل پولیسو ونیولم، هغه ډېره وېرېدلې وه. کله چې زه خوشې شوم او کور ته لاړم، د هغې روان وضعیت لا هم ګډوډ و. هغې راته وویل چې سخته وېرېدلې وه او د فشار او خفګان له امله ډېره وینه یې له لاسه ورکړې ده. موږ ډاکټر ته ولاړو، خو ډېر ناوخته شوی و، مېرمن مې د وېرې او خفګان له امله خپل حمل له لاسه ورکړی و».
پر همدغه مهال، په پاکستان کې د بېپولې ډاکټرانو د ماموریت مشر ژو ویبینګ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د بشري مرستو بهیر ګړندی کړي او په پاکستان کې مېشت افغانان دې په خوندي ډول درېیمو هېوادونو ته انتقال کړي.
ژو ویبینګ زیاته کړې: «اغېزمنو کسانو ته دې د خوړو، سرپناه او اړینو خدماتو لاسرسی یقیني کړل شي. د جبري راستنېدونکو مسله باید حل شي او په ځانګړي ډول دې د درېیمو هېوادونو ته د خوندي انتقال زمینه برابره شي».
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو لهمخې، د ۲۰۲۵ کال تر اکټوبر میاشتې پورې په پاکستان کې له ۲.۱۸ میلیونه زیات افغانان ژوند کوي، چې ډېری یې یا په پاکستان کې زېږېدلي یا د خپل ژوند لویه برخه یې هلته تېره کړې ده. خو پاکستان د ۲۰۲۳ کال کې له نومبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړې او تر دې مهاله یې لسګونه زره کورنۍ په زور بېرته افغانستان ته ستنې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سوداګریزو، ټرانزيټي او ټرانسپورټي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. متقي خپل عماني سیال ته کابل ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې متقي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور ګڼلی او د دواړو هېوادونو د پلاویو تبادله یې د همکارۍ د پراختیا په برخه کې مهم بللی.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د عمان د هوايي چلند تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.
نوموړي هیله ښودلې، چې کابل ته د سفر پر مهال به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه ګټورې خبرې تر سره شي.

د طالبانو تر واک لاندې د خوست ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري یوه بیزو او یو شمېر درې وزره وحشي مرغان د ښکاریانو له منګولو ژغورل شوي او د سپېرې ولسوالۍ په غرنیزو سیمو کې بېرته خپل طبیعي چاپېریال ته خوشې شوي دي.
د طالبانو د خوست ولایت مقام ویاند د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) پر اېکسپاڼې لیکلي، چې د خوست ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د نظارتي ټیم له لوري د شنې قطعې په همکارۍ د مرغانو د خرڅلاو په مارکېټ کې د ترسره شوي نظارت پر مهال یوه غرنۍ بیزو او یو شمېر درې وزره وحشي مرغان ونیول شول. یاد ژوي د لنډمهاله پاملرنې او مراقبت تر بشپړېدو وروسته د سپېرې ولسوالۍ په غرنیزو او خوندي سیمو کې خوشې شول.
د چاپېریالي چارو مفتشینو د چیکپواينټ مسولینو ته سپارښتنه کړې چې د وحشي ژوو او الوتونکو د نیولو، لېږد او پلور په برخه کې دې له نافذه قانوني اصولو سره سم چلند وکړي او د هر ډول ناقانونه کړنو مخه باید ونیول شي.
د طالبانو د ریاستالوزراء د حکم لهمخې، په ټول هېواد کې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو ښکار او قاچاق په بشپړه توګه منع دی. هغه کسان چې له دې حکم څخه سرغړونه وکړي، د قانون له مخې به وڅارل شي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د مرکزي پوهنتونونو له مسوولینو سره په یوه مشورتي ناسته کې په خصوصي پوهنتونونو کې د تحصیلي بهیر د پیاوړتیا او د کیفیت د ښهوالي په اړه سپارښتنې کړې دي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وزیر ندا محمد ندیم د مرکزي خصوصي پوهنتونونو له رییسانو، مرستیالانو او استازو سره مشورتي ناسته کړې او هغوی ته یې د تعلیمي بهیر د پیاوړتیا او د کیفیت د لوړوالي په اړه اړینې سپارښتنې کړې دي.
ندا محمد ندیم ویلي، چې پخوانی درسي بهیر او کیفیت اوس لهمنځه تللی.
نوموړي زیاته کړې: «اوس په پوهنتونونو کې د درسي بهیر کیقیت لوړ، معیاري او د اسلامي ارزښتونو او د کار بازار سره سم روان دی».
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو تېره ورځ د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت یو رسمي سند ترلاسه کړی، چې له مخې یې په ټول هېواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په نصاب کې د ۶۷۹ کتابونو پر تدریس بندیز لګول شوی دی.
د یاد سند لهمخې، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت درې میاشتې وړاندې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته یو مکتوب استولی، چې لهمخې یې د شرعیاتو، حقوقو، ژورنالېزم، ادبیاتو او اقتصاد پوهنځیو کې پر ۶۷۹ درسي کتابونو د تدریس بندیز لګول شوی دی.
طالبانو تر اوسه د یادو کتابونو بدیل هم نهدی وړاندې کړی.