• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بې‌پولې ډاکټران: په پاکستان کې د افغان کډوالو د اخراج وېره د دوی لپاره وژونکې پایلې لري

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۰

بې‌پولې ډاکټرانو په پاکستان کې د اخراج له ګواښ سره مخ افغان کورنیو د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د حکومت د فشارونو له امله افغان کورنۍ په وېره کې ژوند تېروي او د بېرته ستنېدو پر مهال یې ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د اخراج وېره په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره وژونکې پایلې لرلی شي.

یاد سازمان ویلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د‌ ډلییز اخراج لړۍ په یو ناورین بدل شوی او د یوې زیانمنونکې ټولنې کړاو یې لاپسې ژور کړی دی.

د دوی په خبره، د نیولو او بندي کېدو د وېرې له امله ډېر کسان روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري، چې له دې امله پر مېرمنو روان فشارونه زیات شوي، د حمل ضایع کېدل زیات شوي او د نورو ناروغیو درملنې ته لاسرسی یې سخت شوی دی.

اعلامیه زیاتوي: «دغه اېستنې ډېری کډوال بې‌سرپناه کوي او کډوال په داسې پنډغالو کې اچول کېږي، چې هلته نه یوازې روغتیايي خدمات نشته، بلکې د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړین وسایل هم شتون نه لري».

یاد سازمان ویلي، چې بې‌سرپناه ژمی د دغو افغانانو لپاره وژونکی دی او سخته سړه هوا ناروغۍ او د مرګ کچه ډېروي.

په پاکستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو د ماموریت مشر ژو ویبینګ ویلي: «افغان کورنۍ اړې دي چې د اخراج د وېرې ژوند او د راستنېدو په صورت کې د ګواښ ترمنځ انتخاب وکړي. پاکستان باید ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅوک په زور داسې ځای ته ونه ستنول شي چې هلته ورته زیان ورسېږي. امنیت، کرامت او انسانیت انتخابي نه دي».

یاد سازمان په خپل راپور کې د پاکستان له‌خوا د اخراج سره مخ افغان کورنیو روغتیايي، فزیکي ستونزو او رواني فشارونو ته هم اشاره کړې چې د فشار له امله یې ځینې مېرمنې خپل حمل هم له لاسه ورکړی دی.

یو افغان کډوال وايي: «زما مېرمن درې میاشتنۍ حامله وه، کله چې لومړی ځل پولیسو ونیولم، هغه ډېره وېرېدلې وه. کله چې زه خوشې شوم او کور ته لاړم، د هغې روان وضعیت لا هم ګډوډ و. هغې راته وویل چې سخته وېرېدلې وه او د فشار او خفګان له امله ډېره وینه یې له لاسه ورکړې ده. موږ ډاکټر ته ولاړو، خو ډېر ناوخته شوی و، مېرمن مې د وېرې او خفګان له امله خپل حمل له لاسه ورکړی و».

پر همدغه مهال، په پاکستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو د ماموریت مشر ژو ویبینګ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د بشري مرستو بهیر ګړندی کړي او په پاکستان کې مېشت افغانان دې په خوندي ډول درېیمو هېوادونو ته انتقال کړي.

ژو ویبینګ زیاته کړې: «اغېزمنو کسانو ته دې د خوړو، سرپناه او اړینو خدماتو لاسرسی یقیني کړل شي. د جبري راستنېدونکو مسله باید حل شي او په ځانګړي ډول دې د درېیمو هېوادونو ته د خوندي انتقال زمینه برابره شي».

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال تر اکټوبر میاشتې پورې په پاکستان کې له ۲.۱۸ میلیونه زیات افغانان ژوند کوي، چې ډېری یې یا په پاکستان کې زېږېدلي یا د خپل ژوند لویه برخه یې هلته تېره کړې ده. خو پاکستان د ۲۰۲۳ کال کې له نومبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړې او تر دې مهاله یې لسګونه زره کورنۍ په زور بېرته افغانستان ته ستنې کړې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

متقي له خپل عماني سیال سره د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سوداګریزو، ټرانزيټي او ټرانسپورټي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. متقي خپل عماني سیال ته کابل ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې متقي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور ګڼلی او د دواړو هېوادونو د پلاویو تبادله یې د همکارۍ د پراختیا په برخه کې مهم بللی.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د عمان د هوايي چلند تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.

نوموړي هیله ښودلې، چې کابل ته د سفر پر مهال به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه ګټورې خبرې تر سره شي.

طالبان: په خوست کې یوه بیزو او یو شمېر وحشي مرغان له ښکاریانو ژغورل شوي دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د خوست ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري یوه بیزو او یو شمېر درې وزره وحشي مرغان د ښکاریانو له منګولو ژغورل شوي او د سپېرې ولسوالۍ په غرنیزو سیمو کې بېرته خپل طبیعي چاپېریال ته خوشې شوي دي.

د طالبانو د خوست ولایت مقام ویاند د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د خوست ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د نظارتي ټیم له لوري د شنې قطعې په همکارۍ د مرغانو د خرڅلاو په مارکېټ کې د ترسره شوي نظارت پر مهال یوه غرنۍ بیزو او یو شمېر درې وزره وحشي مرغان ونیول شول. یاد ژوي د لنډمهاله پاملرنې او مراقبت تر بشپړېدو وروسته د سپېرې ولسوالۍ په غرنیزو او خوندي سیمو کې خوشې شول.

د چاپېریالي چارو مفتشینو د چیک‌پواينټ مسولینو ته سپارښتنه کړې چې د وحشي ژوو او الوتونکو د نیولو، لېږد او پلور په برخه کې دې له نافذه قانوني اصولو سره سم چلند وکړي او د هر ډول ناقانونه کړنو مخه باید ونیول شي.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء د حکم له‌مخې، په ټول هېواد کې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو ښکار او قاچاق په بشپړه توګه منع دی. هغه کسان چې له دې حکم څخه سرغړونه وکړي، د قانون له مخې به وڅارل شي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.

ندا محمد ندیم وايي چې اوس په پوهنتونو کې د درسي بهیر کیفیت لوړ دی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د مرکزي پوهنتونونو له مسوولینو سره په یوه مشورتي ناسته کې په خصوصي پوهنتونونو کې د تحصیلي بهیر د پیاوړتیا او د کیفیت د ښه‌والي په اړه سپارښتنې کړې دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وزیر ندا محمد ندیم د مرکزي خصوصي پوهنتونونو له رییسانو، مرستیالانو او استازو سره مشورتي ناسته کړې او هغوی ته یې د تعلیمي بهیر د پیاوړتیا او د کیفیت د لوړوالي په اړه اړینې سپارښتنې کړې دي.

ندا محمد ندیم ویلي، چې پخوانی درسي بهیر او کیفیت اوس له‌منځه تللی.

نوموړي زیاته کړې: «اوس په پوهنتونونو کې د درسي بهیر کیقیت لوړ، معیاري او د اسلامي ارزښتونو او د کار بازار سره سم روان دی».

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو تېره ورځ د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت یو رسمي سند ترلاسه کړی، چې له مخې یې په ټول هېواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په نصاب کې د ۶۷۹ کتابونو پر تدریس بندیز لګول شوی دی.

د یاد سند له‌مخې، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت درې میاشتې وړاندې د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته یو مکتوب استولی، چې له‌مخې یې د شرعیاتو، حقوقو، ژورنالېزم، ادبیاتو او اقتصاد پوهنځیو کې پر ۶۷۹ درسي کتابونو د تدریس بندیز لګول شوی دی.

طالبانو تر اوسه د یادو کتابونو بدیل هم نه‌دی وړاندې کړی.

فرهاد دریا: هېڅ شریر او تور ځواک افغان موسیقي نه شي غلې کولای

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۰

نومیالي افغان هنرمند او سندرغاړی فرهاد دریا له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې د خپلو هنري فعالیتونو او په هېواد کې د موسیقۍ او هنر د راتلونکې په اړه خبرې کړې دي. دریا وايي، دا مهال په افغانستان کې موسیقي ځپل شوې «خو هېڅ شریر او تور ځواک موسیقي نه شي غلې کولای».

دریا د افغانستان د موسیقۍ د وضعیت په اړه وویل: « موسیقي ښايي په هېواد کې چوپه شوې وي، خو هېڅکله به له منځه ولاړه نه شي، نه به راولوېږي او نه به له ژوند څخه ورکه شي. هېڅ ځواک، ان تر ټولو پیاوړي تور او شریر ځواکونه هم، د موسیقۍ د چوپولو توان نه لري، موسیقي پخپله ژوند دی».

دغه وتلي هنرمند ټینګار وکړ چې که څه هم موسیقي د افغانستان د اوسنیو واکمنانو له لوري ځپل شوې، خو لا هم د خلکو په زړونو او کورونو کې ژوندۍ او روانه ده.

فرهاد دریا همداراز له هېواد څخه بهر د افغان هنرمندانو هڅو ته په اشارې د موسیقۍ د راتلونکې په اړه وویل، « بدلون را روان دی، هغه هیلې چې موږ په افغانستان او خپل ژوند کې له لاسه ورکړې دي، بېرته به را وګرځي، موږ باید په دې بدلون کې ونډه ولرو او د هغه برخه شو».

هغه زیاته کړه، « ټولنه بدلون ته اړتیا لري، ډبرین زړونه باید وېلې شي او مات شي».

نوموړي د افغانستان پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې وویل چې د هغوی هڅې به یوه ورځ پایله ورکړي او ښځې به د هېواد راتلونکې مشرانې وي.

فرهاد دریا له افغان ښځو او نجونو وغوښتل چې د ټکنالوژۍ له لارې د خپل پرمختګ، پوهاوي او ځواکمنتیا لپاره هڅې وکړي.

طالبانو له یوې موسسې سره د معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره هوکړه وکړه

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، چې د ماشومانو ملاتړ نړۍوالې موسسې سره یې د ۵۴۸ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.

یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د دې هوکړې له مخې به په جوزجان او سرپل ولایتونو کې ۱۰۵۶ معلولینو ته د اقتصادي پیاوړتیا او نورو برخو کې مرستې برابرې شي.

طالبانو دا نه‌دي‌ څرګند کړي، چې په یادو مرستو کې به د تېر جمهوري نظام نظامي معلولین او د هغوی د کورنۍ غړي هم شامل وي او که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس فیصل خاموش ویلي و، چې په روان مالي کال کې یې شاوخوا ۶۰۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د شپږو میاشتو مساعدتونه حواله کړې دي.