• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب چارواکی: د پاکستان ولس دې خپل حکومت نسکور او هلته دې اسلامي نظام رامنځته کړي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۰

په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ لفظي کړکېچ زیات شوی، د طالبانو د دفاع وزارت یوه چارواکي په پاکستان کې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو غوښتنه کړې. نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان اوسنی حکومت د اسلامي احکامو او شریعت په اړه لازم معلومات نه‌لري.

د طالبانو د دفاع وزارت د روغتیا څانګې قوماندان محمد طاهر احرار ادعا کړې: «د پاکستان حکومت یوازې د تنخوا لپاره کار کوي، د اسلامي احکامو او شعایرو پېژندنه نه‌لري او ځان د هغوی د پلي کولو مسوول نه ګڼي».

دغه طالب چارواکي ټینګار کړی، چې په پاکستان کې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره «اوسنی رژیم باید د خلکو په ځواک بدل شي».

تحریک طالبان پاکستان چې د افغان طالبانو نږدې ملګری ګڼل کېږي، د پاکستان د سیاسي نظام د بدلون او د شریعت د پلي کولو په هدف جګړه کوي.

څارونکي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته، تحریک طالبان پاکستان هم په هېواد کې د حکومت د بدلون لپاره ډېر هیله‌مند شوي او همدا لامل دی، چې بریدونه یې څو برابره زیات شوي دي.

د پاکستان حکومت د افغانستان طالبان په دې تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي؛ هغه تور چې افغان طالبانو تل «بې‌ اساسه» بللی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د څو اوونیو نسبي ارام وروسته طالبان او پاکستان یو ځل بیا د متقابلو تورونو او لفظي بریدونو لور ته تللي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر پرون ویلي، چې پر افغان طالبانو «باور نه‌لري». هغه د طالبانو او هند د اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د پاکستان د پوځ ویاند هم طالبانو ته د «مشروعیت نه درلودونکي» خطاب وکړ او ویې ویل، چې دا ډله د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.

د طالبانو ادارې د دغو څرګندونو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستاني پوځ د چارواکو دغه دریځونه په کلکه رد کړل.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ننګرهار او پروان ولایتونو کې په څه باندې ۲۰۰۰ کورنیو باندې مرستې وېشلي دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې په ننګرهار او پروان ولایتونو کې یې پر ۲۱۴۰ کورنیو باندې ۲۶۰ ټنه خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پروان په کوه‌صافي، سیدخېل، جبل‌السراج او سالنګ ولسوالیو کې یې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۱۰۰۰ کورنیو باندې د بېړنۍ مرستې په توګه ۸۵،۵ ټنه خوراکي او غېر خوراکي توکي ویشلي دي.

یادې ادارې په یوې جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې د ننګرهار ولایت د دره‌نور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم پر ۱۱۴۰ زلزله‌ځپلو کورنیو باندې ۱۷۴ ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ننګرهار د دره‌نور ولسوالۍ د زلزله‌ځپلو کورنیو سره یاده مرسته د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه.

سره له دې چې طالبان په ځینو ولایتونو کې پر اړمنو کسانو مرستې وېشي، خو خلک وايي چې د ژمي په دې سړه هوا کې یادې مرستې د دوی لپاره بسنه نه کوي.

د افغانستان-پاکستان د لارو د تړل کېدو له امله د پېښور د درملو بازار له ناورین سره مخ شوی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰

په پېښور کې یو شمېر درمل پلورونکي وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له امله یې کاروبار ټکنی شوی او هټۍ وال له درنو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره د لارو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

په پېښور کې د درملو د تر ټولو لوی مارکېټ هټۍوالو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په جلا جلا مرکو کې ویلي، چې له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي او کاروبار یې د پخوا په پرتله څو برابره کم شوی دی.

د درملو پلورونکی هارون خان وایي: «مخکې به یو کس لس زره روپۍ سودا کوله، اوس د دوو زرو هم نشته. له افغانستان سره لارې بندې دي او کاروبار په ټولو برخو کې ټکنی شوی دی».

نوموړي‌ ویلي، چې دا مهال د دوکان کرایه هم نه‌شي‌ برابرولی.

هغه زیاته کړې: «مخکې به ټول درمل افغانستان ته تلل، له همدې لارې د خلکو او زموږ روزګار روان و، خو اوس ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي».

د همدې مارکېټ یو بل کارکوونکی رب نواز وايي، چې مخکې یې ټوله د درملو سوداګري افغانستان ته وه او ۷۰ سلنه سوداګري یې زیانمنه شوې. د هغه په خبره: «کوم درمل چې موږ لېږل هغه په لارو کې خراب شوي او هلته هم د استعمال او پلور اجازه نه ورکوي».

دغه پلورونکي له پاکستان او طالبانو غوښتنه کوي، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او لارې ژر تر ژر پرانیزي.

د دوی په خبره، د لارو بند پاتې کېدل تر ټولو لوی زیان عامو خلکو ته رسوي.

پخوا د افغانستان ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته تلل، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا له امله دغه تګ‌راتګ اوس بند شوی، چې له امله یې ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

طالبانو له پاکستان سره د سوداګرۍ او نورو اړیکو پر ځای خلکو ته ډاډ ورکړی، چې پر بدیلو لارو یې کار پیل کړی او ځینې لاسته راوړنې هم لري.

طالب وزیر: د پانګوالو لپاره ساده پالیسۍ د اقتصادي ودې اړتیا ده

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني ویلي، حکومت باید د پانګوالو لپاره ساده او له شرایطو سره سمون‌ لرونکې پالیسۍ جوړې کړي. یو شمېر طالب چارواکو صنعت ته وده ورکول، د فقر او اړتیا څخه د خلاصون یوازینۍ لاره بللې ده.

د طالبانو یو شمېر چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) د دې ډلې تر واک لاندې د علومو اکاډمۍ په تالار کې د صنعت د پراختیا او نوې ټکنالوژۍ اړوند یوې غونډې ته په وینا کې د هېواد د بقا لپاره پر صنعتي ودې ټینګار کړی.

د علومو اکاډمۍ مرستیال امیرجان ثاقب د صنعت وده د زراعت او دفاعي حالت د پراختیا په معنایاده کړې.

نوموړي زیاته کړې: «صنعت ته وده ورکول، یعنې کرنې ته وده ورکول؛ صنعت ته وده ورکول، یعنې د دفاعي حالت پیاوړتیا او صنعت ته وده ورکول، یعنې له فقر او احتیاج څخه خلاصول».

په غونډه کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ادعا کړې، چې په تېر نظام کې فساد د صنعت د ودې مخه نیولې وه او له طالب مشرانو یې غوښتي، چې پانګوالو ته ساده او اسانه پالیسۍ جوړې کړي.

هغه ویلي: «د حکومت مسوولیت دی چې د پانګوالو لپاره ډېرې نرمې، ساده او له شرایطو سره سمون‌لرونکې پالیسۍ جوړې کړي».

طالب چارواکي زیاتوي، چې د پالیسۍ په جوړولو کې باید د ولس اړتیاوې په پام کې ونیول شي او شته ستونزو ته رسېدنه وشي.

افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت، طبیعي زېرمو او سیمه‌ییزو سوداګریزو لارو له امله د صنعت او اقتصاد د پراختیا لپاره ځانګړې ستراتیژیکې وړتیاوې لري، خو د تېرو کلونو جګړو او بې‌ثباتۍ د هېواد صنعتي سکتور ته پراخ زیان اړولی دی.

طالبان ادعا کوي، چې واک ته د دوی له رسېدو را وروسته د کورنیو تولیداتو، سیمه‌ییزو سوداګریزو اړیکو او صادراتو په برخه کې تدریجي بدلونونه راغلي دي.

بې‌پولې ډاکټران: په پاکستان کې د افغان کډوالو د اخراج وېره د دوی لپاره وژونکې پایلې لري

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۰

بې‌پولې ډاکټرانو په پاکستان کې د اخراج له ګواښ سره مخ افغان کورنیو د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د حکومت د فشارونو له امله افغان کورنۍ په وېره کې ژوند تېروي او د بېرته ستنېدو پر مهال یې ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د اخراج وېره په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره وژونکې پایلې لرلی شي.

یاد سازمان ویلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د‌ ډلییز اخراج لړۍ په یو ناورین بدل شوی او د یوې زیانمنونکې ټولنې کړاو یې لاپسې ژور کړی دی.

د دوی په خبره، د نیولو او بندي کېدو د وېرې له امله ډېر کسان روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري، چې له دې امله پر مېرمنو روان فشارونه زیات شوي، د حمل ضایع کېدل زیات شوي او د نورو ناروغیو درملنې ته لاسرسی یې سخت شوی دی.

اعلامیه زیاتوي: «دغه اېستنې ډېری کډوال بې‌سرپناه کوي او کډوال په داسې پنډغالو کې اچول کېږي، چې هلته نه یوازې روغتیايي خدمات نشته، بلکې د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړین وسایل هم شتون نه لري».

یاد سازمان ویلي، چې بې‌سرپناه ژمی د دغو افغانانو لپاره وژونکی دی او سخته سړه هوا ناروغۍ او د مرګ کچه ډېروي.

په پاکستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو د ماموریت مشر ژو ویبینګ ویلي: «افغان کورنۍ اړې دي چې د اخراج د وېرې ژوند او د راستنېدو په صورت کې د ګواښ ترمنځ انتخاب وکړي. پاکستان باید ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅوک په زور داسې ځای ته ونه ستنول شي چې هلته ورته زیان ورسېږي. امنیت، کرامت او انسانیت انتخابي نه دي».

یاد سازمان په خپل راپور کې د پاکستان له‌خوا د اخراج سره مخ افغان کورنیو روغتیايي، فزیکي ستونزو او رواني فشارونو ته هم اشاره کړې چې د فشار له امله یې ځینې مېرمنې خپل حمل هم له لاسه ورکړی دی.

یو افغان کډوال وايي: «زما مېرمن درې میاشتنۍ حامله وه، کله چې لومړی ځل پولیسو ونیولم، هغه ډېره وېرېدلې وه. کله چې زه خوشې شوم او کور ته لاړم، د هغې روان وضعیت لا هم ګډوډ و. هغې راته وویل چې سخته وېرېدلې وه او د فشار او خفګان له امله ډېره وینه یې له لاسه ورکړې ده. موږ ډاکټر ته ولاړو، خو ډېر ناوخته شوی و، مېرمن مې د وېرې او خفګان له امله خپل حمل له لاسه ورکړی و».

پر همدغه مهال، په پاکستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو د ماموریت مشر ژو ویبینګ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د بشري مرستو بهیر ګړندی کړي او په پاکستان کې مېشت افغانان دې په خوندي ډول درېیمو هېوادونو ته انتقال کړي.

ژو ویبینګ زیاته کړې: «اغېزمنو کسانو ته دې د خوړو، سرپناه او اړینو خدماتو لاسرسی یقیني کړل شي. د جبري راستنېدونکو مسله باید حل شي او په ځانګړي ډول دې د درېیمو هېوادونو ته د خوندي انتقال زمینه برابره شي».

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال تر اکټوبر میاشتې پورې په پاکستان کې له ۲.۱۸ میلیونه زیات افغانان ژوند کوي، چې ډېری یې یا په پاکستان کې زېږېدلي یا د خپل ژوند لویه برخه یې هلته تېره کړې ده. خو پاکستان د ۲۰۲۳ کال کې له نومبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړې او تر دې مهاله یې لسګونه زره کورنۍ په زور بېرته افغانستان ته ستنې کړې دي.

متقي له خپل عماني سیال سره د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سوداګریزو، ټرانزيټي او ټرانسپورټي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. متقي خپل عماني سیال ته کابل ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې متقي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور ګڼلی او د دواړو هېوادونو د پلاویو تبادله یې د همکارۍ د پراختیا په برخه کې مهم بللی.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د عمان د هوايي چلند تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.

نوموړي هیله ښودلې، چې کابل ته د سفر پر مهال به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه ګټورې خبرې تر سره شي.