• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په یوه اونۍ کې؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت ۱۳ کوډګر نیولي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نن پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې د دغه کوډګرو د نیولو ادعا کړې ده. د طالبانو دغه وزارت تر دې پخوا هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي اوونیز راپور کې راغلي، چې تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۳۰ قضیې هم حل کړې دي چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، مهر، میراث، ولور او طلاق اړوند قضیې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو رسېدو راهیسې دغه ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو هم د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو پر پراخې سرغړونې اندېښنه څرګنده کړې.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو نږدې ۱۰۰ افغانان خوشې شوي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۹۲ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

له بل پلوه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم دوام لري. د راپور له مخې؛ په دې لړ کې یوازې له خیبرپښتونخوا ۶۸۲زره او ۱۴۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبان وایي په هلمند کې یې د څلورو ماشومانو مور د خپل خاوند له ظلمونو ژغورلې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یې د څلورو ماشومانو مور د خپل خاوند له ظلم څخه ژغورلې ده. دغه وزارت وايي، خاوند یې روږدی و او د مېرمنې تر څنګ یې خپل څلور اولادونه هم ځورول.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس یې د درملنې په موخه یو سیمه‌ییز روغتون ته لېږدولی او تر رغېدو پورې به هلته ساتل کېږي. د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي: «یاده مېرمن چې څلور ماشومان هم لري د خاوند له لوري له دوامداره رواني او فزیکي ځورونې سره مخ وه، چې د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او د یادې مېرمنې خاوند د درملنې په موخه سیمه‌ییز روغتون ته ور وپېژندل شو».

طالبانو د دغه مېرمنې له قوله لیکلي، چې د خاوند د نشه‌یي توکو د ترلاسه کولو لپاره سوالګرۍ ته اړ اېستل کېده. طالبان داسې مهال ښځو ته د حقونو د ورکړې خبره کوي، چې پر افغانستان واکمنې ډلې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نجونو ښوونځي تړلي او په بېلابېلو پلمو یې د ښځو د کار مخه هم نیولې ده.

د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې؛ افغانستان اوس‌مهال د طالبانو له لوري د افغان ښځو لپاره په یو زندان بدل شوی او د ژوند بنستیز حقونه ترې اخیستل شوي دي.

د بیو مهار لپاره؛ هرات کې د طالبانو والي د خوراکي توکو د وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۰

هرات کې د طالبانو والي شیخ مولانا اسلام‌جار له یوشمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د خوراکي توکو، په ځانګړي ډول د وريجو، د وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا چاره کولای شي په ډېر لنډ وخت کې د بازارونو دننه د بیو د راکمېدو لامل شي.

چهارشنبه د (مرغومي ۱۷مه) په دې لیدنه کې د وريجو واردوونکو سوداګرو د وارداتو په بهیر کې خپلې شته ستونزې او ننګونې شریکې کړې او همدارنګه یې په نږدې ورځو کې د وريجو د وارداتو د زیاتولو لپاره خپل بشپړ چمتووالی هم ښودلی دی. خبرپاڼه وایي، سوداګرو د طالبانو د هرات والي ته ډاډ ورکړی چې که لازمې اسانتیاوې برابرې شي؛ نو کولای شي د بازار اړتیاوې په لا ښه او اغېزمن ډول پوره کړي.

مولانا اسلام‌جار ټینګار کړی، چې د ټولو خوراکي توکو، په ځانګړي ډول د وريجو واردات باید زیات شي؛ څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او پر ښاریانو رامنځته شوی اقتصادي فشار راکم شي. نوموړي زیاته کړه، د هرات سیمه‌ییزه اداره ژمنه ده چې د سوداګرو تر څنګ به ولاړه وي او شته خنډونه به له‌منځه یوسي.

شیخ مولانا اسلام‌جار همدارنګه ډاډ ورکړ، چې سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې شي او د اسلام‌کلا بندر اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د وريجو او غوړیو وارداتو ته لومړیتوب ورکړي؛ تر څو د خلکو د اساسي اړتیاوو د برابرولو بهیر په منظم، چټک او له ستونزو پرته دوام ومومي.

جمعیت اسلامي په شمال کې د کانونو د استخراج پر ضد د راپورته شویو معترضینو وژنه غندلې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۶ GMT+۰

د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند په تخار او بدخشان ولایتونو کې د کانونو د خپلسري او نامسلکي استخراج پر وړاندې د راپورته شویو متعرضینو وژنه غندلې ده. یاد ګوند وایي، طالبان د دغه ولایتونو طبیعي زېرمو ته د «جنګي غنیمت» په سترګه ګوري.

یاد ګوند د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبان د افغانستان له کانونو، په ځانګړي ډول د تخار او بدخشان له طبیعي زېرمو سره د «جنګي غنیمت» په څېر چلند کوي او د «غلا او نامسلکي کېندنو» له لارې د دغه سیمو چاپېریال ته نه جبرانېدونکی زیان اړوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د خلکو وژل او له هغوی سره د سپکاوي ډک چلند نه یوازې دا چې کړکېچ او ناوړه پایلو ته د پای ټکی نه‌ږدي؛ بلکې د «طالباني ظلم» او د هغوی د همفکرانو پر وړاندې د لا ډېرې کرکې او مبارزې زمینه لا پسې پیاوړې کوي.

جمعیت اسلامي زیاته کړې، د طالبانو له لوري د طبیعي سرچینو «چور» او د چاپېریال ویجاړول دا څرګندوي چې د یادې ډلې ظلم نور یوازې ټولنیزې، کلتوري او سیاسي برخې نه رانغاړي؛ بلکې اوس د افغانستان طبیعت او چاپېریال هم د دوی له تېري خوندي نه‌دي پاتې.

په وروستیو ورځو کې طالبانو د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې هغه ځايي اوسېدونکي وځپل چې د سرو زرو کانونو د خپلسري استخراج پر وړاندې یې اعتراض کړی و. تر دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې د لاریونوالو او طالب ځواکونو تر منځ په نښته کې درې تنه ځايي اوسېدونکي او د طالبانو یو غړی وژل شوي دي.

طالبانو دغه نښتې تایید کړې او ویلي یې دي، چې د تخار ولایت د کانونو په تړاو د پېښو د څېړلو لپاره یې یو پلاوی سیمې ته استولی دی. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، چې دغه پلاوی د تخار د ځایي چارواکو په مشرۍ د یادې سیمې د کانونو د وضعیت د ارزونې لپاره استول شوی دی.

د سرچینو په وینا؛ د سیمې خلکو د چاپېریال د سختو زیانونو او د شرکتونو له لوري د نامسلکي کېندنو له امله د اوبو د بندېدو په غبرګون کې لاس په اعتراض پورې کړی دی. تر دې وړاندې هم په بدخشان ولایت کې د طالبانو له‌خوا د کانونو پراخه استخراج پر وړاندې ورته ولسي اعتراضونه شوي وو.

د جمعیت اسلامي په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان «د کانونو د غلا او نامسلکي استخراج له لارې، سربېره پر دې چې چاپېریال یې ویجاړ کړی، د طبیعي سرچینو د مالکیت او ګټې اخیستنې حق یې هم له اصلي اوسېدونکو اخیستی او د چاپېریال د تخریب او ککړتیا له امله یې په کلیو کې د خلکو د ژوند دوام هم سخت اغېزمن کړی دی».

تېر کال؛ تر ۳مېلیونه ډېرو سېلانیانو په قونیه کې د مولانا جلال‌الدین له زیارت څخه لېدنه کړې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې تر درې مېلیونه ډېرو سېلانیانو په قونیې ښار کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي له زیارت او موزیم څخه لیدنه کړې ده.

یاد اژانس د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) راپور ورکړی، چې د ترکیې په قونیې ښار کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي موزیم او زیارت تېر کال د درې مېلیونه او ۶۲زره او ۸۰۰ کسانو کوربه‌توب کړی دی.

د مولانا د زیارت د موزیم مدیر ناجي باکي‌رجي له یاد اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو شمېر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی. د هغه په وینا؛ نږدې لسمه برخه لیدونکي د نړۍ له لرو پرتو سیمو لکه ختیځې اسیا، اروپا او د امریکا متحده ایالاتو څخه راغلي وو، چې دا د مولانا نړۍوال مقام د یو ستر فرهنګي او معنوي لوی شخصیت په توګه څرګندوي.

هغه زیاته کړه، چې دغه موزیم د سولې، مینې، ورورولۍ او کلتوري زغم نښه ده او د ترکیې له مهمو کلتوري او معنوي جاذبو څخه شمېرل کېږي. د مولانا زیارت او موزیم په قونیه ښار کې د ترکیې تر ټولو ډېرو لیدل شویو سیاحتي ځایونو څخه دی.

په ۲۰۲۴کال کې هم نږدې درې مېلیونه کسانو له دغه ځایه لیدنه کړې وه؛ خو د تېر کال شمېرې د مولانا فکري او معنوي میراث پر وړاندې د نړۍوالې لېوالتیا زیاتوالی ښيي.

مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د اوومې هجري پېړۍ ستر شاعر، عارف او عالم، د فارسي ژبې د شعر له تر ټولو اغېزناکو څېرو ګڼل کېږي. هغه په بلخ ښار کې زېږېدلی؛ خو په ماشومتوب کې یې له خپلې کورنۍ سره بلخ پرېښی او له کلونو کډوالۍ وروسته په اناتولیه (قونیه) کې مېشت شوی او تر پایه یې هلته ژوند کړی دی.

د هغه مشهور اثار او په ځانګړي ډول «مثنوي معنوي» د نړۍ په څو مهمو ژبو ژباړل شوی دی.