• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۱۴۰۴کال په ۹ میاشتو کې د هرات د طبي بوټو صادرات درې برابره زیات شوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۰

هرات ولایت کې طالب چارواکي وایي، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له دغه ولایته د ۲۴ مېلیونه او ۲۶۸زره امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۲زره مټریک ټنه طبي نباتات د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ دغه صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. صادر شويو طبي نباتاتو کې د زرشک لرګي، توره زیره، شنه زیره، شیرین‌بیان، ادرک، دارچین، اویشن او یو شمېر نور طبي بوټي شامل دي چې د هرات له لارې نړۍوالو بازارونو ته رسېدلي دي.

هرات کې د طالبانو ځایي اداره د کرنې او صادراتو سکتور پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکوي، چې د طبي نباتاتو د کروندګرو، سوداګرو او صادرونکو د ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د طالب چارواکو په وینا؛ د صادراتو د بهیر د ښه‌والي، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي د پراخولو په برخه کې عملي ګامونه هم اخیستل شوي دي.

د طالبانو ولایتي چارواکي وایي، چې د طبي نباتاتو د صادراتو زیاتوالی کولای شي د هرات د سیمه‌ییز اقتصاد په وده، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کروندګرو د عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په یوه اونۍ کې؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت ۱۳ کوډګر نیولي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نن پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې د دغه کوډګرو د نیولو ادعا کړې ده. د طالبانو دغه وزارت تر دې پخوا هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي اوونیز راپور کې راغلي، چې تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۳۰ قضیې هم حل کړې دي چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، مهر، میراث، ولور او طلاق اړوند قضیې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو رسېدو راهیسې دغه ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو هم د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو پر پراخې سرغړونې اندېښنه څرګنده کړې.

روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو نږدې ۱۰۰ افغانان خوشې شوي دي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۹۲ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

له بل پلوه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم دوام لري. د راپور له مخې؛ په دې لړ کې یوازې له خیبرپښتونخوا ۶۸۲زره او ۱۴۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبان وایي په هلمند کې یې د څلورو ماشومانو مور د خپل خاوند له ظلمونو ژغورلې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یې د څلورو ماشومانو مور د خپل خاوند له ظلم څخه ژغورلې ده. دغه وزارت وايي، خاوند یې روږدی و او د مېرمنې تر څنګ یې خپل څلور اولادونه هم ځورول.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس یې د درملنې په موخه یو سیمه‌ییز روغتون ته لېږدولی او تر رغېدو پورې به هلته ساتل کېږي. د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي: «یاده مېرمن چې څلور ماشومان هم لري د خاوند له لوري له دوامداره رواني او فزیکي ځورونې سره مخ وه، چې د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او د یادې مېرمنې خاوند د درملنې په موخه سیمه‌ییز روغتون ته ور وپېژندل شو».

طالبانو د دغه مېرمنې له قوله لیکلي، چې د خاوند د نشه‌یي توکو د ترلاسه کولو لپاره سوالګرۍ ته اړ اېستل کېده. طالبان داسې مهال ښځو ته د حقونو د ورکړې خبره کوي، چې پر افغانستان واکمنې ډلې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نجونو ښوونځي تړلي او په بېلابېلو پلمو یې د ښځو د کار مخه هم نیولې ده.

د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې؛ افغانستان اوس‌مهال د طالبانو له لوري د افغان ښځو لپاره په یو زندان بدل شوی او د ژوند بنستیز حقونه ترې اخیستل شوي دي.

د بیو مهار لپاره؛ هرات کې د طالبانو والي د خوراکي توکو د وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۰

هرات کې د طالبانو والي شیخ مولانا اسلام‌جار له یوشمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د خوراکي توکو، په ځانګړي ډول د وريجو، د وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا چاره کولای شي په ډېر لنډ وخت کې د بازارونو دننه د بیو د راکمېدو لامل شي.

چهارشنبه د (مرغومي ۱۷مه) په دې لیدنه کې د وريجو واردوونکو سوداګرو د وارداتو په بهیر کې خپلې شته ستونزې او ننګونې شریکې کړې او همدارنګه یې په نږدې ورځو کې د وريجو د وارداتو د زیاتولو لپاره خپل بشپړ چمتووالی هم ښودلی دی. خبرپاڼه وایي، سوداګرو د طالبانو د هرات والي ته ډاډ ورکړی چې که لازمې اسانتیاوې برابرې شي؛ نو کولای شي د بازار اړتیاوې په لا ښه او اغېزمن ډول پوره کړي.

مولانا اسلام‌جار ټینګار کړی، چې د ټولو خوراکي توکو، په ځانګړي ډول د وريجو واردات باید زیات شي؛ څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او پر ښاریانو رامنځته شوی اقتصادي فشار راکم شي. نوموړي زیاته کړه، د هرات سیمه‌ییزه اداره ژمنه ده چې د سوداګرو تر څنګ به ولاړه وي او شته خنډونه به له‌منځه یوسي.

شیخ مولانا اسلام‌جار همدارنګه ډاډ ورکړ، چې سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې شي او د اسلام‌کلا بندر اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د وريجو او غوړیو وارداتو ته لومړیتوب ورکړي؛ تر څو د خلکو د اساسي اړتیاوو د برابرولو بهیر په منظم، چټک او له ستونزو پرته دوام ومومي.

جمعیت اسلامي په شمال کې د کانونو د استخراج پر ضد د راپورته شویو معترضینو وژنه غندلې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۶ GMT+۰

د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند په تخار او بدخشان ولایتونو کې د کانونو د خپلسري او نامسلکي استخراج پر وړاندې د راپورته شویو متعرضینو وژنه غندلې ده. یاد ګوند وایي، طالبان د دغه ولایتونو طبیعي زېرمو ته د «جنګي غنیمت» په سترګه ګوري.

یاد ګوند د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبان د افغانستان له کانونو، په ځانګړي ډول د تخار او بدخشان له طبیعي زېرمو سره د «جنګي غنیمت» په څېر چلند کوي او د «غلا او نامسلکي کېندنو» له لارې د دغه سیمو چاپېریال ته نه جبرانېدونکی زیان اړوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د خلکو وژل او له هغوی سره د سپکاوي ډک چلند نه یوازې دا چې کړکېچ او ناوړه پایلو ته د پای ټکی نه‌ږدي؛ بلکې د «طالباني ظلم» او د هغوی د همفکرانو پر وړاندې د لا ډېرې کرکې او مبارزې زمینه لا پسې پیاوړې کوي.

جمعیت اسلامي زیاته کړې، د طالبانو له لوري د طبیعي سرچینو «چور» او د چاپېریال ویجاړول دا څرګندوي چې د یادې ډلې ظلم نور یوازې ټولنیزې، کلتوري او سیاسي برخې نه رانغاړي؛ بلکې اوس د افغانستان طبیعت او چاپېریال هم د دوی له تېري خوندي نه‌دي پاتې.

په وروستیو ورځو کې طالبانو د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې هغه ځايي اوسېدونکي وځپل چې د سرو زرو کانونو د خپلسري استخراج پر وړاندې یې اعتراض کړی و. تر دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې د لاریونوالو او طالب ځواکونو تر منځ په نښته کې درې تنه ځايي اوسېدونکي او د طالبانو یو غړی وژل شوي دي.

طالبانو دغه نښتې تایید کړې او ویلي یې دي، چې د تخار ولایت د کانونو په تړاو د پېښو د څېړلو لپاره یې یو پلاوی سیمې ته استولی دی. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، چې دغه پلاوی د تخار د ځایي چارواکو په مشرۍ د یادې سیمې د کانونو د وضعیت د ارزونې لپاره استول شوی دی.

د سرچینو په وینا؛ د سیمې خلکو د چاپېریال د سختو زیانونو او د شرکتونو له لوري د نامسلکي کېندنو له امله د اوبو د بندېدو په غبرګون کې لاس په اعتراض پورې کړی دی. تر دې وړاندې هم په بدخشان ولایت کې د طالبانو له‌خوا د کانونو پراخه استخراج پر وړاندې ورته ولسي اعتراضونه شوي وو.

د جمعیت اسلامي په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان «د کانونو د غلا او نامسلکي استخراج له لارې، سربېره پر دې چې چاپېریال یې ویجاړ کړی، د طبیعي سرچینو د مالکیت او ګټې اخیستنې حق یې هم له اصلي اوسېدونکو اخیستی او د چاپېریال د تخریب او ککړتیا له امله یې په کلیو کې د خلکو د ژوند دوام هم سخت اغېزمن کړی دی».