مولوي حقاني د چابهار تاریخي او ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې ویلي چې «په دغه ښار کې حضور، چې د ایران د سمندري دروازې په توګه د نړیوالو لارو یوه مهمه نقطه ده، د دواړو هېوادونو د سیمهییزې همکارۍ د نوي پړاو نښه ده».
هغه د افغانستان او ایران ترمنځ دده په وینا، ژورې تاریخي، کلتوري او ورورګلویزې اړیکې د ګډو اقتصادي ګټو لپاره مناسب چاپېریال وباله او د چابهار بندر رول یې د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا او دوامداره پرمختګ په برخه کې بېساری وباله.
طالب سفیر خپلې «ستراتیژیکې تګلارې» ته په اشاره ویلي چې «افغانستان په قاطع ډول د چابهار بندر پراختیا د خپل لومړي ترانزیټي انتخاب په توګه تعقیبوي او اراده لري چې د صادراتي او وارداتي توکو جریان له دې لارې تنظیم کړي، څو چابهار د نورو بندرونو لپاره یوباوري او دوامداره بدیل شي».
د ایرنا د رپوټ له مخې، هغه وویل، چې دا انتخاب یوه ستراتیژیکه پرېکړه ده چې د باور، امنیت او دوه اړخیزو ګټو پر اساس شوې ده.
مولوي حقاني زیاته کړې چې کابل د دوه اړخیزو او څو اړخیزو هوکړو په اډانه کې ژمن دی چې د سوداګرۍ او ترانزیټ چارو د اسانتیا لپاره ګامونه واخلي، لکه وړ تخفیفونه، د ګمرک پروسیجرونو ساده کول او د موټرو د انتظار وخت کمول.
هغه همدارنګه له ایران څخه وغوښتل چې افغان سوداګرو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو د ګاونډیو هېوادونو او سیمې یوه لویه برخه پانګه د چابهار لور ته راجلب شي.
حقاني د شرکتونو د ثبت اسانتیا، د اداري بروکراسي کمول او د ځمکې د ورکولو پروسې ساده کول د پانګوالو د هڅونې لپاره مهم اقدامات وبلل.
هغه وویل چې دا ګامونه کولی شي پراخ کاري فرصتونه وټوکوي او ثبات، امنیت او ګډ اقتصادي پرمختګ پیاوړي کړي.
د طالبانو سفیر په چابهار کې له افغان سوداګرو وغوښتل چې یوازې د وارداتو په برخې پورې محدود نه شي، بلکې د تولید او پانګونې پر لور حرکت وکړي، لکه د تولیدي فابریکو جوړول، د شرکتونو مونتاژ او کڅوړبندي او پر صادراتو په تمرکز سره د لوژستیک او ترانزیټي شرکتونو جوړولو ته مخه وکړي.
د طالبانو یاد سفیر چابهار د ملتونو، کلتورونو او اقتصادونو د اړیکو د یوهپله په توګه بللی او ویلي یې دي، چې دوی چمتو دي له ایران او نورو سیمهییزو شریکانو سره په ګډه د دې ستراتیژیکې همکارۍ د پرمختګ لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.