• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهاب الدین دلاور: ځينو هېوادونو په افغانستان کې د جګړې له امله پرمختګ کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور وايي، چې د سیمې او نړۍ ډېرو هېوادونو په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې پر مهال او د افغانانو د قربانیو په بیه پرمختګ کړی دی. نوموړي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د امنیت له اړخه ډاډمن یاد کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) د جمهوري نظام یو شمېر ستنو شویو کسانو ته د مصونیت کارټونو د ورکولو پر مهال ویلي: «افغانستان امن دی او د ټولو حقونه» په‌کې خوندي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یو شمېر هېوادونو د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې له کبله پرمختګ کړی دی.

که څه هم هغه د کوم هېواد نوم یاد نه‌کړ خو زیاته یې کړه: «پنځه کاله کیږي په افغانستان کې امنیت دی، تاسو د نورو هېوادونو حالت وګورئ هلته څه حال دی، د هغو هېوادونو ابادي له موږ سره په جنګ کې وه، د هغو هېوادونو پرمختګ زموږ په وهلو کې وه».

دغه کمېسیون ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې ستنو شویو پخوانیو چارواکو ته یې د خوندیتوب کارټونه ورکړي او هڅه کوي يو شمېر مسلکي کسان پر دندو هم وګوماري، خو طالبانو په تېرو څه کم پنځو کلونو کې هېڅ یوه پخواني او په ځانګړي توګه راستانه شويو چارواکي ته دنده نه‌ده ورکړې.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له پاکستانه هلمند ته د څه باندې ۵ زره کیلو ګرامه انساني درملو له قاچاقه مخنیوی کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي‌ دفتر خبر ورکړی، چې د لښکرګاه ښار په نهمه حوزه کې یې ۵۵۰۰ کیلو ګرامه انساني درمل چې په قاچاقي توګه له پاکستان څخه راوړل شوي و، نیول شوي دي. طالبانو ویلي، چې له یادو درملو سره یې یو کس نیولی، چې عدلي او قضايي‌ادارو ته به وسپارل شي.

په هلمند کې د طالبانو د والي‌ دفتر د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) ویلي، چې دغه انساني درمل له پاکستان څخه په یوه باروړونکي موټر کې تر پروړو (بوسو) لاندې په مهارت سره ځای پر ځای شوي وو.

د یاد دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي: «له ګاونډي هېواد پاکستان څخه پنځه زره او پنځه سوه کېلو ګرامه بېلابېل انساني درمل داسې مهال ونیول شول چې په قاچاقي ډول یې د بهرامچې ولسوالۍ له لارې لښکرګاه ښار ته انتقال کړي وو».

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو درملو د لېږد په تړاو یو کس نیول شوی او ډېر ژر به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ له څو ځلي مخامخ جګړو وروسته د دواړو لورو تر منځ لارې بندې شوې او هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه ودرېده او اوس ځينې کسان هڅې کوي په قاچاقي ډول دواړو خواو ته سوداګریز توکي ولېږدوي.

د ترکي پولیسو کلنی راپور: افغانستان لا هم د نړۍ د هیرویینو «اصلي سرچینه» ده

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۰

د ترکي پولیسو د ۲۰۲۵ کال راپور له مخې، سره له دې چې طالبانو د کوکنارو په کرکیلې بندیز لګولی، لا هم افغانستان د نړۍ د هیرویین اصلي سرچینه بلل کېږي.

د دغه راپور له مخې، ترکیه خپله هم نور یوازې د نشه‌یي موادو د قاچاق د تېرېدو لار نه، بلکې د تولید، پروسس او داخلي بازار په یوه مهم مرکز بدله شوې.

دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، پکې راغلي د ترکیې جغرافیایي موقعیت، چې اسیا او منځنی ختیځ له اروپا سره نښلوي، قاچاقبرانو ته زمینه برابره کړې څو نشه‌یي مواد نه یوازې د انتقال لپاره، بلکې د تولید او تغییر لپاره هم وکاروي.

د ترکیې پولیسو په خپل راپور کې ویلي، چې قاچاقبران د ترکیې جغرافیایي موقعیت څخه په استفادې، نشه‌یي مواد نه یوازې انتقالوي، بلکې په کور دننه یې پروسس کوي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د مېتامیفټامین ۴۹ د نغییر مرکزونه کشف شوي، چې له دې ډلې ۴۴ یوازې په استانبول کې وو. همداراز، له لسو زیات غیرقانوني د ټابلیټ جوړونې مرکزونه او د نشه يي توکو دوه تولیدي ځایونه په سرحدي ولایتونو کې موندل شوي دي.

راپور ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د نشه‌یي موادو اړوند مړینې ۴۲ سلنه زیاتې شوې او ۴۲۷ کسانو ته رسېدلې دي. مصنوعي کانابینوایډز چې په ترکیه کې د «بونزای» په نوم پېژندل کېږي او مېتامیفټامین، د ډېرو مرګونو اصلي لاملونه بلل شوي دي. په دې مړینو کې شپږ تنه د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ ماشومان وو.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، مصنوعي نشه‌یي درمل تر ټولو چټک زیاتوالی لري. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۹۴،۷ میلیونه غیرقانوني ټابلیټونه نیول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۲۲۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور وایي، د افغانستان د کوکنارو پر کر له بندیز وروسته د هیرویین کمښت ځینې کاروونکي مصنوعي موادو ته اړ کړي، خو سره له دې افغانستان لا هم د نړۍ د هیرویینو تر ټولو لویه سرچینه پاتې ده. د بالکان قاچاقي لار، چې د ایران او ترکیې له لارې لوېدیځې او مرکزي اروپا ته رسېږي، لا هم په پراخه کچه کارول کېږي.

رپوټ وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د مېتامیفټامین کشف۵۴ سلنه ډېر شوی او ۳۳،۸ ټنو ته رسېدلی دی. همداراز، د کوکایین نیونه ۲۳ سلنه لوړه شوې او ۳،۰۸ ټنه ثبت شوې، چې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. راپور زیاتوي چې د ترکیې بندرونه، په ځانګړي ډول مرسین او امبارلي، د لاتینې امریکا څخه اروپا ته د کوکایین د لېږد مهمې لارې ګرځېدلې دي.

په جوزجان کې د جنبش ګوند یو پخوانی محلي قوماندان وژل شوی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۰

په جوزجان ولایت کې د ملي جنبش ګوند یو پخوانی سیمه‌ییز قوماندان له ایران نه تر اخراج وروسته، په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. یوسف دوه میاشتې مخکې له ایران څخه ایستل شوی او طالبانو نیولی و، خو د ځایي مشرانو په منځګړیتوب او د ۸۰۰ زره افغانیو په ضمانت خوشې شوی و.

د جنبش ګوند ویاند احسان نیرو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان د دې پېښې مسوول دي.

قوماندان یوسف په تېر حکومت کې د محلي پاڅون کوونکو قوماندان و او د جنرال دوستم له مهمو کسانو شمېرل کېده.

هغه په ګڼو نظامي عملیاتو کې فعاله ونډه لرله.

یوسف دوه میاشتې مخکې له ایران څخه ایستل شوی او طالبانو نیولی و، خو څو ورځې مخکې د ځایي مشرانو په منځګړیتوب او د ۸۰۰ زره افغانیو ضمانت په بدل کې خوشې شوی و. هغه د چهارشنبې په شپه دیوهواده له مراسمو څخه د کور پر لور د راستنېدو پر مهال د وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

ملا هبت الله په خوست کې د طبي علومو یو خصوصي پوهنتون منظور کړی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي چې ددغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د افغانستان د طبي لوړو زده کړو د پرمختګ او پراختیا په موخه په خوست ولایت کې د طبي علومو یو خصوصي پوهنتون منظور کړی دی.

د طالبانو په واک کې د ملي ټلویزون د راپور له مخې، دغه طبي پوهنتون به پنځه پوهنځي ولري چې د معالجوي طب، طبي ټکنالوژۍ، ستوماتولوژۍ، نرسنګ او فارمسي پوهنځي پکې شامل دي.

ویل کېږي دا له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړ، یوازینی خصوصي پوهنتون دی چې په مستقیم ډول د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري منظور شوی دی.

تراوسه روښانه نه ده، چې ددغه پوهنتون مشرتابه او مدیریت د چا په لاس کې دی، خو ډېری نوې جوړې شوې مدرسې د طالبانو په مشرانو او خواخوږو پورې تړلې دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یاد پوهنتون د منظورېدو موخه په هېواد کې د طبي زده کړو پیاوړتیا، د مسلکي روغتیايي کادرونو روزنه او د درملنې په برخه کې د اړتیاوو پوره کول بللي دي.

په خوست کې دا خصوصي طبي پوهنتون په داسې حال کې منظور شوی چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز لګولی او د ښځو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې تړلې دي. د طالبانو د دې پرېکړې له امله زرګونه نجونې د طبي، انجینري او نورو مسلکي زده کړو له حقه بې‌برخې شوې دي.

د یونیسف رپوټ ته غبرګون؛ طالبان وايي چې د ښوونیزو بنسټونو کیفیت ته یې «جدي پاملرنه» کړې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د طالبانو پوهنې وزارت د یونیسف د ۲۰۲۵ کال د راپور په غبرګون کې ویلي چې د دې ډلې په راتګ سره د ښوونیزو بنسټونو کیفیت ته جدي پاملرنه شوې ده. یونیسف په خپل کلني راپور کې په ۲۰۲۵ کې د پوهنې سیسټم له سختو او او بې‌مخینې ننګونو سره مخ بللی دی.

د یونیسف کلني راپور له مخې، چې څو ورځې مخکې خپور شو، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د پوهنې سیستم له سختو او بې‌مخینې ننګونو سره مخ و. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴میلیونه ماشومان له ښوونځيوبې برخې وو او شاوخوا ۲،۲ میلیونه نجونې له تعلیمي نظامه په بشپړ ډول اېستل شوې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه د پنجشنبې په ورځ د طالبانو ترواک لاندې حریت راډیو ته ویلي چې تېرو څلورو کلونو کې په هغو سیمو کې چې د ښوونې او روزنې هیڅ څرک نه و اوس هلته ښوونیز مرکزونه فعال شوي او زده‌کوونکو ته د زده‌کړو لپاره سالم چاپېریال برابر شوی.

حمزه زیاته کړې چې په ټول هېواد کې تر ۱۸ زرو ډېر ښوونځي او له زرو ډېرې مدرسې فعالې دي او زده کوونکي پکې په زده کړه بوخت دي.

هغه وایي، چې په تېر تعلیمي کال کې تر ۶ زره او ۲۶۷ ډېر د سواد زده کړو کورسونه جوړ شوي دي. همدا راز د هغه په وینا، د ښوونکو شمېر هم ډېر شوی او د کیفیت لپاره هغوی ته وخت په وخت ورکشاپونه هم نیول کیږي. حمزه وایي، اوس مهال ۱۹۴ زره او ۹۸۱ ښوونکي په ښوونځیو کې په تدریس بوخت دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند د ښځینه زده کوونکو او ښوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

د یونیسف د تازه راپور موندنې ښيي چې که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د زده‌کړو لاسرسی پراخ شوی و، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته سیاسي بدلونونو، محدودوونکو پالیسیو، دوامدارو بشري بحرانونو او کمې مالي پانګونې د دې پرمختګ ډېره برخه بېرته له منځه وړې ده.

د رپوټ پر بنست، پایله دا ده چې میلیونونه ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي او د زده‌کړې کیفیت په جدي ډول ټیټ شوی دی.

راپور ښيي چې د افغانستان ماشومان له یو ستر تعلیمي بحران سره مخ دي. له ۹۰سلنې ډېر لس کلن ماشومان نه شي کولی یو ساده متن ولولي او درک یې کړي. دا شمېر افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونوله جملې شمېري چې له “ښوونځي پرته د زده‌کړې” تر ټولو لوړه کچه لري.

د مسلکي ښوونکو کمښت، په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو نشتوالی، ضعیف تدریسي مواد او د ارزونې محدود نظامونه د زده‌کړې د کمزورو پایلو اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د راپور په اساس، د هېواد په کچه نږدې نیمایي ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري. ډېری ښوونځي له برېښنا، پاکو اوبو، تشنابونو او خوندي انګړه بې‌برخې دي. دا ستونزې په ځانګړي ډول د نجونو پر حاضرۍ ناوړه اغېز کوي، ځکه د خوندي چاپېریال نشتوالی د کورنیو اندېښنې زیاتوي.

یونیسف وایي چې د خوندي او معیاري ښوونیزو فضاوو له پراخېدو پرته، د زده‌کړې دوام ناشونی دی.