په ټورنټو کې مېشتو ایرانیانو په ایران کې د روانو اعتراضونو په ملاتړ پراخ لاریون کړی

په سلګونو ایراني وګړي چې د کاناډا په تورنتو ښار کې مېشت دي، د ایرانيانو د انقلاب په ملاتړ یې لاریون وکړ او د دې خوځښت د پراخ رسنیز پوښښ غوښتنه یې وکړه.

په سلګونو ایراني وګړي چې د کاناډا په تورنتو ښار کې مېشت دي، د ایرانيانو د انقلاب په ملاتړ یې لاریون وکړ او د دې خوځښت د پراخ رسنیز پوښښ غوښتنه یې وکړه.
لاریون کوونکو د کاناډا «سيبيسي» شبکې د دفتر ودانۍ مخې ته راټول شوي وو او له دې رسنۍ یې وغوښتل چې د ایران روانو اعتراضونو او انقلاب ته جدي او پراخ پوښښ ورکړي.
دوی وویل چې د ایران رژیم لهخوا په ایران کې د انټرنېټ پراخ بندیز لګېدلی، چې له امله یې د معترضو خلکو غږ نړۍ ته نه رسېږي. لاریون کوونکو پر سيبيسي ټینګار وکړ چې د ایران د خلکو غږ شي او د هغوی غوښتنې نړیوالو ته ورسوي.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې دا لاریون د بیان د ازادۍ او د ایران د خلکو د حقونو د ملاتړ په موخه شوی.


د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د تقاعد شویو کسانو لپاره یې د نوبت ورکولو یو نوی انلاین سیسټم (اپلېکېشن) فعال کړی دی. یاد وزارت له تقاعد شویو غوښتي، چې تر دې وروسته د انلاین نوبت له اخیستو پرته دې دغه ادارې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
د طالبانو د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه انلاین سیستم د تقاعد شویو د معاشونو د وېش بهیر د چټکتیا او د شفافیت د تضمین لپاره جوړه شوې دی. د وزارت په وینا، له دې وروسته به د تقاعد د حقوقو د تعقیب لپاره حضوري نوبت اخیستل ممکن نه وي.
خو د دې پرېکړې پر وړاندې د یو شمېر تقاعد شویو غبرګونونه منفي دي. ځینو تقاعد شویو افغانستان اینترنشنل ته ویلي، چې د اپلېکېشن جوړول نه یوازې دا چې اسانتیا یې نه ده رامنځته کړې، بلکې د هغوی ستونزې یې لا ډېرې کړې دي.
یوه تقاعد شوي ښوونکي ویلي، د دې سیستم د کارولو لپاره ځیرک ټیلیفون او انټرنېټ ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې ډېری تقاعد شوي کسان له دغو امکاناتو بېبرخې دي. هغه زیاته کړې، چې تقاعد شوي کسان اکثره مشران دي او د ځیرکو ټیلیفونونو او انلاین سیسټمونو په کارولو کې له ستونزو سره مخ دي.
بل تقاعد شوي کس ویلي، چې یاد اپلېکېشن په اسانۍ سره نه پرانیستل کېږي او د ډېرو کاروونکو د هممهاله سیستم ته د داخلېدو او د انټرنېټ د ټيټې چټکتیا له امله د نوبت اخیستل اسانه کار نه دی.
د تقاعد شویو په وینا، که د طالبانو حکومت غواړي د معاشونو د وېش بهیر اسانه کړي، نو باید د حضوري خدمتونو بدیلې لارې هم په پام کې ونیسي، تر څو هغه کسان چې انلاین اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، له لا ډېرو ستونزو سره مخ نه شي.

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په بلخ ولایت کې یې دوه تنه د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دغه محکمه وایي چې دا سزا یې د شرعي حکم پر بنسټ عملي کړې ده.
د طالبانو له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد دوه کسان هر یو یې د ۳۰ دُرو د وهلو په سزا محکوم شوي وو او حکم یې د اړوندو طالبانو د مسوولینو تر څار لاندې په عام محضر کې عملي شوی دی.
طالبانو ویلي، د دغه ډول سزاوو پلي کول د جرمونو د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه ترسره کېږي، خو د بشري حقونو بنسټونه دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي.
د معلوماتو له مخې، طالبانو په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ۸۰۰څخه ډېر کسان په دُرو وهلي دي. د بشري حقونو فعالان وایي، دا ډول سزاوې د انساني کرامت خلاف دي او د خلکو پر رواني او ټولنیز وضعیت ناوړه اغېز کوي.
نړیوالو بنسټونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې بدني سزاوې ودروي او د عدالت په برخه کې نړیوالو معیارونو ته درناوی وکړي، خو طالبانو تل ټینګار کړی چې خپلې پرېکړې د شرعي اصولو له مخې عملي کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د درملو وارداتو د مخنیوي طرحې اغېزمن تطبیق او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه. په ناسته کې ټینکار شوی، چې دا طرحه باید ګام په ګام او سنجول شوي ډول عملي شي، ترڅو د درملو خدمات ګډوډ نه نشي او عامه ګټې خوندي پاتې شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن شنبه، پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تر چتر لاندې، د درملیزو خدماتو، درملیزو تاسیساتو ته د جواز ورکولو او د اسنادو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم ریاستونو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د پاکستاني درملو پر بدیلو لارو چارو ټینګار وشو، چې په کې د کورني بازار ارزونه، د موجوده زېرمو مدیریت، له معتبرو هېوادونو څخه د وارداتو اسانتیاوې او د تخنیکي ناستو جوړول شامل دي، تر څو د درملو عرضه له خنډ سره مخ نه شي او باکیفیته، مصؤن او معیاري درملو ته د خلکو لاسرسی تضمین شي.
دغه ناسته په داسې حال کېږي، چې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی دی.
یاد معاونیت څه موده وړاندې ددې ډلې د عامې روغتیا وزارت ته یو رسمي مکتوب صادر کړی و، چې د پاکستان د درمل جوړوونکو فابریکو او د درملو د ثبت، ارزونې او وارداتو په برخه کې محدودیتونه عملي کړي.
په مکتوب کې ویل شوي، چې د پخوانیو راجستر شویو درملو ثبت لغوه کېږي او اړوندې مالي تصفیې ترسره کېږي.
دغه راز د جاري ثبت او ارزونې پروسې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي او له قراردادي سوداګرو غوښتل شوي، چې په پاکستان کې له شرکتونو سره ټول قرارداد شوي درمل د دریو میاشتو په موده کې د هوا له لارې افغانستان ته انتقال کړي او که په ټاکل شوې موده کې انتقال نه شي، نو د وارداتو اجازه به ورنه ورکړل شي.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي چې د دوی محتسبینو په خوست، فاریاب، تخار او غزني ولایتونو کې ۹مېرمنې له هغو ستونزو ژغورلې دي چې د ناوړه دودونو له امله ورسره مخ وې او په وینا یې له خپلو حقونو بېبرخې شوې وې.
نن شنبه د (مرغومي ۲۰مه) د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د مېرمنو د شرعي حقونو د ورکړې لپاره ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې دا حقونه تر پښو لاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د ښځو لپاره هېڅ رسمي دولتي اداره فعاله نه ده او ښځې له ټولنیزو، کاري او مدني فعالیتونو تر څنګ همداراز له ګڼو بنسټیزو حقونو محرومې دي. سره له دې پراخو محدودیتونو، طالبان بیا هم ادعا کوي چې د ښځو اړوند مسایل یې حل کړې دي.
دغه وزارت تیر اونیز راپور کې هم ویلي وو چې په یوه اوونۍ کې یې د ښځو اړوند ۱۲۰قضیې حل کړې دي.

د ایران د مشهد ښار په لاریونکوونکو امنیتي ځواکونو ډزې کړې، چې د خلکو د زیانمنېدو راپورونه او ویډیوګانې یې خپرې شوې دي.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د جمعې په ماښام امنیتي ځواکونه په مشهد کې پر لاریونکوونکو ډزې کړي. په یوه ویډیو کې د خلکو لاسونو کې یو ټپي لیدل کېږي، چې د شاهدانو په وینا د ډزو له امله ژوبل شوی دی.
دا پېښه د ایران د مظاهرو په دوام کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي نښه بلل کېږي، چې خلک د خپل حق غوښتنې په موخه د حکومت پر وړاندې سړکونو ته راوځي.