اوکراین له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د اعتراض کوونکو د ځپلو له امله پر ایران فشارونه زیات کړي

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په خپل اېکس کې د یوه پیغام له لارې د ایرانیانو له ملي انقلاب څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په خپل اېکس کې د یوه پیغام له لارې د ایرانیانو له ملي انقلاب څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
په دې پیغام کې راغلي: «موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې د اسلامي جمهوریت د رژیم لهخوا پر خپل ولس د تاوتریخوالي او د اوکراین پر وړاندې د روسیې له جنایتکارانه جګړې د ملاتړ په غبرګون کې پر تهران لا زیات فشارونه په پام کې ونیسي».


د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو باندې یې خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.
یادې ټولنې نن د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۱۰۰۰ کورنیو باندې یې ۹۷ ټنه خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده مرسته کې یې هرې کورنۍ ته د ۹۷ کیلو په اندازه اوړه، غوړي، وریجې، بوره، نخود، مالګه، مکروني، روب او نور توکي وېشلي دي.
د دوی په خبره، په دې مرستو کې غېر خوراکي توکي هم شامل وو.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، هڅه کوي چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم پر راستنو شویو، بېوزلو او د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کورنیو باندې مرستې ووېشي.

جرمني هېواد نن د شنبې په ورځ ۳۲ افغان پناهغوښتونکي له اسلاماباده څخه برلین ته ولېږدول. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دا کسان د «فدرالي منلو پروګرام» په چوکاټ کې جرمني ته داخل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغو افغانانو د ۱۴۰۰کال د اسد له میاشتې وروسته، کله چې کابل سقوط وکړ، د جرمني له حکومت څخه د منلو رسمي ژمنه ترلاسه کړې وه او له هماغه وخته تر اوسه په پاکستان کې مېشت وو.
دا لېږد په داسې حال کې ترسره شو چې پاکستان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که د روان میلادي کال تر پای پورې د منلو بهیر وروستی نه شي، ښايي یو شمېر افغان پناهغوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړي. د همدې خبرداري له امله، جرمني چارواکو د هغو کسانو د انتقال بهیر چټک کړ چې د منلو رسمي ژمنه یې لرله.
جرمني ټینګار کړی چې ټول هغه افغانان چې د پخواني حکومت د ژمنو پر بنسټ پاکستان ته لېږدول شوي، حتمي نه ده چې جرمني ته راوستل شي.
تر هغه وروسته چې د «افغانانو د فدرالي منلو پروګرام» یو شمېر غوښتونکو د جرمني په محکمو کې د حقوقي شکایتونو له لارې د ویزې د صادرېدو حکمونه ترلاسه کړل، د دوی د انتقال بهیر یو ځل بیا پیل شو. د دغو قضیو له ډلې ځینې د مدني بنسټونو، په ځانګړي ډول د «کابل لیفت بروکه» سازمان په ملاتړ تعقیب شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال د جرمني بنسټونو ۷۶پخواني ځایي کارکوونکي او ۴۶۵نور افغان وګړي د جرمني د ویزې په تمه دي او د هغوی امنیتي ارزونې لا هم روانې دي.

د بحران نړیوالې ډلې ویلي چې پاکستان په ناڅاپي ډول په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ټولو زیات زیانمن شوی دی. د دې بنسټ ارزونې ښيي چې که په پاکستان کې تاوتریخوالی زیات شي، اسلاماباد به یو ځل بیا پر افغانستان بریدونو ته مخه کړي.
د بحران نړېوالې ډلې په خپل تازه راپور کې د دوحې او استانبول له ناکامو خبرو وروسته د طالبانو او پاکستان اړیکې «ترینګلې او نازکې» بللې دي. د راپور له مخې، د دواړو لوریو اړیکې هغه مهال لا خرابې شوې چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر وړاندې د اقدام غوښتنه ونه منله.
دا خپلواک فکري بنسټ، چې مرکز یې د بلجیم په بروکسل کې دی، لیکي چې طالب چارواکو د تړلو دروازو تر شا د ډیورند کرښې په نږدو کې د ټيټيپي د حضور شتون منلی، خو استدلال کوي چې له دواړو هېوادونو څخه هېڅ یو پر ډیورند کرښه د تګ راتګ بشپړ کنټرول نه شي کولای.
راپور زیاتوي چې افغان طالبانو ادعا کړې، هغه ګڼ شمېر وسلهوال یې کرښې ته له نږدې سیمو لرې کړي چې په ۲۰۲۴کال کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله بېځایه شوي وو. خو سره له دې، طالبان لا هم د اسلاماباد اساسي غوښتنه، یعنې د ټيټيپي د مشرانو سپارل، نه مني.
د بحران نړېوالې ډلې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د ۲۰۲۶کال د لسو احتمالي شخړو په لړ کې یاد کړی دی.
راپور ټینګار کوي چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ اړیکې «ډېرې پیاوړې» دي. په راپور کې همدارنګه راغلي چې پر ډیورنډ کرښه د پرتو سیمو ډېری پښتانه د پاکستان له مرکزي حکومت سره مخالفت لري، خو په دغو سیمو کې د وسلهوالو سخت ځپل ښايي برعکس پایله ولري. د بنسټ په باور، دا ډول کړنې کولی شي د طالبانو او ټيټيپي جنګیالي د داعش پر لور ورټېل وهي، څو د طالبانو د ادارې پر ضد وجنګېږي.

فاکس نیوز تازه راپور دا پوښتنه څیړلې چې که د ایران جمهوریت سقوط وکړي، نو راتلونکی واک به د چا په لاس کې وي. راپور کې راغلي چې دا موضوع ډېره پېچلې ده او روښانه ځواب نه لري، ځکه پایله تر ډېره حده په دې پورې اړه لري چې رژیم په کوم شکل سقوط کوي، نه دا چې یوازې سقوط وکړي.
راپور زیاتوي، اصلي ټکی دا دی چې د ایران راتلونکی به د امنیتي ځواکونو له دریځه ټاکل کېږي. که د سپاه پاسداران ځواکونه او عادي پوځ متحد پاتې شي، نو امکان شته چې واک په بل نوم خو هماغه د زورورو بنسټونو په لاس کې پاتې شي. خو که دا ځواکونه ټوټهټوټه شي، امرونه ونه مني یا له خلکو سره ودریږي، نو بدلون به ژور وي.
راپور کې راغلي چې ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي چې لوېدیځ باید د ظاهري بدلون ملاتړ ونه کړي، داسې بدلون چې یوازې د مشرتابه نومونه بدل کړي خو اصلي قدرت هماغه پاتې شي. دا ډول بدلون به د ایران خلکو ته ریښتینی سیاسي راتلونکی ورنه کړي.
راپور دا هم وايي چې د ایران اپوزیسیون تر ټولو لویه ستونزه ایډیالوژي نه، بلکې تنظیم او مشرتابه ده. لاریونونه شته، خو د سیاسي بدیل جوړول او د واک نیولو لپاره منظم چوکاټ لا نه دی رامنځته شوی.
راپور زیاتوي د احتمالي سناریوګانو له جملې څخه یو دا دی چې پوځ یا دپوځځینې جنرالان د واک نیولو هڅه وکړي، خو کارپوهان وایي چې دا ځواکونه یو شان نه دي او دننه یې اختلافات شته. همدارنګه، یوازې له بند څخه راخلاص شوي فعالان یا سیاستوال ښايي د عامو خلکو لپاره کافي کاريزما ونه لري چې مشري پر غاړه واخلي.
د راپور په پای کې زیاتوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت تر سقوط وروسته به د ایران راتلونکی نامعلوم، ستونزمن او له احتمالي بېثباتۍ ډک وي او که د امنیتي بنسټونو واک مات نه شي، نو امکان شته چې نظام بدل شي خو قدرت هماغسې پاتې شي.

د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د یاد وزارت وزیر ملا یعقوب مجاهد امر کړی چې ددې ډلې ټول هغه «بې سرنوشته» وسلوال چې د امنيتي او تصفيوي كميسيون له لوري يې د دويمي کره کتني فورمي تاييد شوي وي، بېرته جذب شي. په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم ورته امر صادر کړی و.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو وسلوال کولی شي د خپلو پېژندپاڼو او د تصفیې کمیسیون د تایید فورمې سره د دفاع وزارت د استخدام مرکزونو ته لاړ شي.
له دې وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د یاد وزارت وزیر سراج الدین حقاني د ملاهبت الله د حکم د تطبیق په پایله کې فعال احتیاط ته د سوق شويو منسوبانو د بیا استخدام امر ورکړی. حقاني په مکتوب کې ویلي چې یاد کسان د اړتیا پرمهال ګومارل کېدای شي.
د یادونې وړ ده، چې د روان کال د وري پر ۲۴مه افغانستان انټرنشنل - پښتو په لومړی ځل راپور ورکړ، چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست شل سلنه کارکوونکي تنقیص کړي او فعال احتیاط ته یې سوق کړي دي.
دغه راپور د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست سندونو ته د لاسرسي پر بنسټ جوړ شوی و. وروسته په غويي میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي کارکوونکو د تنقیص خبر تایید کړ.
د طالبانو مشر ملا هبت الله دا پرېکړه په داسې حال کې کړې وه، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د درول کېدو راپورونه ورکړل شوي وو او ددې ډلې تر واک لاندې دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه درلودل.